________________________________________________________________________

دا کرښې د ښاغلي محمد يونس مروت بارګامي پر شعري ټولګه (اوښکې د بڼو په سر) د د سريزه په توګه ليکل شوې دي. دغه ټولګه په ١٣٧٨کې د ختيځ د بيا رغونې ادارې (کور) خپره کړې ده. ______________________________________________________________________
د ډاکټر صاحب فريد بزګر لورينه ده چې پر دې شعري ټولګه د څه ليکلو وياړ مومم. ګنې زه خاوند، ښاغلی ډاکټر محمد يونس مروت، مخامخ نه پېژنم. خو د دې مجموعې په وسيله ورسره دومره اشنا شوم چې يو خوږمن او کړېدلی افغان دی. سپېڅلی ويښ ضمير او روښانه ملي روحيه لري. د مهاجرت او جهاد سړې تودې يې ليدلي او ګاللي او د خپل وران ويجاړ وطن، افغانستان، دوستان او دښمنان يې ښه سم پېژندلي دي؛ د دوستانو په ليکه کې يې درېدلی او د دښمنانو په وړاندې يې د ملي مقاومت لاره غوره کړې او خپله کړې ده.

د ښاغلي مروت په دې مجموعه کې غزلې، آزاد او مقيد نظمونه او يوه نيمه قطعه او څلوريزه لولو. د موضوع له پلوه يې د شاعرۍ صنفونه يو له بله دومره توپير نه لري؛ درست سره زموږ د ملي دردونو او کړاوونو انځورونه دي. په وينا کې يې ځای په ځای د ظلم، استبداد، شرارت او فساد په وړاندې د کرکې، احتجاج او مقاومت موجونه غورځنګونه وهي. تر دې چې روانې ملي غميزې يې پر تغزل هم پوره سيوری کړی دی:

په لحظه لحظه وتلو نژدې کېږم
د هجران مرګوني کومي ته ورلوېږم

لکه پاڼه د خزان د باد په مخکې
د بهار په تازه ګۍ کې لا رژېږم

د خوښۍ پر وخت مې ستونی ژړا نيسي
په غمجنو سترګو هم کله خندېږم

دا نو بل جهان ته تله نه دي نو څه دي
چې د مينې له هېواده روانېږم.

د دې مجموعې په شعرونو کې شاعرانه خيال او فکر دواړه شته. خو شاعر يې صيقلولو ته پوره فرصت نه دی موندلی- په تېره بيا په نظمونو کې. دغه راز، يو نيم ځای ځنې د شعر بحر هم مات شوی او ورسره ورسره لږ کوټې د بيان کمزورۍ هم لري چې که سترګې ورباندې پټې کړو نو ژبه يې روانه او ساده ده. د سترګو پټولو خبره مې ځکه وکړه چې ښاغلی يونس مروت اساسا طبيب دی. شعر او ادب د دوی له پاره د تجربو دوه يم ډګر دی. که ډېر لږ رياضت يې په خپل دې دوه يم ډګر کې نور وکړ نو باور دی چې د لوړ معيار شاعري به وکولی شي. په پای کې د لنډ بحر يوه غزله چې په يوه زړه پاروونکي فوکلوريک آهنګ کې يې کښلې ده، د خوند له پاره لولو:

ته يو ګل وې خندنی
زه يو شپون وم سارانی

ته په ناز يې را لوی شوی
ما خوړو ټوک بېګانی

ته له هر څه نه بې غمه
زه غم خورمه سبانی

ته سلام ته عليک نه کړې
زه دې کړمه لېونی

ستا د مينې شان وقار ته
زه به ځان کړم سپېلنی

ستا د نن قول هم هېر دی
زما ياد دی پرونی

چې ويل دې زما يار يې
نوی نه، يې ځنډنی

سر به ستا په مينه ورکړم
دا بيان دی رښتيانی.


٢٤\١\١٩٩٩
نوی کلی، پېښور