انسان هم عجيب مخلوق دی. له دا دومره شعور، لاشعور ، تحت الشعور او فوق الشعور سره سره له ځان او جهان سره په شخړه او جګړه وي. يوه حال کې هم د ټينګې نه دی. جنت کې هم تنګ شو؛ ځنې راووت. بيا هم هر څه ورته تيار پاخه راتلل. مګر کبر يې باندې وکړ. لکه د خولې خوند يې چې خراب و؛ د پياز، هوګې، لوبيا، نخود او څه او څه هوس يې وکړ؛ مصر ته، چې په ټيټه کې وو، ورکوز کړی شول. دی محدود او مځکه پراخه وه؛ چې لږ څه ډېر شو، نو يوه خوا، بله خوا يې لښکرې تنظيم کړې. لويې وړې پاچايۍ يې بيا بيا جوړې او بيا بيا ونړولې. او دغه لړۍ لا روانه ده.

مګر پوهېږئ چې موجبه يې څه ده؟

مګر پوهېږئ چې موجبه يې څه ده؟

هو؛ ماشوم چې کله له خپل فطرتي او طبيعي مأمن څخه را جلا شي نو کريغه کړي؛ د بېلتانه کريغه- د فراق کريغه- د هجر کريغه- او بالآخره له جبر او تشدد سره د نه پخلاينې کريغه. بيا يې نو مور په جار، قربان دلاسا کوي او اللهو يا للو، للو ورته وايي. د مور له غېږې سره روږدی دغه ماشوم ورو، ورو د مور له غېږې لرې شي. د ځوانۍ تر لېوني اظطراب او سراب وروسته د بل  چا غېږې ته ورشي. ځينې، ځينې بيا هلته هم تنګ شي. خو په دا هر ځلې وصال او هر ځلې هجر کې نږه ناز و نياز او يوه تکه داد و فرياد وي. رحمان بابا رحمة الله عليه فرمايي:

خټه د آدم چې کړه خمير فرشته ګانو،

درست يې په غمونو، په دردونو ولاړه.

بلې؛ انسان د فطرت او طبيعت له غېږې ووځي. ښارونه جوړ کړي. په ښارونو کې هم تنګ شي. بيا نو د فطرت او طبیعت د نښو نښانو له ساتلو او پاللو سره مسخولېږي . د ذوق او د وس خبره يې ده- سپي وساتي- پيشوګان وساتي- سويه، سيسۍ، زرکه، تنزری، باز، باښه، توتي، ښارو،او نور وساتي. دوی دغه هر څه د دې له پاره کوي چې له فطرت سره خپل پيوستون وښيي.

زموږ پخوانيو شاعرانو، په تېره، صوفيانو او عارفانو له فطرته د بېلتانه دغه درد و فرياد بيا په بله بڼه بيان کړی- د وحدت، کثرت يا وجود او شهود په بڼه. دغه واړه بڼې، هر څه چې دي، بس هماغه د فطرت له غېږې څخه د بېلتانه نارې دي چې پرله پسې يې وهي او بېرته ورسره تړاو غواړي: د قربت، وصلت او سکونت غوښتنې خو ما ته د همدغې هڅې کړۍ ښکاري.

بلې؛ زموږ تر ټولو ښه شاعري هماغه ده چې زموږ واقعي دردونه موږ ته بيانوي. او زموږ واقعي دردونه همدغه د فطرت له غېږې د فراق دردونه دي. نو که اجمل اند د فطرت له غېږې د بېلتانه کوکې وهي، د ذات غوښتنه يې ده. او چې د ذات غوښتنه يې ده، نو بيا به يې نه ګرموو چې دلته يې بنګ ياد کړي او هلته يې لونګ. او يا دا چې چېرته يې د تماکو ذکر کړی او چېرته د چيلم. چېرته يې د زيارتونو جنډې يادې کړې او چېرته هم د کوکنارو ګل او غوزه.

دا ولې؟

دا ځکه چې ده د خپل فطرت غېږه کې همدغه شيان لېدلي او همدغه يې د شعور ، لاشعور، تحت الشعور او فوق الشعور په ژورو کې پراته دي. او چې هر څومره ځنې لرېوځي، هومره يې د هغوی ياد فرياد ته مجبوروي:

واه! د حسن له سپين غره بېله شوې

سپينه واوره له کمره بېله شوې

ستا تر دوو سترګو نېغه دررسېږي

يوه لار مې له ټټره بېله شوې

اوس يې هېر دی، هغه مست غومبر يې نه زده

اوس له خپل سېل نه کوتره بېله شوې

رود راوړې، پرې پراته د وينو څاڅکي

شينکۍ څانګه له نښتره بېله شوې

شپونکی شته دی، خو نرۍ ګوتې يې نشته

له شپېلۍ نه يې سندره بېله شوې

انده، اوس يې په خوبونو کې نه وینم

څوک مې داسې له ځيګره بېله شوې.

ژوندچې متمدن شي، نو کله کله بوږنوونکی شي. زموږ دې ايټمي عصر ته ښه وګورئ چې څه قيامت يې د درېمې نړۍ پر وګړيو، علی الخصوص، افغانانو، عراقيانو، فلسطينيانو او ځينو نورو باندې راکوز کړی دی. درځئ، چې په دا خپل هېواد کې د ډيموکراسۍ د مخکښانو "مدينۀ فاضله" وکسو چې زموږ شاعر څنګه انځورلې ده:

وېروونکې اوس رڼا د دغه ښار ده

ما ته هر څراغ بلا د دغه ښار ده

يو ښايستوکی پل په دې کوڅو کې ورک دی

چې بدرنګه هره خودا د دغه ښار ده

دلته نه ښکاري، څوک څه پېژني ستوري

عجيبه غوندې فضا د دغه ښار ده

انده ځه، اوړی ترې سپينو غرو ته ولاړ شه

څه لمبه، لمبه هوا د دغه ښار ده.

به لنډيو کې هم راځي چې د تمدن مظاهرو کې هم هومره ښکلا نشته، څومره چې د طبيعت په غېږ کې ده. ځکه خو د تمدن د ښکلا پر ځای د طبيعت ښکلا ته ترجيح ورکول شوې  ده:

خدايه کوټۍ يې کنډوالې کړې،

زما يادېږي د کېږديو شمالونه.

يا:

پتنګه، خاورې دې پر سر شوې،

شمو ته جوړ شول په ښيښو کې مکانونه.

او يا دا چې:

 مورې، کوچيانو کې مې ورکړه،

چې تور پېکی مې د اېلبند شمال وهینه.

د نجونو په لوپټو کې د مازيګري له وړلو سره شاعر سلامته يو کاينات ښکلا پنځولې ده. درځئ چې د اند شاعرۍ کې د دغې ښکلا ننداره وکړو:

څه سترګورې، څڼورې، مساپرې ولاړې

خدايه زموږ د کلي نجونې څومره لرې ولاړې

هغوی چې تلې نو مازيګر يې لوپټو کې يووړ

ورسره ژوند ولاړه، ټپې ولاړې، سندرې ولاړې.

که له ژوند سره مينه کوو، نو چاپېرچل به ښکلی او صفا ساتو. د دې کار له پاره په کار دي چې خلکو کې له طبيعت سره مينه پيدا کړو. د مينې له پاره به انساني عواطف روزو چې د ادب، په تېره بيا د فطرتپاله شاعرانو کار دی. دا هم د شاعر د فطرت پالنې يوه بله بېلګه:

څانګې، څانګې مې په ستړي ژوند خوره شې

د کمره د سر څېړۍ خوره وره شې

زه به نمر شم او نرۍ ورېځې دې راشي

چې باران شي او ته ژېړه زرغونه شې

زه چې تږی شپون له دنګ کمره راکوز  شم

ته دې ټوله د سپين غره د غېږ چينه شې

زه چې تک ژېړ د سينې له درده واوړم

لېونۍ ته له خندا نه تکه شنه شې.

د اند د شاعرۍ باره کې زما د تأثر ښه مفسر پخپله د ده دا لاندې بيت کېدی شي چې وايي:

ښکلا يې د ښايست له وسعتونو نه وتلې،

بس ټوله ده د سرو ګلونو ژباړه ښاپېرۍ.

د الله په امان!