[عصري ښځه] يوه په زړه پورې کيسه ده. په زړه پورې ځکه ده چې سوچه پښتو محاورې او اوچت اصلاحي پيغامونه لري. بله ښېګڼه يې دا ده چې آغلې فرشته جلالزۍ د يوې ښځې کيسه ليکوالې په توګه په خپله کيسه کې د ښځې سر نه مينځي چې ګنې بدخويه په کې نشته.

په دغه کيسه کې د بوډا رېړۍ والا او عصري ښځې، چې مراد ځنې فيشني ښځه ده، حالتونه ښه انځور شوې دي- د دواړو کړه وړه د هغوى له کرکټرونو سره متناسب ښودل شوې دي. زما په اند، د کيسې نوم [فيشني ښځه] په کار وو- نه عصري. ځکه چې په کيسه کې د راغلې عصري ښځې جامې او سېنګار د هغې فيشن ښيي- نه عصريتوب. عصريتوب د عصر په روح او روان پوهېدلو او ځان  عيارولو ته وايي؛ د هغې له کرکټر څخه څرګندېږي چې خواره د عصر څه چې حتى د ورځې له حاله نه ده خبره چې د ښار خلک يې په څومره خولو کې ډوب دي؟!

دا چې [عصري ښځه] ګرد سره د راوي پر ښکر ولاړه ده نو په کيسه کې راغلې نورې څېرې څنګزنې يا فرعي څېرې دي. د کيسې يوه څنګزنه څېره (په تمځاى کې د اصلي څېرې تر څنګ د هغې ولاړه ملګرې) د اصلي څېرې دريځ ته تاوان رسوي. د راوي له خبرو، چې پخپله د کيسې ليکواله ده، معلومېږي چې يوازې ده؛ په تمځاى کې د بس يا موټر انتظار کوي؛ انتظار يې هم د نور کله په شان اوږد دى؛ ځان ته د صبر تلقين کوي؛ هوا هم سړه ده؛ وايي: ”بايد ځان مې په څه شي بوخت ساتلى وى.“ ځکه خو هغه سړي (رېړۍ والا) ته ګوري او د ليکوالې په وينا د عصري ښځې ښکنځلو ته ورسره سر ورکوي چې له څېرې سره يې برابرى خوري او که نه! خو دا چې په ځينو ښکنځلو يې سر نه خلاصېږي، نو وايي چې:  ”تر څنګ ولاړې ملګرې ته مې وويل: - دا څه مانا؟“  ملګرې يې د طنز په ژبه ځواب ورکوي چې که سترګې يې لرلى نو دا پوښتنه به يې ځنې نه کولى. مکالمه تر هغه غزېږي پسې چې کيسه پاى ته ورسېږي. 

که د راوي پاسنيو په نښه شويو جملو ته ځير شو، نو ګورو چې يوه يې له بلې سره اړخ نه لګوي. لومړۍ جمله د راوي يوازېتوب ښيي او دوه يمه جمله وايي چې راوي يوازې نه، بلکې ملګرې يې ورسره ده. که څوک دا ووايي چې دغه ملګرې يې واقعي ملګرې نه، بلکې څوک بله ښځه يا نجلۍ ده چې هغه هم په تمځاى کې ولاړه ده؛ نو د دغه احتمالي استدلال غوښتنه بيا دا وه چې راوي هغه [ملګرې] نه واى بللې. ښه، که راوي اوس هغه ښځه يا نجلۍ له ملګرېتوبه باسي، نو له هغې سره د شوې مکالمې موډ او مزاج، چې د ملګرتيا فضا لري، دړې وړې کېږي.

دا چې فرشته جلالزۍ يوه ډېره خواريکښه خبرياله او کيسه ليکونکې ده او کره کتنه په ورين تندي مني، نو يوه وړه خبره بله چې د هغې په کيسه کې مې ورته پام شو، هغه د تشبيه په صنعت کې د[مشبه] او [مشبه به] مناسبت ته د هغې لږکوټې بې پامي ده؛ مثلاً: فرشته جان هغه عصري يا فيشني ښځه چې له غصې يا خشمه سره اوښتې ده، له سره جغوندر يا لبلبو سره تشبيه کوي چې د تشبيه وجه يې د رنګ سوروالى بېخي پر ځاى دى. خو په مشبه (خشمېدلې ښځه) او مشبه به (سور جغوندر) کې يې د نارينه او ښځينه بيولوژيکي توپير، د ښاغلي زرين انځور خبره، د تاًمل وړ دى. زما په فکر، که هغه [خشمېدلې ښځه] يې د سره جغوندر پر ځاى له سرې مولۍ سره تشبيه کړې واى، نو د جنډر يا جنس د ورته والي له پلوه به يې هم يوه بريالۍ تشبيه کارولې واى.

کومه بله سپارښتنه چې کېدلى شي او تخنيکي ماهيت او اهميت لري، هغه دا ده چې دغه کيسه د اصلي څېرې يا کرکټر پر ځاى د څنګزنې څيرې يا کرکټر په وينا پاى ته رسېدلې ده. دا چې د کيسې پاى د کيسې مهمه برخه وي، نو په کار دا وو چې د کيسې مهم او مرکزي کرکټر ورته د پاى ټکى ايښى واى!