ټوکې ټکالې
د ماشومانو ادبيات
يوه ورځ چا له پوهاند قلندر مومند نه پوښتنه وکړه چې پښتانه ليکوال د ماشومانو ادبياتو ته له سره پام نه کوي، چې دا ولې؟تر څو قلندر صاحب ځواب ته ځان سازاوه، پروفيسر تقويم الحق کاکاخېل غاړه صافه کړه، ويې ويل: (( ولې، دا موږ او تاسو يې چې ليکو، دا د ماشومانو ادبيات نه دي څه؟!))
نيت
د ٢٠٠٢ کال د اپرېل پر ١٨مه نېټه ماسپښين ٢ بجې مو د راډيو پاکستان- پېښور اردو خبري سروېس اورېده، ويې ويل: ((سابق شاه محمد ظاهر شاه تقريبا ٣٠ سال جلا وطني کی بعد آج کابل پهنچ ګئ.)) او د ((پهنچ ګئ)) له ويلو سره جوخت راډيو سټيشن ګل شو. په ناستو کسانو کې يوه وويل چې نيت يې ورته ځنې معلوم شو. هلته يو بوډا هم وو؛ هغه وويل چې بيړه به نه کوئ- نيت به يې تر دې وروسته ګورو!
مځکه کروي نه ده
اجمل اند راته کيسه کوله چې د کندهار په يوه ښوونځي کې د جغرافيې يوه ښوونکي په کوم ټولګي کې درس ورکاوه، ويل يې چې مځکه کروي ده. زده کوونکي د استاد خبره په کور کې کړې وه. د کور يو کس يې طالب وو. طالب له تبرګي سره په هغه ښوونکي پسې ورغلی، ورته ويلي يې وو چې که بيا يې کله مځکه کروي بللې وه نو وا يې پر ځان! ما ورته وويل چې په دغه ښوونکي به هم خلک طالب ګرموي؟! هغه زما رايه وغوښته؟ ما ورته وويل چې وروستيو څېړنو مځکه بيضوي ښودلې ده. بيضوي او کروي کافي توپير سره لري. څوک چې پ
حق خو د شمالي ټلوالې دی....
ښاغلي شاعر او ليکوال محبوب الله محبوب راته ويل چې کار يې پيدا کړی- د کابل چاپ (( راه نجات )) ورځپاڼې ته کالمونه ليکي- ويل يې اراده يې کړې چې دا ځل ورته پر اسرائيلو څه وليکي. زموږ يوه بل ملګري حقوقي صاحب ورته کړه چې حق خو د شمالي ټلوالې دی نوره دې خوښه چې ... محبوب صاحب وويل چې څه؟ حقوقي صاحب ورته کړه چې په کاله کې لرګي مومي، لېوني به غره ته درومي!
کوټلی ځواب
يوه ورځ مې له يو ه دوست سره چېرته تللم. له هغه سره يې اته يا نه کلن زوی هم وو. ځای لرې وو- موټر ته وختو. چې لږ وړاندې ولاړو، په يوه بل تمځای کې يو پوخ ځوان چې غټه وزيرۍ پګه يې پر سر وه، موټر ته را وخوت. له راختو سره سم يې د موټر سيټونه يو يو له نظره تېر کړل. زما د دوست پر ماشوم چې يې سترګې ولګېدې- راغی- له مټه يې ونيوه- نېغ يې ودراوه او خپله کرار د هغه پر ځای کېناست. ما ورته وويل چې موږ د دې ماشوم د سيټ کرايه ورکړې ده. خو هغه مې په خبره غوږ ونه ګراوه. دا ځل مې ورته وويل چې په اروپا يا امريکا کې
دعوت او اجابت
د شورويانو او افغانانو د جنګ پر مهال د افغانستان د مجاهدو او مهاجرو ليکوالو د ادبي جرګې د يوې غونډې په پای کی چې د پېښور په اردو ساينس بورډ کې جوړه شوې وه، زموږ يوه زاړه شاعر غلام حضرت سيمسار صاحب استاد پسرلي ته ست وکړ چې ورسره مېلمه شي. سيمسار صاحب استاد ته وويل چې که څه نه وي، خير دی، په نارې به سره کېني خو ښې غورې به سره وکړي. استاد ورته کورودانی ووايه او وعده يې وکړه چې په روژه کې به ور سره ولاړ شي!