نورالحبيب نثار

((بدر)) او ((د باران انځور))

د بدر او باران چې سره نه ده جوړه، نو دغه د انځور خبره په کې بيا له کومه راغله! ځکه چې بدر وي، باران به نه وي او چې باران وي، نو بويه چې بدر نشته. خو تخيل داسې يوه وړتيا ده چې په مرسته يې د بدر په شپه هم د باران شيبې انځورېدلی شي. بدر دی او که باران، دواړه، نږه عاشقانه او عارفانه ښکلا لري.

د باران انځور د ښاغلي صديق الله بدر هغه شعري تابلو يا ټولګه ده چې د افغانانو د اسکېرلي ژوند خد و خال په کې له ورايه ښکاري. که د انګرېز شاعر کيټس په وينا، رښتينولي ښکلا او ښکلا رښتينولي وي، نو د بدر شعر د رښتينولۍ او ښکلا دواړو هنداره ده. ده په خپله شاعرۍ کې زياتره د ولس د لالهانده ژوند، تنګسو او ناکراريو ذکر او فکر کړی دی.

د هندي ليکوال منشي پريم چند خبره د کاڼي کرښه ده. هغه وايي چې ښکلا يوازې د نجونو په سرو شونډو، سرو سپينو آننګيو، ګورو زلفو او هلالي يا کماني وروځو کې نه ده. د هغه په وينا، هغه خواره ښځه هم يو عالم ښکلا لري چې خپل ماشوم يې د پټي پر پوله ويده کړی او پخپله په پټي کار کوي او خولې بهوي. هغه وايي چې د دغې فقيرې او بېوزلې مېرمنې د وچو شونډو او سپېرو اننګيو تر شا د ايثار جذبه او د کار و زيار عقيده غورځنګونه وهي چې هره يوه يې ځانګړې ښکلا ده.

پښتون شاعر ښاغلي رحمت شاه سائل هم، ښايي د منشي صاحب د رأيې په تأثر کې ويلي وي چې:

ستا سپورې زلفې، زما وچې شونډې

د دې وطن د غريبۍ نښې دي.

خبره مې د ښاغلي بدر او د ده د شعرونو کوله. دی يو مينه ناک او مخلص بنيادم دی. د ده شعرونه هم د ده غوندې تک سپين او د باران د څاڅکيو په شان راڼه دي. ساخت و بافت په کې کم او ساده ګي و خلوص په کې زيات دی؛ څه چې يې په زړه دي، هغه يې په خوله دي. د ده د شعر فضا رومانټيکه او محتوا رياليسټيکه ده. ده د مقيدې او آزادې شاعرۍ په شکل کې د رومانټسيزم او رياليزم تر اغېز لاندې ګډې تجربې کړې دي. زياتره يې غزل ليکلي- آزاد شعرونه، څلوريزې او خواره واره بيتونه هم لري چې ځينې يې د ده شافردونه بللی شو. درځئ چې د ښاغلي بدر له يوې شرنګولې غزلې خوند واخلو:

عشق د زمرو سترګو چې هغه لېونۍ نه لري

زموږ د زړونو دښتې خوارې دي- هوسۍ نه لري

شپېلۍ شپېلۍ چې په کې پېغله نوا ونغاړمه

کوچۍ سندره مې د درد هغه کېږدۍ نه لري

چې هر سهار ويده ويښېږي، ويده خوب ته ورځي

د کلي دنګ دنګ چنارونه مو مرغۍ نه لري

لا خو مو مينه ده په عشق کې پرهرونو سره

چا وې زموږ د هيلو ناوې چې ډولۍ نه لري

د غزلتوريو آيېنې به درته مخې ته ږدي

پر تا مين، دا ستا شاعر بله ډالۍ نه لري

ديو د شوګير زموږ د سترګو په شپو سيوری کړی

بدره مودو نه مو خوبونه ښاپېرۍ نه لري.

او دا هم د ښاغلي بدر ځينې نور بيتونه چې د ده د شاعرۍ په زړه پورې نمونې دي:

لپه کومه چې په مينه خپل لاسونه رب ته

تا آيينه کې مې د لپې په خندا ووينم.

زړګيه ظلم يې ګڼې که انتها د مينې

چې خپل آشنا درپسې توره په خندا ګرځوي.

بدره زما چې له خپل کلی سره نه رغېږي

هر ګنهګار په کې په نوم د لېوني پېژني.

تمامه شپه مې للمه لار د انتظار څارله

تمامه شپه ډيوې وې بلې او باران ورېده.

تا چې پرې غم د خپلې مينې وکښه

بدره خواخوږی خپل قلم وګڼه.

پر غزل سربېره، د بدر آزاده شاعري هم په زړه پورې ده. د خپلې مدعا د زباتولو له پاره د ((آزادي)) په نامه د ده يو آزاد شعر لولو چې په وروستۍ برخه يې ديوې ښې هايکو مينه ماتېږي:

[آزادي]

پرون وسوم،

نن هم سوځم،

زما برخه سوځېده دي؛

آزادي آزادي وايم،

خو لاسونه مې په خوله دي.

په رښتيا چې شاعر د ولس ترجمان وي. وګورئ! په پاسني شعر کې يې د افغان ملت حالت څومره ښه ژباړلی دی. د دغه ملت وګړي په رښتيا هم د آزادۍ سندرې په پټه خوله زمزمه کوي. دا نن يې د جمهور په سيوري کې هم هغه حال دی چې پرون يې د امير يا ډکټېټر په منګولو کې وو او ووړمه ورځ يې د سلطان يا په اصطلاح ظل الله تر وځرونو لاندې لرلو.

((د باران انځور)) د ښاغلي بدر يو بل شعر دی چې دی يې آزاد ګڼي. دا د ده يو مختصر، مګر له ژورې معنا مالامال شعر دی. په دې شعر کې د باران د انځورونې تکل شوی او دغه تکل دغه شعر ښکلی کړی دی.

[د باران انځور]

ما خپل قلم،

آشنا،

له وريځو ډک کړ،

تا د باران رانه،

انځور غوښتی و.

مګر ناويلې دې پاتې نه وي چې که پاسنی شعر په لاندې شکل وليکلی شو، نو د آزاد شعر له قالبه به ووځي او فقط يو بيت به پاتې شي!

ما خپل قلم آشنا له وريځو ډک کړ

تا د باران رانه انځور غوښتی و.

د بدر د شاعرۍ يوه بله ځانګړتيا د انګېرنو کارول دي. انګېرنې د اساطيرو په شان د بشر د بدوي معرفت مظهرونه دي. د انګېرنو له کارولو سره د وينا پر ښکلي کولو سربېره، د هغې بلاغي اړخ هم پياوړی کېږي.

په زړه مې ستا د راتلو زېری وشو

چا راته وې سترګو دې بار نيولی.

شاعري څه ده! خو د مفاهيمو او تعابيرو تر منځ د خيال او فکر په مرسته عاطفي او احساسي اړيکي پيدا کول او انځورول دي. که وکتلی شي نو د دې ټولګې شاعري په دغه کچ و مېچ برابره ده. پټ وختونه، د ښېرو بام، د توبو زير و بم، د خيال سکوت، ګنهګارې توبې، نيزاره شور، پېغله نوا، د خوب ډولۍ، د غزلتورو آيېنې، د ارمان رضا، د خوب کوترې، تږی ګرېوان، د اوښکو رمې، د شوګيرونو لښکر، د غشيو تنده، د ژړا تال، د خندا تصوير، او بالآخره د باران انځور درست سره د ښاغلي بدر هغه شاعرانه ترکيبونه يا ساحرانه تعبيرونه دي چې د ده شاعري ځنې جوړه ده.

د ګران ملګري صديق الله بدر د سوکاله ژوند او نورې ښکلې شاعرۍ په هيله!

نورالحبيب نثار

۱۳۸۸ کال،  خوشحال مېنه، کابل.