پوښتنه:  آزاد شعرکوم ډول شعر دی ؟ ولي ورته ازاد شعر وايي؟ ايا دقافيې له غړوندي وتلی، که د شکل او محتوا له مخې څه توپير لري؟

ځواب:  آزاد شعر هغه دی چې د قافيې او رديف له قيده آزاد دی. دقافيې او رديف له قيده آزادۍ د دغه ډول شعر په شکل او محتوا کې هم لزوما بدلون راوستی دی. شکلي بدلون يې دا دی چې له پخوانيو قالبونو وتی او محتوايي بدلون يې دا دی چې مضمون په کې په پوره کم و کيف بيانېدلی شي.

پوښتنه:  آزاد شعر ته نوی شعر هم واي- لامل يې څه دی؟

ځواب:  د آزاد شعر او نوي شعر رابطه د خاص او عام د رابطې غوندې ده. هر آزاد شعر نوی دی خو هر نوی شعر آزاد نه دی. زما په فکر، هر شعر چې شاعر يې ليکي، په کار دي چې نوی وي- په تېره بيا، د مضمون او د بيان د انداز له پلوه! يوازې شکلي بدلون د شعر نوښت نه شي تضمينولی. آزاد شعر ته له همدې امله نوی شعر وايي چې له زړو قالبونو وتی دی.

پوښتنه:  آيا نوی شعر زوړ شعر له منځه وړي؟ بله دا چې د زوړ او نوي شعر تر منځ کومه اړيکه شته او که نه؟

ځواب:  زوړ شعر خپل ثابت دريځ لري. زموږ ادبي محفلونه اوس هم په زړو شعرونو ودان دي. د زاړه او نوي شعر تر منځ اړيکي ضروري دي. په شعري بهير کې هره نوې هڅه دې د زاړه شعر پر بنسټ ولاړه وي. که دغو اړيکيو ته په دقت سره پام ونه شي نو نوی شعر به اصالت پيدا نه کړی شي. زموږ شاعر که آزاد شعر هم ليکي نو د ولسي شعر له قالبونو دې پل پسې واخلي.

پوښتنه:  نوی شعر د زاړه شعر د پرمختګ په نتيجه کې پيدا شوی او که د هغه په وړاندې؟

ځواب:  زموږ نوی شعر البته زموږ د زاړه هغه په وړاندې رامنځ ته شوی. د فارسي په وسيله د انګرېزي شعر تقليد زموږ عادت دی. زموږ نوی شعر زياتره د همدغه عادت پيداوار دی. زموږ د زاړه شعر د پرمختګ په نتيجه کې د نوي شعر ايجاد راته لږ څه بابېزه غوندې ښکاري. زموږ زاړه شعر لا د کمال هغه پړاوونه کله وهلي چې نوی شعر دې ځنې وزېږي!    

پوښتنه:  ځينې کره کتونکی وايي چې آزاد شعر کوم ځانګړی مقياس نه لري- فقط د شاعر له عاطفې رازيږيدلی يو رښتينی تعبير دیـ تاسو يې په باره کې څه وايئ؟

ځواب:  زموږ د تقليد خبره پر خپل ځای! مګر د پېښو همدغه عاطفي تعبير تاسو ته مقياس نه ښکاري؟! هر کار چې کوو، پيمانه لري. خو پيمانه، په کار دي چې دقيقه وي. زما په فکر، د آزاد شعر پيمانه دا ده چې مضمون يې کاملا سندريز او په اوږدو او پساره ښه پسې غزېدلی وي. ژبنۍ افادې په کې ماتې راماتې شوې نه وي. په بله ژبه، د آزاد شعر شاعر له شاعرانه صلاحيتونو او اختياراتو څخه کار نه شي اخيستلی.   

پوښتنه:  شعر هنري رښتينوالی دی، که عاطفي؟

ځواب:  دواړه دی! که له هنري صداقت څخ مو مراد هنري اصالت وي او له عاطفي صداقت څخه مو مراد عاطفي انعکاس نو بيا خو په هنر کې دغه دواړه وړه صداقتونه شامل دي.

پوښتنه:  شعر تجربه ده که مجرد ذهني عمل دی؟ او  که شعر تعيبر دی؟

ځواب:  شاعري په هر حال کې تجربه ده. دا کېدی شي د شاعر شخصي تجربه وي- يا کېدي شي د هغه له مجردې ذهني عمليې څخ وزېږي. په شعر کې بايد ضرور څه خيال يا فکر يا دغه دواړه خوندي شوي وي او هر خيال يا فکر د يوې ځانګړې تخييلي يا تفکيري عمليې په نتيجه کې راولاړېږي چې يوه ذهني تجربه ده. البته، پخپله شعر تجربه نه، بلکې د تجربې د خوندي کولو يوه زمينه ده.  

پوښتنه:  شعر د تجربي پربنسټ ولاړ دی که د تفکر؟

ځواب:  شعر دا دواړوه بنسټونه لري. کېدی شي د شاعر پر شخصي تجربه ولاړ وي- کېدي شي د عمومي تفکر په نتيجه کې پنځېدلی وي. البته، تفکر هم هغه يوه تجربه ده چې دود شوې او عموميت يې پيدا کړی دی.

پوښتنه:  شعر خو د ټولنيز، سياسي، فکري او نفسياتي واقعيتونو زيږنده ده او دغه واقعتونه د شعر سرچينه ګڼل کيږي. تاسو د يوه شاعر په توګه، په ټولنه کې د واقعيت او په شعر کې د واقعيت ترمنځ څه توپير وينئ؟

ځواب:  په ټولنه کې يو واقعيت ښايي ډېر بدرنګ وي. خو په شعر کې د همدغه واقعيت انعکاس ښايي ځانګړې ښکلا وپنځوي. [د مور زړه] په نوم شعر کې خوندي شوی واقعيت يقينا چې د بشري ټولنې تر ټولو تريخ واقعيت دی. خو په فارسي ژبه کې ايرج مرزا او په پښتو ژبه کې استاد سيد شمس الدين مجروح او استاد دروېش دراني دغه تريخ واقعيت د شعر په ژبه داسې بيان کړی چې يو عالم ښکلا يې پنځولې ده.     

پوښتنه: د ځينو کره کتونکيو په وينا، له دې امله چې واقعيتونه په خپل ذات کې شعر نه دی نو په کار دي چې د دغې واقعيتونو انعکاس هم شعر نه وي. دليل يې دا دی چې دوی په يوه تياره او وېرونکې نړۍ کې ژوند کوي. نو که شعر د ژوند انعکاس وي نو بايد چې همدغسې تياره او وېرونکی وي؟ که شعر د واقعيت تصوير وي، بيا خو له طبيعت څخه نه وځي او يوه تکراري نسخه ترې جوړېږي؟

ځواب: د واقعيتونو د روايت انداز يو له بله توپير لري. که د يوه واقعيت راوي د شاعر پر ځای کوم ژورنالسټ وي نو هېڅکله به يې د شعر غوندې منعکس نه شي کړی. د دې خبرې معنا دا ده چې واقعيت په خپل ذات کې شعر نه دی. هېره دې نه کړو چې تصوير هېڅکله اصلي شی نه دی. شعر کېدی شي د واقعيت تصوير وي- کېدی شي د واقعيت تفسير وي- کېدی شي د واقعيت تعبير وي- کېدی شي واقعيت ته څېرمه يو شی وي. پاتې شوه د تکرار خبره! نو هر تکرار مردود نه دی. ځينې تکرار حسن، بلکې احسن وي.    

پوښتنه: شعر هدف ته د رسيد و له پاره وسيله ده او که پخپله هدف دی؟

ځواب:  شعر هم وسيله ده او هم هدف!! وسيله ځکه ده چې ژبه ده او ژبه د افهام او تفهيم له پاره کارولې کېږي. او هدف ځکه دی چې ښکلا ده او ښکلا د انسان اړتيا. دا زموږ خوښه ده چې د ګل ننداره کوو او که بويوو يې. البته، ګلقند او ځينې نور شيان هم ځنې جوړولی شو.

پوښتنه: په شعر کې شيان خپل ماهيت ساتي او بايلي يې؟

ځواب: که شعر د مجاز ژبه وي نو د مجاز ژبه کې د شيانو ماهيت يقينا بدلېږي. انسان، په تېره بيا چې شاعر وي، په طبيعي حالت نه دی قانع- تحول غواړي او د کمال په هڅه کې دی. له دې امله چې يوازې د [تورو ورېځو] يا [سپينو ورېځو] ننداره يې ذوق نه شي خړوبولی نو د آسمان افقونو کې له شفقونو سره د غاړه غړۍ کېدا له کبله په کې نشه پيدا کوي او [شرابي ورېځې] يې بولي.

پوښتنه: ځينې کره کتونکي وايي چې د هنر هدف د شيانو باره کې د احساس هغسې لېږدونه ده چې ليدل کېږي- نه هغسې چې پېژندل شوې وي. او د هنر مهارت په دې کې دی چې معروف شيان درته ناآشنا کړي. په دې باره کې تاسو څه وايئ؟

ځواب: بلې! هنر دا دی چې شيان د احساس مطابق بيان کړی شي- نه د پېژندګلوۍ مطابق. د پېژندګلوۍ پر بنسټ د شيانو بيانول به کيميا وي خو هنر نه دی. دا سمه خبره ده چې د هنر په مرسته له معلومو شيانو مجهول جوړولی شو خو دا د هنر کوم اساسي او ګټور نقش نه دی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

يادونه:

برنۍ مرکه د شمشاد ټلويزيون [د وږمو بهير] د يوه پروګرام پر بنسټ چې له ښاغلي شاعر، شرر ساپي، سره مې په کې برخه اخيستې وه، تهيه شوې ده.