@ نثار صيب، سلام!
* وعليکم السلام.

@ څنګه يې؟
*  شکر دی؛ خپل حال وايه. 

@ حاضر يې يو څو پوښتنې درنه وکړم؟
* ولې نه. خو څه ورباندې کوې؟!

@ په ((جانان)) کې يې خپروم.
*  نو د جانان له پاره خو خلک، د چا خبره، د غوايي غوښه هم خوري!

@ که پام دې وي په بهير کې يو ورځ استاد منلي په هنر او ادبياتو کې د اجتماعي تعهد يادونه وکړه که په دغه اجتماعي تعهد لږه رڼا واچوئ؟
*  د استاد خبره دې ماته نه ده په ياد. زه ګومان نه کوم چې هغه به په هنر او ادب کې د اجتماعي تعهد خبره کړې وي. هو، ځينې خلک له ټولنې سره د تعهد خبره کوی او تأکيد کوی چې که ونه شي، نو ليکنې به يې د ټولنې د خير ښېګڼې له تصوره تشې وي. زما په فکر ساهو شاعر او ليکوال يا هنرمن نه شي کولی چې د ټولنې د يوه غړي په توګه له ټولنې ګوښی ژوند وکړي، ضرور به يې د چاپېريال اغېز په ليکنو کې جوت وي. خو دغه له ټولنې سره د تعهد د خبرې ماهيت تر ادبي زيات سياسي دی؛ بلکې بيخي سياسي دی.

@ ځينې ليکوال او شاعران په ادبياتو کې د ارمان خبره کوي ستاسې په نظر د دغه ارمان نه د دوی هدف څه دی؟
*  هېڅوک نه شته چې يو کار دې کوي او هدف يې دې نه وي، هغوی چې په ادب کې د ارمان خبره کوي، مراد يې ښايي همدغه له ټولنې سره تعهد وي چې ستاسو په وينا ښاغلی منلی يې اجتماعي تعهد بولي.

@ دجهاد په کلونو کې هغه مهال چې تاسې هم د مقاومت په ليکو کې ولاړ وئ ادبياتو يو معتقد شکل درلود خو اوس هرڅه يوازې د شهرت او د مادي امتيازاتو د لاسته راوړلو په نيت ليکل کېږي ستاسې په نظر پښتو ژبې ته دا کار په تاوان دی او که په ګټه؟
*  ليکل که هر څه وي ژبې ته ګته رسوي. تاسو د مقاومت خبره وکړه ، بهتره ده جهاد ووايو. د مقاومت مفهوم کاملا مجهول دی. څوک څه پوهېږي چې د څه په وړاندې شوی؟ د حق په وړاندې- که د باطل؟!
شهرت او مادي امتياز هم په بشري حقونو کې راځي. غايه يا هدف دې نه وي.  ضمناً هم پيدا او ترلاسه کېدلی شي. هېره دې نه کړو چې د جهاد پر مهال هم ټولو قلموالو يوازې په اعتقاد پسې مصلې نه وې لنګ کړې. هغه مهال هم وو داسې ليکوال او شاعران چې امتيازات يې لرل او د شهرت شوقيان وو.

@ که يو ليکوال او يا شاعر خپله ټولنه ونه پېژني څومره به په خپل کار کې بريالی وي؟
*  وپېژني که ونه وپېژني؟
@ ونه وپېژني.
*  د بري د حدودو تصور يې نه شم کولی، خو ناکامي يې په سلو کې سل وبولئ او چې خپله ټولنه نه پېژني نو با يې چاته ليکي او د څه له پاره يې ليکي؟!

@ ادبيات کولای شي تربيوي شکل ولري او که نه؟
*  د تربيت يا روزنې مفهوم ډېر ويړ او ژور دی. يوازې ادبيات نه، هر هغه څه چې موږ يې کوو، روزنيز اړخ او ماهيت لري. يا به د چا خوښېږي او يا به يې بدې راځي، که خوښ يې شي تقليد يې کوي يا يې د موډل په توګه کاروي- که بد يې ځنې راشي- ځان ځنې ساتي. د تربيت او روزنې حاصل د سلوک  همدغه تغيير ته وايي. د ادب دنده د انسان د روح صيقلول او عواطفو ته وده ورکول دي او دا د تربيت تر ټولو لوړ ډول دی.

@ ويل کېږي چې کره کتونکي زياتره له خودسانسورۍ سره مخ شوي، ستاسې په اړه هم دا ويل کېږي دا خبره څومره سمه ده؟
*  که له خودسانسورۍ نه مو مراد دا وي  چې په ټپه ولاړ يم- کار نه کوم؛ نو زما په اړه به داخبره، کېدی شي چې سمه وي. خو دا کوم مطلق حکم يا اصل نه دی.  ښاغلی غضنفر د پښتو ژبې او ادب  يو مسلم نقاد او کره کتونکی دی، خو ماشاء الله پرېمانه ليکل کوي او ښه يې کوي.

@  که يو شاعر، ليکوال او يا کوم بل هنرمند  له خپلو تجربو نه فاصله ونيسي او بهرني عوامل يې هنر ته ننوځي  پر اثارو يې څومره اغېزه کولای شي؟
*  دومره چې تش تور يو مقلد به شي او بس؛ خپل رنګ او نور به يې نه وي.

@ ستاسې په نظر د ادبياتو او هنر د پرمختګ په برخه کې  ادبي نقد  څومره رول او اغېز لري؟
*  د ادبي نقد رول او اغېز د ادب او هنر د حدودو د تعين هومره دی. که نقد نه وي د ادب او هنر مقام به په څه شي ټاکې؟! چې نقد نه وي ادب او هنر نه شته. ماته خو پخپله دغه ادب او هنر لا يو ډول نقد او کره کتنه ښکاري.

@ تاسې شعر ليکئ، داستان هم کله کله ليکئ او تحقيق او ترجمه هم کوئ، د تجربو دغسې يو پراخ او وسيع حجم سړي ته څه احساس ورکولای شي؟
*  د ((سړي)) پر ځای که ((چا)) ووايو نو جنډر بيلانس به مو له پامه نه وي غورځولی. د تجربو پراخ ډګر زموږ غوندې يوه بې قوامه ټولنه کې چا ته دا احساس ورکولی شي چې که په ژوند کې در باندې يو ور پورې شو، نو سل اويا نور بويه چې درته اريتي دي. خو دا ښه احساس نه دی. مګر چاره څه ده؟! موږ وروسته پاتې خلک يو. دلته څوک، چې وس يې ورسي، له  يوې ښځې سره ګوزاره نه کوي نو په يوه کار کسب به څه ګوزاره وکا.

@ تاسې د ماشومانو د ادبياتو په هکله پراخ معلومات لرئ ولې په دغه برخه کې اثار نه ليکئ په داسې حال کې چې هغه خلک په دې برخه کې کار کوي چې هېڅ تجربه نه لري او کارونه يې ډېر نيمګړي دي؟
*  د ماشومانو له پاره د ليکلو په برخه کې څه ناڅه خواره واره معلومات او تر لسيزې زياته د کار تجربه رښتيا هم لرم. خصوصاً د اساسي او لومړنيو زده کړو په برخه کې. پر دې سربېره، د ليک لوست د پروګرام له پاره مې هم د موادو په تهيه کولو کې ونډه لرلې ده. اوس هم هيله لرم چې که ماشومانو ته راته چېرته د خدمت فرصت په لاس راشي. هغوی چې کارونه يې، ستاسو په وينا، نيمګړي دي يا تجربه نه لري، که خپلې هڅې جاري  وساتي نو هم به يې نيمګړتيا پوره شي او هم به يې تجربه زياته شي.

@ چاچې ستاسې شعرونه لوستي هغوی په دې نظر دي چې د عربي ژبې سره څه ناڅه بلدتيا مو د دې سبب شوې چې ستاسې پرشعرونو هم اغېز وکړي، تاسې دا دعوه منئ؟
*  له عربي ژبې سره د څه ناڅه بلدتيا خبره يې په سر سترګو. خو دا دعوی يې نه منم چې له يوې ژبې سره څه ناڅه بلدتيا دې پر يوه ليکوال يا شاعر دومره اغېز وښندي چې د هغه په اثارو کې دې په پراخه پيمانه محسوس شي.
بلې؛ زما په شعرونو کې به عربي کلمې وي. ولې به نه وي؟! د قرآن ژبه ده آخر. خامخا به وي.  خو داسې چې زما د ژبې قاعده يې دې راباندې ماته کړې وې، زړه ته مې نه پرېوځي. بله دا چې زه هغه عربي کلمې هم عربي نه ګڼم چې په پښتو کې له قديمه ټوکېدلي؛ وده يې کړې او د ګلانو غوندې په کې غوړېدلي دي.

@ ويل کېږي چې د افغان ادبي بهير له بنسټ ايښودونکو څخه يو هم تاسې ياست او د افغان ادبي بهير ګذارشونه هم تاسې ليکلي او بيا چاپ کړي خو اوس مو په کې ونډه کمه ده لامل يې څه دی ايا له ادب سره مو مينه کمه شوې او که له بهير سره؟
*  بلې؛ بلکې د بنسټ ايښودونکيو په هغو خاصو يا د ګوتو په شمېر کسانو کې  يم چې د افغان ادبي بهير واقعي کاري ډله (Task Force) وه او پسرلي صاحب او رفيع صاحب دوی به ((وړوکی بهير)) باله. دافغان ادبي بهير له جوړېدا راهيسې، له پېښوره نيولې تر کابله پورې، به ډېر کم داسې شوې وي چې زه يې دې په غونډه کې نه يم. تر دا نژدې وخته پورې چې بهير لا په پېښور کې فعال وو او زه به په کابل کې کې نه وم نو په پېښور کې به يې غونډو ته ورتللم. زه فکر کوم چې د بهير په غونډو او بحثونو کې به زما په اندازه  شرکت کمو کسانو کړی وي. او که تاسو د بهير د ويبپاڼې خبره کوئ، نو هلته رښتيا هم غير حاضر يم.
شمسزی صاحب،  د بهير په باره کې درته څه نه شم ويلی، خو که له ادب سره مې مينه کمه شوه، نو په ژوند کې به مې بيا هغه وړ تغيير په منډه ووينې چې له ادبه د تښتېدليو قلموالو په ژوند کې راغلی دی.

@ له ادبه تښتېدونکو نه مو مراد څه ډول ليکوال دي؟
*  هغه چې اوس د ټوپکمارو له لمنو د خلکو د وينو داغونه مينځي او له ډېره خياله لا کاږه وړي ورمېږونه!

@ ستاسې نه وروسته يو شمېر ليکوال او شاعران د ادب ميدان ته ووتل ، خود ساخته شخصيتونه يې له ځانه جوړ کړل  ستاسې په نظر لامل يې څه دی چې تاسې تر هغوی شاته پاتې شوئ؟ حال دا چې تاسې پښتو ژبې ته زيات کار کړی؟
*  وزه منم چې ډېر تکړه تکړه ځوانان زما په وړاندې د ادب ميدان ته راغلل- راروان دي- راځي به او که خپله خپله لاره به وهي. زه هم خپله لاره لرم- روان يم- بېخي کرار نه يم ناست. البته، د مزل څوک په منډه شوقي وي- څوک ازاد ازاد ګامونه اخلي- او څوک نرم نرم شاهانه قدم وهي. زما مزل هم د دا درېوو کټګوريو په يوه کې نه يوه کې ضرور راځي. او که ما ستاسو په وينا زيات کار کړی نو بيا به ولې له چا نه شاته پاتې يم؟!

@ خو زه وايم کار مو هغه وخت کې کړی چې له چا نه شاته پاتې نه وی، اوس خو مو د کار درک نه شته او که کار کوی کېدای شي مېوه به مو له ځان سره ساتلي وي، څوک پرې نه خبرېږي؟
*  له مخه مې درته وويل چې تر لسيزې زيات مې د هېواد مهاجرو ماشومانو ته  ښوونيز او روزنيز مواد برابر کړي دي- له لومړي ټولګي څخه تر شپږم پورې مې ورته درسي کتابونه او د ښوونکيو له پاره د تدريس لارښودونه ليکلي او هغه چې نورو ليکلي وو هغه مې له نوي سره اصلاح، ترتيب او تدوين کړي دي. ((د ماشوم نړۍ)) مې د ماشومانو له پاره د هغوی د ادبياتو يوه ټولګه ده. ((ګرامري اصطلاحات )) مې د لومړنيو او منځنيو ښوونځيو د زده کوونکيو له پاره د ژبنيو مشقونو يوه  ټولګه ده چې نه ده چاپ شوې. ((ګټور معلومات))،(( سترې هستۍ))، ((ګټور کارونه او کسبونه)) مې درې نور ناچاپ کتابګوټي دي چې د ليک لوست د پروګرام د فارغانو له پاره ليکل شوي دي. دغه راز، ((ښوونيز او روزنيز مواد به څنګه ليکو؟)) يوه بله کوچنۍ رساله ده چې د يوه ټريننګ له پاره مې ليکلې ده.  په دا وروستيو کې مې څه موده له  ((آزادې اروپا راډيو)) سره د ژورنالست په توګه هم کار وکړ چې هلته مې هم اورېدونکي راڅخه راضي وو.  پر دې سربېره، بېلابېلو سيمه ييزو او نړيوالو خبري سروېسونو راسره پر  ژبې او ادب  سربېره د هېواد پر حالاتو مرکې هم کړې دي.د ((څانګې څانګې ارغوان)) تر خپراوي وروسته مې هم يو څه شعرونه ليکلي دي او له افغان ادبي بهير سره د پرله پسې همکارۍ خو مې درته له مخه هم وويل. دا اوس اوس مې د ارغوان په نامه يو وېبلاګ هم نړيوال جال ته دننه کړی دی او د تبليغي جماعت په څېر د لارې ګودر پر سر په ناسته په ولاړه د چا خبره لکچرونه مې خو مې هغه مشغله ده چې د سرکاري کچرو زړه ځنې چاود دی.
 
@ په ادبی اثارو کې د ديني تفکر د احياپه اړه څه نظر لرئ؟
*  په ادبي اثارو کې ديني تفکر ته د کره کتنې د يوه مهم اصل په توګه ګورم چې که په افغاني ټولنه کې ژوند غواړو نو بايد ويې پالو او وده ورکړو. البته، هغه څه چې مرګ نه لري لکه دين يا ديني تفکر نو د ژوند يااحيا تصور يې، خدای شته چې نه شم کولی.

@ نثار صيب زه په ادبي اثارو کې د ديني تفکر خبره کوم او زما هدف له احيا نه ژوندی ساتل دي، زما په نظر کېدای شي چې ځينې وخت ومري، همدا اوس يې تاسو د کمزوري کېدو احساس نه کوئ که څنګه، او که وايئ چې نه کومه بېلګه يې لرئ؟
*  ((کمزوري)) او ((مرګ)) خو نو شمسزيه  روکيه دوه بېلابېل مفاهيم دي. په ادبي آثارو کې د ديني تفکر بېلګې شکر بېخي زياتې دي. د پښو ژبې کلاسيک او معاصر درست ادب ځنې ډک دی. په دا اوس وخت کې د مرحوم استاد الفت ((د ټولنې په جوړښت کې د اسلام نقش))، د مرحوم مولانا قيام الدين خادم ((لوی اصحابان)) او ((مکارم الاخلاق))، د مرحوم مولانا خالص ((اسلامي روح)) او د مرحوم عبدالهادي هدايت، مولانا سيفي او نورو ليکنې او ژباړې زموږ په ادب کې د ديني تفکر په زړه پورې بېلګې دي.  

@ ځينې خلک مو په اسلامپالو کې راولي، په عقيدوي مسايلو کې له چانه متاثره ياست؟
*  که له اسلامپالو يې مراد طالب، ملا يا اخوانی وي، اشتباه کوي. او که مراد يې دا وي چې ديني دساتيرو ته پابند يو ساده باده مسلمان يم، نو الله تعالی دې اجر ورکړي. د اسلام په عقيدتي مسألو کې له قرآن او سنت  سوا نور هېڅ شی لازمي مورد نه لري. او که  مطلب مو دا وي چې دغه مسألې چا ښه  ارائه کړې دي، نو  د محمود الحسن ديوبندي، شبير احمد عثماني،  شبلي نعماني او سيد سليمان ندوي رحمهم الله څلور واړو ژبه خوږه ده.

@ د پښتني فرهنګ د ودې له پاره دين او هنر که چېرې يوځای شي څه تاثير به ولري او که نه؟
*  ولې نه؛ که د دين او هنر له يوځای کېدو څخه مو مطلب  دا وي چې له هنر څخه دې د ديني ارزښتونو د ودې او پرمختيا له پاره کار واخيستل شي، نو هو؛ ځکه چې هنر د خلکو د ښکلاييز ذوق او عاطفه روزي او وده ورکوي. زموږ اسلافو موږ ته د هنر په مرسته ستر فرهنګي ميراث راپرېښی دی. د خط، شعر، او نقاشۍ يا ميناتورۍ په برخه کې يې وبوله چې ساری نشته. د نڅا، موسيقۍ، او سينما په برخه کې هم، له دې سره سره چې متنازع فيه هنرونه دي، څه نا څه کار شوی. خو مجسمه جوړول چې د اسلام له نظره يوه مردوده چار ده، پښتانه مينه نه لري.    

@ ديوه ښه اثر د پېژندنې معيار څه شی  دی؟ يا ستاسې په نظر کوم معيار شته چې يو شعر ته ښه شعر او بل ته نيمګړی شعر ووايو؟
د يوه ښه اثر د پېژندنې تر ټولو لوړ معيار هغه اثر ته اړتيا ده چې ټولنه يې شدت سره احساس کړي. او  ښه شعر هغه دی چې کاظم خان شيدا يې تعبير او تفسير کړی. د ښه شعر دومره جامع او مجمل تعبير او تفسير چې بل چا دې کړی وي، زما له نظره  کله نه دی تېر شوی. شيدا وايي:
مضمون د شعر لکه پيکر دی
ښايسته الفاظ يې رخت و زېور دی
ورلره بويه دا دواړه څيزه
پيکر که هرڅو دلربا تر دی.
نو يو شعر چې د شيدا پر دغه کچ ومېچ برابر وو بويه چې ښه شعر دی. او دا د نيمګړي شعر اصطلاح د لومړي ځل له پاره تاسو نه اورم، شعر شعر وي، هغه چې ښه نه وي هغه ته څوک شعر نه وايي.

@ نثار صيب په معاصر شعر کې له مانا نه دتېښتې په اړه ستاسې څه نظر دی؟ بله دا چې په شعر کې له مانا نه منظور مضمون دی او که نه؟
*  معنا او مضمون دواړه تقريباً يوه خبره ده، له معنا نه تېښته نه په کلاسيک شعر کې شوی او نه په معاصر هغه کې مجاز ده. البته، معاصر شعر کې چوکاټونه او قالبونه مات شوي او ازاده شاعري په دغو ماتو قالبونوکې په غورځنګونو ده. له معنا نه تېښته د واهياتو په تمبولۍ کې د پرېوتلو برابره ده.
 
@ که فکر مو کړی وي اوسمهال موږ او تاسې په پښتو ژبه کې څو  ډوله شاعران لرو، فلسفي شاعران، فکري شاعران،  خيالي او انځوريزه شاعران بېلګې يې هم شته، کاروان صيب، شاه سعود او دروېش درانی دکوم يوه شاعري ستاسې خوښېږي او وجه يې څه ده؟
*  هو! شاعران د خپلو افکارو او نظريو د اظهار له مخې تر يوه حده يو له بله سره جلا کولی شو. چا چې د کومې ساحې مضامين زيات کارولي، د هماغې ډلې يا ډګر يې ګڼو. زما په  فکر د شعر اساسي توکي خيال او فکر دی. فکر کېدی شي فلسفي يا غير فلسفي نور څه وي. دغه راز، خيال هم کېدی شي عاطفي غير عاطفي بل څه وي. تشبيه، استعاره، سمبول او اسطوره  چې په مرسته يې انځورونه جوړېږي د پيغام لېږدونې يا بيان انداز ټاکي. هېره دې نه کړو چې د فکري شاعر، تصويري شاعر او تخيلي شاعر  نومونې روښانه وجاهت نه لري. د انځوريزې يا تصويري شاعرۍ په نامه په اردو ژبه کې ځينې محدودې تجربې شوي. په  پښتو کې سيد شاه سعود هم په خپله شعري تولګه (درې ګوټيزې دايرې) کې دغه هڅه کړې ده، خو په دا ټولو کې د هنر په پرتله تفنن زيات دی. شاعري بې خياله او بې فکره نه کېږي. د دې دواړو امتزاج په کې لږ يا ډېر ضروري دی. او په دغه امتزاج کې د عاطفې لوی لاس دی.  نو که د کاروان په شعر کې خيال لوړ دی- که د دروېش په شعر کې فکر غالب دی او که د شاه سعود په شعرکې دا دواړه سر په سر دي، هر يو خپل خپل ځای لري. مثال يې په لاس کې د ګوتو دی چې ځينې جګې وي او ځېنې ټېټې. د ګوتو همدغه تفاوت په لاس کې تناسب راوستی.  څوک هم نه شي ويلی چې دغه يوه ګوته يې خوښه ده او هغه بله نه. ګوتې، پنځه واړه ګوتې وي او د ټيټ او جګ له دغه ټول توپير سره سره ښکلې ښکاري. نو زما هم سعود خوښ دی، هم دروېش او هم کاروان. درېواړه دې خدای له بدو سترګو وساتي- شمسزيه، له تا او ما او نورو يارانو سره.  ته وايه امين.
@ امين.

@ ته خو پوهېږې چې زما له ايډيالونو سره کار دی، ستا ايډيال شخصيت څوک دی؟
*  ګل پاچا الفت.

@ څوک دې ډېر خوښېږي؟
*  خپل ځان.

@ په خپل ځان کې دې څه نه خوښېږي؟
*  خپل دغه احساس چې له هېچا سره مې رخې يا کينې ته نه پرېږدي.

@ په څه شي ژر غوسه کېږې؟
*  د رحمان بابا په وينا بس: د عالم په کجروۍ  مې خپل ځيګر خورم (البته، د ضمايرو په تغيير سره).

@ بې له دې نه دې کوم مسائل ډېر ځوروي؟
*  نوره نو د الله پاک دنيا ګرد سره ښکلې او ښاغلې ده.

@ که څوک دې ستاينه وکړي خوشحالېږې؟
*  که حقيقت په کې وي، ولې نه؟!

@ په ژونديو کې دې څوک ډېر خوښېږي؟ الفت صيب خو خدای بښلی دی.
*  استاد سعدالدين شپون درته وښيم او که اسدالله غضنفر؟؟
@ دواړه ښه دي .

@ دا راته ووايه چې په ځوانانو کې  دې خبرې د چا خوښېږي ؟
*  څه وړ خبرې؟
@ بس ځينې خلک داسې وي چې همدا غږيږي دسړي پرې مينه راځي؟
*  چې مخ يې ښه وي، خبرې بيا د ټولو ښې لګېږي.
@ وا، وا!!

@ ته وايې چې په هره خبره نه غوسه کېږې خو ته ليدل شوی يې چې په ډېرو وړو خبرو دې هم غوسه کړې ده لکه بهير به ياد کړو ډېر ژر په کې په قهرېږې.
* نه که نه؛ ما درته وويل چې د عالم په کجروۍ به خپل ځيګر خورې که نه.

@ ستا سياست هم خوښېږي هم ترې لرې ګرځې علت يې څه دی؟
*  خو زه دا نه منم چې زه دې ځنې کله لرې شوی يم.

@ که لرې شوی نه يې نو کوم ښکاره فعاليت دې هم په کې نه دی کړی سمه ده که نه؟
*  ما هېڅکله خپل سياسي نصب العين او ما فی الضمير له چا نه نه دې پټ کړی.

@ دا خو دې د ځان له پاره کړي ولس ته دې څه کړي دي؟
*  له ((چا)) څخه مې مراد ټولنه ده او ما ورسره لږ تر لږه څه ټګي يا برګي نه ده کړې.

@ ويل کيږي چې په هيڅ دور کې تا له چارواکو سره جوړښت ونه کړ، هغه که د جهاد د دور تنظيمونه وو او که دا اوس د ديموکراسۍ په لور روانه دولتي پاليسي ده؟
*  که دا ګناه وي نو کړې مې ده. خو اصلي خبره دا ده چې چارواکي زما غوندې خلک نه خوښوي.

@ نثار صيب، کله دې مينه کړې؟
*  بې مينې نو ژوند کله کېږي.

@ شکست  دې هم په کې خوړلی دی که نه؟
*  په شرقي مينه کې بې له شکسته دي څه! آدم درخانۍ ته دې وګوره- مومن خان شيرينۍ ته دې وګوره- موسی جان ګل مکۍ ته دې وګوره، .... همدغه دې رومانونه دي که نه!

@  نو بيا په ژوند کې تر ټولو لويه ناکامي دې کومه يوه وه؟
*  لويه ناکامي مې داوه چې له ورانېدو څخه د وطن  د نجات په وخت کې مې خپل مسؤوليت ترسره نه کړای شو.

@ ډېر عالي افکار لرې.
*  مننه.

@ ښه نو بيا لويه کاميابي دې په ژوند کې څه وه؟
*  لويه کاميابي مې داوه چې د وطن د ابادۍ او سوکالۍ له پاره مې خپله هڅه کړې ده او د لارې  په انتخاب مې پښېمانه نه يم.

@ ته لکه چې له سياست نه پرته نور ژوند نه لرې، کېدی شي  د ژوند په نورو اړخونو کې هم سړی کاميابي او ناکامي ولري؟
*  تاسو د لويې ناکامۍ او کاميابۍ پوښتنه وکړه که نه. او دغه د وطن او ولس چارې به يوازې په سياستوالو پورې نه منحصروې.

@ دا راته ووايه چې ژوند د خوراک له پاره کوې او که خوراک د ژوند له پاره؟
*  مهم ژوند دی.

@ ښه نو په خوراکونو کې دې څه شی ډېر خوښېږي؟
*  له هېڅ شي نه يم پرهېز.

@ دا صحت دې څنګه دومره روغ ساتلی چې له هېڅ شي نه يې پرهېز  راز يې په څه کې دی؟
*  د الله تعالی مهرباني ده او بس. البته، پلی ډېر ګرځم.

@ نثار صيب څو کلن به يې؟
*  ته څه فکر کوې؟

@ زه دا به پرېږدم ځکه کېدای شي ته د عمر په ښکاره کولو خپه شې.
*  نه د خفګان خبره له سره نه شته. په سر ږيره کې مې سپين لګېدلي دي خو  توروم يې نه.

@ ستا په ارغوان کې يو بيت نيم داسې هم وي:
خاطر خدای مه کړه دروند شي د دې چم د جينکيو
که نن  مې يو نيم بيت  پر هلکانو وليکه.
*  هو؛ خو محاسبه به پر يوه نيم بيت نه کوې. خو خوشال پر دې يم چې ستاسو د مذاق او ملاحظې مطابق هم يو نيم بيت په کې شته.

@ نثار صيب د عمر خو دې ونه ويل په څو کلنۍ کې دې واده کړی که له دې لارې خدای وکړي ستا عمر معلوم شي؟
*  څلرويشت کلن به وم شايد.

@ نثار صيب په واده کې دې څه ډول جامې اغوستې وې؟
*  سپينې.

کوم کال به و، يانې سنه څو وه؟
*  ١٣٦٤.

@ يانې اوس معلومه شوه چې ۴۵ کلن يې سمه ده.
*  شاوخوا ورسره ووايه.

@ د ځينو شاعرانو چې د شعر چينه وچه شي نو بيا لنډې کيسې او يا هم په شعر نقد  ته مخه کړي، فکر کوم ستاسې د شعر چينه هم وچه ده خو د نورو شاعرانو په څير مو نه لنډې کيسې وليکلې او نه نو کومه داسې د نقد ځانګړې لار خپله کړه وجه يې څه ده؟
*  هو؛ وچه يې وبوله . دلته کارېزونه وچ شول، ته د چينې خبره کوې.  پر شعر يا بل هر څه  له کره کتنې سره له  پيله جوړ يم. مګر دا کومه لازمي خبره نه ده چې څوک شعر ونه شي ليکلی نو خامخا به نقد کوي او يا به کيسې ليکي.

@ نو بايد  په ټپه ودرېږي که څنګه؟
*  نو په ټپه خو زه هم نه يم ولاړ، په څه مې چې واره ورځي کوم يې.

@ خو په دې وروستيو کلونو کې دې نه کوم شعر چاپ شوی او نه کوم نثر؟
*  ليکنې مې راسره شته خو زړه مې پرې اوبه نه څښي.

@ نثار صيب خلک وايي دا ډالري معاشونه هم لږ څه سړی خرابوي  پر تا خو به يې تاثير نه وي کړی؟
*  زما معاش له اول نه هم ډېر بد نه و. يو څه اغېز به يې وي. خو اصلي خبره بله ده.

@ هغه نو کومه خبره ده موږ ته ولې تشويش پيدا کوې؟
*  د تشويش خبره نه ده. کله چې د چا ايډيال سر وخوري نو همداسې کېږي او  دا تمبلي هم ګوره څه معمولي شی نه دی.

@ تا وويل زما ايډيال ګل پاچا الفت دی هغه خو  ستا له شاعرۍ نه مخکې وفات شوی دی؟
*  هو؛ خو د هم هغوی له هيلو او ارزښتونو سره چې د افغان ملت له پاره يې لرل، زښته زياته جفا وشوه که نه.

@ نثار صيب، دا يوه خبره راته وکړه چې بهير چا جوړ کړو او دا بنسټ يې چا کېښودو؟
*  (( افغان ادبي بهير)) نومي کتاب کې دغه هر څه شته.

@ ښه اوسمهال په فرهنګيانو کې چا چا سره نږدې اړيکې لرې؟
*  چې بهير ته راځي له زياترو سره يې.

@ ډېره مننه. دا راته ووانه چې مرکه دې خوښه شوه او که نه؟
*  دا حق د لوستونکيو دی.

@ ډېر خو به مې په کې چېړلی نه يې؟
*  نه ؛ داسې څه مې احساس نه کړل.
 
@ ښه په پای کې مننه له دې نه هم چې د خپل عادت له مخې دې ځای پر ځای زما خبرې هم د کره کتنې چج ته وغورځولې او د چا خبره مرکچي هم درنه په امن کې پاتې نه شو.
*  (خندا) په مخه دې زېړي ګلونه.