د لومړي ټولګي له پاره د پښتو ژبې د درسي کتاب د ليکنې په مخه مې کابو يوه مياشت مطالعه وکړه او مقدماتي مواد مې برابر کړل. په دغه موده کې مې د لومړي ټولګي له پاره تر لسو زيات بېلابېل کتابونه او د هغوی درسي لارښودونه په سړه سينه ولوستل. دغه راز، ځينې تيوريک او معلوماتي مواد مې هم وکتل. دا ځکه چې د موضوع سوابقو ته مراجعه او له مخکېنيو تجربو څخه استفاده د نوي کتاب د طرحې په برابرولو کې ګټوره، بلکې ضروري وه. پر دې سربېره، د پوهنې وزارت د درسي کتابونو د تأليف د مشورتي کميسيون د غونډو پرېکړې او مؤلف ته د هغوی لارښوونې مې هم په پام کې ونيوې.

د درسي کتابونو په ترتيب او تدوين کې تر ټولو ګران يې د لومړي ټولګي له پاره کتاب ليکل دي. دا ځکه چې د لومړي ټولګي کتاب بايد مصور وي او مرتبه په مرتبه وليکل شي- داسې درست آوازونه يا په اصطلاح توري بايد يو يو معرفي او د کلمې په بېلابېلو موقعيتونو (سر، منځ او آخر) کې وښودل شي. پر دې سربېره، د کلمو او جملو په ليکلو کې د ماشومانو ذوق، ضرورت او وړتيا ته هم بايد پام وشي.

د دې له پاره چې ماشوم ليک لوست وکولی شي- د مورنۍ ژبې د زده کړې مهارتونه يې وده وکړي، بايد چې د نړيوالو سازمانونو له سپارستنو سره سم د اساسي او لومړنيو زده کړو پروګرام ورباندې پلي شي. دغه پروګرام بايد د ژبې په برخه کې د ماشوم مهارتونه (اورېدل، غږېدل، لوستل، او ليکل) او وړتيا په متوازنه او هم آهنګه توګه پراخه کړي- داسې چې مهارت يې په وړتيا او وړتيا يې په عادت يا ايټوميټيک وده يا حالت بدله شي.

د دغه کار له پاره بايد لومړی په څو بېلابېلو ځايونو کې له ماشومانو سره د آزادو او مستقيمو مرکو له لارې ساحه يي سروې وشي، چې وپوهېږو مطلوبه ډله له کومو کلمو سره زياته سر و کار لري. تر سروې وروسته د هرې ساحې کلمې ارزول کېږي او کارېدلې کلمې رديف بندي کېږي. بيا د بېلابېلو ساحوګډې کلمې ځنې استخراجېږي. دغه راز، د هرې ساحې د ماشومانو هغه کلمې چې کاروي يې محاسبه کېږي؛ مثلا: کتل کېږي چې په يوه دوه سوه کلمه ييزه مرکه يا مکالمه کې د الفبې توري يو يو څو څو ځله کارېدلی دی. وروسته د ساحې په حساب د دغو توريو ګراف ترتيب او ارزول کېږي. يعنې، د سروې شويو ساحو د تورو احصايه د ساحو له شمېر سره جمع او ورباندې وېشل کېږي او اوسط يې برابرېږي. او د کارونې د کثرت پر بنسټ يې ګراف جوړېږي. کله چې دا هر څه شول، نو هغه وخت بيا د کتاب په ليکلو پيل کېږي او هغه توري چې استعمال يې زيات دی، د زيات استعمال په ترتيب سره په هر درس کی معرفي کېږي.

د الفبې تر تدريس له مخه، البته، لازمه ده چې يو څو درسونه د چمتووالي د دورې په توګه تدريس شي.

 نا ويلې دې پاتې نه وي چې د پوهنې وزارت د ماشومانو په اړه کومه ساحوي سروې ما ته نه ده راکړې. ماشومانو ته د درسي کتاب د ليکنې په ساحه کې يوازې د کار له سوابقو او د نورو له تجربو څخه په استفاده او د پوهنې وزارت د ښوونيزې او روزنيزې پاليسۍ په رڼا کې د ماشومانو له پاره د لومړي ټولګي د درسي کتاب ليکنه داسې طرحه کوم:

د کتاب نوم:

د کتاب نوم به وي پښتو، د لومړي ټولګي له پاره. تر نامه لاندې به کوم تصوير وي چې د کتاب مفکوره او محتوا منعکسه کړي. ورلاندې يا په يوه ګوښه کې به د مؤلف نوم ليکل شوی وي او د پوهنې د وزارت لوګو خو به پر دوتنه له پاسه خامخا راځي.

د کتاب مضمون او محتوا:

د کتاب عمده هدف زده کړې ته چمتووالی، د الفبې زده کړه او خورا ډېر ابتدائي لوست او ليک دی. د ګڼو او مشروحو مفهومونو او پيغامونو د لېږدولو امکان بېخي محدود دی. خو د امکان تر حده به په لومړيو درسونو کې هم پيغامونه او مفاهيم ورکړی شي.

ترتيب او تدوين:

 دا کتاب ٣ برخې لري: ١- چمتووالی، ٢- الفبې، ٣- مفاهيم/ پيغامونه.

١-  چمتووالی

په دې برخه کې ماشومان د هغو شيانو له تصويرونو سره کار کوي چې ورته په زړه پورې وي او تصور، تخيل، او تفکر يې ورويښوي؛ لکه: پيشو، قلم، کتاب، سترګې، راډيو، .... پر دې سربېره، ډول ډول نورې کرښې هم کاږي.
په دغه برخه کې ٦٨ درسي ساعته ده د الفبې تدريس او د توريو پېژندګلوي مراد نه دی. شاګردان دلته ٣٠ ساعته يوازې د رسمونو/ تصويرونو په باره کې له خبرو سره سر و کار لري او رسمونه باسي. دغه راز، ٣٨ ساعته له ډول ډول کرښو سره کار کوي چې د لاس حرکي مهارتونه يې د توريو د ليکلو له پاره وده وکړي. دغه ربرخه له ماشومانو سره مرسته کوي چې حسي تفکر يې وده وکړي او د منطقي تفکر منزل ورته را لنډ شي. په دې مرحله کې ماشومان ښوونځي پېژني ؛ د ټولګي له فعاليتونو سره اشنا کېږي او له ټولګيوالو او نورو زده کوونکيو سره د لوبو په وسيله پېژندګلوي پيدا کوي. په تصويرونو کې د ښودل شويو شيانو او فعاليتونو نومونه اخلي؛ شيان او رسمونه يې سره پرتله کوي؛ د ښي او کيڼ لوري توپير زده کوي....

٢-  الفبې

کله چې د چمتووالي د دورې درست سره هدفونه ترلاسه شي، ماشوم کولی شي چې د الفبې مرحله/ دوره چې د لوستلو او ليکلو مرحله ده په لېوالتيا سره پيل او په اسانۍ سره زده کړي.

د الفبې د مرحلې/ دورې په اړه ځانګړي وړانديزونه/ سپارښتنې:

• دا کتاب به د ترکيبي، تحليلي، او تعميمي روش پر بنسټ ليکل کېږي؛
• ټول کتاب به له اسان څخه د مشکل، له معلوم څخه د مجهول او له مشخص څخه د مجرد په لوري  انکشاف کوي؛
• متنونه به، له دی سره سره چې د الفبې توري معرفي کوي، پر هغو کلمو متکي وي چې له مخه  تدريس شوي وي؛
• هر درس بايد د لوستلو او ليکلو د مهارت پر پياوړي کولو سربېره، تر وسه وسه، زده کړه ييز پيغام هم ولري؛
• هغه کلمه چې نوی توری به په کې معرفي کېږي ]کليدي کلمه[ بلل کېږي او لاندېنۍ ځانګړتياګانې لري:

o معنا به يې ماشوم ته روښانه وي؛
o يوازې يو نوی توری به په کې معرفي کېږي؛
o نوی توری به بهتره وي چې په کليدي کلمه کې په سره رنګ وليکل شي؛
o نوی توری به د کلمې په بېلابېلو موقعيتونو (سر، منځ، آخر) کې ښودل کېږي؛
     
د کلمې په آخر او منفصل حالت کې د توري شکل معمولا بشپړ او په نورو حالتونو کې نيمګړی وي؛ مثلا: د]س[ توری ګورو: سم، کسان، بس، لاس.

د هغې قاعدې له مخې چې د دغه کتاب له پاره وضع شوې، نوی توری به د کليدي کلمې په سر کې معرفي کېږي. خو د کوم توري له پاره چې دغه وړ متداوله او مناسبه کلمه ونه موندل شي، نو هغه توری به د کليدي کلمې په منځ يا آخر کې معرفي کېږي؛

• هغه کلمی چې د تدريس د توري د تعميم له پاره به ورباندې متن ليکل کېږي، له کليدي کلمو څخه اشتقاق کېږي.
•  د متن ليکدود (رسم الخط) به نسخ وي؛
• د آوازونو د شکلونو (توريو) مشق او تمرين به پر نريو افقي کرښو باندې کېږي چې آبي رنګ به لري؛
• د هر توري د تدريس له پاره به يو درس جوړېږي چې تر يوه مخ به نه اوړي؛
• د هرو دوو نويو توريو تر تدريس وروسته به يو تأکيدي/ تحکيمي درس جوړېږي چې له يوې خوا به تېر درس تحکيموي او له بلې خوا به ځينې ساده املائي او ژبنۍ مسألې روښانه کوي؛ لکه: بېلابېل حرکتونه، د ]و[ او ]ی[ بېلابېل شکلونه، او په پښتو کې د جمعې نښه ]او[.
• کليدي کلمه به د تصوير له څنګه او يا ورلاندې په غټ خط ليکل کېږي؛
• نوی توری به تر کليدي کلمې لاندې ليکل کېږي؛
• کليدي کلمې او تصويرونه به يې د کارډونو په شکل هم جوړېږي چې د درسي ممدو په توګه به ځنې کار اخيستل کېږي؛
• د الفبې په دوره کې به په هر درس کې د نويو يا ابتکاري کلمو شمېر تر پنځه يا شپږ کلمو زيات نه وي. دغه کلمې به تر تصويرونو لاندې په غټ خط ليکل کېږي؛
• ټول متنونه به له يوې خوا د کلمو د څو هجائي خاصيت او له بلې خوا د توريو د الوګرافيک او هيموګرافيک خاصيت پر اساس اډانه کېږي. او د کار دغه روش پر علمي او ژبپوهنيزو اساساتو ولاړ دی.

په ماضي کې د درسي کتابونو زياترو مؤلفانو د پښتو الفبې دغې ځانګړتيا ته پام نه دی کړی- د توريو بېلابېل حرکتونه او شکلونه يې په يوه درس کې راوړي دي؛ لکه: د]و[ د توري:

سور (څرګند واو)، خوله (معدوله واو)، کور (مجهول واو)، ځور (ساکن واو) ....

له دې امله چې د توريو د بېلابېلو حرکتونو او شکلونو په يوه درس کې راوړل د ماشوم ذهن مغشوشوي، نو د دې کتاب په تأليف کې زموږ د کار روش به د قدماوو له هغه څخه متفاوت او په ډېرو لحاظونو نوی وي.

غرض دا دی چې د هر توري او دهغه د متبادل او مشابه شکل د ښودلو په مخه به جلا جلا درس جوړېږي. دغه کار به، البته، يوازې د مطلوب توري د تدريس پر مهال کېږي. په وروستيو مخونو/ متنونو کې د توريو متبادل او مشابه شکلونه ورو ورو سره يو ځای کېږي؛

• د هر درس متن به (پرته له لومړي يا لومړيو دوه يا درې درسونو څخه) له يوه پلوه د الفبې يو توری معرفي کوي او له بله پلوه به پر هغو کلمو بنا وي چې يا تکراري کلمې وي يا دا چې توري يې په مخکېنيو درسونو کې ويل/ لوستل شوي وي او ابتکاري کلمې وي؛

له دې امله چې پښتو الفبې د دغې ژبې درست سره آوازونه نه شي څرګندولی، نو ځينې توري په بېلابېلو ځايونو کې د بېلابېلو آوازونو له پاره کارول کېږي؛ لکه:

اره، استاذ، انسان، سبا؛

يا:

وخت، وېره، لوګی، لور (داس).

د پښتو الفبې همدغو نيمګړتياوو د لوست ليک کار په تېره بيا ماشومانو ته سخت کړی دی. ځکه نو په کار دي چې د کتاب ليکلو پر مهال دغه املائي او ژبنۍ ستونزې په جلا جلا درسونو کې په اسانه او ساده ډول هوارې کړی شي. خو د کتاب د پنډوالي له وېرې پر ځينو دغو ستونزو باندې په تأکيدي/ تحکيمي درسونو کې کار وشي.

• هر نوی درس به پر تېر درس بنا وي؛ يعنې پر هغو توريو چې په تېرو درسونو کې ويل شوي/ زده شوي دي؛
• په کتاب کې به ځينې ليک نښې کارول کېږي؛ مثلا: نقطه (.) او کامه(،). ليک نښې د د متن په ځانګړي آهنګ سره لو ستلو کې ډېره مرسته کوي؛
• ليک نښې به په تحکيمي درسونو کې په نا مستقيمه توګه معرفي کېږي؛
• هغه درسونه چې الفبې به په کې معرفي کېږي خامخا مصور وي. خو د تأکيدي درسونو مصوروالی حتمي نه دی؛
• تر هرو څلورو يا پنځو درسونو وروسته به د تېرو درسونو د تکرار په مخه يو مشق ورکول کېږي- مشقونه به متنوع وي- مشقونه له يوه پلوه د تأکيدي درسونو غوندې تېر درسونه تکراروي او له بله پلوه ماشومان لا پسې فعالوي.

٣-   مفاهيم/ پيغامونه

په دې برخه کې به د جملو او عبارتونو په مرسته هغه پيغامونه او مفاهيم وړاندې کېږي چې د پوهنې وزارت او د ماشومانو اړوندې ملي او بين المللي ادارې يې سپارښتنه کوي؛ لکه: روغتيا، پاکي، ملګرتيا، سوله، چاپېريال، ستوري، سپوږمۍ، اسمان، شپه، ورځ، اونۍ، مياشت، کال، د کال موسمونه، او نور.

د دې کتاب د تدريس کالنی مهالويش:

 د پوهنې د وزارت د کالني تعليمي پلان په مهالوېش کې د لومړي ټولګي د پښتو د تدريس له پاره ٢٢٠ درسي ساعتونه په پام کې نيول شوي دي. د دغه مهالوېش له مخې د پښتو د دغه درسي کتاب وېش وار به لاندې ډول وي:
• په ٣٠ درسي ساعتونو کې به له تصويرونو سره کار کېږي؛
• په ٣٨ درسي ساعتونو کې به د ډول ډول کرښو کاږلو تمرين کېږي؛
• په ٩٦ درسي ساعتونو کې به له پښتو الفبې سره کار کېږي؛
• په ٣٢ درسي ساعتونو کې به له تکراري درسونو سره کار کېږي؛ او
• په ٢٤ درسي ساعتونو کې به له تأکيدي/ تحکيمي درسونو سره کار کېږي چې ټول ٢٢٠ درسي ساعتونه کېږي.

يادونه:

د لومړي ټولګي له پاره د پښتو ژبې د درسي کتاب د دغې طرحې مواد او محتوا تر مباحثو او مشخصو سپارښتنو وروسته تصحيح او تعديلېدلی شي.

که مطلوب درسي کتاب د پاسنۍ طرحې پر اساس وليکل شي، نو په کار دي چې د ښوونکيو له پاره يې د تدريس لارښودونه او ځينې نور درسي کومکي مواد، لکه: چارټونه، فلش کارډونه، ځينې اجسام او نور شيان هم وليکلی او برابر کړی شي.

له دې امله چې ښوونځي مو کافي شمېر مسلکي ښوونکي نه لري، نو د ښوونکي له پاره د تدريس لارښود به دوې برخې لري- يوه د ښوونکي له پاره د عمومي معلوماتو برخه او بله يې د تدريس د لارښوونې برخه.

د ښوونکي له پاره د عمومي معلوماتو په برخه کې به پر لاندېنيو ټکيو لنډ ترکيز کېږي:

• ماشوم څوک دی او له لويانو سره څه توپير لري؟
• ژبه څه شی دی او د زده کړې مهارتونه يې کوم دي؟
• د تدريس روشونه او اغېز يې.

په دوه يمه برخه کې به چې د مطلوب کتاب د تدريس د لارښوونې برخه ده، د ټولو درسونو د تدريس له پاره د تدريس د روشونو او پرنسيپونو مطابق درسي پلانونه جوړېږي.