ښاغلی محمد الله کمال د افغان ادبي بهير يو فعال غړی او لاروی دی. له ژبې او ادب سره د ژور تړون د پاللو په هڅه او هاند کې يې بريالی وينم. ما يې ((د خيالونو جزيره)) وکتله. ډېر څه مې په کې فکر ته راغلل؛ مثلا:

• ژبه يې ساده او معنا يې سپېڅلې ده.
• د پښتو شعر اصالت او رسالت په کې خوندي دی- وياړنه هم لري او حماسه هم؛
• داسی نښې نښانې په کې شته چې د شاعر څه نا څه ځانګړتيا ښيي؛
• د خوف او رجا تلقين په موازي او برابره توګه کوي؛
• د سرور سندرو ورڅخه ويرنې نه دي هېرې کړي؛ لنډه خبره دا ده چې د وينا سکه يې د پيغام پشتوانه لري.

له دې سره سره چې ښاغلی کمال د خوبونو خبرې ډېرې لري، خو چورلټ په خوبونو کې نه اوسېږي. رابطه يې زياتره له حقيقي عالم سره ده. په بله ژبه، په خوبونو کې اوسېدا يې له ويښې سره نا انډوله نه ده. ښايي همدغه ټکي يې د وينا د زياتې رنګينۍ مخه ډب کړې وي.

د ښاغلي کمال دغه شعرونه د شکل له مخې په لاندېنيو ټولګيو کې دي:

• غزل،
• مثنوي،
• چار پاره او چند پاره نظم، او
• آزاد شعر.

د ( د خيالونو جزيره ) کې د ځينو نظمونو کيسه ييز هيأت او ماهيت بېخي جوت دی. او دغه يوه ځانګړتيا  د نظمونو د بري عمدتا متضمنه وي. د شعرونو نمونې يې ځکه نه ورکوم چې يو خو يې درسته ټولګه ستاسو په وړاندې ده او بل دا چې زه هم د خپل يادداشت له پړسولو سره چندانې شوق نه لرم.

((د خيالونو جزيره)) د سکښت او سکڼ ( ترتيب او تدوين ) له پلوه زموږ د کتابي يا ديواني ادب د مقرراتو امينه ده. وګورئ، آغاز يې له حمد او نعت څخه کېږي.

د ښاغلي کمال د وينا د شعرولۍ په باره کې زما تأثر دا دی چی که شعر درد او خوږ وي نو د ده په وينا کې ښه ډېر دی؛ که شعر د زړه غږ وي نو د خيالونو په جزيره کې نه يوازې د کمال، بلکې د ټول افغان ولس د زړه غږونه ازانګې کوي؛ او که شعر يوازې وزن او آهنګ وي نو هغه هم لري. زه ورته تش دومره يادونه او سپارستنه کوم چې په خپله شاعرۍ کې دې له ټولو حواسو کار واخلي!

يادونه: برنۍ ليکنه د ښاغلي محمد الله کمال پر شعري ټولګه د سريزې په توګه ليکل شوې ده. دغه ټولګه په ٢٠٠٢ کال کې په پېښور کې خپره شوې ده.