د ٢٠٠٢ کال د اپرېل پر ١٨مه نېټه ماسپښين ٢ بجې مو د راډيو پاکستان- پېښور اردو خبري سروېس اورېده، ويې ويل: ((سابق شاه محمد ظاهر شاه تقريبا ٣٠ سال جلا وطني کی بعد آج کابل پهنچ ګئ.)) او د ((پهنچ ګئ)) له ويلو سره جوخت راډيو سټيشن ګل شو. په ناستو کسانو کې يوه وويل چې نيت يې ورته ځنې معلوم شو. هلته يو بوډا هم وو؛ هغه وويل چې بيړه به نه کوئ- نيت به يې تر دې وروسته ګورو!
09.10.2006
- arghawan
اجمل اند راته کيسه کوله چې د کندهار په يوه ښوونځي کې د جغرافيې يوه ښوونکي په کوم ټولګي کې درس ورکاوه، ويل يې چې مځکه کروي ده. زده کوونکي د استاد خبره په کور کې کړې وه. د کور يو کس يې طالب وو. طالب له تبرګي سره په هغه ښوونکي پسې ورغلی، ورته ويلي يې وو چې که بيا يې کله مځکه کروي بللې وه نو وا يې پر ځان! ما ورته وويل چې په دغه ښوونکي به هم خلک طالب ګرموي؟! هغه زما رايه وغوښته؟ ما ورته وويل چې وروستيو څېړنو مځکه بيضوي ښودلې ده. بيضوي او کروي کافي توپير سره لري. څوک چې پ...
12.10.2006
- arghawan
د لومړي ټولګي له پاره د پښتو ژبې د درسي کتاب د ليکنې په مخه مې کابو يوه مياشت مطالعه وکړه او مقدماتي مواد مې برابر کړل. په دغه موده کې مې د لومړي ټولګي له پاره تر لسو زيات بېلابېل کتابونه او د هغوی درسي لارښودونه په سړه سينه ولوستل. دغه راز، ځينې تيوريک او معلوماتي مواد مې هم وکتل. دا ځکه چې د موضوع سوابقو ته مراجعه او له مخکېنيو تجربو څخه استفاده د نوي کتاب د طرحې په برابرولو کې ګټوره، بلکې ضروري وه. پر دې سربېره، د پوهنې وزارت د درسي کتابونو د تأليف د مشورتي کميسيون د غونډو پرېکړې او مؤلف ت...