مرکې او مقالې
د شعر ژبه او د نوښت مسأله/ نورالحبيب نثار
دا خبره چې د شعر ژبه له عادي هغې سره توپير لري، نوې نه ده. زموږ د پخواني شعر ژبه هم د هغه وخت د عادي ژبې غوندې نه ده. د بايزيد روښان د خير البيان ژبه او د ارزاني د کليات يا مرزا د ديوان ژبه د دې خبرې جوته بېلګه ده. د شعر نوښت يوازې د شکل نوښت لره نه وايي. دې برخه کې بنسټي او ټاکونکی نقش د مضمون دی. مضمون چې زوړ وي، يوازې د قافيې له قيده وتنه د ذوق تنده نه شي ماتولی. ل
يوه لنډۍ مرکه
پېلوځي ادبي پروګرام ته د يوې اکچولېټۍ له پاره راسره ښاغلي سالک په تار خبرې کولې، ويل يې چې بهرني ليکوال او هنرمندان زموږ حالت باندې تلپاتې آثار ليکلی شي، مګر موږ يې نه شو ليکلی، دا ولې؟ ما ورته کړه چې موږ له رواني پلوه معمولا د بهرنيانو تر اغېز لاندې يو. که نه، نو مځکه خو هغه سوځي چې اور باندې بل وي. پخپله افغان ليکوال، شاعر او هنرمند چې په څومره رښتيني او عاطفي انداز کې خپل حالت انځورولی شي، زما زړه ته نه پرېوځي چې بهرنی څوک دې دغه چار د ده په شان ترسره کړی شي. البته، دومره خبره ده
سعيد، يو مفسر ليکوال
پېښې د تغيير او تحول نتيجه کې رامنځ ته کېږي او راتلونکيو تغييراتو او تحولاتو کې نقش او اغېز لري چې مستقيم يا غير مستقيم له فرد او ټولنې سره اړه پيدا کوي. ځينې يې مادي اړخ لري او ځينې معنايي. مادي يې لکه شخړې، جګړې، چاودنې، اورلګېدنې، زلزلې، توفانونه، .... او معنايي يې لکه سياسي اعلاميې، پارلماني ويناګانې، فلسفي او مسلکي نظريات او تصورات او نور. د دوی اغېز هم دوه ډوله دی. يا به څوک خوشالوي، يا به د چا خوا بدوي. هر څه چې وي، خلک ځنې خبرول غواړي. د ارتباطي فنونو ټولنيزې دندې هم دغه ايج
د جمالخان پر مرګ د رحمان بابا، حميد بابا او قادرخان خټک د قصيدو پرتليزه کتنه
نورالحبيب نثار د جمالخان پر مرګ د رحمان بابا، حميد بابا او قادرخان خټک د قصيدو پرتليزه کتنه د پښتو ادب د تاريخ له مطالعې څخه چې جوته ده نو د جمالخان د مرګ د پېښې په باره کې د هغه وخت درېوو تنو لويو شاعرانو، عبد الرحمان بابا، عبدالحميد بابا، او عبدالقادرخان خټک خپل تأثرات او احساسات د قصيدو په بڼه قلمبند کړي دي. دغه
استعفاء
استعفاء د پاخه عمر شډل پډل بنيادم وو. پیمخی ووړکی هم ورسره وو. پوښتنه مې ځنې وکړه چې پر دې سربېره، نور څه روزګار لري؟ ویل يې هېڅ! مګر پخوا په کندهار کې د صفر پنځمې پوليسي قطعې مرستيال وو. ما ورته کړه چې نوکري يې ولې پرېښې ده؟ عمر خو يې د تقاعد نه ښکاري. مرستيال قوماندان سوړ اسوېلی وايست، ويې ويل چې سهار يې د ولايت له امنيې قوماندان څخه د قطعې د ځينو وړانديزونو منظورۍ واخيستې او په اجراء کولو پسې يې په اړوندو څانګو سر شو. يو وخت يې د
د ماشومانو فوکلور او د هغه د ثبتولو ستراتېژي
نورالحبيب نثار د ماشومانو فوکلور او د هغه د ثبتولو ستراتېژي که د فوکلور پوښتنه ځنې وشي، نو ځينې کسان ښايي ووايي چې دا يو عنعني، له موډه پرېوتی، کليوالي، جرړور، شاته پاتې، عام يا لرغونی شی دی. مګر حقيقت دا دی چې فوکلور تر دېوو ډېر زيات لوړ دی. د دې له پاره چې ځينې خلک څينې شی بې معنا، پوچ يا درواغ وښيي، نو ښايي د ((فوکلور)) کلمه يا مفهوم ناسم وکاروي. مثلا وايي به چې ((دا فقط د عامو خلکو خبرې دي.)) يا لکه د ((غلط العام)) مقوله چې ملاي
شعر، هنر، ادب او ښکلا
نورالحبيب نثار شعر، هنر، ادب او ښکلا د شعر، هنر، ادب او ښکلا په باره کې له لرغونې زمانې راهيسې هڅه کېږي چې که کوم کوټلی تعريف يې وشي. خو خبره لا د تعبير او تفسير له حدودو او دايرې څخه نه ده وتې. په لاندې کرښو کې په دې باره کې د کورنيو او بهرنيو کره کتونکيو او اديبانو له نظره ځينې تعريفونه وړاندې کېږي چې په حقيقت کې هماغه تعبيرونه او تفسيرونه دي. خبره زړه په زړه ده. البته، د ادبياتو د حوزې د ځوانو شا
د ولس د رأيې واقعي درناوی
نورالحبيب نثار د ولس د رأيې واقعي درناوی زموږ بحثونه نن پرون زياتره پر ټاکنو او د ټاکنو پر نتيجو تاوده دي. د روان کال د زمري پر ۲۹مه نېټه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو له پاره ټاکنې وشوې. بېګا ته يا په سبا يې د ولسمشر کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاين ويندويانو د خپل خپل کانديد د بري دعوې وکړې. د ولسمشرۍ طاق کانديد ډاکټر رمضان بشردوست دغه ښاغلي فالبينان وبلل او زياته يې کړه چې د خدای روی دې وګوري او ځانونه دې نه شرموي. ځکه چې غو
تقليد زموږ عادت دی!
پوښتنه: آزاد شعرکوم ډول شعر دی ؟ ولي ورته ازاد شعر وايي؟ ايا دقافيې له غړوندي وتلی، که د شکل او محتوا له مخې څه توپير لري؟ ځواب: آزاد شعر هغه دی چې د قافيې او رديف له قيده آزاد دی. دقافيې او رديف له قيده آزادۍ د دغه ډول شعر په شکل او محتوا کې هم لزوما بدلون راوستی دی. شکلي بدلون يې دا دی چې له پخوانيو قالبونو وتی او محتوايي بدلون يې دا دی چې مضمون په کې په پوره کم و کيف بيانېدلی شي.
ژبه خو روغه ده د ټکرونو له کبله!
نورالحبيب نثار ژبه خو روغه ده د ټکرونو له کبله! زلمی ليکوال محمود مرهون د خپل يوه استاذ له قوله دې خبرې باندې چې ژبه ټکر نه مني، په ټولګي کې د يوه تاوده بحث کيسه کوي. ټولګيوال يې په دا ترڅ کې پوښتنه کوي چې [سو] معيار دی او که [شو]؟ استاذ ته يې غصه ورځي- د دې له پاره چې شاګردان د [شو] په معياريتوب قانع کړي نو پر تخته ورته يوه جمله په دوو بڼو ليکي: يو: &nb
د ماشوم له پاره شعر څنګه وليکو؟
هر هغه څه چې د ماشوم له پاره ليکو، هدف يې هغه ته ښوونه او د هغه روزنه ده. ټولې هغه سپارښتنې چې د ماشوم د ښوونې او روزنې استادان يې د ماشوم له پاره د درسي موادو ليکوال ته کوي، شاعر هم بايد په جدي توګه ورته پام وکړي.ماشوم ته ليکلي شعرونه بايد طرحې، تصويرونه او ضمنا معلومات ولري. خو دغه طرحې، تصويرونه او معلومات دې د ماشوم طرحي، تصويري او معلوماتي تجربو باندې بنا وي. شعر د معلوماتو د يادولو يوه ښه زمينه ده. هېره دې نه کړو چې ماشوم د شعر ويلو او ادبي پنځونو پوره تجربه لري. د دوی دغه تجربې دو
مدني ټولنه، انګېرنې او سپارښتنې
د مډرنيزم، مدنيت او مدني ټولنې مصطلحات موږ ټول کاروو. په عامه توګه يې توپير هم نه کوو. دا درې سره جلا مفاهيم دي. مخکې له دې چې پر مدني ټولنه بحث وکړو، مدنيت او مډرنيزم تعريفوو. مدنيت (Civilization) د بشري ټولنې يا فرهنګ يو ډول دی. مدنيت معمولاً داسې يوه ټولنه ګڼل شوې چې د کرنې په چارو بوخته وي او په ښارونو کې اوسېږي. مدنيت په عام ډول او اکيډيميکه توګه د فرهنګ مترادف کارول کېږي. انګرېز بشر پېژندونکي ايډوارډ برنيټ ټيلور وايي چې مدنيت د بشر د ټولنيز ميرات ټولګه ده. ځينې نور يې يو ډول
د ژباړې په اړه يو مقدماتي بحث
د ژباړې ګڼ تعریفونه شوي- نسبتا روښانه تعریف یې دا دی چې د بشر فکر او تجربه ورسره له یوې ژبې څخه بلې ته لېږدول کېږي. په ژبپوهنه کې د ژبې د ماهیت په اړه د دوو متفاوتو تیوریو دا نتیجې چې ژبې ژباړه مني، یا دا چې د ژباړې وړ نه دي، پخپله د ژباړې اهمیت په ګوته کوي. د ژباړې د اهمیت د زباتولو له پاره همدومره بس دی چې ووایو له لرغوني مصر څخه رانیولې تر اوسه پورې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې کېږي. په درېمه هجري پېړۍ کې عربي ژبې ته د یوناني فیلسوفانو د آثارو له ژباړلو سره هغه فرهنګي زېرمه د منځینو پېړیو
آزادي واقعا څه ته وايي؟
((... تر هغه چې حکومت محدود وي، انسان آزاد نه دی. یو روښانه علت او معلول شته چې د فزيک د قانون غوندې منظم او د وړاندوينې وړ دی: څومره چې حکومت پراخېږي، هومره ورسره آزادي محدودېږي.)) رونالډ ريګن د ډيموکراسۍ او آزادۍ کلمې موږ ټولو اورېدلي دي چې زياتره وخت، په تېره بيا پر عراق باندې زموږ د يرغل پر مهال کارولې کېږي. سره له دې چې دغه کلمې په نننيو سياسي مباحثو کې يوه د بلې پر ځای يا په يوه معنا کارولې کېږي، خو رښتينې معناګانې يې ډېر توپير سره لري. &n
د سرشمېرنې پروفايل، ستونزې او سپارښتنې
سرشمېرنه يوه مهمه تاريخي او ټولنیزه پروسه ده. د يوه هېواد ټولنيزې- اقتصادي او ډيموګرافيکي ځانګړنې له دولت سره مرسته کوي چې پرمختيايي اړتياوې او خدمتونه د هغوی له مخې پلان کړي. ځکه چې ټول پرمختيايي منابع (روغتيا، ښوونه او روزنه، لويې لارې، کانالونه، ...) پر وګړيو باندې د هغوی د تناسب له مخې وېشل کېږي. زموږ په هېواد کې واقعي احصايه او کره معلومات د نشت برابر دي. د افغانستان د احصايې مرکزي اداره چې دنده يې د احصايې راټولول دي، اول او آخر يې په ۱۹۷۹ ميلادي کال کې د هېواد وګړي وشمېرل. تر ه
پښتو ولسي او شفاهي ادبيات
د پښتو ولسي يا شفاهي ادب پر ماهيت او اهميت هغه وخت پوهېدلى شو چې شفاهي\ولسي ادب يا فوکلور وپېژنو چې څه ته وايي او غرض يې څه دی. پروفيسر محمدنواز طائر په دې اړه ليکي:(( فوکلور چې پښتو کې ورته شفاهي يا ولسي ادب ويلى شي او مقصد يې د يو ولس د رواياتو تجزيه کول دي (او) د هغوى د ژوند د معاشرتي نظام او ذهنيت اندازه لګول دي. دا د ولسي رواياتو د هغې علمي او ادبي افکارو نه بېخي بدل دى، کوم چې د لويو لويو عالمانو او مفکرينو يا شاعرانو په ليک کې راوستى شي. د دې ادب د مطالعې په ذريعه د معاشرې معنوي
آصف ننګ يوازې يو ليکوال دی او بس!
د ډيموکراسۍ له برکته چې د څه شي پرېماني ده، هغه خبري رسنۍ دي ـ د پرمختيا د حجم پر پرتله مو د اخبارونه، مجلې، راډيوګانې او ټلويزيونونه ډېر دي او درګرده ډېرېږي پسې. خو که رښتينې ارزونه يې وشي، نو جوته به شي چې تر خير يې شر زيات دی. له ډېره وخته دې ته فکر وړی وم چې زموږ پر خبري رسنيو خدای زده څه چل شوی چې دنيا ورباندې ټرت قيامت شوې او د ويلو څه نه لري. تر څه فکر او غور وروسته دې نتيجې ته ورسېدم چې يا خو موږ بې مسلکه يو ـ يا له مسلک سره تعهد نه لرو ـ او يا خپل ملي ارزښتونه او
درځئ چې ماشوم ته نور کوچنى، کمکى، ووړ يا حيوان ونه وايو!
له هغو پښتنو کورنيو څخه په بخښنه چې ماشوم ته کوچنى، کمکى، ووړ، حيوان يا داسې نور څه وايي، خپل بحث له همدغه ځايه پيلوم چې درځئ ماشوم ته نور کوچنى، کمکى، ووړ يا حيوان ونه وايو! د دې سپارښتنې فکر راسره هغه مهال پېدا شو چې له ننگرهاره خپرېدونکې د رڼا کلتوري مرکز مياشتنۍ مجلې، رڼا، زما يوه ليکنه ((د ماشومانو ادبيات ، ډولونه ، ستونزې او چلنجونه )) زما له شخصي ويبلاگ څخه ورواخيسته او تر تصرف بلکې تحريف وروسته يي زما په نامه خپره کړه. تصرف او تحريف مې ورته ځکه ووې چې زما په ليکن
د استاد شپون د بري راز په څه کې دی؟!
دا هغه پوښتنه ده چې ځواب يې اسانه مګر ځان ورباندې برابرول گران دي. هغه څنگه؟ هغه داسې چې استاد پر دې سربېره چې د تجربو ټکنيک يي د کيسو، ناولونو، مقالو او مرکو له لوستلو معلومېږي، نېغ په نېغه يې هم موږ ته په صريحه او واضحه توګه ځينې لارښوونې کړې دي؛ مثلا: ١. استاد وايي که ليکوالي او هنر غواړو نو له انزوا او تجرد څخه دې ځانونه وساتو. خو له انزوا او تجرد څخه ځان ساتل دې ته نه وايي چې چېرته ډنګ نو د ابۍ ګوډی تر څنګ! او ځغله پسې. او يا چې ښاغلی محمد زبير خ
د تېرو نژدې درې لسيزو ناخوالو په موږ کې د بل د اورېدلو کلچر ډېر بد ځپلی دی
دا لاندې مرکه راسره څه موده له مخه ښاغلي ليکوال محمد نبي تدبير د ښاغلي شاعر ډاکټر سميع حامد په سپارښتنه کړې ده. د ښاغلي تدبير په وينا د افغانستان د قلم ټولنه غواړي چې له ژورنالستانو سره د مرکو يوه ټولګه خپره کړي. ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ پوښتنه: ستاسو له نظره د بيان آزادي ځه شی دی؟ ځواب: د بيان آزادي دا ده چې يو څوك خپل فكر او مافى الضمير نورو ته څرګند كړي او هغه نور يې واورېدلی شي
شعر که نثر؟
لاندې ليکنه په جانان وېبلاګ کې د طرحه شويو پوښتنو په ځواب کې شوې ده؛ ډېر کم تغيير البته په کې راغلی دی. پوښتنې دا دي: دا سمه ده چې شعر ليكل يو څو كسانو ته پرېږدو او نور نثر ليكنې ته مخه كړو؟ ايا دا دوه درې كسان به وكولی شي د ټولنې د هرې كټګورۍ ذوق خړوب كړي؟ ايا هغه كسان چې اوس ښه شعر نه شي ليكي داسې امكان نه شته چې د سبا ورځې نوموتي شاعران شي؟ ايا د دغو وتليو شاعرانو شعرونه له اول نه همدومره پاخه وو؟ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مرکه د ډيوې له پاره
-----------------------------------------------------------------------------------------------------------دا مرکه راسره د ١٩٩٤ کال په وروستي پار کې ښاغلي پير محمد کاروان کړې ده. هغه غوښته چې په ډيوه کې يې خپره کړي. خو زما د ناغېړۍ له کبله هغه مهال له چاپه پاتې شوه. ----------------------------------------------------------------------------------------------------------- پوښتنه: شعر ستاسو له نظره څه مفهوم لري؟ تاسې ولې شعر ليکئ؟ ځواب:د شعر مفهوم د انسان د ژوند
روان باغ يا باغ روان
د ننګرهار د خوګياڼيو په (( سردارانو بانډه )) کې يو باغ دی چې (( روان باغ )) يا (( باغ روان )) يې بولي. دغه باغ شاوخوا پنځلس جريبه دی.د دغه باغ ختيځ ته په ژوره کې د (( کړسو )) خوړ، لوېديځ ته يې هديره، شمال ته يې د (( کږې ))او (( بر بيار )) تر منځ پر جګه غزېدلی ډاګ او سويل ته يې د سردارانو بانډه ده چې د (( خرمنې )) د غونډې په شمالي لمن کې آباده ده.د روان باغ ختيځه ډډه ډېر پخوا- ښايي پېړۍ وړاندې- مخ ښکته ښويېدلې او د کړسو د خوړ له لوېديځې غاړې سره لګېدلې ده چې ونو بوټيو يې د خوړ پر غاړه د غ
پاچا غونډۍ
دا يوه ګرده غونډۍ ده. له لرې چې يې ګورئ، د غنمو د رشې غوندې ښکاري. چاپېره يې آبادې مځکې دي. دا غونډۍ د بر بهار لويديځ ته له کړسو، چې يوه خوړ دی، پورې غاړه په کالوخېلو کې ده. کالوخېل د لر يا کوز بهار اړوند يو کلی دی چې دا هم لر او بر لري. د پاچا غونډۍ سهېل ته د برو کالوخېلو او شمال ته د لرو يا کوزو کالوخېلو کلی دی. د غونډۍ ختيځ او لوېديځ ته آبادې مځکې دي. د پاچا غونډۍ پر لمن ګرچاپېره يوه طبيعي پټه ګرځېدلې ده. داسې ښکاري لکه چې څپر ورباندې تېر شوی وي. اوس هم چې کروند ګر کله د غ
د خوشحال بابا د شعر نظريه
خوشحال بابا د پښتو ژبې تر ټولو لوى شاعر دى او لوى شاعران د شعر په باره کې لزوما ځينې ځانګړې نظريې لري. د خوشحال بابا د شعر په ځانګړې نظريه د پوهيدو له پاره به لومړى د شعر په باره کې د ځينو کورنيو او بهرنيو پوهانو او اديبانو د رايو په رڼا کې يو مقدماتي بحث وکړو او بيا به پخپله د خوشحال بابا نظرياتو ته مراجعه وکړو چې زموږ د مقالې اصلي موضوع ده. خو دغه مقدماتي بحث به دوه برخې ولري. په يوه برخه کې به په عمومي توګه د شعر په باره کې د بېلابېلواديبانو او پوهانو تعبيرونه، تفسيرونه او تاثرات بيان شي ا