د مرزاخان انصاري رحمة الله عليه د شاعرۍ د فني او هنري تيورۍ او نظريې جاج چې لګوو، معنا يې دا ده چې د وينا، خبرې، کلام، شعر  يا سخن باره کې د هغه عنديه او نظريه باندې ځان پوهوو. د خبرې، وينا، سخن يا کلام هر خاوند، په تېره بيا چې طرز او فکر لري، د خپلې وينا او د وينا د فن او هنر باره کې ضرور ځانګړې تيوري او نظريه لري.  د دغې تيورۍ او نظريې د معلومولو او مشخصولو له پاره په کار دي چې لومړی د هغه کلام ته مراجعه وکړو، وګورو چې نوموړی وينا، خبره، شعر يا کلام څه ته وايي؟ پر دې سربېره، د هغه د وينا يا کلام د ارائې انداز  ګورو چې خپل خيال او فکر يې څنګه بيان کړی او مضمون يې څه وړ دی؟

مرزاخان انصاري د وينا يا کلام باره کې خپلو اشعارو، خصوصا، مقاطعو کې له کثرت سره خپله هنري رأيه او نظريه څرګنده کړې ده. دی فرمايي چې کلام دې شيرين وي او د دغې شيرينۍ له پاره د يوه صوفي او عارف په توګه د کامل پير او محبوب فيض او برکت ضروري بولي. دی د کلام خوږلت د پاچا د ستاينې له کبله ګڼي. په رښتيا چې فارسي ژبه د شاهانو د قصيدو له کبله خوږه شوې ده. پر دې سربېره، مرزا د وينا له پاره اختصار او رفعت لازم ګڼي. دی وايي چې وينا دې د شکل  له پلوه ساده  او د معنا له پلوه دقيقه وي. دی د انتخاب له پاره وينا کې د اختصار او ايجاز سپارښتنه کوي، وايي چې په کمو ټکيو کې دې ډېره وينا وشي:

د مرزا کلام شيرين شه،

د کامل له برکته.

چې د شاه د خولې صفت کا،

هر کلام يې نيشکر شي.

پر مرزا د کاملانو عنايت شه،

چې ګفتار يې مختصر، معنا رفيعه.

ای مرزا له اهله اهل فايده مومي

دا پښتو وينا ساده، معنا دقيقه.

د مرزا خبره لږه، معنا ډېره،

بينايي لکه په کسي کې مکتومه.

مرزا ډېر وايي په لږ کې،

ډېر په لږ کې انتخاب دی.

مرزا وايي چې کلام دې د دليل حيثيت ولري او د حال ګواه دې وي. رښتيا هم، ولس له موږ څخه زموږ د زمانې حال احوال غواړي- نه زموږ د اسلافو يا اخلافو. دی فرمايي چې که د حال په ژبه وويېږې، نو خاموشي دې هيچېرې نشته. يعنې، د حال په ژبه وينا د ګويايۍ او آفاقيت ضامنه ده. د حال ژبه پر تصوفي مفهوم سربېره، دې ته هم وايي چې د روانو چارو حکایت راته کوي. دی وايي چې د کلام د ګويايۍ او په هر ځای کې د وييدا له پاره د حال ژبه په کار ده:

نن مرزا دليل ويلی،

هر کلام د حال ګواه دی.

د مرزا په دود به چرې خاموشي کړې،

چې د حال په ژبه هر چرې ويېږې.

مرزا خان وايي چې کلام يې له نکتو مالامال دی او له لوستونکيو څخه غواړي چې پر تشريح او تفسير يې غور او فکر وکړي او ځان ورباندې  وپوهوي. خکه چې د دې کار له پاره نکته داني او نکته سنجي په کار ده. دی فرمايي چې کلام دې مدام له حقيقته منشاء واخلي:

دمرزا کلام نکتې دی،

ته يې فهم پر تفسير کړه.

هر کلام له حقيقته،

مرزا کښلی پر اوراق دی.

مرزا خان انصاري  وايي چې کلام دې د زنځير غوندې تسلسل او صلابت ولري او د هوښيارانو پام دې ځان ته ورواړوي. سقراط او ارسطو هم فرمايلي وو چې کلام کې دې ارګانيزم او د تأثر وحدت وي:

عاقلان يې پرې نيولي،

د مرزا کلام زنځير دی.

مرزاخان انصاري په کلام کې د پردې او رموز خبره کوي. ځکه چې د رموز معنا د بصارت خاوندانو ته څرګنده وي. دی، ضمنا، دا هم ويل غواړي چې ابهام رموز نه دی. رموز څرګند وي او ابهام ناڅرګند. د ده په نزد، کومه وينا چې په رموز کې شوې وي، معنا يې ګڼ اړخونه او فصلونه لري:

ای مرزا خبره پټه په رموز کړه،

د رموز وينا څرګنده من يرا (يری)

د مرزا کلام رموز دی،

چې معنا يې په څو بابه.

مرزا خان انصاري وايي چې د هنر له پاره پر ظاهري علم سربېره باطني علم هم په کار دی. ځکه چې ظاهري علم د هنر ايکي يو جزء دی. او په يوه جزء کمال ناشونی دی. نو شاعري چې هنر دی، ظاهري او باطني دواړه وړه پوهه غواړي. پخواني شاعران زياتره عالمان وو:

ظاهري علم يو جزء د هنر دی،

ترو په کوم دانش کامل شي علماء.

مرزا خان وايي چې کلام دې تعميري ماهيت ولري؟ کومه وينا باندې چې عمارت نه کېږي، هغه شعر نه دی:

د دنيا توانګرو پرېښودې ماڼيه،

چې مرزا عمارتونه په ويل کا.

مرزا د کلام له پاره قدر او اندازه ضروري ګڼي. دی په خپل مقدار خبره کوي. د ده مقدار دا دی چې کمه زياته نه وايي. خبره چې په تول پارسنګ برابره وي، نو د انتخاب جوګه شي. دی فرمايي چې څه لوښي کې وي، څمڅۍ کې راوځي:

دا مرزا په خپل مقدار خبرې وايي،

په کالي کې چې څه وي ځنې رېژون کا.[1]

ای مرزا په خپل مقدار خبرې وايه،

ښه وينا د شپې ډيوه، د روځې تله.

دې مرزا په خپل مقدار کلام ويلی،

د آشنا په نظر څنګه انتخاب شه.

مرزا خان انصاري د کلام د فصاحت له پاره د شعر ملکه يا الهام لازم ګڼي. عربي ډېره ساده او سليسه ژبه ده. غیر عربو ته به هغوی عجميان  (ګونګيان) ويل. خو مرزا ته چې د خپلې ژبې پر ساده ګۍ او سلاست باور لري، د هڅونې په انداز وايي چې د ده پښتو وينا له عربو راغلې او د ګويا ژبې، لاهوتي غږ يا د الهام ملکې ورته راوړې ده:

و مرزا ته د ګويا په ژبه وايي،

دا پښتو وينا راغلې له عربه.

دې مرزا پخپله هېڅ نه دي ويلي،

د وحدت توتي آواز کا له قفسه.

مرزا خان انصاري وايي چې کلام دې ثبات او صلابت ولري او دغه مزيت په وينا کې هغه وخت پيدا کېږي چې خپلو خپلو مقاماتو باندې ولاړه وي او د ښه استاد له ګورت نه د وتي غشي غوندې نېغه پر نخښه لګېږي:

د مرزا کلام ثابت پر مقامات دی،

لکه سم غشی د ښه استاد له وټه.

مرزا وايي چې کلام د ايمان او يقين له سرچينې زده کېږي. عين حال کې دا هم وايي چې د کلام هنر د زده کړې شی دی. دی د کلام له پاره صحت او سلامت هم لازم ګڼي او چې کلام صحيح او سالم وي، نو پيروي يې په کار ده:

د ايمان له روښنايۍ خبره زده کړه،

دا د کفر تياره يوسه تر سحره.

د مرزا کلام صحيح دی،

پسروي د حقشناس کړه.

مرزاخان  انصاري وايي چې کلام يې د هجر او فراق په تجربه کې موزون شوی دی. بناء، کلام کې د توازن او تناسب له پاره د هجران تجربه په کار ده:

د هجران په تجربه کې،

د مرزا کلام موزون شه.

مرزا د کلام له پاره خاصه معنا لازم ګڼي او وايي چې د کلام په معنا د کلام ويل د زړه صفايي غواړي.  په کلام کې خاصه معنا پنځول سمبوليزم دی چې يوه کلمه په کې پر اصلي معنا سربېره بله کومه معنا باندې هم دلالت کوي :

په ظاهر به د باطن په چار پوهېږي،

د مرزا وينا پښتو، معنا يې خاصه.

هر  کلام به د کلام په معنا وايي،

د مرزا په دود د صاف زړه له بياضه.

مرزا خان انصاري د وينا له پاره خاصه ژبه ضروري ګڼي. خاصه ژبه همدغه د مجاز ژبه ده- تصويري ژبه ده- له عادي حالته وتې ژبه ده- د شعر او هنر ژبه ده. کله چې د کلام ژبه خاصه شوه، نو معنا يې هم خامخا خاص فهم او فراست غواړي. او د خاص فهم او فراست خاوندان همدغه عاشقان او عارفان دي چې واقعا د کلام علم او معرفت لري:

دا مرزا وينا په خاصه ژبه وايي،

او معنا پر عارفانو معينه.

مرزاخان انصاري کلام کې د ژورتيا له پاره عقل، علم، دليل او استاد واړه ضروري ګڼي. ځکه چې کلام کې ځينې رموز او اشارات وي او رموزو او اشاراتو باندې يوازې د عقل، علم او دليل خاوندان پوهېږي:

د مرزا عقل تر کومه ځايه رسي،

دا کلام مې له استاده اشارت وو.

د مرزا کلام رموز دی،

که دليل لري په زړه کې.

مرزا وايي چې آشنايي به له عام و خاص دواړو سره پالې او هر چا ته به د هغه د زړه خبره کوې. له دې کار سره کلام ښکلی او منلی کېږي. فصاحت او بلاغت هم همدغه حکم کوي:

ای مرزا له عامه خاصه آشنايي کړه،

و هر يار ته د خپل يار خبرې وايه.

مرزا باور لري چې هنر يې د مضامينو د تنوع له کبله ابدي شوی دی:

مرزا وايي لونه، لونه،

چې يادګار يې دا هنر شه.

مرزا د خبرو د نرمۍ له پلويتوب سره سره وايي چې د ظالمانو او جابرانو خلاف دې تر تورې تېره وي:

د مرزا خبرې نرمې تر اوبه دي،

او تېرې په ظالمانو تر شمشېر شي.

ټي ايس ايلټ په شاعرۍ کې د درېوو آوازونو خبره کړې ده. دغو د‌رېوو آوازونو کې لومړی هغه يې دا دی چې شاعر له ځان سره په کې مسخول وي. مرزا خان انصاري د خپل اخلاقي چلند باره کې وايي:

د مرزا عمل دغه دی،

چې له ما وايي و ما ته.

مرا خان انصاري د اعتبار له پاره کلام کې د نږه توب او خلوص خبره کوي. که څه هم چې دا بيت هغه د علي محمد مخلص باره کې ويلی، مګر د ده عنديه ځنې څرګنده ده:

ای مرزا له پاکو پاکه وينا وايه،

د مخلص کلام خالص دی، معتبر شه.

د مرزا خان انصاري رحمة الله عليه د ديوان په رڼا کې د شوي بحث نچوړ دا دی چې د هغه له نظره شعر دې ته وايي چې شيرين وي؛ ساده ګي او ايجاز په کې وي؛ معنا يې لوړه او دقيقه وي؛ خبره کمه خو معنا يې ډېره وي؛ په دليل برابر وي؛ د انتخاب جوګه وی؛ د حال ګواه وي؛ د حال ژبه ولري؛ آفاقي وي؛ له نکتو مالامال وي؛ تفسير او تشريح وغواړي؛ پر حقيقت بناء وي؛ تسلسل او صلابت ولري؛ رموز او استادانه اشارات په کې وي؛ د معنا له پلوه ګڼ اړخونه ولري؛ ظاهري او باطني علم په کې وي؛ تعميري ماهيت ولري؛ هره خبره يې په مقدار برابره وي؛ دوست آشنا يې غوره کړي؛ ګويايي ولري؛ الهامي وي؛ مقاماتو باندې ثابت وي؛ د ايمان او يقين رڼايي په کې وي؛ صحيح او سالم وي؛ د هجر او فراق په تجربه موزون شوی وي؛ د معنا له پلوه خاص وي؛ د کلام په معنا کارېدلی وي؛ خاصه ژبه ولري؛ معنا يې عارفانو باندې معينه وي؛ له عام او خاص سره آشنايي په کې شوې وي؛ هر چا ته په کې د هغه د زړه خبره شوې وي؛ رنګارنګ مضمون ولري؛ له ځان سره په کې خبرې شوې وي؛ اعتبار ولري؛ تر اوبو نرم او تر تورې تېره وي (مزاحمت او مدافعت وکا) او بالآخره، ساهو او ابدي شي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 


[1] د خوشحال خټک له عشقه ګفتګوی شي

   په دېګي کې چې څه وي هغه ترې توی شي.