رنګين پوستی؟؟؟

 

[دا د يوه افريقايي ماشوم شعر دی. په ۲۰۰۵ کال کې د غوره شعر مقام ته کاند وو. په دې شعر کې له حيرته ډک استدلال شوی. پر دې سربېره، ډېر تريخ طنز دی په کې. شعر له فارسي نه ژباړل شوی دی.]

 

کله چې دنياته راځم، تور يم.

 کله چې لويېږم، تور يم.

 کله چې لمر کې روان يم، تور يم.

 کله چې ناروغه کېږم، تور يم.

کله چې مرم، تور يم. 

 

او ته سپين پوستی!

 

کله چې دنياته راځې، ګلابي يې.

کله چې لويېږې، سپين يې.

کله چې لمر کې روان يې، قرمزي (سور) يې.

کله چې دې ساړه کېږي، آبي يې.

کله چې وېرېږې، ژېړ يې.

کله چې ناروغه کېږي، شين يې.

کله چې مرې، خاکستري يې.

 

او ته ما ته رنګين پوستی وايې؟؟؟