د مهاجرو ماشومانو له پاره اساسي زده کړې\ GTZ-BEFARe د پاکستان په سرحد ايالت کې د مهاجرو افغانانو ماشومانو ته اساسي او لومړنۍ زده کړې برابرولې. دې ادارې په ٢٠٠٢ کال کې وغوښتل چې د (( زما د ملګرو سره ووينئ )) نومی کتابګوټی پر ماشومانو ووېشي. دهغه په اړه يې زما نظر وغوښت. لاندې کرښې مې ورته وليکلې. زه هغه مهال د نوموړې ادارې د پښتو ښوونيزو او روزنيزو موادو د تأليف او تدوين مسؤول وم.  (( نثار))
__________________________________

د ا د هغه مصور کتابګوټي نوم دی چې د آسيا او لټ سمندر ثقافتي مرکز د يونسکو په مرسته په ٢٠٠٢ کال کې په اسلام آباد کې خپور کړی دی. د کتاب محتوا د آسيا او لټ سمندر د حوزې د ١٤ هېوادونو له لوري وړاندې شوې ده. د دغو هېوادونو نومونه دا دي:

ويتنام، بنګله دېش، جنوبي کوريا، اندونيزيا، ايران، هند، فيليپين، تايلينډ، ماليزيا، چين، نيپال، پاکستان، نيوزيلينډ، او جاپان.

نوموړی کتاب د آسيا او لټ سمندر د حوزې اړوند ټولو هغو ماشومانو ذهني ودې او پرمختيا ته ګټه لري چې د ليک او لوست کولی شي؛ له ليک او لو ست څخه مراد د تصويرونو لوستل هم دي.

دغه کتاب، البته، ځينې نيمګړتياګانې هم لري؛ مثلا:

- املا يې معياري نه ده؛
- ژبنۍ کمزورۍ لري؛
- د ليکنې لهجه يې سيمه ييزه ده؛
- د افغانستان د کلچر او ثقافت په اړه په کې څه نشته.

پر دې سربېره، د اسلامي هېواد مالېزيا د قانون په حواله داسې يو پيغام هم لوستونکيو ته ورلېږدوي چې مذهب\ دين ګواکې د بدلولو شی دی.

په عمومي توګه ويلی شو چې دغه کتابګوټی د يوه افغان، په تېره بيا د يوه مهاجر، ماشوم له پاره د يوې داسې هندارې مثال لري چې له خپله ځانه پرته په کې نور هر څه ليدلی شي!