قلندر مومند په "رڼايي" کې

د سعد الله ميوند ليکنه

څه ته چې د وېنا لپاره خوله نۀ جوړېږي او هغه "څه چې" زما کمزوى قلم يې له تفسير څخه وېره لري هغه د فن او هنر په پراخه سارا کې د ارواښاد قلندر مومند د خيال او فکر هغه ملغلرې دي چې د هغوى هنري خلاقيت او نابغه استعداد سره راغونډې کړي دي او اوس د "رڼايي" په نوم کتاب کې د نظمونو او غزل په جولۍ کې زمونږ د نظر په وړاندې پرتې دي. د شعر تر ټولو لوړ، له ذوق او شوق او حرارت څخه ډک رسالت چې ښايي بېخي د نبوغ او الهام په جلوو کې راڅرګند شي پر قلندر مومند د يوه ځُول باران په شکل ټول عمر راورېدلى او د هغوى پر آندو و اند يې دومره ژور او بېخزن اغېز پري ايښى دى چې سړى نۀ پوهېږي دغه ويړ، پراخ، له فن او هنر څخه ډک تاثر د هغوى په شعر کې څنګه وګوري. او په اړه يې څنګه قضاوت وکړي. دلته خو پخپله شاعر هم حيران دى:

لکه يو ستړى مسافر په تکه توره شپه کې
د خپل منزل په تکل سترګې د سبا ته ګوري
او ناڅاپي تورې ورېځې په اسمان خورې شي
اطراف ترې ورک شي شپه يې واخلي هرې خوا ته ګوري
( "صدمه" نومې نظم تر اخره )

خو هغه څه چې سړي ته د شاعر او د شعر په هکله يو کوټلى او روغ رمټ احساس ورکوي هغه د مينې او د شاعر د روح ترمنځ خبرې دي چې د کلونو په اوږدو او د ژوندانه په راز راز پړاوونو کې يې د شاعر فکر او شخصيت ته يو خاص رنګ وربښلى دى:

د کلونو مينه خداى يې زړه مه کړه
لا تر اوسه مې په ذهن راخوره ده
چې زما د روح اقليم يې مسخر کړۀ
چې زما په شخصيت باندې خوره ده
("فراق" نظم.. مخ ١١)

همدغه پړاو ښايي نور هم وڅېړل شي او د شاعر له روح سره د شعريت او مينې هغه تار او مزى معلوم شي کوم چې د هغوى په روح او شخصيت راڅرخېدلى دى. همدلته ده چې خبره لږ څه روښانه کېږي او هغه څه چې موږ ورته په ژوند کې خاصتاً د شاعر په ژوند کې مينه، درد، سوز، تغزل، اهنګ، نبوغ، جنون او داسې نور اروائيز او لاشعوري پړاوونه وايو، د قلندر مومند له شعر او شخصيت سره تړلي، راغځېدلي او خوا په خوا پراته دي. دغه ټول پړاوونه د شاعر له روح نه شعر ته او له شعر نه يې بېرته روح ته کوچېدلي او شاعر ته يې داسې يو الهامي شخصيت وربښلى دى چې سړى فکر کوي ټول ټال په همدغسې يوه اضطرابي او ناخوداګا حالت کې اوسېدلى، هوسېدلى، دردېدلى، سوځېدلى، رڼا شوى، ايرې شوى او بيرته ځلېدلى دى.
موږ که د شاعر نظم ګورو او که يې غزل خو چې کله هم ښه ورته ځير کېږو هلته موږ ته شعر ولاړ وي، اهنګ وي، موسيقيت وي او د ژوندانه نور په زرګونو اړخونه چې په همدغه شعر، هو، د قلندر مومند په شعر کې داسې څېړل شوي او سره راغونډ شوي وي چې لمحه لمحه د لوستونکي ذهن او احساس بيا هم د شعر او اهنګ په لوري کشوي، مسايل پخپل ځاى ولاړ وي، د ژوندون لويه او اغزنه دښته، د بې پنا او بلها توپانونو شور او زوږ، حادثې او اندېښنې، ولې بيا هم شعريت، توازن، يو غلى سرود، امېد او سپېڅلى ارمان له دغه شعر سره غاړه غړۍ راروان وي او د يوه ساهو او پاخه هوډ په برکت له دغو ټولو بې پنا بادونو او غميزو سره په حرکت کې وي. د خپلې شاعرۍ روح درد او سوز ښۀ احساسوي ولې ماته چيرې هم نۀ مني او د امېد او سرود هغه خوږه او نازکه رڼا چې کله ناکله او ډېره لږ د شاعر په لاشعور کې د يوې برېښنا په څېر پيدا کېږي شاعر يې د خپلې خلاقې او پلټونکې اروا په زور د ځان او ژوند لپاره د ابديت، معنويت او محبت په يوه روانه او سندريزه چينه باندې بدلوي او بيا د تل لپاره ورباندې خپل تږى تصور او احساس موړ او خړوب ساتي.
قلندر شعر د شعر لپاره، د ژوند لپاره، د خيال او جمال او جلال لپاره ويلى دى او هره ښکالو يې چې په شعر کې قلمبند کړې ده ټول ټال يې په شعر او د شعر په فن کې سره پېيلې او پوره پوره انصاف يې ورسره کړى دى. هغوى د خپل اسکيرلي، ترهېدلي او ګنډلي وخت هغه ژبه ور او خياله ور شاعر دى چې د وخت جابر يې ژبه ورغوڅه کړې ده، چاپيريال ورته سور اور دى، تنها خپل سوى او لوى احساس يې ملګرى او د يوه ساهو تکل په مټ يې د دغسې يوه خيالي منزل په لوري ټول عمر ستړى سفر کړى دى او په دغه سفر کې ورته د وخت جبر مخې ته راځي او که يې ناهيلۍ او ستونځې مخه نيسي او بالاخر که څه هم کېږي خو د شاعر سپېڅلى هوډ او نېغ ځواب ورته د يوه غره په څېر ولاړ دى او ورته وايي:

زما ژوند نۀ ختمېدونکى حرکت دى
زما روح يوه لمبه ده حرارت دى
زما دين مينه الفت دى محبت دى
سياست مې هر جابر ځنې نفرت دى

همدلته ده چې مونږ د شاعر هغه نهايي او د هغه په روح او ضمير کې پټ تصوير ته لاره پيدا کوو کوم چې د هغوى د شعر او خيال په مطالعه او پلټنه کې زمونږ تلوسې راپاروي او دا احساس راکوي چې رښتيا هم شاعر توانېدلى دى چې خپل شعري رسالت ښۀ وپېژني او هغه ټول د شعر په فن پورې تړلي توکي، ترکيبونه او نوښتونه په پام کې وساتي کوم چې د يوه ښه او معياري شعر لپاره ضروري دي:

يوه څړيکه مې د زړه له منځه ووځي
د اعصابو کاينات مې په زلزل کړي
نننۍ شپه مې په زړه داسې سوره ده
که همداسې وه حواس به راته شل کړي
("ياد" نومې نظم مخ ٥٥)

او بيا هم د همدغې ازلي څړيکې خوږ او مسلسل درد دى چې د شاعر په ذهن کې يې يوه همنشينۍ رڼا او د هيلو ډيوه بل ساتلې او د شاعر ځيږ او پښتون احساس ته يې دومره ځوښ او زوږ وربښلى دى چې د شعر غوندې له يوه لطيف او نرم فن سره ټول عمر ملګرى پاتې شي او داسې سندريزې فنپارې تخليق کړي چې د انساني ژوند او ژواک نه سرچينه اخلي او د مينې، انسانيت او هنر ريښتيني تصوير کشي پکې شوې وي.
داسې ښکاري چې د "رڼايي" يو شمېر زيات نظمونه د شاعر د ځوانۍ په منګ کې ويل شوي دي چې له ننني پښتو شعر څخه يې زماني فاصله نږدې دېرشو څلوېښتو کلونو ته رسېږي ولې بيا هم د قلندر دغه هر نظم په موضوعي لحاظ دومره خوږ، بشپړ او له خپل مضمون سره په داسې موازي کرښو کې روان وي چې لوستونکى هم د شعريت خواږۀ پکې محسوسوي او هم هغه څه له نږدې ويني چې شاعر يې بيانول غواړي.
شاعر که څه هم ځوان دى خو فکر او ذهن يې دومره پوخ دى چې ځاني جذبې او هيلې يې شاته اچولي او د نړۍ په هر ځاى کې د انساني اقدارو د درناوي او عزت غم ورسره دى. دا اقدار که د شاعر له جغرافيې نه لرې سوځي او که نږدې خو د انسانيت دغه علمبردار شاعر يې په هر ځاى کې د ځان بولي او چيرته هم پخپله پښتون ضمير سودا نشي زغملاى:

مينه منمه خو د مينې سمندر کې چيرې
د خپل پښتون ضمير بېړۍ چپه کولى نشم
هغه شعور چې يې په ټول عالم کې تۀ غوره کړې
هر څه کولى شم خو دى خپه کولى نشم
("وضاحت" نومې نظم)

همدا رنګه په يو بل ځاى کې خپله ژمنتيا او تعهد په څومره ښايسته لفظونو کې بيانوي:

زه چې سوځومه د بل په سوز پوهېږم
چې دا نۀ سوځي او چغه کړي حيران شم
چې فغان اورم ايشيا او افريقه کې
دلته وبوګنېږم پاڅمه افغان شم
("ځمکه هغه سوځي" نومې نظم)

د "رڼايي" له هر نظم څخه د شاعر د خورا رسا او پاخه فکر اندازه له ورايه لګېږي. دلته که د شاعر سياسي لرليد دى، مذهبي، قومي او که ټولنيز، موږ ته په يوه انساني او ټول ټال شاعرانه مينه کې ځان راڅرګندوي.
لنډه دا چې قلندر مومند په "رڼايي" کې موږ ته د يوه داسې پښتون شاعر په توګه ځان او خپل فکر راپېژندلى دى چې هغه ټول توکي او فکتورونه چې د شعر لپاره ټاکل شوي او منل شوي هغوى پخپل شعر کې په يوه موزون او ښکلاييز انداز کې سره پېيلي دي.
قلندر تشه لفاظي نۀ ده کړې بلکې لفظونه او تصويرونه يې لوبولي، صيقل کړي او بيا يې د خپل شعر لپاره کار ترې اخيستى دى. د شعر خيال او تخليق ته يې د خپل زړه وينې ورکړي، شعر يې د الهام له دېوالونو راتوږلى او د شعر په هر لفظ، خيال او ترکيب باندې يې ځان ځان ته خواري کړې ده. خپل شاعرانه صلاحيت يې بې کاره ندى پرې ايښى او نۀ يې ځان د شعر په نوم په تشو شعارونو او نارو غولولى دى. بلکې د يوه پاخه او تلپاتې فکر په نتيجه کې يې د شعر لپاره د الهام ملګرتيا کړې ده او شعوري کوښښ يې کړى دى چې داسې تخليق وکړي چې هم په فن او هنر پسوللى وي او هم د ژوند حقيقي غوښتنو ته رنګ او خوند وروبښي.
هو، ارواپوهان او شعر پېژندونکي که د شعر تعريف په هر ډول کوي خو د شعر په هکله دغه يو منل شوى تعريف بيا هم د يادولو جوګه دى چې ښۀ شعر تل د الهام له يوې مقدسې فطري سرچينې څخه راخوټېږي او بيا د وزن، پېغام او تصوير په جامو کې د لوستونکو او اورېدونکو په زړه او ذهن باندې د جادو په څېر اثر کوي.
هو، دا يو رحماني جادو او د لوي خالق د بې پنا هنري او شعري مينې يوه الهامي معجزه ده چې د شاعر په خيال باندې د ژوند په اوږدو کې په مختلفو جولو راورېږي او که څوک ورسره لکه د ارواښاد قلندر مومند په څېر وفا وکړي او د ژوند په ټولو حادثو او توپانونو کې د مينې او هنر دغه نازکه ښاپېرۍ په غېږ کې ټينګه ونيسي بيا نو په دغه الهامي تقدس کې دومره زور او طاقت هم شته چې خپل دغه محبوب د تل لپاره پخپل اولس او مينه والو کې ژوندى وساتي او د يوه ريښتيني شاعر په الهامي لقب يې ونازوي.
لکه څنګه چې مخکې يادونه شوې ده رښتيا هم چې زموږ د دغه نابغه او متعهد شاعر شعري خلاقيت او شعري حسن بېخي د هغوى په روح او ضمير کې پټ دى چې ښايي پخپله شاعر يې هم حيران کړى وي. ښه به دا وي چې نور له خپلو خبرو تېر شو او د "رڼايي" د نايابو غزلونو او نظمونو په نمايندګۍ د "فردوس ګوش" نظم اخري بند د هغوى د شعري فن او اعجاز د يوې نمونې په توګه راواخلو. روح يې ښاد او ياد يې تل تازه اوسه.

چې د الهام د تقدس او حلاوت غوندې يې
زما د فن په کوه طور باندې جلوه وکړله
د احساساتو غونى ځيږ شوه زړه مې وبوګنېدۀ
هغه اواز مې بيا په زړه باندې حمله وکړله
("فردوس ګوش" نظم)

............
يادونه: "رڼايي" د قلندر مومند د شعرونو هغه ټولګه ده چې د هغوى له مړينې وروسته په ٢٠٠٤ء مېلادي کال کې خپره شوه چې د صفحو شمېر يې ٩١ او د سريزې پر ځاى ورباندې ځلان مومند يوه لنډه ليکنه کړې ده.