نورالحبيب نثار

د ولس د رأيې واقعي درناوی

زموږ بحثونه نن پرون زياتره پر ټاکنو او د ټاکنو پر نتيجو تاوده دي. د روان کال د زمري پر ۲۹مه نېټه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو له پاره ټاکنې وشوې. بېګا ته يا په سبا يې د ولسمشر کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاين ويندويانو د خپل خپل کانديد د بري دعوې وکړې. د ولسمشرۍ طاق کانديد ډاکټر رمضان بشردوست دغه ښاغلي فالبينان وبلل او زياته يې کړه چې د خدای روی دې وګوري او ځانونه دې نه شرموي. ځکه چې غوايي لا حلال نه دی خو هغوی هر يوه ورته وار له مخه ښانک پر سر نيولی دی. پر دې سربېره، د ولسمشر کرزي او ډاکټر عبدالله ډلو يو پر بل د درغليو او سرغړاويو تورونه هم ولګول او په اړه يې د ټاکنيزو شکايتونو له کميسيون سره په سوونو او زرونو شکايتونه درج کړل.

يوه نيمه مياشت وتې خو د ټاکنو نتيجې لا نه دي څرګندې. ويل کېږي چې همدومره نوره موده کې هم ښايي دغه نتيجې څرګندې نه شي. ځکه چې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون لا د ټاکنو، په تېره بيا د رأی اچونې په بهير کې د شويو درغليو او سرغړاويو پوره جاج نه دی اخيستی. دغه چار ښايي ډېر وخت واخلي.

د دغو درغليو او سرغړاويو باره کې د شويو شکايتونو کثرت، شدت او په اړه يې د نړيوالې ټولنې حساسيت ته په پام سره اټکل دا کېږي چې ټاکنې به دوه يم پېر ته ولاړې شي. دوه يم پېر ته د ټاکنو له تګ سره په ملي کچه ډاکټر عبدالله عبدالله او د هغه پلويان ډېره علاقه لري. ځکه چې دوی کړکېچن حالت معمولا د ځان په ګټه ګڼي. تر ټاکنو له مخه د دوی تيسيس دا و چې د هېواد په زياته برخه، په تېره بيا په پښتون مېشتو سيمو کې د ناامنۍ له امله څوک د رأی اچونې په بهير کې ونډه نه شي اخيستی او پاتې نور هېوادوال دغه کار ته تياري لري نو دوی چې د ټاکنيزو منډو ترړو پر مهال کافي پيسې لګولې وې، خپل کانديد يې اتومات بريالی باله. خو خبر نه وو چې ټاکنيز سيال به يې ورسره د پيشو او موږک هغه يوه لوبه کوي چې مدام به يې ياد ساتي.

ولسمشر کرزی او ډاکټر عبدالله دواړه وايي چې د ولس د رأيو درناوی په کار دی. ولسمشر کرزی د ولس د رأيو درناوی دې ته وايي چې ډاکټر عبدالله دې په ټاکنو کې د هغه بری ومني. او ډاکټر عبدالله د ولس د رأيو درناوی دې ته وايي چې د ټاکنو په بهير کې د ولسمشر کرزي د ډلې له لوري د شويو درغليو او سرغړاويو باره کې د دوی شکايتونو باندې د غور نتيجه کې دې د ولسشر کرزي د رأيو سلنه د ګټې له کوره وکاږل شي. خو دواړو لوريو دا خبره هېره کړې چې ولس د خپلې رأيې د حرمت او عزت باره کې بېخي بل ډول فکر او نظر لري.

د کمکي اختر په ورځو کې کلي ته تللی وم. ژرنده وه، دېره وه او که جومات، هر چېرته د تېرو ټاکنو باره کې خبرې کېدې. د زياترو باور دا و چې څه د انګليسانو او امريکايانو خوښه وي، هغه به کوي. د ښاغلي کرزي او عبدالله ډلې، په هره بيه چې وي، فقط له هغوی څخه د امتيازونو د ترلاسه کولو له پاره پخپلو کې سره اړم دي- چنې وهي. دوی ويل چې که د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون رښتيا هم شکايتونو باندې په آزاده توګه د غور کولو جوګه وي نو د درغليو او سرغړاويو دغه پنډه کړکېچنه مسأله به د هېواد عدلي او قضائي ارګانونو ته محول کړي او که عدلي او قضائي ارګانونه په خپلو چارو او پرېکړو کې آزادي ولري نو ولسمشر کرزی او ډاکټر عبدالله دواړه به د دا دومره زياتو درغليو او قانوني سرغړاويو له کبله د ټاکنو په دوه يم پېر کې له ګډون څخه محروم کړي. ځکه چې دواړو په ټاکنو کې د ولس رأيې او ضمير ته سپک کتلي او د ټاکنو غوندې لويې ملي مسألې باندې يې ملنډې وهلې دي. دوی ويل چې که دغسې وشول نو د ولس د رأيې به واقعا درناوی شوی وي. خو دوی پوښتنه کوله چې که ټاکنې دوه يم پېر ته ځي نو چارې به يې څوک سمبالوي؟ دوی اندېښنه لرله چې د ټاکنو له کميسيون څخه خو د ټاکنو له پاره له څلور کلن تياري سره سره ورخ اوبو يووړ نو د ټاکنو د وروستيو نتيجو تر اعلان وروسته ۱۵ورځو کې به دغه لويه ملي دنده څنګه ترسره کوي؟!

زموږ د کليوالو په باور، هيڅوک د دې خبرې ضمانت نه شي کولی چې د ولسمشر کرزي او ډاکټر عبدالله ډلې به بيا درغلۍ نه کوي او پر قوانينو به پښې نه ږدي!  

بلې! د ولس قضاوت عموما رښتينی وي. د ټاکنو د بهير رڼاوی که په رښتيا د ولس له غوښتنې سره سم جوت شو نو دا به په هېواد کې د قانون د پلي کېدا يو زبردسته پيل وي. هېڅکله به بيا څوک داسې يوه کار ته زړه نه ښه کوي چې له امله يې د ولس پر مقدراتو ملنډې ووهل شي.