ښاغلی پير حيدري له هغه وخته پېژنم چې يوازې غلام حيدر و- نه پير و- نه حيدري!! خو رسنۍ داسې يو شی دی چې بنيادم د چا خبره په يوه دم او قدم کې تر عرشه رسوي او يا يې هم تاترين ته پرېباسي. ښاغلی پير حيدري دغه دم واخيست او قدم يې اوچت کړ. ټوپک يې ګوزار کړ او قلم يې ورواخيست. له دې کبله چې پير صاحب په ډزو روږدی و نو له قلم څخه يې هم د ټوپک کار واخيست. له واره يې باندې ډزې شروع کړې. داسې ډزې چې کله د پنځډزي غوندې د بنيادم د غوږونو پردې څيروي. کله د چره ييز په څېر، نه د چا مخ ګوري، نه څټ. او کله بيا د بادي ټوپک په شان يوه، نيمه چنچڼه چېرته وولي يا نه، خو سېل والوزوي.

فرهنګي فعاليت د فرد او ټولنې د تشخص تر ټولو اهمه لاره ده. په دا تېرو څه له پاسه دوو لسيزو کې د پير صاحب حيدري غوندې بلا قوماندانان پيدا او پنا شول. ولې نوم او نښان قدرې يې پاتې نه شو. خو پير حيدري په خپل کاواکه قلم ځان شته کړ. که يوه نمونه يي سروې وشي نو وبه کتل شي چې د پير صاحب مضمونونه د ښاغليو سعد الله جان برق، نورالبشر نويد، عبدالقيوم ساپي او محمد زبير شفيقي تر کالمونو وروسته کافي مينه وال او لوستونکي لري.

د طالبانو د لنډۍ پاچايۍ عجيبه فيض او برکت و. څوک يې د کرسمس جزيرې ته ورسول او څوک يې د ښاغلي پير حيدري غوندې د ژورناليزم بحيرې ته!!

بلې؛ پير حيدرې په ډېره کمه موده کې د پښتو ژورناليزم په نړۍ کې ځان وښود. خو څنګه يې وښود؟! د يوه زړور ژورنالسټ په توګه- د حق او حقيقت د يوه مزبوت مدعي په توګه!!

((څراغونه په توفان کې)) د ښاغلي پير حيدري د اخباري مضامينو ټولګه ده. غټ غټ هدفونه يې دا دي چې لوستونکي په بېلابېلو نومونو د افغانانو د وېش له روانو هڅو څخه خبر کړي. د دوی د ملي رجالو او شخصيتونو د سپکاوي او د دوی د تاريخي آبداتو د نړولو په وړاندې يې احتجاج ته تيار کړي. د مهاجرت په محيط کې د افغانانو د وژنو، د دغو وژنو د لاملونو او د دې وژنو په باره کې د مهاجرو او انصارو د بېلابېلو قشرونو تأثرات ثبت او د بشري حقونو ادارې ځنې خبرې کړي. له تمدن، پوهې او فرهنګ سره د طالبانو سلوک وغندي او چارواکي د هېواد او هېوادوالو له ستونزو او مسألو څخه خبر کړي.

ليکوال افغانانو باندې غږ کوي چې د غفلت له درانه خوبه دې ويښ شي او خپل تاريخ، تمدن، تهذيب او ثقافت دې وساتي. فکر دې وکړي. د رياګارانو د مخونو نقابونه دې دړې وړې کړي. يو بل دې وزغمي او ورورولۍ ته دې وده ورکړي. د خپلو ستونزو او مسألو د هواري له پاره دې په خپلو کې سره جرګه مرکه شي او کارونه دې هغه چا ته وسپاري چې وړتيا يې لري. علم دې زده کړي او د ملي يووالي د تأمين له پاره دې يوه کاملا رندانه او بېباکانه مبارزه او مجاهده وکړي. دغه راز، ليکوال نړيوالو باندې غږ کوي چې له افغانانو سره دې د هغوی د بشري، مدني او سياسي حقونو په اعاده کولو کې لازمه مرسته وکړي.

د مضامينو د دې ټولګې زياتره موضوعګانې خبري او سياسي ماهيت لري. خو پر ژبه يې تر ژورناليزم او سياست زيات د ادب سيوری شوی. د پښتو ژبې له نوې او زړې دواړه وړه پانګې څخه يې کار اخيستی. محاوره، متل، ټيه، فوکلوري او مذهبي روايتونه، کتابي شعرونه او داسې نور توکي يې له ضرورت سره سم کارولي دي. پر دې سربېره، ليکوال د اشارې او کنايې په ژبه هم پوهېږي. د ټولګې ليکنې زياتره پر مشاهدې ولاړې دي- د مطالعې اغېز په کې کم دی.

ناويلې دې پاتې نه وي چې پير صاحب د دغو مضامينو د ليکلو پر مهال د لازمو منابعو پر ځای زياتره خپلې حافظې ته مراجعه کړې ده. ځکه خو يې ځينې خبرې، په تېره بيا شعرونه زياتره په ناسم يا بدل عبارت ليکلي دي. دا چې د دې ټولګې مضامين يو ځل په ((وحدت)) ورځپاڼه کې خپاره شوي نو په کار وو چې املايي او انشايي تېروتنې يې نه لرلای او يا په کې بېخي د نشت برابرې وای.

ژورناليزم يا ليکوالي يوازې افشاګري نه ده. پېښو او مسألو ته په ملي استقامت کې لوری ورکول هم د ژورنالسټ او ليکوال په فرايضو کې راځي. خو په دې ټولګه کې دغه ښېګڼه بېخي کمه ده.

ليکوال په خپلو مضامينو کې ځای پر ځای د طالبانو پر ضد خپله مجاهده يادوي او مباهات ورباندې کوي. خو دی داسې وخت کې په خپله مبارزه برېت تاووي چې د رژيم د پلويانو او وسله والو مخالفانو دواړو ايډيالونو سر خوړلی او قدسيت يې بايللی دی. په دې هيله چې پير صاحب مبارک د خپل تحرير په دغه عادت له سره غور وکړي نو د هغه پيغام يوه برخه يې له نظره تېروم چې له نن څخه کابو شل کاله پخوا يوې پښتنې مور، درخانۍ، په شهيد پوهاند ډاکټر سيد بهاؤالدين مجروح ليکلی او خپل زوی، رستم خان، ته يې د روس او افغان د تودې معرکې پر مهال د جهاد سنګر ته استولی دی. په دغه پيغام کې د ((تور طالب)) او ((پنجپيري ملا)) تشخص داسې شوی:

تور طالب

تور طالب، آ پنجپيری ملا لا اوس هم

مست، مست ګرځي په دې سيمه، په ګاونډ، چم

سر خريلی اوږده ږيره يې پرې ايښې

غټه پګه يې هم پاس په کوپړۍ ايښې

د کوم بل ملک ږيرور، غټ طالبان تل

ډلې، ډلې وي په ده پسې روان تل

ځي، راځي وايي جهاد ته يو راغلي

پته نشته، کړي کارونه غلي، غلي

کله يو ووهي هلته، کله دلته

کله يو ته کافر وايي، کله بل ته.

(وګ. نااشنا سندرې، ۹۲- ۹۳ مخونه)

پاسنی پيغام په داسې وخت کې قلمبند شوی چې طالبان د سياسي قدرت په معادله کې د چا په خيال او خاطر کې هم نه وو. دلته ګورو چې شاعر يوازې افشاګړي نه ده کړې. په تور طالب او پنجپيري ملا پسې جوخت يې د روانې عارضې يا ناورين د مهارولو په مخه افغانانو ته د هغوی لوری، لودن هم په ګوته کړی او د بر کلي د ((محمد صادق ملا)) پته يې ورکړې ده چې ويې پېژني او ننګه يې وکړي:

محمد صادق ملا

نارينه ملا د بر کلي استاذ دی

مولوي صادق رښتيا صادق سرباز دی

خوږ آواز چې د آذان پورته سهار کړي

په درو، په سردرو کې ژوند بيدار کړي

کاڼي، بوټي الله وايي- اکبر وايي

د خدای پاک ثنا غر وايي- کمر وايي

د جهاد په لارې خلک سموي تل

د ايمان- د عقيدت وعظ کوي تل

په سنګر کې د غازيانو امامت کړي

د جهاد په لومړي صف کې حرکت کړي.   

(وګ. نااشنا سندرې، ۹۳ مخ)

د پوهاند مجروح د شعرونو مثالونه مې د دې له پاره ورکړل چې ځنې زده يې کړو چې ليکل څنګه په کار دي او مقصد يې بايد څنګه وي؟! په آخر کې د ګران ملګري پير حيدري او د هغه د لوستونکيو څراغونه په توفان کې هم بل غواړم. بريالي دې وي!

---------------------------------------------------------------

يادونه: پاسنۍ ليکنه په ۲۰۰۳ کال کې په پېښور کې د ښاغلي پير حيدري د مضمونونو د ټولګې (څراغونه په توفان کې) د مخکتنې په غونډه کې اورول شوې ده.