مصطفی سالک نېکمرغه دی چې د پښتونخوا د غرونو غارونه ورته حرا حرا ښکاري. ځکه خو د عشق د پرښتې الهام ته غوږ غوږ دی. ټوله هڅه يې دا ده چې د ورکې کنارې په تلاش کې تر سا اخيستو د مخه يوه تلپاتې سندره وبولي- هغه چې د مراد راګونه ځنې څاڅي.

ښاغلی سالک خپلو خبرو ته د چا د رڼا آب ورکوي- د هغه چا چې د ده په عقل کې جهان او د ده په وجدان کې ځان ګوري- د هغه چا چې د کايناتو رنګ يې له رنګه پور اخلي- د هغه چا چې دی يې ځان د ذات او صفاتو (مينې او حسن) تړاو ګڼي. دی غواړي چې سندره يې د ښکليو پر شونډو لکه د ځوانۍ مضطرب احساس وناڅي.

سالک ته د فطرت شاعري بېخي يوستوې او تکراري ښکاري. د نويو جذبو د پارولو له پاره يې پيمانې ته لاس ورغزولی. خو ناويلې دې پاتې نه وي چې د نويو جذبو د پارولو په تکل پيمانې ته په لاس ورغزولو له يوستويتوب او تکرار څخه نه دی بې نيازه شوی. ځکه چې دی هم ځينې خواږه خوبونه بيا بيا لېدل غواړي.

د سالک پنځونې کټ مټ د ده به څېر دي- شور او ځوږ دی په کې- هياهو ده په کې- اپوټه اپوټه خبرې دي په کې؛ لکه د شفقونو رنګ، د آبشارونو آهنګ، د پيمانو کړنګ، د سترګو جنګ، د بنګړيو شرنګ، د خيالونو او فکرونو ګړنګ او تر دا ټولو ورهاخوا د مولانا ملنګ چې دغه واړه وجودي او شهودی تجربې يې د عاشقانه روح کرشمې دي؛ مثلا: «ستا خالق له تا بېل نه دی- ته خپل عاشقانه روح جوړه کړې يې.»

سالک د تکوين له ټولو عناصرو سره مينه لري: خاوره ده او که اوبه دي- اور دی او که باد. ځکه خو په هر لوري د سير او سفر لېوال دی.

((د اوښکو موسک)) د ښاغلي سالک ادبي ټوټې دي. هم په کې نوي نوزي شاعرانه خيالونه او انځورونه شته او هم په کې ځينې فلسفي مفاهيم. البته، د اظهار انداز يې د ټيګور د ګيت آنجلي پښتو ژباړې ته ورته دی- هغه چې مرحوم استاد بېنوا ژباړلې ده. له دې کبله چې خليل جبران او رابندر نات ټيګور يې د خوښې ليکوال دي نو ځينې نور اغېز يې هم ورباندې جوت دی.

د اوښکو موسکا کې راغلې نثري ټوټې په حقيقت کې نږه سندرې او سرودونه دي او سالک د خپلو سندرو او سرودونو ستاينه له نورو نه نه غواړي. ځکه چې دی پر خپله ذوقي او هنري تجربه ايمان لري او ايمان هغه وسله ده چې شيطان ځنې امان غواړي!

نورالحبيب نثار

۱۲/ ۷/ ۲۰۰۱