نورالحبيب نثار

د ماشومانو فوکلور او د هغه د ثبتولو ستراتېژي

که د فوکلور پوښتنه ځنې وشي، نو ځينې کسان ښايي ووايي چې دا يو عنعني، له موډه پرېوتی، کليوالي، جرړور، شاته پاتې، عام يا لرغونی شی دی. مګر حقيقت دا دی چې فوکلور تر دېوو ډېر زيات لوړ دی. د دې له پاره چې ځينې خلک څينې شی بې معنا، پوچ يا درواغ وښيي، نو ښايي د ((فوکلور)) کلمه يا مفهوم ناسم وکاروي. مثلا وايي به چې ((دا فقط د عامو خلکو خبرې دي.)) يا لکه د ((غلط العام)) مقوله چې ملايان يا ځينې لوستي خلک يې د عامو خلکو د معرفت په باره کې کاروي. 

د برتانوي بشر پېژندونکي اېډوارډ بي. ټايلر (۱۹مه پېړۍ) په وينا، فوکلور د ټولنې هغه پوهه ده چې پخپله د ټولنې له غړيو څخه زده او ترلاسه کېږي. دا زموږ د ورځني ژوند د فعاليتونو او تجربو برخه ده. موږ ټول د ده په لېږدولو او ايجادولو کې لاس لرو. دا په وړو ډلو کې هنرمندانه ارتباط ټينګولو ته وايي. هنرمندانه ارتباط درې کټګوريو کې ډلبندي کېدلی شي:

1)      فوکلوري يا شفاهي ادبيات (هغه څه چې خلک يې وايي).

2)      فوکلوري دودونه (هغه څه چې خلک يې کوي).

3)      مادي فرهنګ (هغه څه چې خلک يې ايجادوي).

فوکلور د فرهنګ په ځای کارېدلی شي. فرهنګ د ژوند يوه بشپړه لاره ده. داسې ښکاري چې دا په ځانګړې ټولنه کې د بشري څرګندونو ټولګه وي.بشري څرګندونې ګڼ شکلونه لري. د سلوک له پلوه له عادتونو، وېرې، کړو وړو، يا دودونو څخه نيولې تر ذهني ودانيو لکه هنر، موسيقي، ادبياتو، معمارۍ، فکر، ژبې او سمبولونو پورې، ټول د بشري څرګندونو شکلونه دي.

د فوکلور يوه ځانګړتيا د هغه عنعنيتوب او بله يې تغيير او تحول دی. عنعنيتوب يې دا دی چې له يوه نسل څخه بل نسل او له يوه ځای څخه بل ځای ته د بشر د تدوام او بقا ځانګړتياګانې ښيي او تغيير او تحول يې هغه متحرک بهير دی چې مدام بدلېږي رابدلېږي.

د فوکلور مطالعه لومړی په اروپا کې پيل شوه. جيکب او ويلهيم ګريم چې «ګريم وروڼه» يې بولي، د ۱۸مې پېړۍ په آخر او د ۱۹مې پېړۍ په سر کې يې د جرمني فوکلور په مطالعاتو کې مهم نقش ولوباوه. کله چې ويليام جان تامس په ۱۸۴۶ کال کې د «فوکلور» اصطلاح وموندله نو د وخت د هغې مروجې اصطلاح ځای يې ونيوه چې د برتانيې فوکلورپوهانو کاروله. هغه اصطلاح ((لرغونې غوره زمانه)) وه. تر دې وروسته، په بريتانيه کې د فوکلور د مطالعې لمن پراخه شوه.

هغه اروپايان چې په ۱۹مه پېړۍ کې نورې نړۍ، په تېره بيا شمالي امريکا، ته ولېږدېدل، نو هلته يې د فوکلور مطالعه معرفي کړه. ويليام وېلز نيوېل د امريکايي فوکلور د ژورنال لومړنی ايډيټور په ۱۸۸۸ کې فوکلوريسټانو ته لارښوونه وکړه چې په امريکا کې د فوکلور هغه پاتې شوني، په تېره بيا د انګرېزي فوکلور، د فرانسوي کاناډا د فوکلور، د تورپوستيو د فوکلور او د هندي قبايلو د فوکلور سپېڅلي او لرغوني آثار، چې درګرده پو پنا کېږي، سره راغونډ کړي. د فوکلور د مطالعې لمنه نن سبا نه يوازې اروپا او شمالي امريکا، بلکې د افريقا په ګډون، د نړۍ نورو برخو ته هم غزېدلې چې د ماشومانو د فوکلور مطالعه يې اساسي برخه ده.

دا خو وې د فوکلور په باره کې عمومي خبرې! اوس به راشو خپلې اصلي موضوع ته چې د ماشومانو فوکلور او د هغه د ثبتولو ستراتيژي ده.            

د نورو بشري ټولنو په شان افغاني ټولنه کې هم د ماشومانو د شفاهي فوکلور ګڼ مثالونه شته چې زياتره يې لويانو د ماشومانو له پاره ايجاد کړي دي او نور يې د يوه وضعيت په وړاندې پخپله د ماشومانو له غبرګون ښودلو سره ايجاد شوي دي. له دې امله چې د ماشومتوب کچه د خلکو بېلابېلو ډلو او فرهنګونو کې سره توپير لري، نو په ښاري ټولنو کې ماشومان کله کله له رسمي منظومو څخه فوکلور اخلي او د خپلو لوبو او فعاليتونو په غير رسمي شرايطو کې ورباندې د ساعت تېرۍ يا ځان ځواکمنولو له پاره له سره کار کوي. دا ښايي د سندرغاړيو، ممثلانو، کارتوني څېرو، او سوداګريزو خبرتياوو د تمثيل او تقليد په بڼه وي چې دوی يې د عصري رسنيو (ټلويزيون، انټرنيټ او نورو) په مټ ويني. مګر په کليوالي ټولنو کې بيا دغه بهير په دوديزه او طبيعي توګه وړاندې ځي. د ماشومانو ادبيات، لوبې، سوګندونه، ننګونې، پېغورونه، مخروڼی، مرموزه ژبه، ملګرتيا جوړول او ماتول او نور درست سره د ماشومانو د فوکلور بېلابېل ډولونه دي.

د ماشومانو فوکلور زياتره د يوې ټولنيزې پديدې په توګه تشريح کېږي چې د ګڼو ماشومانو عکس العملونه په کې شامل دي او عمدتا لاندې مشخصات لري:

*        پخپله ماشومان يې د ماشومانو له پاره ايجادوي.

*        زياتره د لويانو له نفوذ او لاسوهنې پرته رامنځ ته کېږي.

*        د فوکلور ټول ژانرونه (عام ادب، عام دودونه، او مادي فرهنګ) په کې شامل دي.

*        هغو اندېښنو باندې تأکيد کوي چې ماشومان ورباندې د کور، ښوونځي، همزوليو او نورو په چاپېريال کې په ورځني ژوند کې خبرې اترې کوي.

ځينې فوکلور څېړونکي سپارښتنه کوي چې د ماشومانو سندرو ته دې د جلا ګروپ په توګه وکتل شي. له دې امله چې د دې توکيو ژانر او موضوع سره تړاو لري نو د لويانو د فوکلور او د ماشومانو د فوکلور تر منځ لا د بېلتون کومه روښانه کرښه نه ده کاږل شوې. دليل يې دا دی چې د ماشومانو زياتره هغه سندرې چې خوندي پاتې دي، ځينې هغه ځانګړتياوې لري چې د لويانو له بېلګه ييز فوکلور سره په څرګنده توګه پېژندی شي.

د فوکلور شکلونه او ډولونه هم په کټګوريو کې چې ژانرونه يې بولي، ځای پر ځای کېدلی شي. د فوکلور ژانرونه د شکل، محتوا، سبک، او نقش له مخې يو له بله بېلېدلی شي. فوکلوري ادبيات، فوکلوري دودونه، او مادي فرهنګ د فوکلور مهم ژانرونه دي. د نمونې له پاره يوازې د فوکلوري ادبياتو د يوې نمونې په باره کې چې ((الله هو)) يې بولي، غږېږو او  دوه مثالونه يې ورکوو  چې په لومړي کې يې خوب ته هڅوي او په بل کې يې چې نه ويدېږي، وېروي.

لومړی مثال:

الله هو شه، الله هو

للې، للو

الله هو

يو وځرې دې ده مور

پلار دې نشته دی په کور

ن مې خور شته دی، نه مور

هم سارا کوم، هم کور

الله هو شه، الله هو

للې، للو

الله هو.

---

ته ويده شه زما جان

مور دې تا نه شه قربان

ټول کارونه مې دي وران

شپه او ورځ مې دي په ځان

الله هو شه، الله هو

للې، للو

الله هو.

دوه يم مثال:

الله هو شه، الله هو

للې، للو

الله هو

په کوڅه کې تازيان سپي دي، هغوی بند په زنځيرو

 الله هو

په ګړونج منګي پراته، سرونه يې پټ په کټورو

الله هو

په ګړونج کې منګوټي دي، هغه ډک له سرو بوتکو

الله هو

په کوزه چنه مه راځه، په بره چنه ورو

الله هو

زما خانی ويده دی لکه ګوډی د رنجو

الله هو

الله هو شه، الله هو

للې، للو

الله هو

زما جانه، الله هو.

دا د ماشومانو له پاره ويل شوي او عمده نقش يې دا دی چې ماشوم کرار او ويده کړي. د ((الله هو)) سندرې ميندو، نياګانو، او دايي ګانو ايجاد کړې دي. دغه سندرې معمولا ډېر ساده شعري او آهنګين جوړښت لري او درستې د ماشومانو له ويدولو سره تړاو لري. د دې سندرو غږونه يا ويديدا ته د هڅولو له پاره دي او يا د دېو، پېري او شيطان يا بلا او ببو په وسيله د هغو ماشومانو د ګواښلو له پاره دي چې نه ويدېږي.  

په ((الله هو)) سندرو کې زانګو مهم نقش لري. دا د دې ژانر د درېوو ضروري برخو په يو کولو کې مرسته کوي. دغه درې ضروري برخې دا دي:

1)      خوځېدونکی حرکت،

2)      د ماشوم په ‌ذهن کې راولاړېدونکی آهنګين اغېز،

3)      لفظي نوښت يا حاضر ځوابي.

که د ((الله هو)) سندرو آهنګ ته غوږ شئ او فکر ورته وکړئ! نو پخپله به ووايئ چې د زانګو د حرکت پېښې کوي او مسرې يې ځای په ځای ماتېږي راماتېږي.

کېدی شي چې يو وخت به په کليو او ښارونو کې د ماشوم زېږېدا د شرايطو له بدلون او تفاوت سره زانګوګانې ورکې شي او ((للو، للو)) سندرې به خپل اصليت وبايلي. دغه راز، د دوی نورې سندرې او غږونه هم له دغه وړ ګواښ سره مخامخ دي. ځګه خو د ماشومانو فوکلور د لويانو د هغه غوندې راټولول او ثبتول غواړي.

د ماشومانو د فوکلور کتنه، راغونډونه او ثبتونه ګران کار دی. ځکه چې د ماشومانو نړۍ لويانو ته هومره نه ده پرانيستې چې د دوی دې ورته لاس ورسېږي. دا چې ماشومانو ته لويان معمولا ځواکمن ښکاري نو اتکاء ورباندې په آسانۍ سره نه شي پرېښودلی او کله چې ورته د لويانو له پاره د څه کار وويل شي، پخپله يې نه شي کولی.

د ماشومانو د فوکلور کتنه او ثبتونه ټاکلې پيمانې لري؛ مثلا:

1)     د فوکلور راغونډونه د هغو ماشومانو په مرسته شروع کړئ چې له مخکې نه يې پېژنئ (خويندې وروڼه، خپلوان يا د چم ګاونډ ماشومان).

2)     په کور کلي او ښوونځيو کې د ماشومانو د لوبو ډګرونو ته ورشئ. که د ماشومانو کومه ډله وګورئ چې لوبې کوي نو فوکلور يې تر هغه پورې مه ثبتوئ چې د هغوی بشپړ تأييد او توافق مو نه وي ترلاسه کړی.

3)     څومره چې کېدی شي، د ماشومانو لوبې د ماشومانو په ډلو او طبيعي شرايطو کې وګورئ او ثبت يې کړئ. فوکلور اساسا د ماشومانو له پاره تمثيلېږي. کله چې تاسو د ماشومانو د ډلې تمثيل په طبيعي شرايطو کې ثبت کړی او له هغوی سره مو ورباندې توافق راغلی، نو کولی شئ چې هغوی يو يو يوې ډډې ته کړئ او د هغه فوکلور د زمينې، ماهيت او نورو شيانو په باره کې ځنې ځانګړې پوښتنې وکړئ چې تاسو ثبت او راغونډ کړی دی.

4)     له هغو ماشومانو څخه چې فوکلور يې مطالعه کوئ، دا هيله مه لرئ چې له واره به ستاسو غوښتنه مني- په تېره بيا له هغو ماشومانو څخه چې نه مو پېژني! که ماشومان تاسو نه پېژني نو تر ټولو ښه خبره دا ده چې په خاموشانه توګه يې وګورئ- ورنژدې شئ او د فوکلور د ثبت له پاره ځنې تأييد او توافق وغواړئ.

5)     ماشومان د هغوی د فوکلور تر مطالعې مخکې چڼو، چاکلېټ، ګوډۍ، پيسو يا داسې نورو شيانو ته مه په تمه کوئ. ځکه، ماشومان به بيا مجبور وي چې خپل محسوسات درته د فشار له کبله وښيي او د چڼې، چاکليټ يا نورو شيانو له پاره درته لوبې او اجراآت وکړي.

6)     ياد ولرئ چې ماشوم معلومات ورکوونکی کټ مټ د هغه محترمانه او عادلانه چارچلند مستحق دی چې د فوکلور څېړونکی يې له لوی معلومات ورکوونکي سره کوي. په بله ژبه، د ماشومانو د فوکلور د مطالعې له پاره هوبهو هغه اخلاقي معيارونه په کار دي چې د وګړيو د نورو ډلو د فوکلور د مطالعې له پاره ضروري دي.

7)     د ماشومانو د فوکلور مطالعه باندې بايد هغومره وخت او انرژي ولګېږي چې د وګړيو د نورو ډلو د فوکلور اتنوګرافيکه مطالعه يې غواړي.

8)     د فوکلور راغونډونې يو بل تخنيک يا ستراتېژي دا ده چې د لوبو فعاليت کې د ګډونوال په توګه برخه واخيستل شي. خو د لوينې له کبله ښايي دا ښه ستراتيژي نه وي. ماشومان به ښايي چې تاسو د خپل سيال په توګه ونه مني او د مانع په توګه به مو احساسوي.

9)     د ماشومانو د فوکلور راغوندونې له پاره د ساحوي کار تجهيزات (ټيپ ريکارډر او تشې فيتې، ويډيويي کيمره او تشې ويډيويي فيتې، فوټو کيمره، د فيلم رولونه او بيټرۍ، کتابچه، پنسلونه، او داسې نور شيان) په کار دي.

هېره دې نه کړو چې د ماشومانو د فوکلور زياتره اصلي يا فرعي ژانرونو پورې اړوند لوبې معمولا ګوښې يا انزوا کې نه کېږي. مثلا: که تاسو د اکو بکو ، نانځکې، پنځلسي، پيش پيپړي، ډبلۍ، ړنده خره، ګډه او لېوه يا داسې نورې لوبې راغونډوئ نو د دغو لوبو پر مهال به وګورئ چې ماشومان ځينې غاړې باسي- ځينې سندرې وايي- ځينې درنجکې وهي- او ځينې ناڅي! دغه راز، دغه لوبې ښايي ځينې سخت مقررات ولري چې تر پيلېدا مخکې به ورباندې بحث کېږي او د لوبډلې هر غړی به ورباندې توافق کوي. دا د فوکلور راغونډوونکي دنده ده چې لوبو پورې اړونده ټوله ډيټا راغونډه کړي.