خوشحال بابا د پښتو ژبې تر ټولو لوى شاعر دى او لوى شاعران د شعر په باره کې لزوما ځينې ځانګړې نظريې لري. د خوشحال بابا د شعر په ځانګړې نظريه د پوهيدو له پاره به لومړى د شعر په باره کې د ځينو کورنيو او بهرنيو پوهانو او اديبانو د رايو په رڼا کې يو مقدماتي بحث وکړو او بيا به پخپله د خوشحال بابا نظرياتو ته مراجعه وکړو چې زموږ د مقالې اصلي موضوع ده. خو دغه مقدماتي بحث به دوه برخې ولري. په يوه برخه کې به په عمومي توګه د شعر په باره کې د بېلابېلواديبانو او پوهانو تعبيرونه، تفسيرونه او تاثرات بيان شي او په بله برخه کې به په خصوصي توګه د خوشحال بابا د شعر، فکر او نظر په اړه د هغوى نظريات. وروسته به پخپله د خوشحال بابا د نظريې په عمومي ډول د شعر او په خصوصي توګه د هغوى د خپل شعر په اړه وړاندې کړو.

الف: په عمومي توګه د شعر په باره کې:

شبلي نعماني وايي: (( شعر جذباتيست که بشکل عبارات و الفاظ جلوه گر ميشود و کلامى است که تمايلات و احساسات انسانرا تحريک مينمايد.)) (١)

ميا سيد رسول رسا ليکي: (( د شعر ډير تعريفونه شوي دي. خو لکه د ادب په شان د شعر صحيح تعريف هم دادى چې انسان د خپلو احساساتو،جذباتو او عواطفو اظهار په داسې رنګ کې وکړي چې د اوريدونکي يا لوستونکي احساسات هم په هغه شان راوپاروي لکه څنګه چې د شاعر د شاعرانه تجربې او مشاهدې په وخت کې رالړزيدلي وو.که په داسې کلام کې وزن او قافيه وي نو هم شعر دى او که نه وي نو هم شعر دي.)) (٢)

کاظم خان شيدا چې د پښتو ژبې يو بل لوى شاعر دى،هغه په شعر کې بنيادي شى مضمون ګڼي.البته شاعرانه ژبه يا رنګين الفاظ هم د مضمون له پاره لازم بولي؛ وايي:

مضمون د شعر لکه پيکر وي     رنګين الفاظ يې رخت و زېور وي
ورته ضرور دي دا دواړه څيزه     پيکر که هرڅو دلرباتر وي.

انګريز اديب کالريج وايي: (( شاعرانه تجربه عاميانه تجربه نه ده. دا يوه فوق العاده افاقي او الهامي تجربه ده.په دې وجه د شعر ژبه هم عاميانه ژبه نه شي کېدى.بلکې شعر ته مخصوصه الهامي ژبه په کار ده چې له عامې ژبې نه ممتازه وي.)) (٣)

سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار وايي: ((هنر او ادبيات، په تېره بيا شعر د خپل عصر د ژوندانه هنداره وي.ښه شاعر هغه دى چې دغه هنداره سمه او صفا جوړه کړي،چې د قام د ژوندانه تر وېښته هومره نازکې نکتې په کې څرګندې شي.)) (٤)

ټي ايس ايلټ وايي: (( په شاعرۍ کې مدام د يوه ډول نه يوه ډول نوې تجربې ابلاغ کېږي. يا بيا کومه آشنا تجربه له نوي ادراک سره وړاندې کېږي. يا بيا د داسې کوم شي اظهار وي چې موږ تجربه کړې وي خو د اظهار له پاره يې راسره الفاظ نه وي- داسې يوه تجربه چې زموږ شعور پراخوي- يا زموږ ادراک ته لطافت وربخښي .... زما په خيال موږ د خوښۍ له هغو دواړو ډولونو څخه خبر يو چې په شاعرۍ کې يې پيدا کوو او له دې سره سره پر خوښۍ سربېره هغه څه هم احساسوو چې شاعري يې زموږ په ژوند کې پيدا کوي. د دغو دوو تأثراتو له پيدا کولو پرته شاعري شاعري نه پاتې کېږي.)) (٥)

انګريز شاعر ملټن وايي: ((د شعر خوبي داده چې دادې ساده وي؛جوش دې په کې وي او په اصليت دې مبني وي.)) (٦)

د شعر او شاعرۍ په اړه د پوهانو او اديبانو له پاسينو څرګندونو څخه دا نتيجه لاس ته راځي چې شعر د يوې آفاقي او الهامي تجربې په توګه له شاعر څخه لوړ تخيل، د کائناتو په تېره بيا د انساني فطرت ژوره مطالعه او د رنګينو الفاظو لټون غواړي.

ب- په خصوصي توګه د خوشحال بابا د شعر په باره کي:

د خوشحال بابا د شعر نظريې او مفکورې په پښتو شعر او ادب کې د يوه لوى تحول او بدلون بنياد ايښى دى. مرحوم ګل پاچا الفت په دې اړه ليکي:((... پخوا به په شعر کې داسې شاعرانه خيالاتو ځاى درلود چې په واقعي دنيا کې به يې مصداق نه شو پيدا کولى يا به دعشق داسې رمزونه او رازونه په کې وو چې نور خلک به پرې ښه نه پوهېدل او يوازې شاعرانه شعور به يې درک کولى شو... په دې آخره زمانه کې چې شعر او شاعر د زمکې له خلکو سره خپل تعلق له پخوا نه زيات کړ نو اجتماعي ژوند او مدني خوا سره يې رابطه ډېره ټينګه شوه.زما په عقيده دغه کار په پښتو شاعرۍ کې خوشحال خان خټک آغاز او تکميل کړ او دغه لوى تحول يوازې ده ته منسوب دى.)) (٧)

د خوشحال بابا د شعر نظريه د آزادۍ پر لوړه مفکوره بنا ده.همدغه د آزادۍ لوړه مفکوره وه چې خوشحال بابا يې په پښتو ژبه او ادب کې اصلاحاتو کولو ته اړايست.روسي ختيځپوه نيکولاى دووريانکوف ليکي: (( د خوشحال خان خټک شاعري د نورو افغاني شاعرانو له نظم سره په دې اساس توپير لري چې دده شاعري د آزادۍ د لويو مفکورو څخه الهام واخيست... دې لويو مفکورو خوشحال خان خټک دې ته مجبور کړ چې په خپله مورنۍ ژبه کې اصلاحات وکړي.)) (٨)

خوشحال بابا د شعر په شکل او محتوا دواړو کې د تناسب او توازن لارښوونه کوي؛ ډاکټر محمد اقبال نسيم خټک وايي: (( خوشحال نه خو په مقصد او نظريه دومره زور ورکړى دى چې د هيأت د ښکلا اړخ يې کمزورى پاتې شوى وي او نه يې په ((صورت جسيمه)) دومره زور ورکړى دى چې د فن مقصد مبهم او غير واضح پاتې شوى وي.د هغه فن د هيئات او مقصد د تناسب او هم آهنګۍ يوه داسې نادره نمونه ده چې ډير کم فنکاران دغه معيار ته ورنژدې کېدى شي.)) (٩)

خوشحال بابا شعر د انساني فکر تر ټولو ښکلى ايجاد ګڼي او په شعر کې د خداوندي فيضان تر خوا خوا پر فني رياضت تأکيد کوي. پروفيسر سيد تقوم الحق کاکاخېل ليکي: (( خوشحال خان چې چېرته د ښکلا خبره کړې، د فطرت ښکلا يې ياده کړې ده.... د هغه په نظر د انساني فکر تر ټولو ښکلی تخليق شعر دی او هغه په شعر کې د الهي فيضان او د رياضت د فن قائل دی. (هغه وايي چې) د معناګانو او فکرونو فيضان د برني عالم له لوري دی.)) (١٠)

د پښتو شعر او ادب په اړه د خوشحال بابا نظريه پر تصحيح، تجدد، تنوع او تکامل ولاړه ده.
سرمحقق زلمى هېوادمل ليکي: ((... ده چې کوم وخت شاعري پېل کړه نو د غوريانو او سوريانو د ادبي جريان خاطرې د پښتونخوا په دې پيڅه د چا په حافظه کې نه وې پاتې او د پښتنو په فرهنګي او ديني عرفاني حلقو کې د روښانيانو، د حضرت اخوند درېزه د پلويانو او نورو عارفانو او مذهبي شاعرانو  نظمونو رواج  درلود. خوشحال دغه جريان ته په انتقادي نظر کتل. د دغه جريان پيروي يې ونه کړه، بلکې د خپل عالي استعداد او سالمې شعري قريحې او لوى عظمت په مرسته يې په پښتو ادبياتو کې داسې لاره پرانستله چې هغه د ده خپله ابتکاري ادبي لاره وه او تر ده وروسته که چا پر دې لاره يون کړى دى، نو هغه ګرده د ده پيروان دي.)) (١١)

د خوشحال بابا د شعر په باره کې د پوهانو او اديبانو برنۍ رأيې موږ دې نتيجې ته رسوي چې د بابا د شعر نظريه او فکر په پښتو ژبه او ادب کې د آزادۍ د روح په بېرته ځلولو سره د يوه جامع تنقيد، تصحيح، تجدد او تنوع له لارې د يوه داسې تحول په ابتدا او تکميل تمامه شوه چې د پښتنو په ژوند او ادب کې يې د  ترتيب ، تناسب او تعادل يوه نادره ننداره جوړه کړې ده.

په تېرو کرښو کې مو په عمومي توګه د شعر او په خصوصي توګه د خوشحال بابا د شعر په باره کې د مختلفو پوهانو رأيې او نظريې وړاندې کړې او په خپل خپل ځاى کې مو ځنې نتيجې واخيستې. اوس راځو دې ته چې په خپله خان بابا په عمومي ډول د شعر او په خصوصي توګه د خپل شعرپه اړه څه نظر لري؛ هغوی فرمايي:

لکه غشي لره بويه تيرانداز         هسې شعر لره بويه سحرساز
همېشه د زړه په لاس تله د وزن     زيات و کم د وزن يو ترى غماز.

رښتيا هم، څوک چې د تيراندازۍ مشق او تمرين نه کوي،مټ او شست يې نه جوړېږي. دغه حال د شعر هم دى. که شاعر ساحرانه ژبه ونه لري، د خپلو تجربو او مشاهدو په شاعرانه کولو کې پاتې راځي. سربېره پر دې، يوازې د يوه توري يا آواز زياتى يا کمى هم د شعر وزن بربادوي. په کار دي چې د شعر د وزن تله مدام د شاعر په لاس کې وي- خو (( د زړه په لاس)) کې. له دې وروستي عبارت څخه د بابا مراد د شاعر په روح او روان کې د ننه توازن او تعادل دى چې بايد ويې لري.

خوشحال بابا شعر يوه الهي پېرزوونه ګڼي او الهام يې بولي؛ وايي:

زه د شعر په کار هېڅ نه يم خوشحال               
ولې خداى مې کړه په غاړه دا مقال
نه په فکر،نه په ذکر رابرسېر شي                  
ناګهانه لکه وورې د پشکال.

خوشحال بابا د شاعر اندروني کيفيتونه داسې بيانوي:

سرهوا لکه تبژن هسې وييږي
له خپل ځان سره خوله پټه ځواب سوال


خلق خوښ په خوب اوده وي دى بې خوبه
د پالنګ د پاسه خوب وي پرې محال
پټ په پټه وبله اوړي تر صباحه
د ښه لفظ، د ښه مضمون په اتصال
چې د شعر فکر ورشي په مجلس کې
نور عالم خندا هوس کا دى ملال
کله کله يې مخ پټ شي په ډېر فکر
چې په ده د لېونتوب شي احتمال.

څوک چې شعر په ښه توګه کاروي نو بابا وايي چې له دې سره پوهه او حکمت زياتېږي:

دانايي، علم، حکمت په کې زياتېږي
څوک چې ښه وکا د شعر استعمال
د هر بحر يې په شمار واړه حرفونه
په تقطيع سره يې جمع انفصال.

د شعر د عظمت په باره کې وايي:

شعر کار د هر فاسق د فاجر نه دى
نه د هر يوه وږسترګي د کنګال
شعر کار يا د سالک يا د مالک دى
د عاشق دى، د دردمن دى، د ابدال.

هغه شاعر يې سخت غندلی چې د دنيا د مال او متاع له پاره شاعري کوي:

د هغه شاعر دانې وشه په ژبه
چې د شعر دردانې پلوري په مال.

د خپلې شاعرۍ د کيفيت او نوعيت په باره کې وايي:

قصيدې لرم غرا له هره بابه
په حکمت، په نصيحت کې مالامال
په تعريف د دلبرانو غزلونه
په صفت د سترګو،وروځو،زلفو،خال
رباعي ده ، که قطعه، که مثنوي ده
همګي واړه ګوهر دي در و لال
په فارسي ژبه که نور تر ما بهتر دي
په پښتو ژبه مې مه غواړه مثال
طبيعت مې عطائې ، نه د تحصيل دى
که خبر يم د املا په استعمال.

تر ځان له مخه پښتو شعر داسې ارزوي:

بندوبست د پښتو شعر ما پيدا کړه
ګڼه شعر د پښتو وو غيرسال
نه يې وزن، نه تقطيع، نه يې عروض وو
دوه مصراع يې د خفيف بحر، دوه طال
د غزل نه يې مطلع، نه يې مقطع وه
نه صفت، نه يې تشبيه، نه يې مثال.

د خپلې شاعرۍ غرض داسې په ګوته کوي:

مګر زه يې چې ګويا په شاعرۍ کړم
پښتانه يې پوهول ايزد تعال.

خوشحال بابا د خپلو اخلافو په اړه هم خبره کوي، وايي:

په دا بندوبست به نور تر ما بهتر شي
پس له ما چې کا د شعر قيل وقال.

او دا ځکه وايي چې د خپلې مينې ګلستان يې غوړيدلى ليدلى، پوهېدلی چې ضرور به يې وږمې خپرېږي:

ګلستان زما د مينې شګفته شو
پرې وهي شيدا بلبله پر و بال
ګلدستې يې لور په لور په ملک خورې شوې
تر کابله، تر کشميره ، تر بنګال
هر مضون ته چې د زړه توجه وکړم
طبيعت يې راکوي په استعجال
د الهام غوندې خبر وي چې رادرومي
چې زما په زړه نزول کا لايزال
درست ديوان مې لکه باغ د علم ګنج دى
په کې هر رنګه ګلونه، هر نهال.

د خپلې خوښې صنفونه داسې په ګوته کوي:

په غزل، په رباعي مې زړه مين دى
چې مداح يم د دلبرو د جمال.

د مدحې او هجوې په باره کې خبره څومره ښه سپينوي:

زه مداح د هيچا نه يم بې د کښليو
د نور چا په صفت نه لرم يو قال
زه څه، خداى په کښلي مخ باندې مين دى
ګوره احسن القصص په استدلال

نه مې طمع له چا ده چې مدح گوى شوى
نه مې چا سره لباس شته، نه ټيټال
که د هجوې له غندنې درته وايم
فردوسي مې په دا کار کې نه دى سيال
فردوسي لري څو بيته له محموده
زه لرم د اورنګزېب د ذم جوال
چې د دور شاهنشاه د ذم لايق شو
د غندنې ګڼه هر يو آق سقال
ما هم هېڅ تقصير په ذم د چا و نه کړ
د اورنګزېب بادشاه په غاړه دا وبال
په دوران يې درست جهان سره ګډوډ شو
ته به وايې زمانه شوه د دجال.

او په آخر کې ځان ته څومره ګلالۍ دعا کوي:

خدايه، هومره مهلت ورکړې په دنيا کې
چې کاږه کارونه سم کاندې خوشحال.

په بله قصيده کې چې د خپل شعر په تعريف کې يې ليکلې ده، وايي:

په پښتو شعر چې ما علم بلند کړ
د خبرو ملک مې فتح په سمند کړ
مدعي د تورې شپې اورورکى وو
د سهيل غوندې مې ځان باندې څرګند کړ
يو په حال او په ماضي کې هسې نه وو
چې ښکاره يې د خبرو راته خوند کړ
د مرزا ديوان مې ومانډه په ګوډي
مسخره مې ارزانې، خوېشکي، زمند کړ
که دولت وو، که واصل وو، که دا نور وو
په خبرو مې د هر يو ريشخند کړ
قتلمې مې ورته سازې کړې د قندو
د اوربشو په ډوډيو چې چا شخوند کړ
لعل و در مې ورته وپېيل د نظم
د مشکڼو بنجاره مې مستمند کړ
هر کلام مې واردات دى يا الهام دى
چې موزون مې په تقطيع د بحر بند کړ
په تشبيه او په تمثيل، په نزاکت کې
عذوبت مې د خبرې چند در چند کړ
په تازه تازه مضمون د پښتو شعر
په معنا مې د شيراز او د خجند کړ
د بوستان ونې مې واړه پيوندي دي
حقيقت مې له مجاز سره پيوند کړ

نه اندوه د مدح و ذم، نه هغه کس يم
چې د زړه په زور مې شعر چا پسند کړ
په پارسى ژبه مې هم ژبه ګويا ده
په پښتو ژبه مې خلق بهرمند کړ
يا به درست په حسد ډک، يا به جاهل وي
چاچې زړه په دا خبرو ناخرسند کړ
نه مې سود، نه مې مقصود شته په دا کار کې
محبت زما په غاړه دا کمند کړ
چا زما مړوند ټينګ نه کړ په دا کار کې
ما له هر سړي نه خلاص په زور مړوند کړ
هم دې زار دى، هم د ې سخ که فهم وکړې
زړه چې تا د شاعرۍ کار پسند
سخ دې دا چې سخندان د زمانې شوې
زار دې دا چې دې په فکرزړه نژند کړ
تر قيامته به يادېږي په جهان کې
هر سړى چې خداى په فضل ارجمند کړ
عشقه، ته تر ارونګزېب بادشاه بهتر يې
چې خوشحال دې په عالم کې سربلند کړ.

خوشحال بابا د شعر په باره کې پر اشعارو سربېره په نثر کې هم خپل نظريات او افکار بيان کړي دي. د ستارنامه چې د پښتو نثر يو مزبوت کتاب دى، بابا په هغې کې د شعر د هنر په اړه ځانګړى مضمون لري. په دغه مضمون کې يې د شعر د اصنافو اصول، او مقررات، د شاعر ځانګړتياګانې او د شاعرۍ درست سره کيفيتونه په پوره قوت او استدلال سره توضيح کړي دي. خوشحال بابا ليکلي دي:

(( دا هنر چې د شعر د نظم دى، هم داخل د کسب و کمال دى. اما مشتق دى له شعوره چې جبلي طبيعت د شعر لري، شعر د هغه دى. فنونه، صنعتونه يې په کسب حاصلېږي. که ډېر تحصيل د علم وکا، صنايع، بدايع د شعر زده کا، چې طبيعت د شعر جبلي نه لري، خبره به نظم نه کا.... سواى تر دا نمک شيريني د شعر تعلق په درد- په محبت لري، چې پختګي يې په استعمال . در اصل شعر په لغت کې کلم امنظم وته وايي، دواړه مصراع د بيت په تول تللي، په حرفونو سره سمې، عروض، قافيه سره جوړ.... چې بې علم شعر وايي څو نقصان لري. اول خو به يې درست ونه وايي، د شعر د عيب جاسوسان ډېر دي، ځان به د خندا کا. بل دا چې که فقط د شعر صنايع، بدايع، د عروض علم زده کا، قوت يې د نور علم نه وي، خطا به ورځنې واقع شي، ايمان به باى کا. بل د اچې د شعر مستي ډېره ده چې تاب يې د مستۍ د علم په زور را نه وړى شي، مخبط به شي . که له دې واړو کارونو تېر، کمال يې حاصل، هغه سړى که شعر وايي هغه علم، حکمت، فضيلت دى....)) (١٢)    

لنډه خبره دا چې خوشحال بابا د پښتو ژبې يو صاحب سبک، صائب نظر او په درسته معنا يو تمام عيار شاعر دى. د دوی شعر د پښتو ژبې او ادب په پرمختيا کې ډېر لوى نقش لوبولی او لا لګيا دی لوبوي يې. دى د پير محمد کاکړ خبره ((بحر مواج)) دى. څومره چې په کې غوټې وهې ، له ملغلرو مالامال دى. سرمحقق محمد صديق روهي په حقه دى چې وايي:

(( د خوشحال د شخصيت ځينې ابعاد لا تراوسه نه دي څېړل شوي او د ده ځينې نظرېې لا زياتو څېړنو ته انتظار باسي.دده نظريې نه يوازې د هغه وخت پښتنو نه دي درک کړي،بلکې زموږ په زمانه کې هم لکه څنګه چې ښايي نه دي څېړل شوي.     (١٣)

مأخذونه:

١.   سميعي، کيوان. تحقيقات ادبي يا سخنان پيرامون شعر وشاعري، ١٣٧ مخ، انتشارات زوار،١٣٦١.
٢.   رسا، ميا سيد رسول.ارمغان خوشحال (مقدمه)، ١١٩ مخ، يونيورسټي بک ايجنسي، پيښور، ٢٠٠١.
٣.   پاسنی اثر، ١٢٢ مخ.
٤.   بختاني، عبدالله. د خوشحال او اقبال د اشعارو مشترکې خواوې، ننګيالى پښتون، مهتمم محمد اکبر معتمد،  پښتو ټولنه، پرلپسې ګڼه ،١٨٣ دولتي مطبعه، کابل، ١٣٤٥.
٥.   ايلټ، ټي ايس. ايلټ کے مضامين، (ترجمه) جميل جالبي، ٣٣ مخ، ... ، ١٩٥٩.
٦.   حالى، خواجه الطاف حسين. مقدمه د شعر او شاعرۍ، (ترجمه) پروفيسر محمد نواز طائر، ٥٥ مخ، پرلپسې ګڼه، پښتو اکاديمي، پيښور، ١٩٨١.
٧.   الفت، ګل پاچا. د خوشحال خان د اشعارو اجتماعي او اخلاقي خوا، ننګيالى پښتون، پښتو ټولنه پرله پسې ګڼه ١٨٣، دولتي مطبعه، کابل، ١٣٤٥.
٨.   دوريانکوف، نيکولاى. خوشحال خان خټک او د پښتو د کلام د انکشاف په تاريخ کې د هغه مقام، ....
٩.   نسيم، ډاکټر محمد اقبال خټک. د خوشحال د فن نظريه، خوشحال ريويو، جلد ٢، ګڼه  ٤-٣، مخ ١١٨، خوشحال ريسرچ سيل، پښتو اکيډيمي، پېښور،  ١٩٨٥.
١٠. کاکاخيل، پروفيسر تقويم الحق. خوشحال خان کا تصور جمال، خوشحالنامه، ١٣٦-١٣٨، ... ، ....
١١. هېوادمل، سرمحقق زلمى. د پښتو ادبياتو تاريخ (لرغونې او منځنۍ دورې)، ١٤٠-١٤١ مخ، دانش خپرندويه ټولنه، پيښور ٢٠٠١.
١٢. خټک، خوشحال خان. دستارنامه، ٢٣-٢٥ مخونه، پښتو ټولنه، پرله پسې ګڼه ١٨٢، دولتي مطبعه، کابل ١٣٤٥.
١٣. روهي، سرمحقق محمد صديق. د خوشحال خټک کليات، دوه يم ټوک، ٢ مخ، د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبياتو مرکز، د پښتو ادبياتو ډيپارټمنټ، اريانا مطبعه، کابل، ١٣٦٩.