د ژوند پاڼې

دا د ښاغلي عزت الله شمسزي شعري ټولګه ده. د دې ټولګې:

-         ژبه پخه او روانه ده. روښانه او رسا ترکيبونه لري. محاورې او انګېرنې هم په کې کارېدلې دي چې د بشر له بدوي معرفت سره د شاعر لېوالتيا ښيي.

-         د شعرونو چوکاټونه واړه او بحرونه لنډ دي.

-         د شاعرۍ چاپېريال زياتره کليوال دی.

-         په شعرونو کې د ماضي ياد، د همزوليو ياد او د کلي ياد بيا بيا کېږي او بيا بيا بنده ته خوند ورکوي؛ مثلا:

شمسزيه زه يمه او زه يم، بيا هم زه يم ښار کې

څه ښه همزولي مې د کلي وو راياد شول راته.

يا:

شمسزيه! دې کلي کې هغه د غم لمر ومه زه

چې ماښام هم د پرېوتلو په چل نه پوهېدم.

ښاغلي شمسزي په عجب شش و پنج کې وخت اړولی. لاندې غزل کې يې نفسياتي حالت د کتو دی. مګر دا کومه نادره پېښه ځکه نه ده چې د مشرق په ټولو مينانو معشوقو دغه وړ چمونه کړي دي:

لرې ولاړ وم د ورتللو په چل نه پوهېدم

رښتيا به وايمه، د ښکليو په چل نه پوهېدم.

فکر مې نه و، سين د سترګو کې يې پرېوتمه.

بيا نو تر ډېره د وتلو په چل نه پوهېدم.

ستا انتظار کې غلی ناست وم، ستا په څېر  نه ومه

زه د وعدې د ماتولو په چل نه پوهېدم.

شمسزيه! دې کلي کې هغه د غم لمر ومه زه

چې ماښام هم د پرېوتلو په چل نه پوهېدم.

مدعا مثل د شاعرۍ د هندي سبک زبردست ټکنيک دی. د دې ټکنيک زده کړه ييز ماهيت بېخي جوت دی. ځکه چې انځور جوړنې ته ښه زمينه برابروي او انځور د پيغام په لېږدولو کې لوی لاس لري؛ مثلا:

ستا تر وصال دمخه ښه په زوره وژاړمه

تر هر پسرلي مخکې اورېږي بارانونه دلته.

بلا دروغ غلي دي ستا د سوګندونو شا ته

لکه اغزي چې چوپ ولاړ وي د ګلونو شا ته.

ستا د خندا تر شا د غم د پاچايۍ سيکه ده

توره تياره ښکاري د ستوريو د مخونو شا ته.

ښاغلي شمسزي په شاعرۍ کې له منطقي توګې هم زيات کار اخيستی. د علت او معلول د ارائه کولو يوه نمونه يې ګورو:

غوټۍ، غوټۍ شي خو مسکي نه شي ګلونه دلته

ښکاري غوړېږي نه د زړونو ارمانونه دلته.

شاعر يو نيم عارفانه او مجذوبانه مشق او ممارست هم کړی:

دا هم ډېره سخته وه چې زه له تا نه ولاړمه

سا دې د وجود ومه خو څه آسانه ولاړمه.

ستا په بېلتانه کې مې مرګ سترګو ته راغلی و

هر ساعت به ما ويل چې اوس له ځانه ولاړمه.

د تداعي کولو توګه هم د شاعر د بيان د ارائې يوه ځانګړنه ده. د شعري ټولګې په ۱۱ مخ کې يې د ((همزولي)) په نامه غزل تقريبا درست سره په همدغه انداز ليکلی دی:

يو غږ مې واورېده، ناڅاپه مې په زړه کې تېر شول

کټ مټ يو څه مې اورېدلي وو، راياد شول راته.

زما د خبرو لنډيز دا دی چې د ښاغلي شمسزي د شعر ژبه روانه، ترکيبونه او مفاهيم يې رسا او روښانه، او محاورې يې پرېمانه او آسانه کارولې دي. د شاعرۍ چوکاټونه يې واړه او بحرونه يې لنډ او چټک دي. د شعر چاپېريال يې کليوال دی. تېر، هېر شيان ډېر يادوي او ښه يې يادوي. پر نفسياتي تجربې سربېره يې يو نيم عارفانه او مجذوبانه مشق او ممارست هم کړی. د مدعا مثل صنعت يې کارولی. له منطقي توګې او د تداعي کولو له ميتود څخه يې لازمه استفاده کړې ده. تر دې هم ښه شاعري ورته غواړم.