د شيدا پر ديوان د شيدا مقدمه[1] 

محمد كاظم خان شيدا خټک پر دې سربېره چې د پښتو ژبې د لوړې کچې يو نازکخيال او مضمون پنځوونکی شاعر دی، د پښتو نثر يو ځانگړى انداز هم لري.  موږ د شيدا د نثر يوازې يونه نمونه لرو او هغه د ده پر ديوان د ده خپله مقدمه ده چې کاږلې يې ده. دغه مقدمه ډېره  په زړه پورې ده. په دې کې د شعر، شاعر، نقاد، لوستونکي او اورېدونکي پر اړيکيو پوره بحث شوی. دغه راز، په دې کې د تأليف، تصنيف، ترتيب، تدوين، تصحيح او تنقيه اصول او مقررات توضيح شوي دي. د دې له پاره چې په دغه مقدمه کې له بيان شويو مطالبو څخه د علم، هنر، ژبې او ادب شاګردان، په تېره بيا ځوانان لازمه ګټه واخلي، نو په لاندې کرښو کې يې د شيدا په روايت د ژبې اوسني بهير ته رااړوو. درځئ، وګورو چې شيدا د خپل ديوان په مقدمه کې څه وايي؟!

مقدمه:

محمد کاظم شيدا خپل ديوان صحيفه بولي. شيدا لوستونکيو ته ځان معرفي کوي چې محمد کاظم نومېږي. شيدا يې تخلص دی. خټک يې قبيله ده. حنفي يې مذهب او نقشبند يې مشرب او طريقت دی. دی د شعر پېژندونکيو او د روښانه اټکل او قياس خاوندانو ته وايي چې د شعر شان د هوښيارانو په نزد لوړ دی:

آب بود معنی روشن غنی

خوب اگر بسته شود گوهر است.

(ژباړه: غني، روښانه معنا هغه اوبه وي چې ښه بند ورته واچول شي، مرغلره ځنې جوړېږي. )

او د دې فن خاوندان  معزز او درانه خلک دي:

از سخن ما را دماغ ديگر است

چون صدف، مغز سر ما گوهر است.

(ژباړه: د شعر له کبله زموږ دماغ بل ډول دی. زموږ د سر مغز لکه سيپۍکې چې مرغلره وي.)

خو شيدا وايي چې د شاعرۍ په دوکان کې کم بضاعته دی او د ژبورتوب او وينا په ميدان کې د صنايعو فن نه لري. دی وايي چې د شعر له هنر سره د خپل فطرت په مناسبت کې قصور ويني او فطرتي ملګرتيا يې ځنې په پړاوونو پړاوونو لرې ګڼي. له دې سره سره يې د ځوانۍ په موسم کې د حضر راحت د سفر په زحمت بدل شوی او د ديوان د ترتيب او تدوين تر وخته يې د غربت په ماښامونو باندې د ګران وطن سهارونو څيره نه ده وهلې. ډول ډول زړه ماتوونکي کړاوونه، چې معمولا د سفر ملګري وي او د بنيادم راحت او فراغت نفي کوي، د ده له مات زړه نه چاپېر دي.

مدتي شد چون قلم در مشق سرگردانيم

تا چه آرد بر سرم آخر خط پيشانيم.

(ژباړه: موده وشوه چې د قلم غوندې په مشق او ممارست کې لالهاند يم؛ نه ده معلومه چې زما تقدير به آخر له ما سره څه کوي).

لنډه دا چې د جدايۍ په مېنه او د تنهايۍ په زاويه کې يې د لاندې فارسي بيت مضمون له حاله سره برابر دی.

دل ميتپد و نيست کسی دادرس ما

از قافله دور است خروش جرس ما.

(ژباړه: زړه مې غورځي خو داسې څوک نشته چې فرياد مې واوري؛ د جرس غږ مې له قافلې څخه لرې دی).

له دا هر څه سره سره، شيدا غواړي چې له انزوا څخه خوند واخلي. دا لاندې وينا د ده د حال مطابق ده.

آيينه ام از نور نظر ميکشد آزار

تا عاقبت کار من از هم نفسان چيست!

(ژباړه: د نظر له نوره مې هېنداره آزارېږي؛ نه ده معلومه چې له هم نفسانو څخه به مې د چارو عاقبت څه وي!)

بله دا چې شيدا له ځان او جهان څخه مبرا وو او له دې شان و نشان څخه يې فيض اخيستی وو.

فگنده است جنونم به مشق کينه خويش

به لوح سنگ کشم نقش آبگينه خويش

ز بس شکسته دلم، لب به خنده وا نکنم

نمونه جرس بې دلم، صدا نکنم

ز آشنايی مردم چنان گريزانم

که چشم بر رخ آيينه نيز وا نکنم.

(ژباړه: خپل جنون له ځان سره کينې کولو ته اړ کړی يم او د خپلې هېندارې انځور د ډبرو تختې باندې کاږم (چې طبعا ماتېږي). زړه مې دومره مات دی چې خندا ته مې خوله نه بېرته کېږي. د هغه جرس غوندې يم چې غرنجالی (زړه) نه لري او غږ غوږ يې نشته. د خلکو له آشنايۍ دومره لرې تښتم چې حتی هېندارې ته ځان نه ورښيم.)

دی وايي چې له وارستګۍ څخه يې د مات او ستړي زړه ډاډ او سکون د دې وينا مصداق دی:

بيدل کلف سياه پوشی نه شوی

تشويش گلوی نوحه گوشی نه شوی

بر خاک بمير و همچنان برباد

مرگت سبک است، بار دوشی نه شوی.

يا:

چو آهنگ رفتن کند جان پاک

چه بر تخت مردن، چه بر روی خاک.

(ژباړه: سپېڅلی اروا چې د تلو تابيا وکړي، نو د تخت له پاسه ومرې او که د خاورو له پاسه، څه باک يې نشته.)

له دې سره سره، هغه رموز او ژورې معناګانې چې د لوړ همت او فطرت خاوندان ورباندې پوهېدا غواړي، او د دغه وړ پټ راز کوم حقايق او  غموض چې د نظر خاوندان او سترګور خلک يې په راسپړلو کې هر ډول وهم نفي کوي- او د يقين له تلقين څخه فيض اخلي- شيدا وايي چې دی يې د فهم ځواک قاصر ويني او د درک حوصله يې نه لري. او زياتوي چې د رحميت شېوې يې ناچيزې يا پستې معناګانې منظومې نه کړی شوې.

غمی چون تو آفتابی، زجهان پسند دارم

من اگر چه ذره پستم، نظر بلند دارم.

(ستا په څېر لمر يم، د وصال غم راسره دی. که څه هم پرېوتې ذره يم، خو عالي نظر لرم.)

شيدا وايي چې نوموړې چار يې ترسره نه کړی شوه. خو له غوښتنې سره سم يې د سبب مقتضيات وويل.

نيستم شاعر، ولی در ياد رعنا قامتی

مصرع درد دلم بی خواست موزون ميشود.

(ژباړه: شاعر نه يم؛ خو د هغې دنګې (جينۍ) په ياد کې مې د درد مسره بې غوښتنې موزونېږي).

يا:

که لاچار فرياد خيزد ز درد.

(ژباړه: له درده ناچار زګېروی خېژي).

شيدا وايي چې د مسودو تدوين يې اصلا غرض نه وو او نه يې د متفرقاتو ترتيب په پام کې وو. دی وايي چې د بې پامۍ له کبله يې ټولې مسودې د تصحيح او تدقيق په مخه په ژور نظر دوه واري ونه شوای کتلې. د شيدا په وينا، د صنايعو کمال له فکر سره اړه لري او زياتوالی يې د نظرونو له تتابع سره.

کار نيکو کردن از پر کردن است.

(ژباړه: ارزښتمن کار د ډېر کار نتيجه ده.)

او د تقدير خلاف، شيدا وايي چې په  صنايعو  کې نقصان له بيړې او بداهت څخه پيدا کېږي. شيدا هيله لري چې باانصافه ژور نظران او حقپالونکي عالي فکران، په تېره بيا هغه کسان چې فکر يې زغل کوي او د حلال سحر يا شعر ملکه ولري- د مضامينو په کمي يې ورته زړه تنګ نه شي- او د صنايعو د تنقيص له کبله يې معذور وګڼي- او د لومړي نظر په صفايۍ کې عيب او هنر مشاهده کړي او د پوهې په رڼا ښه او بد سره بېل کړي-او د زړه توجه يې د دې مقولې په مصداق چې وايي: ((خذ ما صفا، دع ما کدر)) په توضيح او تشريح کې څرګنده شي. يعنې، د لفظ او معنا سمون ته په هر اړخيزه توګه پام وکړي او د خطا پر ځای خلاصي ته ځانګړی شوی وي. شيداوايي چې د ده دغه کلام او د مثنوي هغه بيتونه يې سر متناقض دي چې ظاهرا په کې د ده استعداد ستايل شوی او څه نا څه يې د خپل شعار په صفت کې ليکلي دي. دی وايي چې د دغو دواړو وړو شعرونو د توافق له پاره د هغوی تأويل ته اړتيا ده. دليل يې دا ښودلی چې په دغه وينا کې يې مبالغه کړې ده- مقصد يې د مشرانو پيروي ده- نه دا چې خپله لوړتيا بيان کړي. شيدا د خپلې دغې مدعا او مطلب د تائيد له پاره د نازکخيالو او رنګين بيانو کسانو ويناګانې د دليل په توګه وړاندې کوي.

به اين شوخي غزل گفتن علی از کس نميآيد

به ايران ميفرستم تا که ميگويد جوابش را.

(دومره مسته غزل ويل يا ليکل د بل چا له وسې نه ده پوره. ايران ته يې استوم او ګورم چې څوک يې ځواب وايي.)

کجا ناصرعلی تا منتهی گرد سرم گردد

نه گويی گر رود زين دهر، نيکوتر شود پيدا

(ناصرعلي چېرته دی چې منتهی مې له سره ځار شي؟ دا به نه وايې چې که دی له دنيا څخه ولاړ شي، نو تر ده به ښه پيدا شي.)

يو خوشحال، يو کم سل خټک نور په طبيعت کې

ځار شه د رحمان سړبني له يوه فرده.

شيدا وايي چې شاعري د لويې ډلې مسلک او د ډېرو خلکو معبر دی.  دی د معتبرو کسانو کلام ته بې يبرې- بې ثمره ويل سمه خبره نه ګڼي. دی وايي چې تر څو د دغه وړ کلام معنا او مفهوم مبالغه ونه بلل شي، تأويل او تفسير به يې ګران وي- پوهېدا به ورباندې سخته او اورېدونکي به ځنې ډېر لرې پاتې شي. کله چې دغه طريقه جمهور خوښه کړه نو دی وايي چې سلوک او تګ ورباندې ضروري دی. د شيدا په وينا، دغه نکته شعر پېژندونکيو او روڼ انديو کسانو ته څرګنده ده چې که شاعر په خپل کلام کې د مبالغې صنعت له پامه وغورځوي، نو بويه چې د شاعرۍ په هنګامه کې به يې زياتره سپر غورځولی وي. حضرت ګنجوي رحمة الله عليه چې په دې فن کې د لوی شان خاوند دی او د شاعرۍ په طرز کې ډېر زيات شهرت لري، هغه هم دغه خبره کوي:

در شعر مه پيچ و در فن او

که اکذب اوست، احسن او.

(ژباړه: په شعر او فن کې يې کار مه لره. څومره چې په کې درواغ زيات وي، هومره يې ښکلا ډېره وي.)

د خطابت په توګه د مثنوي د طرح کولو غرض د داسې يوه تأليف کتابت وو چې د درد او محبت د خاوندانو توصيف په کې شوی وي. خو شيدا وايي چې تر اوسه ورته داسې کوم وخت او فرصت په لاس ورنغی چې د ده دغه اراده او خوښه په کې ترسره شي (عرفت ربی بفسخ العزايم). دی وايي چې د مجبورۍ له امله يې د دغې چارې محکمتيا او ترسره کېدا وځندوله او په دې توګه يې مثنوي په ديوان کې شامله شوه.

دل پريشان و پريشانتر از آن زلف سخن

به چه جمعيت خاطر در گرفتار زنم.

(ژباړه: زړه مې پرېشانه دی او د شعر زلفې مې تر زړه هم ډېرې پرېشانه دي. په کوم ډاډه خاطر د شعر د کور ور وټکوم!)

شيداوايي چې د ده يو همنامی، د سرای (اکوړی) اوسېدونکی، د دوی د کورنۍ يو ملازم وو. د دوی د مجلس د اغېز له کبله يې د شاعرۍ طريقه لږ و ډېره زړه ته پرېوته. او د حال ژبه يې د استعداد مطابق د مضامينو په پنځونه وګرځېده. دی وايي چې يو څو غزل يې ډېر زيات مشهور دي او سندرغاړي يې په محفلونو کې وايي. شيدا د هغه د يوه مشهور غزل مطلع وايي:

وبه مرم عالمه په ارمان د تورو زلفو

کله به راورسي درمان د تورو زلفو.

شيدا وايي چې نوموړی چندانې مشهور نه وو. خو له ده سره د نامه د شراکت له کبله يې د دغو شعرونو نسبت ده ته کېږي. حال دا چې د ده له اشعارو د ده نوم نه څرګندېږي. دی وايي چې دغه مقصد يې په تخلص (شيدا) باندې ترسره کړی دی. د ده په وينا، د متکلم معرفت د هغه د کلام له سياق او سباق څخه کېږي او د ويناوال پېژندګلوي د هغه د ځان ښودنې په قول کې رخصتيږي. دی وايي چې دا نکته او د دې کار باريکي د تميز او کمال خاوند او د پوهې د شعار څښتن ته څرګنده ده چې دغه اضافت او نسبت ده ته بېځايه دی (چېرته سوځاند نغری او چېرته ځلاند ستوری).

شيدا افسوس کوي چې شاعران ډلې ډلې او بې شمېره دي. خو چې په وينا پوهېږی او د معنا ژورو ته کوزېدلی شي، درک يې نشته. ځکه خو په دغه خاصه ډله، په تېره بيا د روه د خلکو په فرقه کې د نارسا طبعې او خطا فکر له کبله غزل خامخا په هزل بدل شو.

ز گهرسنجی اين جوهريان نزديک است

که ز ساحل په صدف باز برم گوهر خويش.

(ژباړه: د دغو جوهريانو (نقادانو) جوهر شناسۍ (کره کتنې) ته چې ګورم نو دا راته ښه ښکاري چې خپله مرغلره له ساحله بېرته سيپۍ ته يوسم.)

شيدا د خپلو اشعارو د تأليف سبب دا ښيي چې هندوستان ته له ورتلونکيو ځينو کسانو څخه يې واورېدل چې ميا محمدي سلمه الله تعالی د ميا محمد عمر دامت برکاته زوی د شاعرۍ او شعر پېژندنې صافه سوتره او بشپړه طبعه لري او د شاعرۍ په دبدبه کې له خپلو همعصرو څخه، درګرده لګيا دی، ميدان وړي او په ښه ليکلو کې د خپلو همکارانو سرلاری دی- د اسلافو زياتره ديوانونه او د رنګين او روښانه حال مضمونونه يې ورغونډ کړي دي او د هغو په مطالعه باندې د زړه تفريح او د سينې تشريح يې مسخولا ده. شيدا وايي چې دی يې مخ په مخ د زيارت جوګه شوی نه دی، خو له قرينې ورته معلومه شوې ده چې د ده څه خيال او وينا د چا له خولې د هغه مبارک غوږونو ته رسېدلې ده:

عالم همه افسانه ما دارد و ما هيچ.

(ژباړه: ټول عالم زموږ کيسه کوي او موږ له ځانونو خبر هم نه يو. په بله ژبه، د ډيوې لمن کې تياره ده.)

شيدا وايي چې ورور يې محمد عابد خان (طال الله عمره) ورته په ډېره مينه امر وکړ چې خپل شعرونه تدوين کړي او هغه ته يې ورواستوي. شيدا وايي: له دې امله چې دی او ورور يې په حقيقت کې د يوه نفس غوندې دي، نو د هغه فرمان يې د حکم په شان سم وګاڼه او د هغه منل يې واجب وبلل او د ګران او خواږه ورور خاطر او لحاظ ساتل يې لاز او مناسب. دی وايي چې په کار يې لاس پورې کړ. تر ممکنه حده يې د اشعارو په ترتيب کې غور او بيړه وکړه. کومې خورې ورې پاڼې، مسودې او منظومې انشاګانې چې لاس ته ورغلې او د ربط او ضبط وړ وې، هغه يې په دې جريده کې رديف وار ثبت کړې. او د هغه وخت شعرونه يې چې لا خام وو او تازه تازه يې ورباندې مشق او ممارست کاوه- خپاره شوي وو او که نه- د معنا له پلوه کم او د لفظ او معنا دواړو له پلوه بېخي کم وو- هر څه چې وو- ټول يې په دې نسخه کې شامل کړل.

گر قبول افتد زهی عز و شرف.

(ژباړه: که ومنلی شول نو پر عزت او شرف يې دې آفرين وي).

پر دې سربېره چې د ځينو صنايعو نقصان په کې ولېدی شو، شيدا وايي چې د دې نسخې په ليکلو کې ځنډ په کار وو.

شيدا سپارښتنه کوي چې لوستونکي دې درست ديوان په خپل حال پرېږدي. هغه شعرونه دې په کې نه شاملوي چې د تحريف حکم باندې کېږي او د غلط ليکنې مثال ګڼل کېږي. شيدا وايي چې د مراجعې په چارو، علمي مقاصدو او مصنوعاتو کې د انسان اختيار نه وي.

که هيچ نفس بشر خالی از خطا نبود.

(ژباړه: هيڅ انسان له خطا خالي نه وي).

شيدا وايي چې خطا او د اعتراض ژبه مګر په ښېګڼه پټه او غلې شي.

د شيدا په وينا، دغه ديوان په زر سل يو اتيا (۱۱۸۱) هجري کې ترتيب شو. د منظوم تاريخ هيأت يې چې د مؤلف له نسبته مو خبروي، داسې تقرير او تحرير شو:

په دا باب وه استدعا د عزيزانو

چې مجموع شه حلاوت د مقالات

د تدوين تاريخ يې رأی په دا شان ووې

((د شيدا ديوان دی شهد او څه نبات[2])).

او له دې سبب سره، شيدا وايي چې د دې ټول دماغي کړاونو او شوګيرونو نهايي او اساسي مقصد دا دی چې تر څو په دې خړه پړه دنيا کې د شعر پېژندنې روش باقي وي او د مضمون پنځونې نخښې- نښانې لېدل کېږي او اشاعت و شعار په کې په انګازو وي، چې د دې شعري ټولګې يو نيم بيت او غزل باندې د ذوق د خاوندانو ژبې لمدېږي او په دا ترڅ کې يې مؤلف په دعا کې يادېږي او د دې دعا په برکت په تابعانو او منليو کسانو کې حساب شي.

تدروی ريخته بالم، هوا نميدانم

مگر دهد پر توفيق چنگل بازم.

تا شبنم افتاده بر افلاک برآيد

خورشيد جهان تاب فروهشته رسن ها.

مور مسکين هوسی داشت که در کعبه رسد

دست در پای کبوتر زد و ناگاه رسيد.

(ژباړه: بې وزرو تدروه يم- په الوت نه پوهېږم- مګر د توفيق وزرې مې ملګرې شي او د باز منګولې راکړي. د دې له پاره چې پرېوتی شبنم آسمان ته ورسي، نو  لمر ورته رسۍ راکوزې کړې دي. مېږي خوار کعبې ته د رسېدا هوس درلود، د کوترې پښې پورې ونښت[3] او ناڅاپه ورورسېد.)

شيدا له سپېڅليو وروڼو او مخلصو دوستانو څخه د هغوی د محبت او موافقت له مخې هيله لري چې دغه کنجکه د پوره شفقت له مخې مرغلره وګڼي او غوږ ورته کېږدي. 

جلوه مفت است و ديدني دارد

به تماشا رسيدني دارد

عالم افسانه است و ديگر هيچ

حرف ما هم شنيدنی دارد.

(ژباړه: وړيا جلوه ده- کتونکي لري- د نندارې وړ ده. عالم فقط يوه افسانه ده؛ زموږ خبرې هم اورېدونکي لري.)

 

 


[1]   ديوان کاظم خان شيدا، سيد انوارالحق،  ۱- ۲۰ مخونه.

[2]    د دې مسرې ابجدي ارزښت ۱۱۸۱ دی.

 

[3]    په روايتونو کې راځي چې د لرغونې زمانې انسانانو به لرې وطنونو کښې دوستانو ته ليکونه د هوا د مرغانو په وسيله استول.