28.11.2006
- arghawan
شوې بې نيازه، زياتي غم پر تا غرض نه لريولاړې، باچا شولې، ستم پر تا غرض نه لري
د ژوند پر ټولو حوادثو دې خوا يخه کړلهنوره نزاع وي که سلم، پر تا غرض نه لري
د دنياګۍ ورانې ويجاړې دې اوس سر ټکويپه ړنګو مېنو دې ماتم، پر تا غرض نه لري
شاعره، ستا رنګين خيال نور له لمبو نه وووتنور دې اورونو کې قلم پر تا غرض نه لري
تا به مدام موږ ته د رنګ و نور کيسې کولېد رڼا څلی شوې تورتم پر تا غرض نه لري.
...
29.11.2006
- arghawan
يوه ژېړي مازيګري کې د ها پورې غرونو غېږهما و تا نه وه چاپېرهد يوه غوز د ونې خوا تهتا کيسه کوله ما تهد سلګيو په هجوم کېغټې غټې اوښکې راغلېښکته ستا پر اننګيوما دا ټوله ننداره کړله په پټه خوله جانانهاو وم دغومره بې وسهچې در پاکې مې کړای نه شوېد تا اوښکې په لمنه:...