22.08.2006
- arghawan
غزل
ګوري دې، راګوري دې چې ګوري غلي غلي
ســــتوري غلي غلي ګله، ســــتوري غلي غلي
ما چې وې له دنګو دنګو څوکو حيا ورغله
پرېواته له غرونو بلا سيوري غلي غلي
ستا د ستمونو هم انصاف ښکاري پرېشانه دی
چا باندې يې ځول شي، پر چا اوري غلي غلي
ځه چې انجمن لره زياتي غاړې تر غاړې ځو
څو به رقيبان ځانونه زوري غلي غلي
غلی کړې نثاره ياره چا په غزال سترګو کې
اوري دې له خولې د غزل توري غلي غلي....
23.08.2006
- arghawan
که ننګرهار ښکلی وي نو خوګياڼی يې د ښکلا يوه زوروره کرشمه وګڼئ. د علامه رشاد رحمت الله عليه په وينا چينی زاير يا سيلانی، هيوان څانګ، چې کله له کاپيسا څخه د لغمان او (( ادينه پور )) پر لاره (( بنو )) ته تللو، نو (( بزرګې څوکې )) ته ورغلی- (( سيکاراما )) يې ليدلې او د هغې ذکر يې په خپله سفرنامه کې کړی دی.
بزرګه څوکه د سپين غره لوړه څوکه ده او خوګياڼی د همدغه غره په لمن کې دی.
چينيی زاير يا سيلانی څه لېونی نه وو چې د سپين غره تر جګې څوکې پورې يې بلا ډېرې لوړې ژورې لټو...