غزل
عزت الله شمسزى

جانانه ژوند دی چا ته ژاړم چا ته وخاندمه
 تياره کې ناست يمه خپه، رڼا ته وخاندمه

 ستا د ښايست قدر به ياره دومره بس وي که نه
چې ستا د هر ظلم بدل کې تاته وخاندمه
د شپې شبنم غوندې ورېږم پر ګلونو باندې
سهارکې ستورى شم فاني دنيا ته وخاندمه
چې ماته ګوري لږ موسکۍ شي سترګې مړې واړوي
زړه کې مې پټ د جانان دې جفا ته وخاندمه
زموږ دکلي منځ ته راشي بل ته لاس ورکوي
له ډېره غمه د يار دې سزا ته وخاندمه
اوس درته لاس غزوم اوس د رحم سوال کومه
له مجبورۍ دې هرقاتل ادا ته وخاندمه.