د مرزاخان انصاري د شاعرۍ فني او هنري تيوري/ نورالحبيب نثار

د مرزاخان انصاري رحمة الله عليه د شاعرۍ د فني او هنري تيورۍ او نظريې جاج چې لګوو، معنا يې دا ده چې د وينا، خبرې، کلام، شعر  يا سخن باره کې د هغه عنديه او نظريه باندې ځان پوهوو. د خبرې، وينا، سخن يا کلام هر خاوند، په تېره بيا چې طرز او فکر لري، د خپلې وينا او د وينا د فن او هنر باره کې ضرور ځانګړې تيوري او نظريه لري.  د دغې تيورۍ او نظريې د معلومولو او مشخصولو له پاره په کار دي چې لومړی د هغه کلام ته مراجعه وکړو، وګورو چې نوموړی وينا، خبره، شعر يا کلام څه ته وايي؟ پر دې سربېره، د هغه

14.09.2011 arghawan

د شعر ژبه او د نوښت مسأله/ نورالحبيب نثار

دا خبره چې د شعر ژبه له عادي هغې سره توپير لري، نوې نه ده. زموږ د پخواني شعر ژبه هم د هغه وخت د عادي ژبې غوندې نه ده. د بايزيد روښان د خير البيان ژبه او د ارزاني د کليات يا مرزا د ديوان ژبه د دې خبرې جوته بېلګه ده. د شعر نوښت يوازې د شکل نوښت لره نه وايي. دې برخه کې بنسټي او ټاکونکی نقش د مضمون دی. مضمون چې زوړ وي، يوازې د قافيې له قيده وتنه د ذوق تنده نه شي ماتولی. ل

10.08.2011 arghawan

پښتو ادب کې کره کتنه

په پښتو ادب کې د کره کتنې برخه خواره، بلکې يتيمه او يسيره ده. د ګوتو په شمار څو تنه نقادان لرو چې زياتره يې ادبي آثار هم پنځوي. څوک شاعران دي. څوک لنډې کيسې او ناولونه ليکي. نږه نقادان په کې کم دي. پښتو ژبې په پراخه پيمانه انتقادي نظريې نه دي زېږولې. او که څه نا څه يې په دې باره کې ويلي، خواره واره دي-  چا تدوين کړي نه دي.  ځکه خو پښتانه نقادان له نورو ژبو شيان رااخلي او په خپله ژبه کې يې کاروي. موږ د عربو، هنديانو او لويديزوالو انتقادي اصول او قواعد ډېر

09.07.2011 arghawan

زه او ډيوه

دا شاوخوا ماشومان ټول ګواه دي چې رڼايي زموږ وځرې سېځي ځکه خو زه او ډيوه له ابتداء نه په تياره کې اوسو.

28.06.2011 arghawan

د نېکمرغۍ هسک: سهراب سپهري ------ ژباړه: نورالحبيب نثار

کله چې د چا غرور ماتوې، کله چې د چا د هيلو ماڼۍ ويجاړوې، کله چې د چا د اميدونو ډيوه وژنې، کله چې يوه چا باندې ځان ناجاڼه کوې، کله چې حتی غوږونو کې د دې له پاره ګوتې ږدې چې د غرور د ماتېدا غږ يې وانه ورې، او کله چې خدای وينې، مګر  د بنده پر وجود يې سترګې پټوې، نو ووايه چې دغه وخت کې د خپلې نېکمرغۍ په مخه د دعا لاسونه کوم آسمان ته ورغزوې؟!

28.06.2011 arghawan

يوه لنډۍ مرکه

پېلوځي ادبي پروګرام ته د يوې اکچولېټۍ له پاره راسره ښاغلي سالک په تار خبرې کولې، ويل يې چې بهرني ليکوال او هنرمندان زموږ حالت باندې تلپاتې آثار ليکلی شي، مګر موږ يې نه شو ليکلی، دا ولې؟ ما ورته کړه چې موږ له رواني پلوه معمولا د بهرنيانو تر اغېز لاندې يو. که نه، نو مځکه خو هغه سوځي چې اور باندې بل وي. پخپله افغان ليکوال، شاعر او هنرمند چې په څومره رښتيني او عاطفي انداز کې خپل حالت انځورولی شي، زما زړه ته نه پرېوځي چې بهرنی څوک دې دغه چار د ده په شان ترسره کړی شي. البته، دومره خبره ده

15.06.2011 arghawan

سعيد، يو مفسر ليکوال

پېښې د تغيير او تحول نتيجه کې رامنځ ته کېږي او راتلونکيو تغييراتو او تحولاتو کې نقش او اغېز لري چې مستقيم يا غير مستقيم له فرد او ټولنې سره اړه پيدا کوي. ځينې يې مادي اړخ لري او ځينې معنايي. مادي يې لکه شخړې، جګړې، چاودنې، اورلګېدنې، زلزلې، توفانونه، .... او معنايي يې لکه سياسي اعلاميې، پارلماني ويناګانې، فلسفي او مسلکي نظريات او تصورات او نور. د دوی اغېز هم دوه ډوله دی. يا به څوک خوشالوي، يا به د چا خوا بدوي. هر څه چې وي، خلک ځنې خبرول غواړي. د ارتباطي فنونو ټولنيزې دندې هم دغه ايج

16.03.2011 arghawan

اجمل اند، يو فطرتپاله شاعر

انسان هم عجيب مخلوق دی. له دا دومره شعور، لاشعور ، تحت الشعور او فوق الشعور سره سره له ځان او جهان سره په شخړه او جګړه وي. يوه حال کې هم د ټينګې نه دی. جنت کې هم تنګ شو؛ ځنې راووت. بيا هم هر څه ورته تيار پاخه راتلل. مګر کبر يې باندې وکړ. لکه د خولې خوند يې چې خراب و؛ د پياز، هوګې، لوبيا، نخود او څه او څه هوس يې وکړ؛ مصر ته، چې په ټيټه کې وو، ورکوز کړی شول. دی محدود او مځکه پراخه وه؛ چې لږ څه ډېر شو، نو يوه خوا، بله خوا يې لښکرې تنظيم کړې. لويې وړې پاچايۍ يې بيا بيا جوړې او بيا بيا و

20.02.2011 arghawan

ګلابي ساړه

ګلابي ساړه (۱) هر څه بدل، خلک بدل، لارې کوڅې بدلې؛ خو سپينغرۍ وږمه لا هاغه شان، هماغسې سهار او ماښام پر تنده اور بلوي؛ او ګلابي ساړه  يې، د زړګي تل ته، ځي، کوزېږي، او احساس ته ترنم ورکوي!! ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (

12.02.2011 arghawan

د جمالخان پر مرګ د رحمان بابا، حميد بابا او قادرخان خټک د قصيدو پرتليزه کتنه

نورالحبيب نثار د جمالخان پر مرګ د رحمان بابا، حميد بابا او قادرخان خټک د قصيدو پرتليزه کتنه د پښتو ادب د تاريخ له مطالعې څخه چې جوته ده نو د جمالخان د مرګ د پېښې په باره کې د هغه وخت درېوو تنو لويو شاعرانو، عبد الرحمان بابا، عبدالحميد بابا، او عبدالقادرخان خټک خپل تأثرات او احساسات د قصيدو په بڼه قلمبند کړي دي. دغه

06.02.2011 arghawan

د شيدا پر ديوان د شيدا مقدمه

د شيدا پر ديوان د شيدا مقدمه[1]  محمد كاظم خان شيدا خټک پر دې سربېره چې د پښتو ژبې د لوړې کچې يو نازکخيال او مضمون پنځوونکی شاعر دی، د پښتو نثر يو ځانگړى انداز هم لري.  موږ د شيدا د نثر يوازې يونه نمونه لرو او هغه د ده پر ديوان د ده خپله مقدمه ده چې کاږلې يې ده. دغه مقدمه ډېره  په زړه پورې ده. په دې کې د شعر، شاعر، نقاد، لوستونک

02.01.2011 arghawan

رنګين پوستی؟؟؟

رنګين پوستی؟؟؟   [دا د يوه افريقايي ماشوم شعر دی. په ۲۰۰۵ کال کې د غوره شعر مقام ته کاند وو. په دې شعر کې له حيرته ډک استدلال شوی. پر دې سربېره، ډېر تريخ طنز دی په کې. شعر له فارسي نه ژباړل شوی دی.]   کله چې دنياته راځم، تور يم.  کله چې لويېږم، تور يم.  کله چې لمر کې روان يم، تور يم

05.12.2010 arghawan

“نارينه” نوم دی که صفت؟

موږ په خپله ژبه کې “نارينه” کلمه چې اصلي بڼه يې “نرينه” ده، تر  صفت زيات د نوم په توګه کاروو. مثلا وايو به چې: “د ښځو رأيه د نارينه وو د رأيې هومره ارزښت لري.” خو داسې هېڅکله نه ليکو يا نه وايو چې: “د ښځينه وو رأيه د نارينه وو د رأيې هومره ارزښت لري.” دا چې دغه مطلب په لومړۍ بڼه ليکو او په دوهمه بڼه يې نه ليکو، دومره د اندېښنې وړ نه ده، څومره چې دا خبره د اندېښنې وړ ده چې په باره کې يې پوښتنه قدرې نه کوو چې دا ولې او دا په څه؟؟

04.12.2010 arghawan

يوه هنري تابلو، يو متعالي ارمان

زياتره به راسره فکر وو چې د مرحوم اجمل خټک د “جنت” نومي شعر د دا دومره لوی بري راز په څه کې دی چې څوک يې هم اوري، تعريف يې کوي؟ تر درې لسيزو زياته موده وشوه چې دغه شعر زما هم روغ رمټ په حافظه کې دی او چې کله مې هم چا ته اورولی، نو ستايلی يې دی. آخر مې ورباندې لږ څه فکر او غور وکړ.  تر دې وړاندې چې د خپل فکر او غور نتيجه مې درسره شريکه کړم، د خدای بخښلي دغه شعر به سره ولولو:   جنت د يو ملا نه مې تپوس وکړو

04.12.2010 arghawan

استعفاء

استعفاء د پاخه عمر شډل پډل بنيادم وو. پیمخی ووړکی هم ورسره وو. پوښتنه مې ځنې وکړه چې پر دې سربېره، نور څه روزګار لري؟ ویل يې هېڅ! مګر پخوا په کندهار کې د صفر پنځمې پوليسي قطعې مرستيال وو. ما ورته کړه چې نوکري يې ولې پرېښې ده؟ عمر خو يې د تقاعد نه ښکاري. مرستيال قوماندان سوړ اسوېلی وايست، ويې ويل چې سهار يې د ولايت له امنيې قوماندان څخه د قطعې د ځينو وړانديزونو منظورۍ واخيستې او په اجراء کولو پسې يې په اړوندو څانګو سر شو. يو وخت يې د

29.11.2010 arghawan

د ښاغلي حبيبزي د نظرغوښتنې په ځواب کې

د ښاغلي حبيبزي د نظرغوښتنې په ځواب کې د سردار محمد داوود د زمانې ملي سرود له ښو مفخمو کلمو جوړ دی. ښه آهنګ لري. مګر يوه  “خو”  هم په کې شته. لومړيو پنځو مسرو کې يې زښت زيات غرور او تکبر  شوی. څو چې دا ځمکه اسمان وي  څو چې دا جهان ودان وي څو چې ژوند پر دې جهان وي څو چی پاتې يو افغان وي تل به دا افغانستان وي.

23.08.2010 arghawan

د ښاغلي شمسزي يو غزل

د ښاغلي شمسزي يو غزل    د غزل مطلع: جنګ دغريب وي- که د خان، تاوان يې موږ ته رسي کلی زموږ شي په کې وران، تاوان يې موږ ته رسي.  جنګ يقينا چې بد شی دی. په هر نوم او نښان چې کېږي، ضرر يې عام وي. ځکه چې له وچو سره لانده  سوځي. مګر دغه د غريب او خان ترمنځ تضاد د کيمونسټو حضراتو هسې يو ګپ وو. روڼاندی شاعر او ليکوال مرحوم ايوب صا

23.08.2010 arghawan

ځينې اشتباه د ګناه هومره لويه وي!

ځينې اشتباه د ګناه هومره لويه وي! ((القرآن الکريم، له پښتو ترجمې سره)) د قرآن شريف هغه نسخه ده چې فضيلتمآب مولانا قيام الدين کشاف د مرحوم علامه سيد ابوالاعلی مودودي د اردو ترجمې او تفسير (تفهيم القرآن) په مرسته پښتو کړې او د افغانستان د پوهنې وزارت په  ۱۳۸۸ لمريز هجري کال  کې په ډېر ښه قطع او صحافت چاپ او خپره کړې ده. الله تعالی دې ټولو هغو حضراتو ته چې د دغې نسخې د چاپ او خپراوي له پاره يې هڅې او هلې ځلې کړې دي، په دنيا او

26.07.2010 arghawan

جلال، د غزل شاعر

جلال، د غزل شاعر استعداد فطرتي شی دی او مهارت اکتسابي. شاعري هم استعداد غواړي او هم مهارت. استعداد يې دا دی چې د شعر ليکلو او ويلو روانه او آسانه سليقه، قريحه او طبعه به لرې. او مهارت يې دې ته وايي چې د ژبې بديعې او بياني ښېګڼې او ورسره ورسره معاني به دې زده وي. او چې په دا هر څه پوره شوې، نو خيال او فکر به دې آسانه او روښانه مهارولی او بيانولی شې. زه چې ښاغلي جلال احمد امرخېل ته ګورم، نو هم د شاعرۍ استعداد لري او هم مهارت. ده ته مې

07.07.2010 arghawan

د ژباړې يوه وړه تجربه

د ژباړې يوه وړه تجربه [اوښکې ته! مه څاڅه- بېرته ستنه شه. د پښتنې غوندې کرار پر کاله کښېنه؛ آواره ګي مې درباندې نه لورېږي. مه څاڅه- بېرته ستنه شه. دلته دې څوک په سمه بيه نه اخلي؛ ما ښار او بازار دواړه کتلي دي. خو که نه ايسارېږې او خامخا څاڅې، نو بيا د باران د هغه څاڅکي غوندې وڅاڅه چې د صدف د زړه تل ته ورکوزېږي. او چې داسې وڅاڅې، نو نظم به درکې پيدا شي او ټپه به شې

30.06.2010 arghawan

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more