د ټوليزو رسنيو مؤسسو ته،

کوم بنسټ چې د  افغانستان د اساسي قانون د ۱۵۶مې مادې په حکم جوړ شوی او په هېواد کې د هر ډول ټاکنو د ترسره کولو مسؤوليت لري، رسمي نوم يې ((د ټاکنو خپلواک کميسيون)) يا ((کميسيون مستقل انتخابات)) دی.  بناء، د ((ټاکنې/ټاکنو)) پر ځای ((ټولټاکنې/ټولټاکنو)) ليکل سم نه دي.

موږ په هېواد کې پنځه ډوله ټاکنې لرو چې هره يوه يې خپل خپل نوعيت لري:

۱.   د ولسمشرۍ ټاکنې،

۲.   پارلماني ټاکنې،

۳.   د ولايتي شوراګانو ټاکنې،

۴.   د ولسوالي شوراګانو ټاکنې،

۵.   د ښاروالانو ټاکنې.

د ((ټولټاکنې)) مقصد ((عمومي ټاکنې/عمومي انتخابات)) دي چې په انګرېزي کې يې General Election بولي. نو که د عمومي ټاکنو يا عمومي انتخاباتو خبره کوو، کېدی شي پر ځای يې ((ټولټاکنې)) ووايو.

د انګيسي ژبې ويونکي ((د ولسمشرۍ ټاکنو))  ته د ((Presidential Election)) پر ځای ((Presidential General Election))  نه وايي. ځکه چې ولسمشريزې يا پارلماني ټاکنې خو وي عمومي ټاکنې!

فکر کوم چې کوم ښاغلي ((General Election)) يا ((عمومي انتخابات)) په ((ټولټاکنو)) اړولي د ي. خو موږ اوس بې له دې چې غور ورباندې وکړو، لګيا يو زياتره يې بېځايه کاروو. دومره بېځايه چې ((د ټاکنو خپلواک کميسيون)) ته ((د ټولټاکنو خپلواک کميسيون)) وايو. عجبه يې لا دا ده چې د ټاکنو په باره کې د څه خبر د خپراوي پر مهال زموږ ټلويزيونونه د ټاکنو د خپلواک کميسيون مرکزي دفتر او د دفتر د وره له پاسه لوحه ښيي چې د دغه کميسيون پښتو او دري نومونه ((د ټاکنو خپلواک کميسيون)) او ((کميسيون مستقل انتخابات)) يې باندې ليکلي دي. خو ښاغلي رپورټران به يې په خپل رپورټ کې درګرده ((د ټولټاکنو خپلواک کميسيون)) وايي.

دغه راز، د افغانستان د عدليې وزارت د رسمي جريدې فوق العاده ګڼه باندې چې د ۱۳۸۴ کال د غويي د مياشتې پر ۱۰مه نېټه چاپ شوې او پرله پسې ګڼه يې ۸۵۰  ده،  غټ ليکل شوي چې ((د ټاکنو قانون)). خو زموږ رسنۍ دغه ((د ټاکنو قانون)) ته هم ((د ټولټاکنو قانون)) وايي.

ناويلې دې پاتې نه وي چې دغه اشتباهات پخپله د ټاکنو د خپلواک کميسيون په ځينې سندونو او منابعو  کې هم تر سترګو کېږي. پر دې سربېره، د دغه بنسټ له ځينو چارواکيو څخه هم د هغوی په ويناوو او مرکو کې دغه اشتباهات کېږي.

هيله ده چې د ټوليزو رسنيو مؤسسې او د ټاکنو د خپلواک کميسيون چارواکي دغو اشتباهاتو ته، که زهېرېږي نه، لږ څه پام وکړي.

درناوی،

نورالحبيب نثار