د ښاغلي حبيبزي د نظرغوښتنې په ځواب کې

د سردار محمد داوود د زمانې ملي سرود له ښو مفخمو کلمو جوړ دی. ښه آهنګ لري. مګر يوه  “خو”  هم په کې شته. لومړيو پنځو مسرو کې يې زښت زيات غرور او تکبر  شوی.

څو چې دا ځمکه اسمان وي

 څو چې دا جهان ودان وي

څو چې ژوند پر دې جهان وي

څو چی پاتې يو افغان وي

تل به دا افغانستان وي.

نه پوهېږم، شاعر په کوم قدرت او اطمينان دا خبره کوي چې “تل به دا افغانستان وي”؟ څوک چې خپل  راتلونکی نه شي تضمينولی، نو د نورو هغه به څه تضمين کړي؟ پروردګار عالم فرمايي: کل شئ هالک الا وجهه. خوشحال بابا رحمة الله عليه وايي: په فاني دنيا به نه وي ژوندی تل څوک. دراتلونکي په باره کې دومره په مطلقه توګه خبرې کول د بنده له شان سره نه ښايي. دې ته دې څوک ملي غرور نه وايي!

دا اوس خو چې زه ګورم، په نړۍ کې شاو خوا ۷۰ مليونه  يوازې پښتانه يوو. مګر هېواد مو راڅخه ورځ په ورځ په بوختو کې ننوځي! نو ايکي يو افغان به څه وکا! او که د شاعر مقصد دا وي چې هغه پښتانه نور او دا څه نور دي، نو دا بيا بېله خبره ده.

او د دغه سرود په وروستيو شپږو مسرو کې بيا دعا او التجاء شوې ده. عجيبه پاراډاکس دی! شاعر د آسمان له شنو نه يو دم د مځکې تل ته راپرېوتی. دې ته يې نه دي کتلي چې صدف ورانه خپله خوله کړه په غوښتلو. له واره دعا کوي:

 تل دې وي افغان ملت

تل دې وي جمهوريت

تل دې وي ملي وحدت

تل دې وي افغان ملت ـ جمهوريت

تل دې وي افغان ملت ـ جمهوريت

ملي وحدت ـ ملي وحدت!!

زما په فکر، ملي سرود بايد تر څه حده عرفاني او عاطفي رنګ ولري. البته، د اوسني سرود په باره کې، چې بې له “تکبير” څخه نور هېڅ مزيت نه لري، له ښاغلي حبيبزي سره متفق يم.