استعفاء

د پاخه عمر شډل پډل بنيادم وو. پیمخی ووړکی هم ورسره وو. پوښتنه مې ځنې وکړه چې پر دې سربېره، نور څه روزګار لري؟ ویل يې هېڅ! مګر پخوا په کندهار کې د صفر پنځمې پوليسي قطعې مرستيال وو. ما ورته کړه چې نوکري يې ولې پرېښې ده؟ عمر خو يې د تقاعد نه ښکاري. مرستيال قوماندان سوړ اسوېلی وايست، ويې ويل چې سهار يې د ولايت له امنيې قوماندان څخه د قطعې د ځينو وړانديزونو منظورۍ واخيستې او په اجراء کولو پسې يې په اړوندو څانګو سر شو. يو وخت يې د چاودنې غوندې څه درز هم واورېد، خو دا يې اوس د ژوند برخه وه. ډېر يې کیسه کې نه شو. فقط په خپل کار پسې توښ وو- له يوې څانګې څخه بلې ته او له بلې نه پسې بلې ته لکه مرغۍ الوته. يو وخت ګوري چې کار يې پر ټپه درېدلی. ماسپښين مهال وو- ستړی شوی وو. د خپل کار د يوې اړوندې څانګې له مسؤول سره خولې وهلو ته يې ځان سازاوه چې د څانګې مسؤول ورباندې وړومبی شو- ورته يې کړه چې د قاطع صاحب امر تېری نه چلېږي- هغه نور د دوی قوماندان نه دی. د صفر پنځمې قطعې مرستيال قوماندان وويل چې د دې خبرې په اورېدا يې خوا ډېره بده شوه. له حکومت سره کار ورته د بې وفا محبوب نوکري ښکاره شوه او د هغې ورځ پر سبا يې د پوليسو په ليکو کې له کاره استعفاء ورکړه.