[ لمر، شپه او ګل] د ښاغلي محمد اکبر اکبر شعري ټولګه ده. د دې ټولګې که کاغذ او دوتنه عالي ده نو محتوا او مضمون يې هم ښکلی دی.

ښاغلی اکبر طبيب دی. د طبيب کار د رنځ علاج وي. علاج په تشخيص کېږي او تشخيض کلنيکي لوحه غواړي.
موږ د يوې رنځورې ټولنې غړي يو. ساهو اديب او شاعر د ټولنې د يوه ژباړن په توګه د ټولنيزو رنځونو د تشخيص او علاج په فکر کې وي. دا چې د ښاغلي اکبر په روح او روان کې د يوه طبيب يا حکيم روح او روان زغلي رازغلي نو شعر يې تر تخيل زيات پر تفکر اډنه شوی دی.

شعر د ژبې، خيال او فکر له درې ګوټيزه جوړېږي. د دغه درې ګوټيز غاړې کېدی شي برابرې وي- کېدی شي متفاوتې وي. که سره برابرې وي نو بويه چې د شعر مارغه په همآهنګه توګه وزرې کړې دي. زما په اند د اکبر په شعر کې ژبې، خيال او فکر د رېواړو ېو بل ته غاړه وړکړې ده. د خپلې مدعا د زباتولو له پاره د شاعر پر هغه غزلډوله نظم بحث کوو چې هغه هم [ لمر، شپه او ګل] نومېږې او د ټولګې په ٥١ او ٥١ مخ کې راغلی دی.

لمر، شپه او ګل

اخر شپه ولاړه، شوه په وتلو
د سهار شال يې پرېوت له وليو
د سپينو پرخو منګي يې توی کړل
څه پر خځلو، څه پر کبلو 
لمر يې چنو ته د ورځې وويشت
ستوري يې لوټ کړل تورو منګلو
پېغلې وږمې يې شډلې پرېښوې
په لوی ځنګل کې په پاپو ښکلو
د نسيم شال يې ازغو کې راښکه
سپکه يې وکړه د نازولو
چمن شو کندې له مېږتونه
مېږي را تاو شول له مړو بلبلو
د سحر لمر ته ګل ګيله وکړه
دا څه ناتار وو زما پر خپلو
ورته يې ووېل کاش زه هم ولاړی
چرته په (پر) پلونو د تېرو تللو
خو لمر موسکی شو د وړانګو ځل کې
د درد او زخم په دې نتلو
ګل ته يې ووېل همدا سزا وي
د شپو د ډېرو اوږدو زغملو.

[لمر، شپه او ګل] يو داستاني نظم دی. ښکلي انځورونه لري. په ډراماټيک ډول پيلږي. تلوسه ایجادوي چې څه به کېږي. او چې څه کېږي نو ښه کېږي- په طبيعي توګه کېږي. د نظم هره ټوټه يا بيت یوه وړه پېښه بيانوي او دغه هره يوه وړه پېښه د لويې پېښې په انځورلو کې مناسبه ونډه لري.

د دغه منظوم داستان کرکټرونه لمر، شپه، ګل، بلبل، مېږی او نور دي چې حکمي او حقيقي بڼه لري.

کيسه د راوي په مټ او د حکمي کرکټر (شپې) پر پښو وړاندې ځي او ټکر کوي. له ټکر سره تباهي کېږي. د مړو بلبلو پر لاشونو مېږي ورټولېږي. د ګل چې څه له لاسه نه کېږي نو له لمره ګيله کوي چې که د شپې په تياره کې يې پر عزيزانو (بلبلو) ناتار نه وای ګډ شوای نو ولې به داسې کېده؟ خو خپلو اغزيو ته يې پام نشته چې اصلي قاتلان يې هغوی دي او په دې خون کې پخپله د همده لاس دی!

داستان په دوو چاپېريالونو- ځنګل او چمن کې سا اخلي او وده کوي. کيسه د شپې له ناړامۍ څخه لمر ته د ګل په ګيله اوج ته رسېږي چې د مکالمې بڼه لري او مکالمه د داستان لويه ځانګړتيا ده. خو د ګيلې له پاره دومره صراحت په کار وو چې لمر ته يې ويلي وای چې ولې يې تادي ونه کړه چې ژر سبا شوای وای. کيسه تر دغه مناسب اوج وروسته په کراره ګل ته په يوه خوله موسکا له يوه لوړ ټولنيز او اخلاقي پيغام سره پای ته رسېږي.

په دغه منظوم داستان کې ژبې، خيال او فکر متوازنه ونډه اخيستې ده. د نظم پلاټ پر خيال اډانه دی او په پای کې يې واقعا يو لوړ تفکر وړاندې شوی دی. د ژبې کمال يې دا دی چې پخه او انځوريزه ده. او انځوريزه ژبه د شعر او داستان دواړو له پاره ضروري وي.

په ياد شوي نظم کې راغليو انځوريزو ترکيبونو او عبارتونو، لکه:
- د سهار شال له وليو پرېوتل،
- د پرخو منګي تويول،
- لمر د ورځې چنو ته ويشتل،
- پېغلې وږمې شډلې پرېښودل،
- د نسيم شال په ازغو کې راښکل،
- لمر موسکی کېدل او
نورو ټولو د اکبر په شعر، بلکې په پښتو ژبه کې، نوي مفاهيم پنځولي دي.

د دې نظم تر تحليل، تفسير او تعبير وروسته، البته، يوه نيمه پوښتنه او سپارښتنه هم لرم. سپارښتنه مې دا ده چې دا نظم د يوې شپې حکايت دی- په کار وو چې له واره پې په [ شپه] پيل کړی وی؛ ځکه چې د چا څه شی مراد وي، قاعده داده ده چې، درست تأکيد پر هغه کوي؛ لکه:

شپه اخر ولاړه، شوه په وتلو

نه دا چې:
 
اخر شپه ولاړه، شوه په وتلو

او پوښتنه مې دا ده چې، البته، د شاعر په وينا، کله چې شپه په وتلو شوه نو د ((سهار شال)) يې له وليو ولوېد؛ يعنې سهار شو يا ورځ شوه. نو د دې خبرې تعميم داسې کېږي يا نتيجه ځنې دا اخيستل کېږي چې کله شپه وه يا دا چې شپه لا وتلې نه وه نو د سهار شال يې پر وليو پروت وو. چې داسې وو نو بيا خو هغه شپه نه وه، ورځ وه. زما په فکر، د سهار شال ېې بايد له وليو څخه د پرېوتو پر ځای د هغې پر وليو ورپرېوتی وای.

انسان، په تېره بيا، قبايلي بنيادم د نوې پديدې يا خبرې منلو ته په ګرانه تيارېږي- نه يې مني- په وړاندې يې مقاومت کوي. ماهم چې کله د شاعر دا بيت ولوست:

لمر يې چنو ته د ورځې وويشت
ستوري يې لوټ کړل تورو منګولو

نو زړه کې مې تېره شوه چې شپه خواره کله دومره زوروره ده چې د لمريز نظام مرکز (لمر) دې په ډغره ووهي او د اردو ژبيو په وينا د ېواليه يې دې کړي او د لمريز نظام ځلېدونکې ستوري او سيارې دې ولوټي. خو شاعرانه تخيل دومره زبردست شی دی چې حتی د ساينس مخالفه خبره ېې را باندې ومنله چې رښتيا هم شپه ځي او ستوري له ځانه سره وړي.

کومې خبرې چې د لمر، شپه او ګل نومې ټولګې په اړه په ټوليزه توګه کېدی شي، دا دي:

- ډېرې کمې املائي غلطۍ لري؛
- ځينې ځای په کې د سيمه ييزې لهجې خيال ساتل شوی؛
- ځينې ځای په کې د کلمو د پښتو کولو هڅه شوې ده؛
- د پام وړ نوي ترکيبونه، انځورونه او مفاهيم لري؛
- آزاد شعر يې سپين شعر ته نژدې دی؛
- غزل يې زياتره په لنډو بحرونو کې دي چې د بحرونو شمېر يې تر دوو يا درېوو نه اوړي.
- پښتون تصور او عارفانه څرک په کې جوت دی؛
- د پښتون قوم د شلمې- يوويشتمې پېړۍ تر ټولې لويې غميزې ورباندې اغېز شندلی؛
- د پښتو ژبې د کلاسېک، فوک او معاصر ادب رنګ ورباندې خپور دی....

د يادونې وړ ده چې ښاغلي اکبر د افغانستان له پاره د ملي سرود د ليکنې په مسابقه کې هم ونډه اخيستې ده. زما په فکر، د دغه هدف له پاره د اکبر ليکلی نظم چې د دې شعري ټولګې په اخر کې راغلی، لږ تر لږه، تر هغه نظم غوره دی چې د ملي سرود په توګه منل شوی دی.   

يادونه:

دا ليکنه په هغه غونډه کې لوستل شوې چې د ډاکټر اکبر کبر د شعري جونګ ( لمر، شپه او ګل) د مخکتنې په مناسبت په کابل کې د جرمنيانو په فرهنګي مرکز، ميډيوټيک، کې جوړه شوې وه.