___________________________________________________________________________

دا د استاد محمد صديق پسرلي يوه شعري ټولګه ده چې په ١٣٨٠ لمريز هجري کال کې په پېښور کې افغان ادبي بهير خپره کړې ده. دا لاندې کرښې  د ((يو تأثر)) تر عنوان لاندې پر نوموړې شعري ټولګه د سريزې په توګه کښل  شوې دي.
____________________________________________________________________________
      
د دې مجموعې (د ورېښمو ګېډۍ) د لوستلو په مهال کې به مو د اندېښنو شهباز د کابل د سين پر غاړه غاړه د نرۍ وږمې سرود ته ډېر ډېر وځر ورپوي. د افغان او مغل ستوري به په خپل ضمير کې سره وجنګوئ. که مرور ياستئ نو د ځان او د قام ستوري به سره پخلا کړئ. خو د واهي خانۍ او واک و ځواک په تمه به له خپل ټول هست و بود سره په سين لاهو شئ. بخت به مو بيدار شي- له يوې مستې څپې سره به ساحل ته ووځئ. د ساحل په شګو کې به سا واخلئ. ژوند به مو راولاړ کړي- زاړه پلونه به مو در په زړه شي- د ګڼو فکرونو او اندېښنو په ښاريه به ورننوځئ. ناپېژندويې اندېښنې به مو د هيلو پسته اور ته د سبا پر فصل لا پسې شدت ورکا- ځول به شي- توفان به شي. د رود نغمه به مو د اباسين په سرود بدله شي. د تورو غرونو افلاتون به وپېژنئ او د لوړو غرونو او دنګو څوکو فلسفه به ځنې زده کړئ.

دغه راز، د کابل سين به وګورئ چې غاړې غاړې درومي. د نظر بېړۍ به مو په کې ډوبه شي. د ارزو زرکه يا زرک به مو د دنګو غرونو د وطن ترانه وبولي او هره يوه ناويسا اندېښنه به مو په پوره اطمينان له اسارته انتقام واخلي. د زړه تر تمنا ګوښې ناسته به مو د ستمګرو سيوری پر اټک ورواړوي. اټک به ګورئ چې له تاوه تک- تور اوښتی او د کابل سين ورته سوکه سوکه ګويا دی- د زړه خبره کوي:

د کابل سين ورته سوکه وويل
ولې قهرېږې د مزله ملګريه؟!
هر څه به ستا تر يارۍ وګرځوم
تشه دې نه غواړمه خوله ملګريه.

خو، د پښتو د آسمان ځلنده لمر
د تا تر پښو لاندې ليدلی نه شم
د وياړ پر څلي، د افغان پر سمبول
په لوی لاس خاورې اړولی نه شم.

نورالحبيب نثار
٢٢\٧\١٣٨٠