کره کتنه


د مرزاخان انصاري د شاعرۍ فني او هنري تيوري/ نورالحبيب نثار

د مرزاخان انصاري رحمة الله عليه د شاعرۍ د فني او هنري تيورۍ او نظريې جاج چې لګوو، معنا يې دا ده چې د وينا، خبرې، کلام، شعر  يا سخن باره کې د هغه عنديه او نظريه باندې ځان پوهوو. د خبرې، وينا، سخن يا کلام هر خاوند، په تېره بيا چې طرز او فکر لري، د خپلې وينا او د وينا د فن او هنر باره کې ضرور ځانګړې تيوري او نظريه لري.  د دغې تيورۍ او نظريې د معلومولو او مشخصولو له پاره په کار دي چې لومړی د هغه کلام ته مراجعه وکړو، وګورو چې نوموړی وينا، خبره، شعر يا کلام څه ته وايي؟ پر دې سربېره، د هغه

14.09.2011 arghawan

پښتو ادب کې کره کتنه

په پښتو ادب کې د کره کتنې برخه خواره، بلکې يتيمه او يسيره ده. د ګوتو په شمار څو تنه نقادان لرو چې زياتره يې ادبي آثار هم پنځوي. څوک شاعران دي. څوک لنډې کيسې او ناولونه ليکي. نږه نقادان په کې کم دي. پښتو ژبې په پراخه پيمانه انتقادي نظريې نه دي زېږولې. او که څه نا څه يې په دې باره کې ويلي، خواره واره دي-  چا تدوين کړي نه دي.  ځکه خو پښتانه نقادان له نورو ژبو شيان رااخلي او په خپله ژبه کې يې کاروي. موږ د عربو، هنديانو او لويديزوالو انتقادي اصول او قواعد ډېر

09.07.2011 arghawan

اجمل اند، يو فطرتپاله شاعر

انسان هم عجيب مخلوق دی. له دا دومره شعور، لاشعور ، تحت الشعور او فوق الشعور سره سره له ځان او جهان سره په شخړه او جګړه وي. يوه حال کې هم د ټينګې نه دی. جنت کې هم تنګ شو؛ ځنې راووت. بيا هم هر څه ورته تيار پاخه راتلل. مګر کبر يې باندې وکړ. لکه د خولې خوند يې چې خراب و؛ د پياز، هوګې، لوبيا، نخود او څه او څه هوس يې وکړ؛ مصر ته، چې په ټيټه کې وو، ورکوز کړی شول. دی محدود او مځکه پراخه وه؛ چې لږ څه ډېر شو، نو يوه خوا، بله خوا يې لښکرې تنظيم کړې. لويې وړې پاچايۍ يې بيا بيا جوړې او بيا بيا و

20.02.2011 arghawan

د شيدا پر ديوان د شيدا مقدمه

د شيدا پر ديوان د شيدا مقدمه[1]  محمد كاظم خان شيدا خټک پر دې سربېره چې د پښتو ژبې د لوړې کچې يو نازکخيال او مضمون پنځوونکی شاعر دی، د پښتو نثر يو ځانگړى انداز هم لري.  موږ د شيدا د نثر يوازې يونه نمونه لرو او هغه د ده پر ديوان د ده خپله مقدمه ده چې کاږلې يې ده. دغه مقدمه ډېره  په زړه پورې ده. په دې کې د شعر، شاعر، نقاد، لوستونک

02.01.2011 arghawan

“نارينه” نوم دی که صفت؟

موږ په خپله ژبه کې “نارينه” کلمه چې اصلي بڼه يې “نرينه” ده، تر  صفت زيات د نوم په توګه کاروو. مثلا وايو به چې: “د ښځو رأيه د نارينه وو د رأيې هومره ارزښت لري.” خو داسې هېڅکله نه ليکو يا نه وايو چې: “د ښځينه وو رأيه د نارينه وو د رأيې هومره ارزښت لري.” دا چې دغه مطلب په لومړۍ بڼه ليکو او په دوهمه بڼه يې نه ليکو، دومره د اندېښنې وړ نه ده، څومره چې دا خبره د اندېښنې وړ ده چې په باره کې يې پوښتنه قدرې نه کوو چې دا ولې او دا په څه؟؟

04.12.2010 arghawan

يوه هنري تابلو، يو متعالي ارمان

زياتره به راسره فکر وو چې د مرحوم اجمل خټک د “جنت” نومي شعر د دا دومره لوی بري راز په څه کې دی چې څوک يې هم اوري، تعريف يې کوي؟ تر درې لسيزو زياته موده وشوه چې دغه شعر زما هم روغ رمټ په حافظه کې دی او چې کله مې هم چا ته اورولی، نو ستايلی يې دی. آخر مې ورباندې لږ څه فکر او غور وکړ.  تر دې وړاندې چې د خپل فکر او غور نتيجه مې درسره شريکه کړم، د خدای بخښلي دغه شعر به سره ولولو:   جنت د يو ملا نه مې تپوس وکړو

04.12.2010 arghawan

د ښاغلي حبيبزي د نظرغوښتنې په ځواب کې

د ښاغلي حبيبزي د نظرغوښتنې په ځواب کې د سردار محمد داوود د زمانې ملي سرود له ښو مفخمو کلمو جوړ دی. ښه آهنګ لري. مګر يوه  “خو”  هم په کې شته. لومړيو پنځو مسرو کې يې زښت زيات غرور او تکبر  شوی. څو چې دا ځمکه اسمان وي  څو چې دا جهان ودان وي څو چې ژوند پر دې جهان وي څو چی پاتې يو افغان وي تل به دا افغانستان وي.

23.08.2010 arghawan

د ښاغلي شمسزي يو غزل

د ښاغلي شمسزي يو غزل    د غزل مطلع: جنګ دغريب وي- که د خان، تاوان يې موږ ته رسي کلی زموږ شي په کې وران، تاوان يې موږ ته رسي.  جنګ يقينا چې بد شی دی. په هر نوم او نښان چې کېږي، ضرر يې عام وي. ځکه چې له وچو سره لانده  سوځي. مګر دغه د غريب او خان ترمنځ تضاد د کيمونسټو حضراتو هسې يو ګپ وو. روڼاندی شاعر او ليکوال مرحوم ايوب صا

23.08.2010 arghawan

ځينې اشتباه د ګناه هومره لويه وي!

ځينې اشتباه د ګناه هومره لويه وي! ((القرآن الکريم، له پښتو ترجمې سره)) د قرآن شريف هغه نسخه ده چې فضيلتمآب مولانا قيام الدين کشاف د مرحوم علامه سيد ابوالاعلی مودودي د اردو ترجمې او تفسير (تفهيم القرآن) په مرسته پښتو کړې او د افغانستان د پوهنې وزارت په  ۱۳۸۸ لمريز هجري کال  کې په ډېر ښه قطع او صحافت چاپ او خپره کړې ده. الله تعالی دې ټولو هغو حضراتو ته چې د دغې نسخې د چاپ او خپراوي له پاره يې هڅې او هلې ځلې کړې دي، په دنيا او

26.07.2010 arghawan

جلال، د غزل شاعر

جلال، د غزل شاعر استعداد فطرتي شی دی او مهارت اکتسابي. شاعري هم استعداد غواړي او هم مهارت. استعداد يې دا دی چې د شعر ليکلو او ويلو روانه او آسانه سليقه، قريحه او طبعه به لرې. او مهارت يې دې ته وايي چې د ژبې بديعې او بياني ښېګڼې او ورسره ورسره معاني به دې زده وي. او چې په دا هر څه پوره شوې، نو خيال او فکر به دې آسانه او روښانه مهارولی او بيانولی شې. زه چې ښاغلي جلال احمد امرخېل ته ګورم، نو هم د شاعرۍ استعداد لري او هم مهارت. ده ته مې

07.07.2010 arghawan

د ژباړې يوه وړه تجربه

د ژباړې يوه وړه تجربه [اوښکې ته! مه څاڅه- بېرته ستنه شه. د پښتنې غوندې کرار پر کاله کښېنه؛ آواره ګي مې درباندې نه لورېږي. مه څاڅه- بېرته ستنه شه. دلته دې څوک په سمه بيه نه اخلي؛ ما ښار او بازار دواړه کتلي دي. خو که نه ايسارېږې او خامخا څاڅې، نو بيا د باران د هغه څاڅکي غوندې وڅاڅه چې د صدف د زړه تل ته ورکوزېږي. او چې داسې وڅاڅې، نو نظم به درکې پيدا شي او ټپه به شې

30.06.2010 arghawan

((بدر)) او ((د باران انځور))

نورالحبيب نثار ((بدر)) او ((د باران انځور)) د بدر او باران چې سره نه ده جوړه، نو دغه د انځور خبره په کې بيا له کومه راغله! ځکه چې بدر وي، باران به نه وي او چې باران وي، نو بويه چې بدر نشته. خو تخيل داسې يوه وړتيا ده چې په مرسته يې د بدر په شپه هم د باران شيبې انځورېدلی شي. بدر دی او که باران، دواړه، نږه عاشقانه او عارفانه ښکلا لري. د باران انځور د ښاغلي صديق الله بدر هغه شعري تابلو يا ټول

21.04.2010 arghawan

د ژوند پاڼې

د ژوند پاڼې دا د ښاغلي عزت الله شمسزي شعري ټولګه ده. د دې ټولګې: -         ژبه پخه او روانه ده. روښانه او رسا ترکيبونه لري. محاورې او انګېرنې هم په کې کارېدلې دي چې د بشر له بدوي معرفت سره د شاعر لېوالتيا ښيي. -         د شعرونو چوکاټونه واړه او بحرونه لنډ دي. -         د شاعرۍ چ

01.03.2010 arghawan

د جلال امرخېل يو غزل

د جلال امرخېل يو غزل زما د خوښې زلمي شاعر جلال مې د هغه پر يوه غزل  نظر غوښتی چې مننه يې کوم. درځئ چې لومړی د ده هغه غزل ولولواو خوند ځنې واخلو:   لکه غني ، لکه خيام ، نشه يې سترګو کې ده د شرابي غزل د جام  نشه يې سترګو کې دهجلۍ ولاړه ده په بام، نشه يې سترګو کې دهټالۍ وهي سر ماښام ، نشه يې سترګو کې ده جلال پرېوځي

28.10.2009 arghawan

پير حيدري او په توفان کې د هغه څراغونه

ښاغلی پير حيدري له هغه وخته پېژنم چې يوازې غلام حيدر و- نه پير و- نه حيدري!! خو رسنۍ داسې يو شی دی چې بنيادم د چا خبره په يوه دم او قدم کې تر عرشه رسوي او يا يې هم تاترين ته پرېباسي. ښاغلی پير حيدري دغه دم واخيست او قدم يې اوچت کړ. ټوپک يې ګوزار کړ او قلم يې ورواخيست. له دې کبله چې پير صاحب په ډزو روږدی و نو له قلم څخه يې هم د ټوپک کار واخيست. له واره يې باندې ډزې شروع کړې. داسې ډزې چې کله د پنځډزي غوندې د بنيادم د غوږونو پردې څيروي. کله د چره ييز په څېر، نه د چا مخ ګوري، نه څټ. او

26.09.2009 arghawan

د ((اوښکو موسکا)) که سندرې او سرودونه

مصطفی سالک نېکمرغه دی چې د پښتونخوا د غرونو غارونه ورته حرا حرا ښکاري. ځکه خو د عشق د پرښتې الهام ته غوږ غوږ دی. ټوله هڅه يې دا ده چې د ورکې کنارې په تلاش کې تر سا اخيستو د مخه يوه تلپاتې سندره وبولي- هغه چې د مراد راګونه ځنې څاڅي. ښاغلی سالک خپلو خبرو ته د چا د رڼا آب ورکوي- د هغه چا چې د ده په عقل کې جهان او د ده په وجدان کې ځان ګوري- د هغه چا چې د کايناتو رنګ يې له رنګه پور اخلي- د هغه چا چې دی يې ځان د ذات او صفاتو (مينې او حسن) تړاو ګڼي. دی غواړي چې سندره يې د

16.09.2009 arghawan

"د عادلانه نظام لار"

نورالحبيب نثار "د عادلانه نظام لار" د هېواد په سياسي او فرهنګي افق کې د يوه رښتيني سباوون څيره آوازه وه چې د افغانستان لوی سکالر، مفکر او د ۱۳۸۸ کال په ټاکنو کې د ولسمشرۍ له پاره کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي په هېواد کې د اغېزمنې دولتدارۍ، متحرک اقتصاد، ټولنيزې پرمختيا، نړيوالې همکارۍ، قانوني

06.08.2009 arghawan

ټولټاکنې که ټاکنې؟!

د ټوليزو رسنيو مؤسسو ته، کوم بنسټ چې د  افغانستان د اساسي قانون د ۱۵۶مې مادې په حکم جوړ شوی او په هېواد کې د هر ډول ټاکنو د ترسره کولو مسؤوليت لري، رسمي نوم يې ((د ټاکنو خپلواک کميسيون)) يا ((کميسيون مستقل انتخابات)) دی.  بناء، د ((ټاکنې/ټاکنو)) پر ځای ((ټولټاکنې/ټولټاکنو)) ليکل سم نه دي. موږ په هېواد کې پنځه ډوله ټاکنې

07.07.2009 arghawan

(( زما د ملګرو سره ووينئ ))

د مهاجرو ماشومانو له پاره اساسي زده کړې\ GTZ-BEFARe د پاکستان په سرحد ايالت کې د مهاجرو افغانانو ماشومانو ته اساسي او لومړنۍ زده کړې برابرولې. دې ادارې په ٢٠٠٢ کال کې وغوښتل چې د (( زما د ملګرو سره ووينئ )) نومی کتابګوټی پر ماشومانو ووېشي. دهغه په اړه يې زما نظر وغوښت. لاندې کرښې مې ورته وليکلې. زه هغه مهال د نوموړې ادارې د پښتو ښوونيزو او روزنيزو موادو د تأليف او تدوين مسؤول وم.  (( نثار))__________________________________ د ا د هغه مصور کتابګوټي نوم دی چې د آسيا او لټ سمندر

28.11.2006 arghawan

کمال د خپلو خيالونو په جزيرده کې

ښاغلی محمد الله کمال د افغان ادبي بهير يو فعال غړی او لاروی دی. له ژبې او ادب سره د ژور تړون د پاللو په هڅه او هاند کې يې بريالی وينم. ما يې ((د خيالونو جزيره)) وکتله. ډېر څه مې په کې فکر ته راغلل؛ مثلا: • ژبه يې ساده او معنا يې سپېڅلې ده.• د پښتو شعر اصالت او رسالت په کې خوندي دی- وياړنه هم لري او حماسه هم؛• داسی نښې نښانې په کې شته چې د شاعر څه نا څه ځانګړتيا ښيي؛• د خوف او رجا تلقين په موازي او برابره توګه کوي؛• د سرور سندرو ورڅخه ويرنې نه د

20.11.2006 arghawan

عصري ښځه که فيشني ښځه؟!

[عصري ښځه] يوه په زړه پورې کيسه ده. په زړه پورې ځکه ده چې سوچه پښتو محاورې او اوچت اصلاحي پيغامونه لري. بله ښېګڼه يې دا ده چې آغلې فرشته جلالزۍ د يوې ښځې کيسه ليکوالې په توګه په خپله کيسه کې د ښځې سر نه مينځي چې ګنې بدخويه په کې نشته. په دغه کيسه کې د بوډا رېړۍ والا او عصري ښځې، چې مراد ځنې فيشني ښځه ده، حالتونه ښه انځور شوې دي- د دواړو کړه وړه د هغوى له کرکټرونو سره متناسب ښودل شوې دي. زما په اند، د کيسې نوم [فيشني ښځه] په کار وو- نه عصري. ځکه چې په کيسه کې د راغلې عصري ښځې جامې او س

16.11.2006 arghawan

ناصر فګار او د هغه يو غزل

ناصر فګار يو نری نروچکی افغان زلمی دی. په تکواندو کې تور ملاوستنی (کمربند) لري. پر دې سربېره چې د طب محصل دی، په دري او پښتو دواړو ژبو شعر ليکي. ډېر ښه يې ډيکليمه کوي هم. يو ځل يې يو غزل د کره کتنې له پاره افغان ادبي بهير ته راوړی وو. ما هم د هغه غزل په باره کې خپل تأثرات او ملاحظات بهيروالو ته وړاندې کړي وه چې دلته يې سره لولو. مطلع: ميره شوه په ښکلو کی ها دنګه لېونۍمسته، چمبه ماره، خوش آهنګه لېونۍ د غزل په مطلع کې د ((ښکلو)) د کلمې په ځای د ((نجونو)) کلمه يا د نج

05.11.2006 arghawan

يونس مروت او د ده دا شعرونه

________________________________________________________________________ دا کرښې د ښاغلي محمد يونس مروت بارګامي پر شعري ټولګه (اوښکې د بڼو په سر) د د سريزه په توګه ليکل شوې دي. دغه ټولګه په ١٣٧٨کې د ختيځ د بيا رغونې ادارې (کور) خپره کړې ده. ______________________________________________________________________د ډاکټر صاحب فريد بزګر لورينه ده چې پر دې شعري ټولګه د څه ليکلو وياړ مومم. ګنې زه خاوند، ښاغلی ډاکټر محمد يونس مروت، مخامخ نه پېژنم. خو د دې مجموعې په وسيله ورسره دومره اشنا

30.10.2006 arghawan

د ورېښمو ګېډۍ

___________________________________________________________________________ دا د استاد محمد صديق پسرلي يوه شعري ټولګه ده چې په ١٣٨٠ لمريز هجري کال کې په پېښور کې افغان ادبي بهير خپره کړې ده. دا لاندې کرښې  د ((يو تأثر)) تر عنوان لاندې پر نوموړې شعري ټولګه د سريزې په توګه کښل  شوې دي.____________________________________________________________________________       د دې مجموعې (د ورېښمو ګېډۍ) د لوستلو په مهال کې به مو د اندېښنو شه

29.10.2006 arghawan

لمر، شپه او ګل

[ لمر، شپه او ګل] د ښاغلي محمد اکبر اکبر شعري ټولګه ده. د دې ټولګې که کاغذ او دوتنه عالي ده نو محتوا او مضمون يې هم ښکلی دی. ښاغلی اکبر طبيب دی. د طبيب کار د رنځ علاج وي. علاج په تشخيص کېږي او تشخيض کلنيکي لوحه غواړي.موږ د يوې رنځورې ټولنې غړي يو. ساهو اديب او شاعر د ټولنې د يوه ژباړن په توګه د ټولنيزو رنځونو د تشخيص او علاج په فکر کې وي. دا چې د ښاغلي اکبر په روح او روان کې د يوه طبيب يا حکيم روح او روان زغلي رازغلي نو شعر يې تر تخيل زيات پر تفکر اډنه شوی دی. شعر د ژبې، خ

27.08.2006 arghawan

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more