د جلال امرخېل يو غزل

زما د خوښې زلمي شاعر جلال مې د هغه پر يوه غزل  نظر غوښتی چې مننه يې کوم. درځئ چې لومړی د ده هغه غزل ولولواو خوند ځنې واخلو:  

لکه غني ، لکه خيام ، نشه يې سترګو کې ده
د شرابي غزل د جام  نشه يې سترګو کې ده
جلۍ ولاړه ده په بام، نشه يې سترګو کې ده
ټالۍ وهي سر ماښام ، نشه يې سترګو کې ده 
جلال پرېوځي ګام په ګام ، نشه يې سترګو کې ده
ستا د تومت، ستا د الزام ، نشه يې سترګو کې ده 
لښکر په لر وطن ډاډه په يرغل ځکه ورځي
د بر وطن د قتل عام نشه يې سترګو کې ده
زما ياران د مړ پاچا په غلامۍ نازيږي
وايي چې ځه خو د نظام نشه يې سترګو کې ده
مزارۍ پېغله پېښور کې هسکې سترګې ګرځي
د خپل پښتون پښتون باګرام نشه يې سترګو کې ده
د دې يتيم زلمي له سترګو نه چې وينې څاڅي
د شهيد پلار د انتقام نشه يې سترګو کې ده
په ما دې ډکې پيالې بنګ نه څښي په شنه سبايي
په ما دې نه کوي سلام، نشه يې سترګو کې ده.

د غزل لومړنۍ دواړه مطلعې ښکلې دي. رښتيا هم چې د غني او خيام له ذکر سره بنده ته نشه، خمار، سرور، سراب، مدهوشي، رنګ، رڼا، نور او بلا نور مفاهيم تداعي کېږي. پر دې سربېره، لومړۍ مطلع کې [د غزل جام] او هغه هم بيا [د شرابي غزل جام] په زړه پورې ترکيب دی. په دوه يمه مطلع کې يوه کليواله رومانټيک ننداره انځور شوې ده. [سر ماښام ټالۍ وهل] يا جوټې خوړل داسې يو خوند او رنګ لري چې يوازې عاشقان او عارفان يې څکلی او کتلی شي. درېمه مطلع سروپه روايتي ده. پر دې سربېره، د دوه يمې مسرې له کبله يې په لومړۍ مسره کې رديف هسې وزن پوره کړی- معنايي نقش يې نه دی لرلی. هېره دې نه کړو چې د مطلعو تعدد هم کله کله د غزل ښکلا زيانمنوي.

لومړی بيت:

لښکر په لر وطن ډاډه په يرغل ځکه ورځي
د بر وطن د قتل عام نشه يې سترګو کې ده.

ښکلی بيت دی. زموږ د هېواد او سيمې ډېر لوی ناورين او حقيقت په ډېر کم او کوټلي عبارت کې ارائه کوي.

دوه يم بيت:

زما ياران د مړ پاچا په غلامۍ نازيږي
وايي چې ځه خو د نظام نشه يې سترګو کې ده.

که دا زما غزل وای نو په دې بيت کې به مې د خپلو ټولو يارانو پر ځای ځينې يارانو ته ګوته نيولې وای چې د مړه پاچا په غلامۍ خوشال دي. يعنې د [زما ياران] پر ځای به مې [ځينې ياران] ويلي يا ليکلي وای. دغه راز، د لومړۍ مسرې د عروضي سمون له پاره په کار دي چې د [مړ] کلمه د [م] د زور او [ړ] د غړوندي يا سکون پر ځای د [م] په غړوندي او د  [ړ] په زورکي باندې ولولو او د [مړه] په بڼه يې وليکو. د [نازېږي] پر ځای [خوشاله] يا داسې بله کومه کلمه کارول په کار دي.

درېم بيت:

مزارۍ پېغله پېښور کې هسکې سترګې ګرځي
د خپل پښتون پښتون باګرام نشه يې سترګو کې ده.

دا بيت مې هېڅ خوښ نه شو. خو زه څوک يم چې خپله خوښه به کوم. که د شاعر يې ورباندې زړه نه کېږي چې ايسته يې وارتوي، نو لږه تر لږه دومره خو دې وکړي چې د [هسکې سترګې] عبارت کې د [هسکې] کلمه له [جګې] سره بدله کړي. وېرېږم چې سبا څوک د دغه مفهوم له پاره د نوښت په نيت چېرته [لوړې سترګې] ونه کاروي.

څلورم بيت:

د دې يتيم زلمي له سترګو نه چې وينې څاڅي
د شهيد پلار د انتقام نشه يې سترګو کې ده.

د دې بيت په لومړۍ مسره کې د [يتيم زلمي] پر ځای [لغړ ماشوم] يا بل داسې مفهوم په کار دی. په دوه يمه مسره کې د [شهيد پلار] مفهوم دا خبره رسوي چې په لومړۍ مسره کې ياد شوی ماشوم يتيم دی. دغه راز، د [زلمي] پر ځای [ماشوم] د شهيد پلار د انتقام روحيه کې لا پسې کثرت او شدت پيدا کوي. ماشوم چې هېڅ ډول کرکه يا کينه نه پېژني، د هغه په روح او روان کې هم د پلار د غچ او انتقام بوټی جرړی کوي.    

پنځم بيت:

په ما دې ډکې پيالې بنګ نه څښي په شنه سبايي
په ما دې نه کوي سلام، نشه يې سترګو کې ده.

په وروستي بيت کې رديف (نشه يې سترګو کې ده) معنايي نقش نه لري. خو که د لومړي شخص ضمير (ما) په دواړو مسرو کې په درېم شخص (ده) واړول شي نو د بيت په معنا کې به رديف نقش پيدا کړي.

يادونه:

غزل مقطع نه لري. کېدی شي له درېمې مطلعې يې مقطع جوړه کړو؛ په دې توګه به د مطلعو له تعدده راولاړ شوی عيب له منځه ولاړ شي. مثلا:

دا چې جلال دې نن جانانه ګام په ګام پرېوځي

ستا د تومت، ستا د الزام نشه يې سترګو کې ده.