د ښاغلي شمسزي يو غزل 

 

د غزل مطلع:

جنګ دغريب وي- که د خان، تاوان يې موږ ته رسي

کلی زموږ شي په کې وران، تاوان يې موږ ته رسي. 

جنګ يقينا چې بد شی دی. په هر نوم او نښان چې کېږي، ضرر يې عام وي. ځکه چې له وچو سره لانده  سوځي. مګر دغه د غريب او خان ترمنځ تضاد د کيمونسټو حضراتو هسې يو ګپ وو. روڼاندی شاعر او ليکوال مرحوم ايوب صابر فرمايي:"انسانان دي، په سرشت کې واړه يو دي --- نه په خان کې انصاف کې شته، نه په دهقان کې." 

لومړی بيت:  

د اور او اوسپنې سيلاب زموږ پر سيمه تېر شي

ګټه ترې واخلي رقيبان، تاوان يې موږ ته رسي. 

ښه انتباهي بيت دی. مګر سل په سلو کې کره خبره په کې نه ده شوې. پر يوه کور چې اور بل وي، د کلي د سوځېدا وېره په کې جوته ده. مرحوم عبدالله غمخور د شهيد عزيرالرحمان الفت په مرثيه کې ډېر ښه فرمايلي وو چې: ((په دې کار به پښېمانه شې رقيبه  ---  که زه نه وم، ته به هم نه يې جهان مري)). 

دوهم بيت:  

لوبه که هرڅوک ګټي سر به په کې موږه بايلو

يو قرباني د هر ميدان، تاوان يې موږ ته رسي. 

هو؛ دا نو د شاعر د قام سروپ جهالت باندې دلالت کوي چې مدام يې پرديو پېټيو ته اوږه ورکړې ده؛ پښتانه وايي چې لېوني په غرتو ښه ښکاري! 

درېم بيت: 

دکابل ښار کې کلابند ښاغلیه پام کوه لږ

ستا به وي دوه ګوتې فرمان، تاوان يې موږ ته رسي. 

په دې بيت کې شاعر په داسې يوه ولسمشر پورې ځان مښلی دی چې په واز کومي په دغه هر څه اعتراف کوي او کله کله خو لا پړينګ شي- وژاړي. مګر څوک نشته چې اوښکې يې پاکې کړي. 

څلورم بيت:    

ولس راستون کړﺉ د تيارو په قافلې پسې ځي

که نا خبره وي روان، تاوان يې موږ ته رسي 

د پاسني بيت لومړۍ مسره ښکلې او انځوريزه ده.  ((د تيارو قافلې)) د بنيادم زړه، ذهن او روح درې سره بوږنوي. د دې له ذکر سره ولس پسې له تګه په آسانه راستنولی شو. مګر عيب راته په بيت کې دا ښکاره شو چې که ولس ځنې ښه خبر وي او بيا هم ورپسې روان وي، نو بيا به يې ګنې موږ ته تاوان نه رسي؟! 

د غزل مقطع: 

شمسزيه بيا په مستۍ راغلل لېوني بادونه

وربل که جړ شي د جانان، تاوان يې موږ ته رسي.

د غزل مقطع کې د لېونيو بادونو له مستېدا سره د جانان د اوربل جړېدا داسې يو زبردست تلازم پيدا کړی چې يوازې د عالم مشرق مينان يې د ښکلا په خوند او رنګ پوهېدلی شي.  

ګرانه وروره، شمسزيه!

دا خو وو فقط يو ګپ چې ستا د غزل په بهانه مې په علی العجاله توګه ولګاوه. مطمئن اوسه- ښه غزل دې ليکلی دی.