د پښتو مشاعرې او شاعران
العين د ابو ظهبۍ رياست يوه وړه شان ښاريه ده. دلته لوړ دنګ بلډنګونه نشته. هر عمارت درې چته دى. ما غوښتل چې العين ووينم خو زما دغه تګ په توره شپه کې ؤ. هغه د چا خبره چې د مېلمه واک د کوربه وي اؤ بيا کوربه چې شاعر هم وي نو بيا به پکې څوک څۀ ووايي. ملګري په يوه دېره کې زمونږ په انتظار ناست وه. د العين د دېرو حال د دوبۍ نه ډېر ښۀ دى. دلته ښې صفا ستوره کوټې دي اؤ کرايه ګانې يې هم مناسبې دي. مونږ چې ورسېدو نو مشاعره شروع شوه. د مشرۍ پټکى يې د کرک نه راغلى يؤ ادب ذوقه مېلمه ماسټر فريد خټک ته ورپه سر کړى ؤ اؤ زما نامه د مشر مېلمه په توګه واخستى شوه. مشاعره کې ښاغلي ممتاز اورکزي، ښاغلي فرهاد صدف، ښاغلي نديم عامر خټک، ښاغلي عمر علي خټک، ښاغلي عبيدالله اؤ ښاغلي محمد انعام انعام برخه واخسته. د نظامت چارې ښاغلي عمر خټک ترسره کړلې. وروسته د ټنګ ټکور محفل هم وشو. ښاغلى عمر علي خټک د يؤ شاعر سره سره د يؤ خوږ اواز څښتن هم دى. دۀ د باجې سره يؤ څو غزلونه واؤرول چې په اورېدونکو باندې ډېر ښۀ ولګېدل. اؤ دۀ ته يې مناسب داد ورکړو. دې پسې جوخت د لطيفو مجلس ګرم شو چې اختتام يې په په يوه ډېره خوندوره ټوکه ايزه کيسه وشو.
١٩٧٩ء  پورې د عربو په دې سوراړو کې د پښتو يؤ هم داسې شاعر نة ؤ چې په باقاعده توګه يې د پښتو ژبې د ودې دپاره کار کړى وى. زۀ به کله ناکله ابوظبۍ نه دوبۍ ته ښاغلي الياس ټلوال نه رشتيا نيکۀ ابا ته ورغلم يؤ بل ته به مو شعرونه واؤرول اؤ د زړۀ بړاس به مو وويستو. اؤ هغه وخت نيکۀ ابا په حقيقت کې د پنځۀ دېرشو ؤ. کونډي کونډي برېتونه يې وو اؤ مونږ به ورته د ډېرې مينې نه "وړوک دا" ويل. خو اوس......"
اوس که هغه نيکۀ ابا دى اؤ وايى چې زۀ د پنځو دېرشو يم هسې نۀ وايى ځکه چې هغه خوشحاله دى. هر ځاى شاعران دي، هر چرته د پښتو ادبي جرګې دي، هر چرته د شعروشاعرۍ مجلسونه تاوده دي چې د دۀ د زړۀ ارمان ؤ. العين، ابو ظبۍ اؤ دوبۍ کې خپلې خپلې ټولنې لګيا دي د پښتو ژبې اؤ ادب خدمت کوي چې ټول کرېډټ يې نيکۀ اباد سره سره يؤ بل بوډا ښاغلي اعجاز خټک ته هم ځي.
د العين د شاعرانو په راغونډؤلو کې د ښاغلي ممتاز اورکزي هلې ځلې هم د ستاينې وړ دي. نيکۀ ابا اؤ اعجاز خټک په دوبۍ کې د پښتو اماراتو ټولنه مرکز دوبۍ بنياد په دويم دسمبر ١٩٨٠ء کې کېښودو چې نيکۀ ابا يې وړومبى صدر او سپين ږيرى خټک يې مشر سکتر غوړه کړى شول. نن سبا يې صدر خوږژبى شاعر ښاغلى خالدخان حسرت دى. نايب صدر ممتاز اورکزى، مشر سکتر ښاغلى اعجاز خټک، کشر سکتر ښاغلى امين بنګښ اؤ نيکۀ ابا يې سرپرست اعلى دى.
دې ټولنې ته دا اعزاز هم ترلاسه دى چې په اول ځل يې د دوبۍ په شګلنه ځمکه کې د پښتو ادبي غونډې جوړې کړې اؤ په خپل خرڅ يې د پاکستان نه ځنې د پښتو نامتو ليکونکي لکه پروفېسر پرېشان خټک، ښاغلى عبدالکريم بريالى اؤ ښاغلى سليم بنګښ وغېره راوغښتل.
دا خبره دې ياده وي چې اوس په دوبۍ کې د اردو ژبې اديبان هم ښۀ فعال کردار ترسره کوي خو د پښتنو اديبانو هلې ځلې د هر چانه وړاندې دي. د اردو ادبي تنظيم "مجلس فروغ ادب دوبۍ" په ١٩٨٦ء کې په وجود کې راغى. ښاغلى نجم الحسن رضوي، ښاغلى ملک محمد اسلم اؤ ښاغلى محمد شاهد يې چلوونکي دي.
دې پسې دغه شان هلې ځلې د قطر ملګرو هم شروع کړې چې تر نن تاريخه پورې جاري دي. هغه بېله خبره ده چې دوى ځنې داسې شاعران هم وغوښتل چې څۀ ادبي ارزښت يې نۀ ؤ. پکار ده چې په دې لړ کې لږ د سنجيدګۍ نه کار واخستى شي. هسې د دوئ هلې ځلې د قدر وړ دي چې د قطر غوندې ملک کې يې د پښتو شمع بله ساتلې ده.
د قطر ملګري اوس په دوه ډلو کې وېش شوي دي. هر څو کۀ دا څۀ ښه خبره نۀ ده خو په هر حال د دوئ خدماتو ته مونږ د قدر په نظر ګورو. دغه دواړه ډلې ځان ځان له د پښتو بين الاقوامي مجلې هم وباسي. يوه "دستار انټرنېشنل" اؤ بله "دوران انټرنېشنل" ده. د مجلو اجراء يؤ غوره قدم دى خو د معيار د ساتلو دپاره به لږه خواري ضروري وي.
د اماراتو پښتو ادبي ټولنې دوبۍ د پښتو ځنې کتابونه هم چاپ کړي چې پکې مشهور "خوشحال اؤ رحمان" دى. دې کتاب ته په ادبي نړۍ کې په درنه سترګه کتلى شي. دغه ټولنه اوس اوس د يوې معياري مجلې د شروع کؤلو اراده هم لري. خداى دې وکړي چې د ټولنې ملګري په دې لړ کې څۀ کاميابي ترلاسه کړي.
د العين ملګري د "قومي پښتو ادبي ټولنه العين" په نوم کار کوي چې صدر يې ښاغلى محمد انعام انعام دى. مشر سکتر يې ښاغلى طالب جان مروت دى. ښاغلى عمر علي خټک اؤ ښاغلى نديم عامر خټک يې تکړه غړي دي.
د ابو ظبۍ ملګري د اماراتو پښتو ادبي ټولنه ابوظبۍ په نوم د خپلې ژبې اؤ ادب خدمت کوي چې ورته مرسته د دوبۍ ملګرو ترلاسه ده. د دې ټولنې صدر ښاغلى تاج خان سورانى اؤ مشر سکتر يې ښاغلى مرادالله جان مراد دى.
العين کې چې د شپې درې بجې مشاعره اؤ د ټنګ ټکور محفل سر ته ورسېدو نو مونږ واپس د ښاغلي ممتاز اورکزي په ګاډي کې دوبۍ ته څۀ دپاسه څلور بجې د شپې راورسېدو. ښاغلي اورکزي ګاډى خپلې دېرې سره ودرؤلو اؤ ماته يې ووې: سحر ته لږ وخت دى. دلته به ارام وکړې بيا به دې کور ته ورسؤم. ما دا وخت د خور کور ته تګ مناسب ونۀ ګڼلو هغۀ سره دېرې ته لاړم. مسافران په غرق خوب اودۀ وو. مونږ لکه د لېونيانو چې ورننوتو ممتاز ماته ورو شان ووې:
دې مخامخ کټ ته ورلاندې وځه
ما چې د کټ جايزه واخيسته بره ورباندې دوه کسان اودۀ وو. زما زړۀ غوښتل اؤ که نۀ غوښتل هغه د چا خبره که ګور ګران دى خو د مړي ناکام دى سترګې مې پټې کړې کلمه مې درسته کړه اؤ د سپنج دپاسه په کمبل کې ښۀ اوږد وغزېدم.

د ښاغلي اسير منګل د يونليک "د دوبۍ سفر" يوه برخه