موږ په خپله ژبه کې “نارينه” کلمه چې اصلي بڼه يې “نرينه” ده، تر  صفت زيات د نوم په توګه کاروو. مثلا وايو به چې: “د ښځو رأيه د نارينه وو د رأيې هومره ارزښت لري.” خو داسې هېڅکله نه ليکو يا نه وايو چې: “د ښځينه وو رأيه د نارينه وو د رأيې هومره ارزښت لري.” دا چې دغه مطلب په لومړۍ بڼه ليکو او په دوهمه بڼه يې نه ليکو، دومره د اندېښنې وړ نه ده، څومره چې دا خبره د اندېښنې وړ ده چې په باره کې يې پوښتنه قدرې نه کوو چې دا ولې او دا په څه؟؟

ټول پوهېږو چې “ښځه” او “نر” يو د بل مقابل جنس دی. دواړه مفرد دي. د دواړو جمع شکلونه “ښځې” او “نران” دي. او چې کله کوم شي ته له ښځې يا نر سره نسبت ورکوو نو “ښځينه” يا “نارينه” يې ګڼو. مثلا: “ښځينه ښوونکې” او “نارينه ښوونکی”. مګر دا چې دغه “نارينه” صفت د نوم پر ځای ولې کاروو، يا دغه “ښځينه” صفت د نوم پر ځای ولې نه کاروو، علت يې زموږ په ټولنه کې د سړيواکۍ يا سړيمشرۍ فرهنګ دی. ځکه خو موږ د غيرتي او غښتلې ښځې له پاره هم “نارينه” صفت کاروو؛ وايو چې: “خالده ډېره نارينه ښځه ده.” يعنې، د نر غوندې ده.

د نړۍ د ټولو ولسونو، په تېره بيا زموږ په فرهنګ کې نارينتوب د وياړ خبره ده او ښځېتوب د شرم!! خو که کومه ښځه رښتيا هم د نر غوندې وي، نو خلک يې "نرګتی" ګڼي او څوک ورسره حتی واده ته هم زړه نه ښه کوي. دغه راز، کوم نر چې د ښځې غوندې کړه وړه لري، هغه ته خلک "ښځه نوکی" يا "نرښځی" وايي او په ښه سترګه نه ورته ګوري. افلاتون  چې افلاتون دی، هم شکر کاږي چې نر پيدا شوی او بيا په يونان کې پيدا شوی دی.

مګر جالبه او عجبه خبره دا ده چې کومې مېرمنې او نجونې نن سبا د ټولنيز جنسيت (جنډر) د برابرۍ د نظر او عمل د دودونې او رواجوني له پاره کار کوي، هغوی هم د “نر” د مفهوم د ذکر پر  ځای د هغه صفتي بڼه (نارينه) وايي او ليکي او “نر” د کلمې له ويلو او ليکلو سره يې حواس بوګنېږي او ناسم ورته ښکاري. دوی خپلو ځانونو باندې د نرانو سلطه په لاشعوري توګه جاري ساتي چې چندانې بېځايه هم نه ده.