ګلابي ساړه (۱)

هر څه بدل، خلک بدل، لارې کوڅې بدلې؛

خو سپينغرۍ وږمه لا هاغه شان،

هماغسې سهار او ماښام

پر تنده اور بلوي؛

او ګلابي ساړه  يې،

د زړګي تل ته،

ځي، کوزېږي،

او احساس ته ترنم ورکوي!!

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱) د ننګرهار د خوګياڼيو خلک د سپينغرۍ وږمې سړو ته ګلابي ساړه وايي.