نورالحبيب نثار

ژبه خو روغه ده د ټکرونو له کبله!

زلمی ليکوال محمود مرهون د خپل يوه استاذ له قوله دې خبرې باندې چې ژبه ټکر نه مني، په ټولګي کې د يوه تاوده بحث کيسه کوي. ټولګيوال يې په دا ترڅ کې پوښتنه کوي چې [سو] معيار دی او که [شو]؟ استاذ ته يې غصه ورځي- د دې له پاره چې شاګردان د [شو] په معياريتوب قانع کړي نو پر تخته ورته يوه جمله په دوو بڼو ليکي:

يو:      د احمد زوی وسو.

دوه:     د احمد زوی وشو.

استاذ ورته وايي چې که [سو] معياري ومنو نو د جملې لومړۍ بڼه له دوه يمې هغې سره د معنا له پلوه ټکر کوي (مطلب يې توپير دی). مرهون نه قانع کېږي. له ټولګي څځه چې کله ووځي نو له بل استاذ نه پوښتنه کوي. هغه ورته وايي چې د [سو] پر ځای [شو] ځکه کاروي چې له فارسي او دري ژبو سره يې واټن راشي. استاذ يې ورته د [است] او [نيست] کلمې ورښيي چې پښتو معادل يې [شته] او [نشته] دي او فارسي يا دري ژبې سره د هغه په اند واټن لري.

مرهون کرار نه کښېني- د سمو دليلونو د موندلو هڅه روانه ساتي. خپل يوه بل استاد ته ټيلفون کوي- د [سو] او [شو]، [سته] او [شته] او داسې نورو مفاهيمو د شکلي تفاوت په باره کې ورسره خبرې کوي. د [ولاړ سه يوسه] او [راسه اوسه] بېلابېلو ګردانونو باندې ورسره بحث کوي؛ وايي:

((اوس که چېري موږ پورتنيو ګردانونو ته و ګورو نو په ښکاره توګه وينو چې دا کلمې له دوو کلمو څخه منځ ته راغلي. هغه په داسې توګه چې د هرې کلمې مختاړي د يوه ګرامري اساس پر بنسټ رامنځ ته سوي او وروستاړي د يوه بل ګرامري اساس پر بنسټ. هغه داسې چې په ټولو کلمو کې [سو، سي، سى، سې، سه] او [سم] شريک وروستاړي دي او ټول مختاړي د يو ډول فعلونو مغيره حالتونه دي. هغه په دې مفهوم چې [ولاړ] د [تګ] مغيره حالت دى [يو] د [وړلو] مغيره حالت دي. [را] د [راتګ] مغيره حالت دى. [او] د [اوسيدولو] مغيره حالت دى. نو که چېرې موږ ووايو چې [شو، شي، شى، شې، شه] او [شم] معيار دى نو دا خو په ژبه کې ټکر راځي نو دا ګردانونه بايد داسې و ليکل سي: ولاړ شه يوشه؛.... او راشه اوشه؛....))

د مرهون په وينا، استاد يې ورسره د هغه ټولې خبرې ځکه مني چې دليل ورته نه لري.

سهار چې مرهون پوهنتون کې د درېمو او څلورمو ټولګيو له زده کوونکيو سره مخامخېږي نو هغوی ورته وايي چې زياتره ليکوال يې [شو، شته، ...] ليکي نو که دا غلط هم وي، هغوی يې معياري ګڼي. هغوی ورته دا هم وايي چې په پښتو ژبه کې دغه وړ زيات ټکرونه (تفاوتونه) شته چې غرض بايد ورسره ونه شي.

بره چې د کوم بحث لنډيز وړاندې شو، په ((ټول افغان)) برېښناپاڼه کې مې لوستی و. مرهون به نه ګرموو. هر څوک چې وي، د زده کړې د ملګريو او استادانو د دغه وړ سلوک او استدلال له کبله په کنډو کپرو سر کېږي.

زما په فکر، ژبه روغه ده د ټکرونو له کبله. ځکه چې ژبه له آوازونو جوړه ده او آوازونه له ټکرونو څخه پيدا کېږي. ژبه د هغو آوازونو يو ګډ نظام دی چې بشري احساس او درک ورسره لېږدول کېږي. خوله کې دننه ګڼې غدې دي چې وخوځېږي او ټکر وکا آوازونه ځنې پيدا شي. آوازونه چې سره ټکر وکا- يو ځای شي- کلمې ځنې جوړې شي! کلمې چې سره ټکر وکا- يوځای شي- ترکيبونه او عبارتونه ځنې جوړ شي. او ترکيبونه او عبارتونه چې سره ټکر وکا- يوځای شي- جملې ځنې جوړې شي. د دوو شيانو له ټکر څخه آواز پيدا کېدل عادي خبره ده.   

که له معيار څخه مراد دا وي چې نور شيان دې ورباندې وارزوو نو نه [سو] معيار دی او نه [شو]! او که خبره د دغه مفهوم د معياري بڼې وي چې [سو] ده او که [شو]؟! نو زما په فکر، هم [سو] د دغه مفهوم معياري بڼه ده او هم [شو]. دواړه د لهجوي تفاوت زېږنده دي او که مترادفې کلمې يې وبولو غوړي لا غوړ!

په کيسه ييزو متنونو کې [سو] او [شو] دواړه کارولی شو. خو که غواړو چې په املا کې دې په ملي کچه توحيد راولو نو بيا به د دغو کلمو د دواړو شکلونو فريکوينسۍ ته ګورو چې د کومې يوې زياته ده. البته، ماشومانو ته د درسې کتابونو په ليکلو کې د ژبې احصائي قاموس ته جدي اړتيا ده. درسي موادو ته د يوه سيسټم له مخې په کار دي انکشاف ورکړو. ځکه چې د درسي موادو هدف د پيغام په پراخه پيمانه او آسانه توګه لېږدول دي. د پيغام د نفوذ ساحه هغه مهال پراخه او آسانه وي چې د ژبنيو توکيو فريکوينسي يې زياته وي.

په هغو مثالونو کې چې وايي:

د احمد زوی وسو.

او:

د احمد زوی وشو.

ماته نه کوم ټکر ښکاري او نه کوم تضاد- دواړه يوه معنا لېږدوي. د مفاهيمو په سمو لوستلو او ورباندې پوهېدلو کې د وينا مخلوری او شالوری (سياق او سباق) هم يو اصل دی چې په ژبه کې شته او له لوستونکي سره په سمو لوستلو کې په اتوماتيکه توګه مرسته کوي. که د احمد زوی سوځېدلی وي نو د دې له پاره چې په پاسنۍ جمله کې راته له سره شک پيدا نه شي چې د احمد زوی شوی يا زېږېدلی او که سوی يا سوځېدلی دی نو په دغه جمله کې د [وسو] کلمه بايد په بشپړه بڼه وليکو- يعنې لنډون دې په کې ونه کړو- ودې ليکو چې:

د احمد زوی وسوځېد.

البته، [وسو] د [وسولو] يا [وسوځېدلو] لنډ شوی شکل هم دی.

د [شو] د کارولو دا دليل چې له فارسی او دري سره دې د پښتو واټن راشي، د ګټې پر ځای زيان لري او زيان هم پښتو ته. دا چې پښتو او دري سره خويندې ژبې دي نو د واټن پر ځای يې د نژدېوالي خبره ډېره معقوله او اصولي ده. پاتې شوه د [است و نيست] خبره نو د دې له پاره په پښتو کې [دی او نه دی] لرو. د [شته او نشته] معادل په دري ژبه کې [است و نيست] نه، بلکې [هست و نيست] دی. البته، په دري کې د [نه دی] او [نشته] دواړو له پاره [نيست] کارول کېږي. د [شود] او [نشود] پښتو معادل [شي] او [نه شي] دی.

د ژبو تر منځ لرېوالی نه، بلکې د هغوی نژدېوالی، ورته والی او يووالی کمال دی او بايد چې د يوه مهم اصل په توګه ورته وکتل شي. عجبه خبره ده! په ژبو کې د واټن ايجاد ته ارزښت ورکوو خو نژدې والي، ورته والي او يووالي ته يې نه ګورو.

ښاغلي مرهون د [ولاړ سه يوسه] او [راسه اوسه] دوې حتی څلور جملې چې دی يې کلمې ګڼي، د لومړي شخص، دوه يم شخص، او درېم شخص په موقعيتونو کې، البته په خپله لهجه کې، ګردان کړې دي.

ولاړ سه يو سه!!

ولاړسي يوسي.

ولاړسې يوسې.

ولاړ سو يوسو.

ولاړ سى يو سى.

ولاړسم يو سم.

 

او:

 

را سه او سه!!

را سي او سي.

را سې او سې.

را سو او سو .

را سى او سى.

را سم اوسم.

د مرهون په ګومان، په دې جملو کې راغلې هره کلمه له يوه مختاړي او يوه وروستاړي څخه رغېدلې ده- دی وايي چې په دغو کلمو  کې [سو، سي، سی، سې، سه، سم] ګډ وروستاړي دي او مختاړي يې د ده په وينا، د فعلونو اوښتي حالتونه دي. که داسې وي نو هغه اصلي کلمې يا فعلونه کوم دي چې دغه مختاړي او وروستاړي دې ورسره يوځای شوي وي؟ اشتباه دلته کوو چې له مختاړي او وروستاړي څخه کلمه جوړوو. د مختاړي او وروستاړي ځانګړتيا دا ده چې له خپلواکې کلمې سره يوځای شي د کلمې په معنا کې بدلون راولي. خپلواکه کلمه کېدی شي مختاړی يا وروستاړی او يا دغه دواړه ولري. لکه: راتګ، خټګر، پرمختيا. چې په لومړۍ کلمه کې [را] مختاړی دی- په دوه يمه کلمه کې [ګر] وروستاړی دی- او په درېمه کلمه کې [پر] او [تيا] مختاړی او وروستاړی دی چې دواړه په کې شته. په دا درېواړو کلمو کې اصلی کلمې يا د دغو کلمو جرړې [تګ]، [خټه]، او [مخ] دي چې ورسره د مختاړي او وروستاړي د يوځای کېدا له امله يې معناګانو کې بدلون راغلی دی. پخپله مختاړي او وروستاړي د معنا له پلوه خپلواکي نه لري.

په [ولاړ سه يوسه] کې اصلي کلمې [تګ] او [وړ] دي چې د متکلم، مخاطب، او غايب شخص په موقعيت کې اوړېدلې رااوړېدلې (ګردان شوې) دي. د يادونې وړ ده چې د دغو فعلونو اوړېدا رااوړېدا يا ګردان د عامې قاعدې مطابق نه، بلکې استثنائي بڼه لري. دغه راز، په [راسه اوسه] کې اصلي کلمې يا د کلمو جرړې [تګ] او [اوس] دي چې ګردان شوې دي. البته، په [راسه] کې [را] مختاړی دی.    

په ژبه کې د کره او ناکره د پېژندلو له پاره اصلي معيار ولس دی- چې ولس يې [سو] او [شو] يا [سته] او [شته] وايي، ليکوال مکلف دی چې د هغه اطاعت به کوي. البته، په ليکلار يا املا کې د توحيد راوستو له پاره ځينې قواعد دي چې يوه مهمه يې همدغه د کلمې فرکوينسي ده. پر دې سربېره، هغه لرغوني پښتو متنونه چې په متواتره توګه تر موږ رارسېدلي، د [سو] يا [شو] او [سته] يا [شته] او داسې نورو مفاهيمو د معياري بڼو په باره کې زموږ تر ټولو مهم سندونه دي. پر دې سربېره، هره ژبه او ادب خپل خپل کلاسيک لري. د پښتو لرغونی ادب او کلاسيک خوشال، رحمان او حميد جوړ کړی او دغو درې سرو کې يوه هم [سو، سته، ...] نه دي ليکلي.