جلال، د غزل شاعر

استعداد فطرتي شی دی او مهارت اکتسابي. شاعري هم استعداد غواړي او هم مهارت. استعداد يې دا دی چې د شعر ليکلو او ويلو روانه او آسانه سليقه، قريحه او طبعه به لرې. او مهارت يې دې ته وايي چې د ژبې بديعې او بياني ښېګڼې او ورسره ورسره معاني به دې زده وي. او چې په دا هر څه پوره شوې، نو خيال او فکر به دې آسانه او روښانه مهارولی او بيانولی شې. زه چې ښاغلي جلال احمد امرخېل ته ګورم، نو هم د شاعرۍ استعداد لري او هم مهارت. ده ته مې د افغان ادبي بهير غونډو کې له پخوا نه پام وو او خدای شته چې په زړه کې ورته خوشحال وم. ځکه چې ښېګڼه په هر چا يا هر څه کې وي، بنيادم ته مزه ورکوي.

د رحمان بابا رحمة الله عليه ويناده چې په غزل کې خو دوه بيته انتخاب وي! د بابا د خبرې مقصد زه دا ګڼم چې که په يوه غزل کې دوه بيتونه د انتخاب وي، نو بويه چې هغه غزل درست د اورېدا او لوست جوګه دی. د جلال په غزل کې دوه څه چې که ګورې يې نو درې څلور بيتونه، او ځينې ځينې يې حتی درست غزل د انتخاب وړ دی. که لاندې بيتونه يې ولولو ، نو د خيال او مضمون نوښت يې پخپله کتلی شو چې څومره د ده پر خپلو تجربو ولاړ دی:

ژمی، کابل، زما غربت، او ستا نرۍ لوپټه

د باران شپه له ما نه هېره ده خو ته مې په ياد.

هېر يې کړم هېر لکه وعده د سندريز مازيګر

او ملاقات يې کړم دانه وانه يې وشيندلم.

اوس به يې آواز شي زر کلن شراب

اوس کوي مزه، بېخوبه شوې ده.

ته داسې سره شوې لکه ته چې هېڅ ګنا نه لرې

زه داسې چوپ شوم لکه زه چې ملامته يمه.

په ښاريه کې يوه نوې اندېښنه خوره ده

چا د قاتل پر دروازه د پاچا نوم ليکلی.

دوی هم اوس مينې په ملا مات کړل، اوس يوازې نه يم

اوس مې ياران زما په څېر دي، اوس مې سات تېر دی.

زه او دا مخامخ انسان يوځای کېدل غواړو نور

له منځه وځه آينې ګوره بدنامه به شې.

د خپل سر بيه ټاکل به غنيمت وي

ښاريه د سوداګرو لاس ته غورځي.

پښتنې لوپټه کلکه په سر نيسه

ګوره بيا د شمال زور دی په کابل کې.

آخ! د لمدو زلفو له شړکه دې ځار

آخ! په لمدو غوښو لمبې لګوي. 

زما په فکر، تغزل، واقعه ګويي، سلوکي او رواني تجربې، د جلاوطنۍ درد او داسې نور د جلال د شاعرۍ غټې غټې ځانګړتياګانې دي. د تغزل کوټلی تعريف لا نه دی شوی. خان عبدالغني خان فرمايي چې که د ټپې خوند کتل غواړئ، نو يو مازيګر چېرته د کوم ګودر په خوا پېښه وکړئ. نو که څوک غواړي چې په تغزل دې وپوهېږي، نو د جلال په شاعرۍ کې يې خوند کتلی شي.

مګر کوم مضمون چې ما ته د جلال په شاعرۍ کې بېخي نوی نوزی ښکاره شو، هغه د دنيا پنځم کونج وو. څلور کونجه دنيا مې لېدلې، کتلې يا اورېدلې وه، خو پنځه کونجه دنيا مې د ده په شاعرۍ کې وکته. پېژندنه به غواري. البته، ډېره حيرانوونکې هم نه ده. فقط فکر مو ورته نه دی کړی- که نه نو دنيا نور کنجونه هم لرلی شي. جلال چې خپلې وړې کوټې ته کتلي چې پنځه کونجه لري، نو دنيا هم ورته پنځه ګوټيزه ښکاره شوې چې يوه په زړه پورې فلسفيانه انګېرنه ده. په يوه نظم کې وايي:

ستا د يادونو او غمونو لښکر

او هم پنځه کونجه کوټه لرمه

بل د خپل قد برابر کټ راسره

او د شعرونو کتابچه لرمه....

زه چې ستا مينه لرم، ژوند لرمه

زه چې ستا ياد لرم او تا لرمه

زما ياران دې په ما نه ډارېږي

ځانه ته پنځه کونجه دنيا لرمه.

د زاړه مضمون په نوي انداز د کارولو هنر يې هم د کتو دی. خال چې يو زوړ او مکرر مضمون دی، جلال يې په نوي انداز ارائه کوي؛ وايي:

نېکمرغه خاله د هغې پر جبين

شکر وباسه چې حصه شوې د ګل.

د جلال غزل د هيأت له پلوه هم د ستايلو دی. چڼلې کلمې، چستې قافيې، متحرک رديفونه او نور د ده د غزل ټکنيکي ځانګړنې دي. پر دې سربېره،  شرنګولي وزنونه او آهنګونه يې د شاعرۍ ميوزيکل ثروت او شتمني ده. د ده شاعري هم دننه موسيقي لري او هم دباندې. استعاره، تشبيه، مدعا مثل، حسن تعليل، سياقة الاعداد او نور هغه ادبي صنعتونه دي چې جلال يې کارولو ته په خاصه توګه لېوال دی. دی د شاعرۍ مسته طبعه او لېونۍ قريحه لري. په تنکي عمر کې دومره پخه شاعري د ده روانې طبعې او خرامانې قريحې باندې دلالت کوي. که د سعود او صابر (صاحب شاه مرحوم) اثر يې په شاعرۍ کې محسوس دی. نو څه وشو- وي دې کنه! د ښو اثر خامخا ښه وي. دی نېکمرغه دی چې له دغو ښاغليو څخه له اثر اخيستنې سره سره خپل جلا رنګ او ځانګړی نور لري.

د جلال د غزل رديفونه چست او چټک دي. البته، کله کله يې رديفونه دومره اوږده شي چې سلامته مسره ځنې جوړه وي. خو د رديف او په ټوله کې د غزل چستي يې دغه عيب له لوستونکي او اورېدونکي څخه پټوي. دغه راز، ځينې رديفونه يې ځای پر ځای ولاړ دي- حرکت نه لري. مګر د همدغو ولاړو رديفونو جوړولو کې هم له داسې مهارته کار اخلي چې په مسره يا بيت کې د هغه ميوزيکل نقش خوندي پاتې شي. وګورئ! لاندې غزل کې يې د رديف وروستی توری يو بې غږه توری دی. خو تر هغه مخکې د ((الف)) په غږيز توري يې د مسرې آهنګ دومره پورته ځېژولی چې که نور ځای پر ځای درېدلی هم دی، خو داسې نه احساسېږي چې دغه رديف به ګنې پر ټپه ولاړ وي او حرکت به نه لري.  

هره کيسه له ما نه هېره ده خو ته مې په ياد

شيبه، شيبه له ما نه هېره ده خو ته مې په ياد

يو څوک خو وه چې ته يې ما ته راترغاړې ايستې

درده، هغه له ما نه هېره ده خو ته مې په ياد

دې زمانې دومره له ډاګې، ډاګې ويشتی يم چې

زما نامه له ما نه هېره ده خو ته مې په ياد

ژمی، کابل، زما غربت، او ستا نرۍ لوپټه

د باران شپه له ما نه هېره ده خو ته مې په ياد

مورې، دنيا راباندې وچورلېده، سر مې شو دروند

مورې، قبله له ما نه هېره ده خو ته مې په ياد.

جلال په لنډو او منځنيو بحرونو کې شاعري کړې ده. د ډېر لنډ بحر غزل هم لري. داسې غزل يې هم ليکلی چې درست سره له مطلعو جوړ دی چې دا هم د ده د طبعې روانۍ باندې دلالت کوي. شاعر معمولا د مطلع موندلو په لټه کې وي. وايي چې د غزل مطلع پيدا شي، نور بيتونه يې بيا لکه د پرخې ورباندې اوري.

مړه، شاعري څه ده، خو بس د زړه او ځيګر د وينو څڅوبی دی. ايوب صابر مرحوم فرمايلي وو:

چې له زړه نه وينه وڅڅوم بيت شي

زمانې زما نقصان ته خو خيال وکه.

د ښاغلي جلال احمد امرخېل شاعري هم يقينا چې د هغه د خوږ زړه او سوي لوي ځيګر څڅوبی دی. باور لرم چې پښتنه ټولنه به د ده دغه زيان ضرور جبيره کړي. او که بې لارې نه شو، نو راتلونکې پښتو شاعري د همده غوندې شازلمي غواړي. د بې لارۍ خبره مې ځکه وکړه چې په هېواد کې د ډالرجيت روان ګيم زموږ ځينې داسې تکړه تکړه ځوانان له لاده باده وايستل چې د چا خبره، له ډېره خياله يې کاږه وړل ورمېږونه. بله دا چې د ښاغلی مصطفی سالک خبره، غزل رياضت غواړي. او د پروفيسر تقويم الحق کاکاخېل مرحوم اندېښنه به دا وه چې دغه رياضت يا د هغه په وينا، خراش و تراش، د چا له لاسه وشي او د چا له لاسه نه! ځکه خو زه د جلال توجه، چې اساسا د غزل شاعر دی، دغو دواړو خبرو ته، چې د کاڼي کرښې دي، وراړوم. د الله په امان.

نورالحبيب نثار

خوشحال مېنه، کابل.