نورالحبيب نثار
د جمالخان پر مرګ
د رحمان بابا، حميد بابا او قادرخان خټک د قصيدو پرتليزه کتنه
د پښتو ادب د تاريخ له مطالعې څخه چې جوته ده نو د جمالخان د مرګ د پېښې په باره کې د هغه وخت درېوو تنو لويو شاعرانو، عبد الرحمان بابا، عبدالحميد بابا، او عبدالقادرخان خټک خپل تأثرات او احساسات د قصيدو په بڼه قلمبند کړي دي. دغه درېواړه خدای بخښلي د پښتو ژبې او ادب کلاسيک شاعران او مخکښان دي.
تر دې پخوا چې د دوی قصيدې سره مقايسه کړو، په کار دي چې د جمالخان د مرګ پېښه د تاريخ په پاڼو کې پسې وګورو.
نوميالی محقق او نقاد مرحوم استاد دوست محمد خان کامل مومند په خپل ليکلي کتاب [رحمان بابا] کې د نوميالي مستشرق ميجر راورټي د کتاب، د پښتونخوا د شعر انتخاب (Selection from the Poetry of the Afghans)، په حواله د جمالخان د مرګ د پېښې شاليد داسې بيانوي:
((د ناصرخان د کابل د صوبه دارۍ په زمانه کې په ۱۱۲۲ هجري کې جمالخان چې د مومندو له خدرزي څانګې وو، د خپل اولس په مشرۍ مقرر کړی شو او په دې دوران کې د خپل يو عزيز عيسی کلی يې ولوټلو او وران يې کړو. هم په دېوو شپو ورځو کې د جمالخان د زوی جلالخان واده هم کېدونکی وو او صوبه دار ناصرخان دې واده کې د خرڅ دپاره له خپله طرفه دوه زره روپۍ هم رالېږلې وې. د واده په شپه چې جمالخان دوی غافله وو، عيسی خپل عزيزان او ملګري راغونډ کړل او د جمالخان دوی په کلي يې چپاو وکړو. هر څو که جمالخان د دې چپاو د ځواب دپاره تيار نه وو، خو بيا هم هغه مقابلې ته راووتلو او په جنګ کې د ژوبل کېدو نه پس يې د خپل کور په چارديوارۍ کې پناه واخيستله. عيسی کور ته اور ورته کړو او د جمالخان ټوله کورنۍ او ډله چې نر، ښځې، ماشومان اتيا کسان وو، په اور کې ژوندي وسول.)) (۱)
د ځينو پېښو په روښانولو کې ځينې وخت ځينې ولسي روايتونه هم لوی لاس کوي. استاد کامل د جمالخان د مرګ د پېښې په باره کې يو ولسي روايت نقلوي، ليکي:
((دا جګړه په سرګړي شوې وه. جمالخان چې د مومندو د مشترزو کلي وو، د خوا و شا د کلو په خلقو به يې زياتي کوله او هغوی به يې د خپلې برخې سرګړي وهلو ته نه پرېښودل. آخر د مومندو د ماشوخېلو، ماشوګګر او اديزو کلو عالم راټول شول- په مشترزو يې چپاو وکړو او د جمالخان کور ته يې اور ورته کړو چې هغه په کې سره د خپل زوی، خېلخانې او ملګرو وسولو.)) (۲)
د جمالخان مرګ د پښتنو په سيمه او وطن کې د هغې زمانه لويه غميزه ده. د هغه وخت نامتو مؤرځ افضل خان خټک دغه پېښه په خپل کتاب، تاريخ مرصع، کې داسې درج کړې ده:
((پس له فوته د اورنګزېب بادشاه جمال مهمند او بعضې ظاهربين کوته اندېش ورسره سر په شورش پورته کړی وو. په مهمند کې موسريزي وو او موسريزي په مهمند کې کمزورې تپه ده. غرض يې دا وو چې په دا شورش کې به د ما نامه ناموس وشي- اربابي به بيامومم. په دا ميان کې ډېر افراط تفريط ورڅخه وشه. هرګاه چې په سن زر سل دوه ويشت صوبه داري د دارالملک کابل په نامه د ناصرخان شوه، پښاور ته راغی- اربابي يې ورکړه. اما د ده ناکردې چې پخوا د ناصرخان تر سردارۍ يا په صوبه دارۍ کې يې د ناصرخان کړې وې، د ناصرخان په خاطر وې. په خپلې اربابۍ کې يې کلی د عيسی مهمند هم وواهه- په تل يې ختنه وکړه. عيسی مهمند په خپل خېل کې زورور دی- جوړه يې د ناصرخان سره وکړه. د مغل، په ويرانۍ کې د پښتانه خپله مدعا ده. مصرع:
به هر طرف که شود کشته سود اسلام است.
په دا ميان کې د جمال د زوی د واده کار پېښ شه. ناصرخان دوه زره روپۍ هم په طريق د انعام ورکړې. نورعيسی په ټوم د مغلو ځری ورپسې کړ. هغه شپه چې يې د زوی واده وو، د لښکر سره ورروان شه- په کور يې ورغی. جمال له دې هسې آفته غافل وو- مخې ته وروووت- تاب يې د جنګ رانه ووړ- زخمي کور ته ننووت. عيسی په کور اور پورې کړ- په کې وسه اتيا کسه نر، ښځې، ووړکي، هلکان د واده هم په هغه کور کې ورسره وسول. دا واقعه په سن زر سل درويشت وه. خدای دې له دې هسې آفته امان وکا.)) (۳)
خواجه محمد سائل په خپل کتاب، عبدالحميد بابا، کې ليکي چې د جمالخان واقعه د بايزيد انصاري او اخون دروېزه رحمة الله عليهما د تحرکاتو او تحريکونو تر اغېز لاندې رامنځ ته شوې ده. ښاغلی سائل ليکي:
((جمالخان چونکه د پير تاريکي (بايزيد روښان) د تعليماتو په حق کې وو نو له دغه کبله خلقو دی کافر او مرتد ګڼلو او دی يې لکه د پير تاريکي (پير ورښان) د خپلو ملګرو او همخيالو څخه په اور کې وسوځولو.)) (۴)
د دې پېښې په باره کې روايتونه ډېر دي. زياتره په يوه نه يوه ډول د جمالخان ناروا ته اشاره کوي او د عيسی د لوري مظلوموالی ښيي. د پېښې حقيقت چې څنګه و، و به. اما هغه وخت يې پر پښتنو ژور اثر کړی دی. ډېرو شاعرانو او ليکوالو به دغه پېښه ثبت کړې وي. خو موږ ته په دې باره کې يوازې د درېوو لويو شاعرانو: رحمان بابا، حميد بابا، او عبدالقادرخان خټک قصيدې او دوو لويو ليکوالو: ميجر راورټي او ګل افضل خان تاريخي ليکنې راپاتې دي.
د جمالخان د مرګ د پېښې په باره کې د تاريخې او ولسي روايتونو له کتلو وروسته، د پېښې باره کې د يادو شويو درېواړو شاعرانو ليکلې قصيدې په خپلو کې سره پرتله کوو.
1. د رحمان بابا قصيده:
رحمان بابا د جمالخان له غمه په امان کې نه دی پاتې- ژور اغېز يې باندې کړی دی. نه ويشت (۲۹) بيته قصيده يې باندې ليکلې ده:
ډېر ياران وو د ګلخان، د جمالخان
په کار نه شو يو په وقت د زارستان
د همه واړو يارانو مخ دې تور شي
که به څوک وبله ياري کا په دا شان
چې يو يار په سيوري ناست وي، بل په اور کې
و هغو ته به څوک څه وايي ياران
هېڅ تعريف به يې په ژبه راونه شي
صد رحمت شه په ياريه د ګلخان
تر دا هورته د ياريه شرط نور څه دی
چې په اور کې دواړه وسوځي يکسان
چې له آله، له اولاده سره وسول
خدای دې نه کا څوک دا هسې مظلومان
چې په اور کې يو د بل دپاره سوځي
ما لېدلي نه وو هسې مخلصان
د نمرود چارې مې ولېدې په سترګو
چې يې اچول و اور ته مرسلان
څه رنګ شوخ و هغه اور، هم هغه خلق
چې يې مړ نه کړ د اوښيو په باران
الغياث دی، الغياث دی، الغياث دی
چې انسان کا هسې ظلم په انسان
و دې زمکې، و اسمان و ته عجب يم
چې نه زمکه په نارو شوه، نه اسمان
هم دې لويو، لويو غرونو ته حيران يم
چې ونه لوښته له وېخه سرغلطان
له دې خپله سپيه نفسه مې زړه بد شه
چې اوبه څښي يا خواړه خوري په جهان
عالم وايي چې قيامت به په جمعه وي
ولېد ما په يکشنبه په دا دوران
سربندونه ګويا دشت کربلا وو
چې سېلاب شه د سرو وينو پرې روان
هزار حيف دی چې دا هسې رنګه چارې
واقع کېږي د دنيا په سود و زيان
په عيسی او په جمال کې ګناه نه وه
دا مکرونه وو د نفس او د شيطان
هسې نه دا يې وکړه نور به نه کړه
چې يې زړه شي، هغه کاندي بادشاهان
شاه عالم، اعظم وګوره چې يې خسا کړ
په خونونو واړه ملک د هندوستان
و دارا و اورنګزېب و ته حيران يم
چې يې څه چارې واقع شولې تر ميان
د حسن، حسين غزا دې څوک په ياد کا
چې همه واړه په تېغ شو شهيدان
دوه غاښۍ اوښه يې وينو رغړوله
هسې بې حسابه خلق شه طوفان
هر چې اهل د دنيا دي، حال يې دا دی
که سړي دي، که پېري دي، که حيوان
آدمزاد په مخ د زمکې وبله وژني
په درياب کې وبله غوښې ماهيان
لکه غوښې چې ماهيان خوري په درياب کې
په هوا کې هم دغه کاندي مرغان
خزنده او پرنده دي د دې دهر
همه واړه يو تر بل مشت و ګرېوان
مرداري د دې دنيا خو همدغه ده
ځکه بېرته ځنې ګرځي دروېشان
مکاري د زمانې څه هومره نه ده
چې ((رحمان)) يې کا و چا و ته بيان. (۵)
رحمان بابا په خپله قصيده کې د دغې پېښې ګزارش بيانوي- وايي چې ګلخان او جمالخان ډېر ياران لرل. خو په سخت ساعت کې يې يو هم په کار نه شو. البته، په ګلخان يې سل رحمته ويلي چې له جمالخان سره يې يو شان په سره اور کې ځان وسوځاوه.
هېڅ تعريف به يې په ژبه راونه شي
صد رحمت شه په ياريه د ګلخان
تر دا هورته د ياريه شرط نور څه دی
چې په اور کې دواړه وسوځي يکسان.
رحمان بابا د پېښې مثال ورکوي- وايي چې د نمرود چارې يې اورېدلې يا لوستلې وې. اما لېدلې يې نه وې چې پيغمبران به يې اور ته اچول. خو په دې پېښه کې يې هغه هم د سر په سترګو ولېدلې. يعنې، رحمان بابا د جمالخان لوری له ابراهيم عليه السلام سره او مقابل لوری يې له نمرود سره تشبيه کوي:
د نمرود چارې مې ولېدې په سترګو
چې يې اچول و اور ته مرسلان.
دې پېښې رحمان بابا باندې ډېر ژور اغېز کړی- ډېر سخت يې دردولی دی- هومره سخت چې پر اور، خلکو، مځکه، اسمان او هر څه باندې يې يو سخت صوفيانه احتجاج کړی دی. د مبالغې حد يې د کتو دی! وايي د اوښکو په باران يې په کار وو چې وژلای وای. دا چې نه يې دی وژلی نو پخپله ورته درست سره د حيرت يوه ټوټه ګرځېدلی:
څه رنګ شوخ وو هغه اور، هم هغه خلق
چې يې مړ نه کړ د اوښيو په باران
و دې زمکې، و اسمان و ته عجب يم
چې نه زمکه په نارو شوه، نه اسمان.
رحمان بابا په پېښه جمالخان يا عيسی خان نه ګرموي- د نفس او شيطان مکر يې ګڼي چې دواړه لوري په کې دل شوي دي. د نفس او شيطان دغه مکر ښايي د مغلو هماغه ټوم ته اشاره وي چې په تاريخ مرصع کې يې يادونه شوې ده.
په عيسی او په جمال کې ګناه نشته
دا مکرونه وو د نفس او د شيطان.
خبره وړاندې نوره هم روښانوي- وايي چې پاچايان مدام هغه څه کوي چې زړه يې غواړي. يعنې، دغه واقعه د هغه وخت د حکومت په ټس شوې چې د مغلو وو.
هسې نه چې دا يې وکړه نور به نه کړي
چې يې زړه شي، هغه کاندي بادشاهان.
2. د قادرخان خټک قصيده:
قادرخان خټک چې د پېښې په سبا له پېښې خبرېږي نو له واره يې په باره کې خپل تأثرات د قصيدې په چوکاټ کې قلمبندوي. دغه قصيده اووه ويشت (۲۷) بيته ده:
دا کارونه چې نن ګانده عياني دي
هېڅ په خوا، په خاطر نه وو، آسماني دي
چې په وهم، فهم نه، هغه ښکارېږي
هوښيار ځکه همېشه په حيراني دي
ګهې هسې کار ښکاره شي چې غمژن شي
ګاه کارونه په سبب د شاماني دي
ساقي راوړه پياله چې راته يو شي
غم، ښادي ثبات هېڅ نه لري، آني دي
نن نسيم د پېښور له لوري راغی
څه وينا يې راته کړې زباني دي
چې نن شپه مومندو ووهلې تورې
چې وهلې نه افغان، نه توراني دي
ليندو غږ په غشيو وکړه کشاد کاڼئ
په سرتور تورې وهي، جمالخاني دي
ګوی له ميانه د جمال سپايانو يووړ
چې په ننګ توره وهي، جانفشاني دي
چې لښکرې د مظلومو اعانت کا
خدای يې مل شه، دا لښکرې رحماني دي
لاله زار يې شګفته په سره اهاړ کړ
هر چې دا بهار نه ګوري، زنداني دي
د باړې اوبه يې سرې لکه شراب کړې
د سربند کاڼي همه ارغواني دي
يګانه زلميو غږ و بله وکړ
چې وهه، فلاني وهه!! هندوستاني دي
توره شپه په تورو ورځ لکه سبا شوه
ځلېدل يې لکه برق نيساني دي
همېشه پښتون مومندو دی دروند کړی
که سبب يې د خفت مير افغاني دي
چې په طمع د دنيا کاندي جنګونه
رنګ يې ورک شه، که رستم دستاني دي
يوسفزي چې زر وويني ننګ پرېږدي
حريصان دي، طامعان دي، نفساني دي
په خوله هر پښتون د ننګ خبرې کاندي
ننګ هغه کا چې ناني نه دي، جاني دي
زر ناني شه صدقه تر جاني ځوانه
پښتون ډېر دی، اما څه په کار ناني دي
دا متل دی، تېغ په اصل غوڅول کا
د مومندو تورې اوس نه دي، کاني دي
افرېدي، شينواري جنګ په غرونو کاندي
غورياخېل په ميدان جنګ کا، ميداني دي
مخ يې نه دی د کتو، رنځ دې پرې ښايي
چې نفاق کا، همېشه په پښېماني دي
فرېفته يې په ويل مه شه نفاق دی
هغه څوک چې د لښکر په ويراني دي
د مغل له دې لښکرو پروا مه کړه
اتفاق يې سره نشته، ځانځاني دي
په قسم يې مبادا چې باور وکړې
سوګندونه يې دامونه شيطاني دي
له بادشاه، له شهزادګانو چې وسواس وي
اخته شوي دوی په جنګ سلطاني دي
د سرونو نردبان ساز کړه، باندې خېژه
مرتبې ته ختل نه په آساني دي
نه له چا يې طمع شته، نه له چا وېره
څو خبرې رښتيا کړې ((کرلاڼي)) دي. (۶)
قادرخان خټک د جمالخان د مرګ د پېښې په باره کې خپل تأثر له مغلو سره د خټکو د کورنۍ د وروستيو اړيکيو په رڼا کې بيانوي. دی دغه پېښه د افضل خان غوندې د مغلو له ټومه ګڼي او باور لري چې جمالخان د مغلو نوکر دی او د مغلو د ناز او امتياز له کبله يې پر خپلو عزيزانو وردانګلي دي. په مقابل کې يې قوم په نور عيسی ننګ کړی او د جمالخان يې سټه ايستې ده. قادرخان خټک د يوه عارف په توګه جمالخان باندې شوی يلغار ډېر سخت ستايلی او د زړه له تله ورباندې خوشاله دی.
ګهې هسې کار ښکاره شي چې غمژن شي
ګاه کارونه په سبب د شاماني دي
ساقي راوړه پياله چې راته يو شي
غم، ښادي ثبات هېڅ نه لري، آني دي.
قادرخان خټک ته چې د جمالخان د لولپه کېدا خبر ورځي نو د نسيم غوندې ورباندې خوږ لګېږي- وايي چې مومندو بېګا تورې وهلې دي:
نن نسيم د پېښور له لوري راغی
څه وينا يې راته کړې زباني دي
چې نن شپه مومندو ووهلې تورې
چې وهلې نه افغان، نه توراني دي.
قادرخان د عيسی لښکر ته رحماني لښکر وايي. ځکه چې د ده په خيال، د مظلومو مرسته يې کړې ده. ده ته دا ننداره د بهار غوندې ښکاره شوې- ډېر خوند يې ځنې اخيستی. تر دې پورې چې د يوې نالېدلې صحنې ډېر لوړ منظر يې کاږلی دی.
چې لښکرې د مظلومو اعانت کا
خدای يې مل شه، دا لښکرې رحماني دي
لاله زار يې شګفته په سره اهاړ کړ
هر چې دا بهار نه ګوري زنداني دي
د باړې اوبه يې سرې لکه شراب کړې
د سربند کاڼي همه ارغواني دي.
قادرخان خټک د دې پېښې د نتيجې په مټ خلک دې ته هڅوي چې که مرتبه او دبدبه غواړي نو دا څه آسانه کار نه دی- دا د سرونو پر پوړۍ ختنه غواړي.
د سرونو نردبان ساز کړه، باندې خېژه
مرتبې ته ختل نه په آساني دي.
3. د حميد بابا قصيده:
د جمالخان د مرګ پېښې حميد بابا باندې هم ژور اغېز کړی- بېتابه شوی او پنځه ويشت (۲۵) بيته قصيده يې باندې ليکلې ده. قصيده دا ده:
هر سردار چې د خپل قوم د بدو خيال کا
آيينه دې د خپل ځان حال د جمال کا
پرې کوي تر خپلو پښو لاندې ښاخونه
چې بدي د عزيزانو په زړه نهال کا
عاقبت هغه سردار شي مردار پاتې
چې يې نس و خپلو بدو ته لېوال کا
چې د بل و سر و مال و ته هوس کا
تر هغه پخوا به ورک خپل سر و مال کا
هم هغه به په کې پرېوځي دا متل دی
چې و بل و ته کوهی کني وبال کا
د هغو په خونه پېښ جنګ و قتال شي
چې هوس د چا د جنګ او د قتال کا
چې له خپلو لاس و پښو شي بې مجاله
له غليم سره به جنګ په کوم مجال کا
په پردو مېړانه نه کېږي، بې خپلو
له لحده دا آواز جمال، جلال کا
که باښه د باز و ښکار په ډکه واخلي
هېڅ به ونه کا، ځان ستړی، پوچ، کشال کا
له زرګونو بری نه شي وړی سلګونه
مګر خواه، ناخواه يې فتح ذوالجلال کا
چې تر خپله حده پښې غزوي وړاندې
زمانه به يې جمال غوندې پايمال کا
چې په زور د بل جامه اغوندي ځان ته
ناشسته به يې د خپل زخم دسمال کا
پردۍ بخرې هيچا نه دي خپلې کړې
بلکې خپلې به پرې بايلي چې دا خيال کا
د جمال په څېر به وسېځي پرې خپسر
چې پرواز هر پروانه په دا مشال کا
نالايق چې لايقت په نسب غواړي
د برېښنا په رڼا ستن پېيي جنجال کا
هم دا هسې نتيجه په لاس وردرومي
چې د ښو په بدله کې څوک ناخوال کا
نه نېکي په ناکسانو څرګندېږي
نه په بټ باندې اثر آب زلال کا
لکه لوی کړې لېوبچه درباندې ترپلي
حال زموږه د جمال هم دا مثال کا
لکه ګرم چې په حسن، حسين يزيد و
هسې ګرم په موږ جمال و که څوک سوال کا
دا چې شوي دي له هسې ناچارييې
لکه سويه په سپي ترپلي، انفعال کا
ناخبر له حاله هر چې وايي ښايي
خبردار مدام په عذر قيل و قال کا
د هغو په سبب تل سوځي نور خلق
چې د تورې اسره ورکه په دېوال کا
خو بدنام په دا جمال خدای خدرېزي کړه
ګڼه هره چار په خلقو خپل اعمال کا
په ازل د سود او زيان سودا دي شوې
ملامت څه لره خلق په دلال کا
دا دودونه د دې دور دي ((حميده))
يو د بل په مرګ ملال کا بل خوشحال کا. (۷)
حميد بابا ځان په صراحت سره د پېښې لوری ګڼي- خو د پېښې په بيان کې مبالغه، غلو يا اغراق نه کوي- ژوره نتيجه ځنې اخلي او لوستونکي او اورېدونکي تنبيه کوي:
هر سردار چې د خپل قوم د بدو خيال کا
آيينه دې د خپل ځان حال د جمال کا
پرې کوي تر خپلو پښو لاندې ښاخونه
چې بدي د عزيزانو په زړه نهال کا.
حميد بابا د جمالخان حالت ښيي چې لاس و پښې يې بې سېکه شوي دي. عزيزانو ځنې ځان ورټول کړی او عيسی خان په دغسې وخت کې ورباندې بريد کړی. عيسی خان لومړی د جمالخان خلاف د قام او عزيزانو عواطف ځان ته ورجلب کړي او بيا يې جمالخان باندې يرغللي دي. البته، که له جمالخان سره څوک دغه وخت وو نو هغه پردي خلک وو- يوازې مغلو ورسره مرسته کوله. حميد بابا وايي چې په داسې يوه حالت کې به څوک څه د غليم مقابله وکړي.
چې له خپلو لاس و پښو شي بې مجاله
له غليم سره به جنګ په کوم مجال کا
په پردو مېړانه نه کېږي، بې خپلو
له لحده دا آواز جمال جلال کا.
حميد بابا د جمال ذکر د تېري او تجاوز د مثال په توګه کوي- وايي چې څوک هم د هغه غوندې خپل بريد نه پېژني او د بل جامه په زوره اغوندي نو بدن باندې به يې ټپونه جوړېږي او د زمانې په قهر به اخته کېږي:
چې تر خپله حده پښې غزوي وړاندې
زمانه به يې جمال غوندې پايمال کا
چې په زور د بل جامه اغوندي ځان ته
ناشسته به يې د خپل زخم دسمال کا.
په پاسنيو بيتونو کې ((د بل جامه اغوستل)) د پېښې موجبات لږ څه درنوي. زما په فکر، حميد بابا په مثال مثال او اشاره کنايه کې د څه حرام نمکۍ يا زبردستۍ ذکر کوي چې له جمالخان يا د هغه له زوی جلال څخه شوې ده. خلک جامه د پردې له پاره کاروي. په قرآن شريف کې هم نر د ښځې او ښځه د نر جامه بلل شوې ده. د بل جامه د بل پرده او حيا ده او څوک چې د بل پرده او حيا په زوره د ځان کوي نو د خپل زخم دسمال به يې ناوللی پاتې کېږي/ خپل زخم ته به يې تر اغوستلو يا مينځلو مخکې دسمال کېږي. ځکه چې:
پردۍ بخرې هيچا نه دي خپلې کړې
بلکې خپلې به پرې بايلي چې دا خيال کا.
داسې ښکاري چې د دغې پېښې تر شا د کومې خونړۍ مينې يا په زور او زبردستۍ د چا د خور، لور يا حيا د تر کوره کولو داستان پروت وي. په لاندې بيت کې د ((پروانه)) د ((پرواز)) مثال دغه فقره لا پسې پخوي. ځکه چې پروانه زموږ په ژبه او ادب کې د مينې د علامت په توګه بېخي جوت دی او حميد بابا د مينې هغه ((مشال)) باندې چې دی ورته اشاره لري، د ((پروانه پرواز)) عيسی خان باندې د جمال د بلوسې د استعارې په توګه کاروي، وايي چې سر به باندې وخوري:
د جمال په څېر به وسېځي پرې خپسر
چې پرواز هر پروانه په دا مشال کا.
د حميد بابا دا لاندې بيتونه ټول د جمالخان يا د هغه د زوی جلال د څه حرام نمکۍ يا زبردستۍ حکايت کوي:
هم دا هسې نتيجه په لاس وردرومي
چې د ښو په بدله کې څوک ناخوال کا
نه نېکي په ناکسانو څرګندېږي
نه په بټ باندې اثر آب زلال کا
لکه لوی کړې لېوبچه درباندې ترپلي
حال زموږه د جمال هم دا مثال کا.
داسې ښکاري چې حميد بابا د رحمان بابا قصيده لوستې ده. رحمان بابا په دا پېښه، په تېره بيا د لسګونو خلکو په مرګ ډېر دردېدلی او ژړېدلی- د عيسی چارو ته يې د نمرود چارې ويلي- شوې پېښه يې قيامت بللې ده. خو حميد بابا چې د پېښې له جزئياتو پوره خبر دی، وايي چې له حاله ناخبر که هر څه وايي باک يې نشته. مګر خبر خلک مدام له عذر سره خبره کوي. دی زياتوي چې له وچو سره لانده خامخا سوځېږي:
ناخبر له حاله هر چې وايي ښايي
خبردار مدام په عذر قيل و قال کا
د هغو په سبب تل سوځي نور خلک
چې د تورې اسره ورکه په دېوال کا.
رحمان بابا د پېښې له قربانيانو سره د خواخوږۍ په مخه خلکو ته د حسن او حسين رضی الله عنهما غزا تداعي کوي چې په تېغ شهيدان شوي او د عام روايت مطابق، دوه غاښۍ اوښه يې په وينو کې رغړېدلې ده.
د حسن، حسين غزا دې څوک په ياد کا
چې همه واړه په تېغ شو شهيدان.
خو حميد بابا د رحمان بابا وسله د رحمان بابا خلاف کارولې، ويلي يې دي:
لکه ګرم چې په حسن، حسين يزيد وو
هسې ګرم په موږ جمال وو که څوک سوال کا.
رحمان بابا د دنيا په سود او زيان د دغه وړ چارو په کېدا سل افسوسه کوي:
هزار حيف دی چې دا هسې رنګه چارې
واقع کېږي د دنيا په سود و زيان.
خو حميد بابا يې له خولې خبره وراخلي- استدلال کوي چې د سود او زيان سوداګانې په ازل کې شوې دي- د دلالانو په دې کې څه قصور نشته.
په ازل د سود و زيان سودا دي شوې
ملامت څه لره خلق په دلال کا.
توپيرونه، مماثلتونه او ځانګړتياوې:
الف) د رحمان بابا قصيده:
* نه ويشت بيتونه لري؛
* مسرې يې يوولس يوولس څپې دی؛
* يوولس قافيې (ياران، مظلومان، مخلصان، مرسلان، سرغلطان، دوران، بادشاهان، شهيدان، ماهيان، مرغان، دروېشان) يې غږيزې يا سستې دي. دا درستې د [يار، مظلوم، مخلص، مرسل، سرغلط، دور، بادشاه، شهيد، ماهي، مرغه، دروېش] د کلمو جمع شکلونه دي. د دې کلمو مفرد شکلونه يو هم سره نه قافيه کېږي.
* د غږيزو يا سستو قافيو کارولو ته يې د قصيدې په بنسټ (مطلع) کې هم لاره نه ده پرانستې؛
* داسې متضاد شيان يې هم سره قافيه کړي چې ځينې استادان يې عيب ګڼي؛ لکه: [شيطان] او [سبحان]؛
* په يوه مسره کې د [جن و انس] د مفهوم د دوه يمې برخې (انس) پر ځای د [سړي] کلمه کاروي چې ښځې په کې له پامه اچول کېږي. پر دې سربېره، د [حيوان] کلمه د قافيوي اړتيا له مخې کاروي. ګنې [سړي] او [پېري] هم قسما د [حيوان] ګټګورۍ کې راځي.
* فارسی او عربي کلمې يې کارولې دي، خو د لوستونکي يا اورېدونکي خوا خاطر ورسره نه درنېږي. فقط د [سرغلطان] مرکبه کلمه يې د رغښت له پلوه پيکه ده. سرغلطان په ط نه بلکې په ت لیکل کېږي. فارسي فرهنګونو هم دغه کلمه نه ده درج کړې.
* رديف نه لري- د رديف برخه آهنګ يې په يوه اضافي زونګه يا ترنم پوره کوي؛
* تمهيد او تشبيب نه لري. موضوع يې له واره په خبري يا روايتي توګه طرح کړې ده؛
* د ګزارش يا رپورټ ليکلو زياتره اصول په کې مراعت شوي دي- د پېښې وخت، ځای، علت، عامل، غرض او نور هر څه په کې ښودل شوي دي؛
* د خپل موډ او پيغام مطابق بحر او آهنګ يې انتخاب کړی- مرثيه يې ليکلې ده.
* ژبه يې ساده او روانه ده.
* د پېښې تمثيل يې له پېښې سره اړخ نه لګوي. ځکه چې دلته مرګ، ژوبله په اور شوې- نه په تېغ!
رحمان بابا دغه قصيده په بوډاتوب کې ليکلې ده. دی د يوه وارسته انسان په توګه په پېښه غمژن دی. د پېښې تر شا د څه تمې يا توقع خبره کوي. جمال او عيسی دواړه بېګناه ګڼي. ټوله پړه پر نفس او شيطان اچوي.
ب) د قادرخان خټک قصيده:
* اووه ويشت بيتونه لري؛
* مسرې يې دولس دولس څپې دی؛
* يوازې يوه قافيه (نفساني) يې غږيزه يا سسته ده. ځکه چې اصلی کلمه [نفس] دی او [نفساني] د [نفس] نسبتي يا اضافي بڼه ده؛
* رديف لري خو هغه ښکلا او آهنګ نه لري چې له رديف څخه يې تمه کېږي. يعنې رديف په آهنګ کې څه تنوع نه ده راوستې- فقط د قافيې د وروستۍ برخې آهنګ يې تکرار کړی دی.
* د قصيدې مقطع کې د قافيې توريو کې روي بدل دی- د [ن] پر ځای [ڼ] راغلی دی؛
* د قافيې په برخه کې د ايطا عيب هم لري؛
* فارسی، عربي او هندي کلمې يې کارولې دي.
* زبردسته منظرکشي لري- نه د رحمان بابا په قصيده کې شته او نه د حميد بابا؛
* د خوشال بابا رحمة الله عليه د شعر اغېز ورباندې جوت دی؛ دهغه د يوې عارفانه غزلې پر مځکه يې ليکلې ده. البته، د مسرو څپې يې دوه ځنې کمې کړې او بحر يې وربدل کړی دی. خوشال بابا وايي:
رنګ د هغو ورک شه چې يې مينې نفساني دي
يوه مينه باقي ده، نورې کل مينې فاني دي.
* تمهيد او تشبيب لري او موضوع يې په تلميحي توګه طرح کړې ده؛
* د خپل موډ او پيغام مطابق بحر او آهنګ يې انتخاب کړی- طربيه يې ليکلې ده.
قادرخان خټک هم دغه قصيده په بوډاتوب کې ليکلې ده. دی په پېښه خوشاله دی. د ښو زېری يې ګڼي. په دې کار مومندو ته شابسی وايي او خلک هڅوي چې که څه مرتبه غواړي نو د سرونو نردبان دې جوړ کړي. دی هم دغه پېښه د مغلو له ټومه ګڼي او په پېښه کې تس نس شوي کسان د مغلو پلويان بولي. پر دې سربېره، د قصيدې په ترڅ کې يې يوسفزي له هغوی سره د خپل کورني خصومت له کبله کنځلي دي. ده د خپلې قصيدې په يوه بيت کې د مومندو توره ستايلې. خو په ستايلو ستايلو کې يې د افغان له اصل نسل څخه ايستي دي: دی وايي:
چې نن شپه مومندو ووهلې تورې
چې وهلې نه افغان، نه توراني دي.
له پاسني بيت څخه دا معنا هم اخيستی شي چې مومند ګنې افغانان نه دي.
ج) د حميد بابا قصيده:
* پنځه ويشت بيته ده؛
* مسرې يې دولس دولس څپې دی؛
* غږيزه يا سسته قافيه نه لري؛
* رديف يې لنډ دی. خو په آهنګ کې يې تنوع راوستې- د زونګې چانس په کې ډېر دی. ځکه چې د قافيې په کلمه کې آهنګ لوړېږي. د قافيې په آخر کې د قافيې د همآهنګې برخې په لومړي توري کې آهنګ لوړېږي او په دوه يم توري کې ورو پرېوځي- خو له پرېوتو سره سم په رديف (کا) بېرته ډېر ژر جګېږي.
* په پساره او اوږدو ښه غزېدلې- زبردسته داخلي آهنګ او موسيقي لري؛
* زياتره مدعا او مثل کاروي چې د هندي سبک يوه مهمه ځانګړتيا ده؛
* تر تمهيد او تشبيب وروسته يې موضوع يې په انتباهي توګه طرح کړې ده. انتباه، پند او نصيحت په کې زيات دی؛
* رديف يې د قادرخان د قصيدې د رديف غوندې لنډ مګر آهنګين دی؛
* د جمالخان ملګري پردي خلک دي- خپلوانو او عزيزانو ځنې ځان ورټول کړی دی؛
* جمالخان لکه خدرېزيو چې لوی کړی وي- ښېګڼې يې ورسره کړې دي؛
* فارسی او عربي کلمې يې کارولې، خو د بنده خوا خاطر ورسره نه درنېږي؛
* د خپل موډ او پيغام مطابق بحر يې انتخاب کړی او هجوه يې ليکلې ده؛
* ژبه يې سوچه او کره ده.
حميد بابا دغه قصيده پخه ځوانې کې ليکلې ده. د وينا انداز يې فاتحانه او حکيمانه دی. له پېښې څخه يې نتيجه اخيستې. له دې سره سره چې د جمالخان په مخالف لوري کې دی، خو د پېښې په باره کې خپل فکر او نظر د حکم په حيث بيانوي او ټوله پړه پر جمالخان اچوي. ناويلې دې پاتې نه وي چې د [مردار] کلمې يې لاندې بيت له فصاحته لږ څه پرېيستی دی.
عاقبت هغه سردار شي مردار پاتې
چې بدي د عزيزانو په زړه نهال کا.
نتيجه يا لنډيز:
درېواړه قصيدې داستاني آهنګ لري. په عامه اصطلاح، درېواړه د رباعي يا مقام په آهنګ کې ليکل شوې دي. د قادرخان خټک قصيده کې په عالی کچه تمثيل او انځورګري شوې ده. خو د رحمان بابا قصيده تر ډېره حده او د حميد بابا هغه بيا درست سره له دغه مزيته عاري ده.
رحمان بابا د پېښې علت د دنيا لالچ بللی. نه يې عيسی خان ګرم کړی او نه جمالخان. ټوله پړه يې پر نفس او شيطان اچولې. خو حميد بابا بيا جمالخان ګرم ګڼلی او قادرخان خټک د حميد بابا د دريځ ننګه کړې ده.
د سربند يا سربندونو د نندارې باره کې، چې پېښې ته څېرمه ځای دی، د رحمان بابا او قادرخان خټک تأثرات بېخي متفاوت دي- يوه ته د کربلا دښته ښکاري او بل ته يو ارغواني منظر!!
د قادرخان خټک قصيده کې د حسن او حسين رضی الله عنهما مثال د حميد بابا قصيده کې د حسن او حسين رضی الله عنهما د مثال غوندې پر ځای سم نه دی ناست. او هغه تمثيلي بيت يې هم د جمالخان د مرګ له پېښې سره اړخ سم ځکه نه لګوي چې دلته مرګ ژوبله په اور شوې، نه په تورې يا تېغ!
د رحمان بابا په مثال کې عيسی خان د نمرود او جمالخان د مرسلانو يعنې ابراهيم عليه السلام په موقعيت کې راځي چې د کفر او اسلام د تفاوت له کبله له نمرود سره د نورعيسی ورته کول شرعي مجوز نه لري. خو د حميد بابا په قصيده کې د حسن او حسين عليهما السلام او يزيد مثال کې عيسی خان د حسن او حسين رضی الله عنهما او جمالخان د يزيد په موقعيت کې راځي چې په اسلام کې د ننه يې له ظالم او مظلوم سره ورته کولو کې څه حرج نشته. دغه راز، رحمان بابا د نمرود د اور مثال ورکوي چې له مرسلانو يې چاپېره بل کړی و. دا د کافر او مسلمان تر منځ ماجرا ده. خو حميد بابا له حسن او حسين رضی الله عنهما سره د يزيد د سلوک يا چارچلند مثال ورکوي چې په مسلمانانو کې دننه د ظالم او مظلوم خونړی شخړه ښيي.
هغه څه چې د دې پېښې په باره کې له تاريخي پلوه مهم دي، دا دي چې رحمان بابا يې ورځ او قادرخان خټک يې مياشت ښودلې ده. عجب اتفاق به وای، که حميد بابا د پېښې دقيقه نېټه په ګوته کړې وای. کال خو يې هغه دی چې ميجر راورټي او ګل افضل خان ښودلی دی.
رحمان بابا د شاه عالم او اعظم ذکر کوي چې په مرګونو يې درست هندوستان خسا کړ. د شاه عالم او اعظم جنګ د ۱۱۱۹ هجري کال د ربيع الاول پر ۱۸مه نېټه د جاجو په ميدان شوی دی. د رحمان بابا له دغه بيت څخه د جمالخان د مرګ د پېښې مهال څرګندېږي چې تر ۱۱۱۹ وروسته رامنځ ته شوې ده. ځکه چې ناصرخان د شاه عالم د بادشاهۍ په پيل کې صوبدار شوی دی. (؟)
د حميد بابا او رحمان بابا د قصيدو له مطالعې څخه دا خبره هم جوتېږي چې حميد بابا د رحمان بابا قصيده لوستې يا اورېدلې او په خپله قصيده کې د هغه ځواب وايي. البته، د حميد بابا له ځينو اشارو او کنايو څرګندېږي چې د پېښې اصلي محرک د پښتانه د ننګ او ناموس مسأله ده. د جمالخان د زوی د واده پر شپه د هغه پر کور کلي بريد، د دغه وړ يوې حساسې مسألې پخه قرينه ده. او هغه ولسي روايت چې وايي دغه جنګ په سرګړي شوی و، دا خبره بېخي کره کوي چې دغه ډله ييزه وژنه دې په سرګړي شوې وي. سرګړی هغه ګياه ده چې ډېر ژر او آسانه اور اخلي او د سترګو رپ کې هر څه لولپه کوي. داسې ښکاري چې د جمالخان کور کلی له سرګړي مالامال و. ځکه خو يې چا ته دا مجال نه دی ورکړی چې له اوره ځان وژغوري. په هر حال، ظلم ظلم دی او د څپېرې ځواب سوک نه وي.
مأخذونه او منابع:
- کامل، دوست محمد خان مومند. رحمان بابا: چاپځی، خيبر بازار، پېښور، ۱۹۵۸، ۴۳ او ۴۴ مخونه.
- پاسنی اثر، ۴۵ مخ.
- افضل خان. تاريخ مرصع: يونيورسټي بک ايجنسي، پېښور، ۱۹۷۴، ۴۰۲ مخ.
- سائل، خواجه محمد. عبدالحميد بابا: عظيم پبليشنګ هاوس، خيبر بازار، پېښور، ۱۹۸۵، ۴۹ مخ.
- کامل، دوست محمد خان مومند او قلندر مومند. د رحمان بابا کليات، چاپځی، خيبر بازار، پېښور، ۱۹۸۴.
- نياز، پروفيسر جهانزېب. د عبدالقادرخان خټک ديوان، پښتو اکيډيمي، پېښور يونيورسټي، ۲۰۰۲، پرله پسې ګڼه ۵۳۶.
- هېوادمل، سرمحقق زلمی. د عبدالحميد مومند ديوان: د افغانستان د علومو اکاډيمي. د ژبو او ادبياتو مرکز، ۱۳۶۳.