ناصر فګار يو نری نروچکی افغان زلمی دی. په تکواندو کې تور ملاوستنی (کمربند) لري. پر دې سربېره چې د طب محصل دی، په دري او پښتو دواړو ژبو شعر ليکي. ډېر ښه يې ډيکليمه کوي هم. يو ځل يې يو غزل د کره کتنې له پاره افغان ادبي بهير ته راوړی وو. ما هم د هغه غزل په باره کې خپل تأثرات او ملاحظات بهيروالو ته وړاندې کړي وه چې دلته يې سره لولو.
مطلع:
ميره شوه په ښکلو کی ها دنګه لېونۍ
مسته، چمبه ماره، خوش آهنګه لېونۍ
د غزل په مطلع کې د ((ښکلو)) د کلمې په ځای د ((نجونو)) کلمه يا د نجونو له پاره کومه استعاره مناسب ده. ښکلی يو عام مفهوم دی- نر او ښځه دواړه په کې راځي. دلته په مطلع کې اشاره ښځې ته ده چې د امارت مقام يې نر غوندې ګټلی- ميره شوې ده. نو که د ښکلو ټولګی مشخص شي په مطلع کې به د کلمی او معنا دواړو له پلوه قوت پيدا شي.
لومړی بيت:
واه، ميناتوري ده د ښکلا د هنرمند
سپينه غړۍ، هسکه، کمرچنګه لېونۍ.
په دې بيت کې ((د ښکلا د هنرمند)) عبارت ((د بدرنګۍ د هنرمند)) تصور هم تداعي کولي شي او د ((بدرنګۍ)) نسبت ((هنرمند)) ته پخپله يوه لويه بدرنګي ده. دلته د هنرمند په ځای ((پنځوونکی)) يا د دې معادل کومه بله کلمه په کار ده.
دوه يم بيت:
ښکار کوي د زړونو و خامک له د دسمال
ګل د ګلاب جوړ کړي ترې زرنګه لېونۍ.
په بيت کې د نجونو يوه لطيفه او ظريفه حرفه يي تجربه خوندي شوې ده. البته، د ((ته)) په ځای د ((له)) له کارولو سره مسره له ژبني معياره پرېوتې ده.
درېم بيت:
تاوه له منګي شي اتڼ واره بړبوکۍ
را چې شي ګودر ته شوخه شنګه لېونۍ.
په دې بيت کې يې د ګودر د غاړې يوه ډېره نازکه شيبه د يوه ښکلي پښتني انځور (اتڼ واره بړبوکۍ) په وسيله خوندي کړې ده. ((اتڼ واره بړبوکۍ)) د يوه پښتني هنر او طبيعي کرشمې يو په زړه پورې ترکيب دی.
څلورم بيت:
سر کوي، بلا کوي، او زړونه تښتوي
چم ته مو چې راشي ړنګه بنګه لېونۍ.
په ياسني بيت کې لويه ژبنۍ کمزوري بلکې تخلف دا دی چې د ((سحر)) په کلمه کې د ((ح)) په حذفولو سره يې د مسرې د بحر د ساتلو هڅه کړې خو د هغې بلاغت ته يې تاوان رسولی دی. شاعر کولای شول ((سحر کړي)) يا ((سحر کا)) ووايي يا وليکي. که څه هم چې په ((کړي)) يا ((کا)) باندې د ((کوي)) له اړولو سره د مسرې اوسنی آهنګ لږ څه زيانمنيږي خو د موسيقي په مرسته دغه زيان جبيره کېدلای شو. مګر ژبنی عيب يا تخلف په ژبه کې عامې ګډوډۍ ته لاره هواروي چې ډډه ځنې په کار ده. پر دې سربېره، د ژبې استادان حکم کوي چې تشريحي يا شرطي ادوات دې (چې، که، څو،...) دې په جمله کې تر مفعولي ضميرونو (مو، مې، دې، يې) له مخه وکارول شي. په دوه يمه مسره کې د ((چم ته مو چې ...)) پر ځای ((چم ته چې مو...)) ليکل په کار دي.
پنځم بيت:
دلته په دې کلي کې خجله کړه ښکلا
هسکه شه په غرونو يه ګلرنګه لېونۍ.
له دې امله چې په بيت کې مخاطبه شوې ده نو د ((ګلرنګه)) کلمه په کې بايد په اړولې بڼه (ګلرنګې) وکارول شي. خو له داسې کولو سره قافيه سر خوري. چاره يې دا ده چې بيت له خطابي حالت څخه غيابي حالت يا خبري بڼې ته واړول شي يوه نيمه کلمه به بله په بيت کې عوض کېږي ؛ مثلا:
دلته يې چې کلي کې خجله کړه ښکلا
هسکه شوه پر غرونو ها ګلرنګه لېونۍ.
پر دې سربېره، په لومړۍ مسره کې د ((کلي)) کلمه په دوه يمه مسره کې د ((غرونو)) ير ځای لوستونکيو ته ((ښار)) تداعي کوي او تلازم ورسره لري. ځکه چې کلي خو په غرونو کې هم وي. او که دوه يمه مسره مهمه وګڼو نو د ((غرونو)) کلمه بيا په لومړۍ مسره کې د ((کلي)) پر ځای د ((هوارې)) يا ((سمې)) کلمه ايجابوي چې راوړل شي. خبرې ډېرې- سر يې يو. د غزل مقطع ته به راشو او وبه ګورو چې شاعر په دې کې څه وايي:
مقطع:
واخله، غنيمت بوله فګاره، داغ د عشق
پرې چې زړه دې تېر کړي له خدنګه لېونۍ.
د عشق داغ غنيمت بلل او اخيستل داسې يوه خبره ده چې نسبتا په نوي انداز شوې ده او د غزل مقطع يې څه نا څه ځانګړې کړې ده. مګر زړه، البته، له خدنګه نه، بلکې خدنګ له زړه څخه تېرېږي. له دې کبله چې همدغه مطلب رسولی شي نو څه خاص حرج نشته په کې.
د ښاغلي فګار د دې غزل بحر متوسط، وزن چټک، او آهنګ شرنګولی دی- دومره شرنګولی چې د غزل ژبنۍ کمزورۍ او بياني عيبونه له لوستونکي څخه پټوي. له دې امله چې پښتو د ښاغلي شاعر دوهمه ژبه ده نو ډېره سختي ورسره نه ده په کار. پاتې شوې نوې خبرې يا نوي مضامين او مفاهيم- دا نو په دنيا کې بېخي شته نه- او که شته، ډېر لږ دي؛ هغه هم داسې چې يوازې بڼه يې بدلېږي رابدلېږي. په دې حساب د فګار صاحب په غزل کې هم د ځينو خبرو يا مضامينو بڼه څه نا څه تازه ګي لري. پر دې سربېره، بله ښېګڼه يې دا ده چې ټول غزل يې يو لاس دی- کوز او پاس نه لري. د غزل ليکلو ښه اښتها ورته غواړم.