پـښتو ناول
ډاکټر سيد چراغ حسېن شاه
د ناول لغوي مطلب Random House Webster Dictionary کې بطور اسم داسې ليک دى:
"A fiction prose narrative of considerable length"
ژباړه: يو مناسب اوږد فرضي نثري بيان. خو ناول بطور اسم صفت د يو نوي قسم په مانا راځي (of a new kind). د اردو نقاد ښاغلي انورجمال هم دا مفهوم داسې اداکړى دى:
ناول: نيا)نوى( انوکها- عجيب – نمايان )جوت برسېره(.
ناول اصل کې د لاطيني )اطالوي( ژبې ټکي Novella نه وتى دى چې لغوي معنا يې ده "عجيبه څيز، کيسه يا يوه ټوټه خبر". نن سبا انګريزي لغت کېNovella يا Novelette يو ورکوټي يا لنډشانتې ناولګي ته وايي.کوليئرز انسائکلوپيډيا د ناول تعريف داسې کوي:
Novel a work of prose fiction of considerable length in order to distinquish it from the short story and the novelette, it is generally assumed that the novel should contain at least fifty thousand words. It has taken so many shapes, particularly in the last hundred years, that any more precise definition aliminate a good proportion of the works called by the name.
ژباړه: ناول= مناسب اوږدوالى لرونکى يو نثري افسانوي اثر، د وړې کيسې يا د ناوليټ نه د فرق کولو دپاره دا اکثره فرض کېږي چې ناول به خامخا پنځوس زره ټکي لري. تېرکم و زيات سلو کالونوکې ناول دومره شکلونه خپل کړي دي چې د دې يو جامع او لنډ تعريف به ګڼ شمېر اثار چې په دې نوم بلل شي، د ناول د قطار نه و باسي.
انکارټا ورلډ انګلش ډکشنري د ناول تعريف په دې ټکو کوي: يو افسانوي نثري اثر چې پلاټ يې اوږد او عموماً پېچيده وي. عموماً په بابونو کې ويشلى شي چې کيسه پکې په روايتي انداز د کردارونو د کار او خيال په ذريعه په مخ ځي. د بېلوبېلو نقادانو د تعريفونو خلاصه داده چې ناول کې يوه داسې نثري کيسه پکارده چې د پنځوسو زرو نه زيات توري لري، د ژوند د مسائلو ترجماني په فني چوکاټ کې وکړي،او کردار، سسپنس، نظريه حيات، پلاټ، ماحول وغېره فني لحاظ سره په خپل ځاى د توازن سره راشي او ورسره د ليکونکي د نقطۀ نظر وضاحت هم د واضح پېغام په شکل کې وشي. د ناول لمن لويه ده او په لويه پېمانه د ژوند عکاسي کوي. ناول د انساني ژوند مکمل تفسير وي چې پکې د انساني ژوند د هر اړخ عکاسي کېدلى شي.
د ناول تاريخ
اولنۍ افسانوي کيسۍ چې د ناول نوم ورته ورکړاى شو د ديارلسمې پېړۍ په اخر کې په اټلى کې سازې کړاى شوې. خو په اولسمه پېړۍ کې يؤ ريښتونى ناول وليکلى شو. دا ناول د Milne de Cervantes ( زمانه ١٥٤٧-١٦١٦ء ) ليکلى ناول Don Quixote دى چې نن هم يو شهکار دى، اولنۍ او د هرې زمانې دپاره يو ستر ناول شمېرلى شي. د دې نه پس فرانس، انګلينډ، جرمني، روس، ناروى او نورو ګڼو ملکونو کې بې شمېره ښۀ او معياري ناولونه وليکلى شول. دومره حده پورې چې په نولسمه پېړۍ کې فرانس کې د ادب غوره او اعلى صنف صرف ناول ګڼلى شو او اديب به يې صرف هغه مصنف ته ويلو چې د ناول ليکونکى به و. او داسې شاعران او ډرامه نګاران يې روستو پرېښودل. د شلمې پېړۍ منځ کې فرانسوي ناولونو کې د شعور ازادانه بهير (Stream of Consciousness) او د مکالمه نګارۍ عنصر ګډ شو. او داسې تر ننه پورې ناول کې د هيئت او د موصوع نوې نوې تجربې لګيا دي چې د بدلېدونکو حالاتو، پيچيده ژوند، حساس ماحول او د انساني ذهن د تېزۍ او د تخيل د اوچت پرواز تقاضې دي.
پښتو ته ناول د اردو د لوري د ترجمې په شکل کې د نولسمې پېړۍ په اخر کې راغلى دى.
د ناول فني عناصر
د ناول د فني لوازماتو، عناصرو او اجزاء په باره کې اروپايي ناول نګار سمرسټ ماهم ليکي:"پکار ده چې ناول يو زړه خوښوونکى مرکزي خيال ولري. کيسه تلوسه زياتونکې وي. شروع، مينځ او خاتمه لري او خاتمه دې يې د شروع منطقي نتيجه وي، واقعه دې امکانيت لري او دا دې صرف مرکزي خيال په وړاندې نۀ بيايي بلکې د کيسې د مينځه دې سر وباسي".
داسې د ناول بنيادي عناصر دا دي:
١_ کيسه: د ناول بنيادي، زړۀ راښکونکى او اهم جزؤ لکه د ملا د هډوکي وي. کيسه د بېلو بېلو واقعاتو او حادثاتو د ربط او جوړښت نه وجود کې راځي. خو د نن سبا ځنې نقادان کيسې ته دومره اهميت نۀ ورکوي او د ناول فضا د کيسې نه مقدمه ګڼي. د روسي ناول نګار ګوګول (Gogol) په مشهور ناولDead Soul کې دا هډوکى غايب دى.
٢_ پلاټ: کيسه کې د بېلو بېلو روانو واقعاتو اى حادثاتو ربط، جوړښت او د تړلو سيکم ته پلاټ ويلاى شي. پلاټ د واقعاتو د خام مواد نه جوړېږي. زمونږ نقادان د پلاټ سست والي، ټينګ والي او د بدلون د ګنجائش په باره کې چې څومره حساس دي او دومره ضروري عنصر يې ګڼي. خو د دې باوجود د والټرسکاټ ( ١٨٣٢-١٧٧١ء ) شهکار ناولونه بېخي پلاټ نۀ لري.
٣_ کردارنګاري : د کردارونو معنى ده اشخاص يا وګړي. دا کردارونه کيسه يا پلاټ په مخه بوځي. کردارونه يا جامد وي يا متحرک. لوي، واړۀ يا امدادي وي. جوت يا د مثالي کردار نه ګرده کيسه چورلي راچورلي. ناول نګار په خپل ناول کې کردار په دوه قسمه وړاندې کوي. تشريحي او ډرامائي. تشريحي کې ناول ليکونکى خپل جذبات، احساسات او خيالات بيانوي او ډرامائي کې کردار د خپلو خبرو اترو او حرکات و سکنات په ذريعه خپله پېژندګلو کوي. د ناول نګار دا کمال وي چې د خپل کردار تخليق په دا رنګ وکړي چې د لوستونکي په ذهن دايمي نقش او ياد پرېږدي. مثلاً اردو ناول (( توبة النصوح )) کې د ظاهر دار بيګ او کليم او د فرانسي ناول نګار فلوبرټ ناول "ميډم باورى" کې د ډاکټر کردار.
جديدو ناولونو کې د کردارونو يا د اشخاصو په ځاى انساني جبلتونه، جذبات، نفسيات او د هغۀ د اندرون د دنيا هنګامې متحرکې وي.
٤_ منظر کشي ( فطرت نګاري): ناول کې ناول نګار د خپل قوت مشاهده او متخيله په زور د خپل چاپېرچل، د قدرت د مناظرو او د سماج نقشه راکاږي.
٥_ مکالمه: د کردارونو د خولو نه وتلو خبرو ته مکالمې وايي. دا مکالمې د کيسې په مخ ته تګ کې ډېراهميت لري. کردار د خپل سماجي، سياسي، ذهني او معاشرتي حيثيت مطابق د مکالمو په ذريعه د خپلو احساساتو او د جذباتو اظهار کوي.
٦_ د ژوند فلسفه: کردارونه د ژوند د يوې مسئلې يا ډېرو مسئلو ښۀ او بد اړخونه او د هغې عوامل او نتيجې را وړاندې کوي. دغې ته د ژوند فلسفه وايي.
٧_ سسپنس: ناول کې ځاى په ځاى د حيرت، تلوسې او د نويو نتيجو د اخذکولو مقامات راځي. کامياب ناول نګار هغه وي چې دا د شک او د حيرت فضا تر اخره قائمه وساتي.
د ناول نور اهم عناصر بيان ، جذبات نګاري، اخري نتيجه يا نکته عروج، زاويه نظر، ادبي انصاف او تصادم وي.
د ناولو درجه بندي يا قسمونه
ناول تقريباً د ژوند په هره هغه موضوع باندې ليکلى شوى دى چې د انسان د سوچ، فکر او ژوند سره تعلق لري. عموماً د ناول درجه بندي په دوه توګه کېږى.
1. هغه ناولونه چې ټولنيز ژوند سره تعلق لري.
2. هغه ناولونه چې ساينسي غورزو پرزو ( مهم جويۍ ) سره تعلق لري.
داسې د ناول نن ډېر قسمونه دي: ١=اصلاحي ناول، ٢=کرداري ناول، ٣=روماني ناول، ٤=جاسوسي ناول، ٥=ډرامايي ناول، ٦=واقعاتي ناول، ٧=تاريخي ناول، ٨=نفسياتي ناول، ٩=نظرياتي ناول، ١٠=طبقاتي ناول، ١١=د ښۀ پلاټ ناو ل، ١٢=جنسي ناول، ١٣= ساينسي ناول او ١٤= مهماتي ناول.
د پښتو د ناولونو لنډه پېژندګلو، ارتقا او فني جايزه:
د نړۍ د ډېرو ژبو په شان پښتو کې هم ناول د کيسې يا د داستان ارتقايي شکل دى چې د يورپي ژبو نه د اردو په لور پښتو ته راګډ شوى دى. خو پښتو کې د ناول ابتداء د ترجمې نه شوې ده. او دا اعزاز دوه مياګانو صاحبانو ته حاصل دى چې د اردو دوه اولني ليکلي ناولونه يې په پښتو کې ترجمه کړل. وړومبۍ ترجمه د ډپټي نذير احمد د معاشرتي ناول مراة العروس ده چې ميا حسيب ګل په کال ١٨٧٦ء کې کړې ده او په کال ١٩٥٧ء کې چاپ شوه. داسې ميا محمد يوسف کاکاخېل د ډپټي نذيراحمد د يو بل ناول توبة النصوح ترجمه په پښتو کې وکړه او په ١٩٠٥ء کې چاپ شوه. دا ناولونه اګر چې د فن په تله پوره نۀ پرېوځي خو ترجمه يې په خوږه، روانه او معياري پښتو کې ده. او وروستو ليکلي شوي د پښتو طبع زاد ناولونو دپاره بنيادي محرک ثابت شو. د نقش نګين (اصل توبة النصوح) د ليک نه يو کال پس په کال ١٨٧٧ء کې قاضي عبدالرحمان او پادري لي مهر د انګرېزۍ يو ناول نما ليک د "سير السالکين" په نامه ترجمه کړو.
د پښتو د اولني طبع زاد ناول د ليکلو وياړ سيد راحت زاخېلي ته نصيب شو. دا په کال ١٩١٢ء کې وليکلى او خپور شو. نامه يې ده "ماه رخ، نتيجۀ عشق". دا روماني ناول يوه نيمګړې ريښتونې کيسه ده. د کليوال معاشرت عکاسي او مکالماتي انداز يې د ستايلو وړ دى. د ٢٧ کلونو د انتظار نه پس افغانستان کې په کال ١٩٣٩ء کې د نور محمد "تره کي" يو سياسي او نظرياتي ناول په "کابل" مجله کې د "بې تربيته ځوى" په نوم په ټوکونو کې خپور شو چې د نقادانو په نظر فني او هنري لحاظ سره نيمګړى دى.
د پښتو تر ډېره حده مکمل او د فن او تيکنيک له مخه رهنما اولنى ناول صاحبزاده محمد ادريس د "پېغله" په نامه په کال ١٩٥٠ء کې وليکلو. دا روماني ناول دى او د ناول ليکونکي ذاتي جذبات او احساسات پکې څرګند دي چې نقادان يې يوه فني خامي ګڼي. دې موده کې عبدالله جان اسير هم يو ناول "درسِ عبرت" وليکلو چې پکې يې د پښتنو د معاشرې عکاسي په ښۀ شان کړې ده. د غلام غوث خيبري يو نيم تاريخي ناول "د ابدالي توره" په کال ١٩٥٦ء کې چاپ شو. د دې نه يو کال پس په ١٩٥٧ء کې د اشرف دراني يو روماني جنسي چاشني لرونکى ناول "زرکې سترګې" چاپ شو. هم دا کال يو ډېر اهم ناول "نوې چپې" چاپ شو. چې د ستر حمزه بابا د قامي، سياسي، تعليمي، تصوفي او فلسفيانه انګازو يوه هنداره ده. په خپل وخت کې يې د نقادانو نه ښۀ د تحسين خراج واخستو. خو نن ځنې لکير کې فقير نقادان يې د ادبي مرتبې او قدروقيمت د راغورځولو کوشش کوي. رښتيا خبره داده چې زما ځاني علمي او فلسفيانه موضوعات، کردارونه او مکالمې ډېرې خوښې وي. او دا واحد د پښتو ناول دى چې ما په ډېر شوق او عقيدت سره لوستى دى. هم په دې کلونو کې د رشيد علي دهقان ډرامايي ناول "د سرو تعويذ"، د محمد ابراهيم شبنم "خواښې انګور" او "اجړه" او د روغ لېوني ناول "چرسي" چاپ شو. خو خوند يې ونۀ کړو او د شوقينو لوستونکو پام يې په خپل لور راونۀ ګرځولو.
د شلمې پېړۍ اوومه لسيزه د معيار او مقدار لحاظ سره د پښتو ناول زرين دور ؤ. خاص کر څلور نومونه داسې دي چې دې ميدان کې يې تر ډېره حده کاميابې، نوې او زړۀ راښکونکې تجربې وکړې. دا څلورکسان دي: (١) ميا سيد رسول رسا، (٢) ډ- شېرزمان طايزى، (٣) نورمحمد "تره کى" اؤ ( ٤) غلام حبيب افغاني.
د رسا صاحب ناولونه: رسا صاحب پنځه روماني ناولونه ليکلي دي: ١- مفرور، ٢- شمۍ،٣- مامونۍ،٤- خودکشي او ٥- مېخانه.
د رسا ناولونو په باره کې د بېلو بېلو نقادانو رايې دا دي:
ميا تقويم الحق صاحب ليکي:
"يؤ بسيار نويس اديب په پنډونو ناولونه په يو ځاى پېش کړۀ. خو رشتيا دادي چې دې صنف عوامي مقبوليت ونۀ موندو".
خو يو بل ځاى خپلې رايې کې لږ اعتدال راولي او ليکي:
" سېد رسول رسا صيب ډېر ناولونه ليکلي دي. روماني ناولونه چې ماحول يې د دې علاقې نه بهر دى او د عامو انسانانو د جذباتو ترجماني کوي. ځنې ناولونه يې يو قسم ته سفرنامې يا رپوتاژونه دي چې يو پلاټ کې پيرلى شوي دي او تحير يا دلچسپي پکې پيدا شوې ده. د داسې ناولونو ځان ته يو خوند دى".
ډ – شېرزمان طايزى صاحب چې خپله هم يو معتبر ناول نګار او نقاد دى، د رسا صاحب د ناولونو په باره کې ليکي:
"د سېد رسول رسا څلور واړه ناولونه معاشي او معاشرتي خُم کې رنګ دي او د پښتون نفسياتو ته اپيل کوي. بعضې نقادان او پوهان د رسا ناولونه کمزوري ګڼي خو دې کې يوه خوبي ده چې هغه د دې ناولونو ارزښت ساتي. رسا د پاکستان سفارت خانو کې د پريس اتاشي په عهده په کابل، تهران او جکارته کې کار کړى ؤ. هغۀ په خپلو ليکونو کې د هغو حالاتو او د هغې ډپلوميټيک چاپېرچل عکاسي کړې ده. بله دا چې رسا د طالب علمۍ د وخت نه غوښتل چې پښتو د شعر او ادب نوو غوښتنو سره اشنا کړي".
اخر رسا صاحب په خپلو خواريو او کمټمنټ کې فني حوالې سره کامياب شو او ١٩٥٨ء کې يې خپل پنځم ناول د "مېخانه" په نوم وليکلو. داسې يې د پښتو ادب د ناول په تاريخ کې يو اعتباري او بهتر نوم او مقام وګټلو. د دې ناول د فني جايزې په باره کې په قد کمتر خو په قيمت بهتر ځلمي نقاد حنيف خليل دا رايې ډېره درنه ده چې په فني حواله دا ناول ښۀ دى. پلاټ يې چست، منظر کشي ښکلې، کردارونه ژوندي او سسپنس عالي دى. په مجموعي توګه د ناول په فن د رسا صيب د رسا فکر نشان دهي کوي.
د ډاکټر شېرزمان طايزي ناول نګاري: کۀ حمزه بابا "بابايې غزل" ؤ نو شېرزمان طايزى د پښتو ناول نګارۍ د فن بابا دى چې پنځۀ ناولې يې ليکلې دي او هغه دا دي:
١- ګل خان،٢- امانت، ٣- رحمان کورونه،٤- غونډى، ٥- وادۀ ونۀ شو.
د تقويم صاحب په شان زيرک او پوه نقاد د دۀ د ناولونو ستاينه په دې ټکو کوي: "شېرزمان په ناول کې ګڼې تجربې کړې دي او کامياب ناولونه يې ليکلي دي. هغۀ خپل ناولونه د پښتنو ماحول کې ايښي دي او نۀ صرف دا چې منظرونه يې خالص پښتانۀ دي دغه ونې، بوټي، کاڼي، مرغان او بنيادم لکه جذبات، خيالات او احساسات يې هم پښتانۀ دي".
ځاني ماته د دوئ په ناولونو کې اخرني ناول "وادۀ ونۀ شو" کې ډېر جدت او معيار ښکاري. جاسوسي او مهماتي ناول دى. اصل موضوع يې د جادو ټوڼې ټوټکې ده. سياسي او تاريخي واقعات هم لري او جغرافيايي منظر کشي يې هم د ستاينې ده.
د نورمحمد "تره کي" ناول نګاري: د افغانستان پخواني صدر نورمحمد "تره کي" شپږ ناولونه ليکلي دي: (١) : بې تر بيته ځوى ٢- څړه ٣- د بنګ مسافري ٤- سپين ٥- سنګسار ٦- موچي .
دا ټولې نظرياتي او طبقاتي ناولې دي. ناول نګار د کميونزم مبلغ، د کارل مارکس همسفر او پښتون ميکسيم ګورګي ؤ. د ترکي صاحب په دې ټولو ناولونو کې "سنګسار" په فني لحاظ سره د ستايلو دى.
د حبيب افغاني ناول نګاري: د پښتو د ناول نګارۍ په تاريخ کې حبيب افغاني ډېر اهم نوم دى چې نقادانو تر اوسه تر ډېره حده راسې نظرانداز کړى دى. هغوئ تر اوسه څلور ناولونه ليکلي دي:
١- ښاپېرۍ ٢- مينه او فرض ٣- ناوې ٤- غشى ( ناچاپ )
دې کې اولني درې ناولونه روماني، معاشرتي، مقصدي او د حب الوطنۍ د جذبو نه ډک موضوعات دي او څلورم يو خالص سياسي ډايري نما ناولګوټى دى. هسې خو د حبيب افغاني اولني درې ناولونه هم فني لحاظ سره ښۀ او معياري ناولونه دي. خو د څلورم ناولګوټي پلاټ او تکنيک يې جدت لري. مکالمې يې د مقامي مروتوالې لهجې د ټکو او متلونو په وجه ډېر خوند کوي. مصنف تاريخ باندې پوه، ښۀ مبصر او د سياسي حالاتو او واقعاتو ښۀ نقاد او تجزيه کونکى ښکاري.
د بنو غازي سيال تر اوسه ايکي يو ناول د "بنزي" په نوم ادبي دنيا ته ورکړى دى چې د فن او د موضوع اعتبار سره د خپل وخت په ښۀ او معياري ناولونو کې شميرېدو او اکثر د پښتو د اعلى درجې د تدريس په کورس کې به شامل ؤ .
تاريخي ناولونه: پښتو کې د تاريخي ناولونو ابتدا د ټولو نه مخکې غوث خېبري د "ابدالي توره" نه وکړه او روستو د سوات رحيم شاه رحيم ددې بنسټ کلک کړو. رحيم شاه تر اوسه دا ناولونه ليکلي دي .
١- راجګڼه، ٢- بي بي مبارکه، ٣- سکندر اعظم چې د فن لحاظ سره د صفت وړ دي.
ددې سيمې يو بل تاريخي ناول نګار د "دشت لوط مسافر" مصنف پاينده محمد خان دى چې نقادانو يې فن ستايلى دى. ښاغلي شيرين زاده خدوخېل هم د "غازيان" په نوم يو تاريخي ناول ليکلى دى. بايد چې د خپلو افسانو په شان يې ښۀ او معياري ليکلى واى.
جنسي ناولونه: د پښتو جنسي ناول نګارانو کې د ماټو خان نوم نقادان اخلي. اى د پښتو د اقدارو د خيال نۀ ساتلو په وجه يې ستاينې ته غاړه نۀ ږدي. خو کۀ ناول نګار په خپلو ناولونو کې د علامتي انداز نه پرته د فن د لوازماتو خيال هم ساتلى وى نو دا ناولونه به د پښتو د جنسي ناول نګارۍ په مخ تګ کې يقيناً يو قابل قدر اضافه وه.
دلته د محمد حسن خليل د نهه ناولونو ذکر کول به بېځايه نۀ وي چې نۀ صرف روماني او معاشرتي ناولونه دي، بلکې د فن لحاظ سره هم د ستاينې جوګه دي.
ترجمه شوي ناولونه: لکه چې مخکې ذکر وشو د پښتو ناول ابتداء د ترجمې نه شوې ده. د دې نه پس تر اوسه د دېرشو نه زيات ناولونه په پښتو کې ترجمه شوي دي چې دې کې اکثريت د افغانستان د ليکوالو دى. چې ګڼ روسي ناولونه يې ترجمه کړي دي. حنيف خليل يې وضاحت سره ذکر کړى دى.
ما ځاني صرف يو ترجمه کړى ناول "فردوس يا بله نشته" لوستى دى چې د شاه جهان وګړپال زيار دى. د اصل ناول ليکونکي نوم السداوي دى. ناول عرب ملکونو (خاص کر مصر) کې د يوې ښځې د استحصال او بيا د دې زړورې ښځې د هغه سماج خلاف د يو جدوجهد او بغاوت داستان دى. ترجمه کوونکي د ترجمې حق ادا کړى دى.
ګڼو پښتنو ښځو هم ناولونه ليکلې دي. خو ما تر اوسه صرف د سلمى شاهين ناول "کۀ رڼا شوه" لوستى دى چې د ښځو د حقوقو په باره کې دى. د افغانستان په ناول نګارانو کې ما صرف د محترم سعد الدين شپون ناول "شين ټاغى" لوستى دى چې د فن، ژبې او د موضوع په اعتبار سره يؤ ښۀ کوشش دى. د نامتو افسانه نګار طاهر اپريدي ناول "کاڼو کې رګونه" هم زما د نظره تېر شوى دى چې د قبايلي ژوند او دود دستور ښه هينداره پېش کوي. وايي چې اسير منګل هم يو ناول د "ترله" په نامۀ ليکلى دى خو ارمان چې لوستل څۀ چې ما تر اوسه ليدلى هم نۀ دى. داسې ګڼو کسانو سره ناچاپه ليکلي ناولونه پراتۀ دي چې د پښتو اديبانو ډايرېکټري مرتبه همېش خليل کې يې ذکر راغلى دى. پښتو کې د سراغ رسانۍ واحد ناول عقاب خټک مرحوم "لوي بوټان" ليکلى دى چې ماته يې تر اوسه د مطالعې شرف حاصل شوى نۀ دى.
د ډاکټر شېرزمان طايزي وېنا ده چې د پښتو دا دوه ناولونه پروسږکال شايع شوي دي: ١_ دا خو مينه نۀ وه، د ډاکټر عبدالخالق چې يو روماني ناول دى او ٢_ "قوماندان" د عبدالباري جهاني زيار چې د شپون د ناول "شين ټاغى" په رنګ د ثور د انقلاب او افغانستان باندې د روسيانو د يرغل په تناظر کې ليکلى شوى دى.
ډاکټر صاحب د دې ناولونو نه علاوه د ګڼو نورو ناولونو ذکر هم کړى دى. مثلاً نوى ژوند د شېرحمد شېر، نوى کول د ساغر افريدي، وړه بي بي د عبدالبصير زخمي، توده بکره د پرويز شيخ، "ترله" د اسير منګل، د مينې ډالۍ د بشيردوديال، ژوندۍ مينه د ميا مکمل شاه، د تخت غمى د مصطفى بهار، مزل او منزل د محمد ظريف خان، پاتې شه باران دى د مصطفى سالک، شاهين د محمد اعظم ملازو، د سيند په غاړه تږى د خيرالحکيم حکيمزي، ګل خوبانه دا يم، د دلسوز خټک، کډه په سر او پېټى د تاج سعيد خټک، مينه د زړۀ په وينه د مجاوراحمد زيار، سپوږمۍ د کبرا مظهري، زبېښناک د صفيه حليم، سکندر اعظم د رحيم شاه رحيم، الله او بهګوان د پاينده محمد خان او منګرے د غازي سيال چاپ ناولونه دي چې د کال ٢٠٠٥ء ادبي سوغاتونه دي او تا حال د نقادانو د څېړنې پامته داره دي.
زما د معلوماتو مطابق د بلوچستان سيمې يو ناول نګار هم تراوسه نۀ دى پيدا کړى.
د پښتو ناکامه ناول نګاران: د پښتو ځينو ډيرو سترو او همه جهته ليکوالو د ناول ليکلو هڅه کړې ده خو پکې ناکامه شوي دي. ايوب صابر مرحوم د عجب خان اپريدي په موضوع د يو ناول ليکلو کوشش کړى خو کاميابه نۀ شو. داسې محترم پرېشان خټک سره هم ددوه ناولونو مسودې د ډېرې مودې نه تيارې پرتې وې خو تراوسه ميدان ته راونۀ وتې. داسې دې بې هنره خاکسار هم د پښتو په يو معاشرتي کمزورتيا باندې د ناول ليکلو بريد کړى ؤ. اول باب يې وليکلو خو د طاهر اپريدي او د عبدالفتح پښتون د قدغن په زد کې راغلو. خېر کۀ يو ناکامه شاعر يو ښۀ نقاد جوړېداى شي نو يو ناکامه ناول نګار ته هم د ناول په تاريخ او هنر د مقالې ليکلو بلنه ورکېداى شي. ګران اسير منګل او سليم بنګش ډېر زورور خلق دي، څۀ به وايې.
د پښتو ناول ښۀ نقادان: تقويم الحق کاکاخېل مرحوم، افضل رضا مرحوم، پرېشان خټک، اياز داودزى، همېش خليل، ډاکټر شېرزمان طايزى، ډ- اقبال نسيم خټک، رحيم شاه، پروفيسر رب نواز مايل، حمزه بابا، حبيب الله رفيع ، ګل باچا الفت، ابراهيم عطايي، دوست محمد شينوارى، ډاکټر احمد زيار، خالد خان خټک، ډاکټر اعظم، ډ- بي بي مريم د پښتو ناول ښۀ لوستي، زيرک ، پوه او استادان هنري نقادان دي.
حرف اخر:
پښتو کې تر اوسه د عالمي معيار او د خوښې ناول ونۀ ليکلے شو. د دې اهمه وجه داده چې: ناول د ځنې نورو اصنافو په شان د يورپ په ځمکه زيږېدلى، پاللى او په مخ تګ باندې روان شوى دى او پښتو کې د ناول ليکل د پردي وطن ګل لاله په خپلې ځمکې کې کرل دي. او چې وکرل شي نو ددې د ودې دپاره سره ( کهاد) هم د مقامي په ځاى د يورپ پکار ده. داسې د اب وهوا او د ماحول خبره ده. د پښتونخوا اهم اقدار او موضوعات، د پښتونولۍ رواجونه دي. دلته نقادان وايي چې ناول هر حال کې د يوې معاشرې او قوم د ژوند ژواک او معاشرت ترجمان وي. نن د ګلو بلايزېشن، شخصي ازادۍ، روشن خيالۍ، د تحرير او د تقرير د ازادۍ، د ساينس اؤ ټيکنالوجۍ او د همه ګير انساني اقدارو زمانه ده. د يورپ په خاوره نولسمې او شملې پېړۍ کې د بېلو بېلو فلسفو او نظرياتو تودې او سړې مبارزې تېرې شوې. کله چې د جمهوريت، ازادۍ او د انساني حقوقو نظريې، کله د فاشزم، سوشلزم، کميونزم، کيپټلزم او داسې نور تحريکونه او کله د تشکيک، اظهاريت، عينيت او د وجوديت فلسفې پښتو ناولونو کې کۀ څوک ډېر جدت هم پيدا کړي نو د رومان، قام پرستۍ او زيات نه زيات طبقاتي کشمکش نه مخکې نشي تللاى. د عالمي معيار ناول ليکلو دپاره موضوع او هيئت دواړه بدلول غواړي. د زړو اقدارو نه کۀ مکمل بغاوت نۀ وي نو دې کې زيات وسعت او ژورتيا پيداکول پکار دي. هيئت کې د ناول فني لوازماتو باندې په ټينګه زور ورکولو په ځاى بايد چې ناول نګار د (Free flow of the Stream of Consciousness) فضا قايمه کړي. د انګريزۍ، جرمني، فرانسې، روسي او د نورو يورپي ژبو شهکار ناولونه دې په پښتو کې ترجمه کړاى شي. د انساني نفسياتو، پيراسائيکالوجي، د دنياګۍ دغويمو او د هنګامو، جديد ساينس او د ټيکنالوجۍ د کمالاتو او د عجايباتو زياته نه زياته مطالعه او مشاهده کول پکار دي. او د دې علمونو د تاثير لاندې دې ناول وليکلى شي. ولې چې د نن ناول ګار خو ځان د ولي، ساينسدان، فلسفي او د شا عر نه اوچت ګڼي چې د انسان د سالم ژوند مکمل ادراک لرلو دعوى لري. لنډه دا چې:
نېست پېغمبر ولي دارد کتاب
حوالې
1. Random Home Webster dictionary
2. Collier's Encyclopedia
3. ناول مين کهانى کا عنصر ............... انتظار حسين
4. خورې پاڼې .................................. عبدالکافي اديب
5. ناول، هنر او سفر ..................... ډاکټر شېرزمان طايزى
6. پښتو ناول، تحقيقي او تنقيدي جائزه ...... حنيف خليل
7. پښتو ناول، پي.ايچ. ډي مقاله د بي بي مريم باندې يو سر سري نظر.
يادونه: ډاکټر سيد چراغ حسېن شاه د کوزې پښتونخوا يو ياد او پوه ليکوال دى. دغه مقاله هغوى په پېښور کې د جوړ شوي درېم نړيوال کنونشن لپاره ليکلې وه چې په کال ٢٠٠٥ء کې وشو. وروسته دا مقاله په (پښتو: پرون، نن او سبا) نومې کتاب کې خپره شوه چې دلته د همدغه کتاب څخه د اسير منګل او سليم بنګښ په مننه رانقل شوه.