هر هغه څه چې د ماشوم له پاره ليکو، هدف يې هغه ته ښوونه او د هغه روزنه ده. ټولې هغه سپارښتنې چې د ماشوم د ښوونې او روزنې استادان يې د ماشوم له پاره د درسي موادو ليکوال ته کوي، شاعر هم بايد په جدي توګه ورته پام وکړي.
ماشوم ته ليکلي شعرونه بايد طرحې، تصويرونه او ضمنا معلومات ولري. خو دغه طرحې، تصويرونه او معلومات دې د ماشوم طرحي، تصويري او معلوماتي تجربو باندې بنا وي. شعر د معلوماتو د يادولو يوه ښه زمينه ده.
هېره دې نه کړو چې ماشوم د شعر ويلو او ادبي پنځونو پوره تجربه لري. د دوی دغه تجربې دومره ژوندۍ، فعالې او خوځنده دي چې پر غني فوکلور سربېره يې ګڼي فردي او ډله ېيزې لوبې هم ايجاد کړي دي. تاسو به په خپلو کورونو، لارو او کوڅو کې لېدلي وي چې ماشومان د لوبو پر مهال موزونې خبرې کوي؛ غاړې باسې؛ سندرې وايي؛ تمثيل کوي؛ د لويانو نقش لوبوي؛ د قهرمانانو په قالبونو کې ځانونه اچوي؛ د مرغانو او ځناورو پېښې او داسې نور ډېر کارونه کوي.
ماشوم دې ټولو فعاليتونو ته له خپل چاپيريال او محسوساتو سره نسبت او تړاو ورکوي. د نانځکو لوبولو په ترڅ کې د کومې نانځکې له څپړې وهلو څخه يې مراد ښايي په کور کې مېرې مور باندې څخې سړول وي.
له برنيو معروضاتو څخه مې مطلب دا دی چې ماشوم ته د نثر غوندې په شعر ليکلو کې هم د هغه ذوق، ضرورت او صلاحيت ته پام په کار دی.
د ماشوم له پاره زموږ شعر دې دا جوهر ولري چې د هغوی هنري ذوق پياوړی کړي. د شعر له لوستلو يا اورېدلو سره دې ماشوم د ګل غوندې وغوړېږي؛ په حرکت دې راشي؛ فردي يا ډله ېيز فعاليت ته دې وهڅېږي او لوبو ته دې ورودانګي.
پوښتنه دا ده چې پاسنيو کيفيتونو باندې برابر شعر ماشوم ته کله او څنګه ليکلی شو؟
زما په فکر، دا چار هغه مهال ترسره کولی شو چې د ماشومانو له لوري د هغوی خپل ايجاد کړی ادب په ژوره توګه مطالعه کړو او وګورو چې ماشومانو د خپلو ژبنيو تجربو په ترتيب، تنظيم او تدوين کې له کومو روشونو څخه کار اخېستی دی؟!
د ماشوم خپل ايجاد کړي شعر او ادب کې چې موږ ته د ژبې، خيال او فکر کومه بې منطقې يا  بې تړاوي ښکاري، هغه بايد د ده د شاعرانه او ادبي اسلوب په توګه وڅېړو او ترلاسه شويو نتيجو ته يې د ماشوم له پاره شعري او ادبي پنځونو کې ځای ورکړو.
په هغو ښاغليو کې چې د ماشومانو له پاره شاعري کوي، علم ګل سحر او اجمل تورمان د ماشومانو د بيان دغه اسلوب موندلی او کارولی دی. دلته به لومړی د علم ګل سحر د [واوره]، [ستوري] او [ژېړه غوا] په نامه واړه واړه شعرونه لولو چې د ماشومانو له پاره يې په پوره اهتمام ليکلي دي:
واوره
سپينه واوره اوري
انا مې ورته ګوري
په ونه کې کارغه ده
(خبره) يې په خوله ده
کوي د مستۍ لاپې
ای سپيه، ولې غاپې.
ستوري
شپه ده، توره شپه
يمه بام باندې ويده
ستوري ښکلي ستوري
له پاسه راته ګوري
شيندي رڼاګانې
تښتي بلاګانې.
ژېړه غوا
ژېړې غوا شيدې غواړم
ښې ډېرې مستې غواړم
همزولي راته ګران دي
راټول په دسترخوان دي
دوی ته به مستې ورکړم
هم خوږې شيدې ورکړم
تا ته به واښه راوړم
ښې رڼې اوبه راوړم.
پاسني شعرونه ټول د ماشوم محسوسات بيانوي او د بيان اسلوب يې بېخي د ماشومانو دی. که ماشومانو ته يې ورکړو چې ويې لولي نو باور لرم چې د لوستلو په وخت کې به يې له فزيکي پلوه هم مشق او ممارست ته وهڅېږي. دغه راز، د ښاغلي اجمل تورمان [سين څپه، څپه] نومی شعر هم د لوستلو په وخت کې ماشومان په وجد راوستلی شي:
سين څپه، څپه
اباسين څپه، څپه
ځي مخ نه تېرېږي تکه سپين څپه، څپه.
واورې او باران
سين کړلو روان
ښکلی په کبانو دی حسين څپه، څپه.
غره نه مساپر
سين ښکلی شاعر
بيا يې سپرلی راووړ هسې شين څپه، څپه.
د ماشوم له پاره بايد لنډ لنډ شعرونه وليکو. لنډ لنډ شعرونه ژر او آسانه زده کېدلی او يادېدلی شي. د ماشوم له پاره د شعر ژبه دې هم د ماشوم ژبنۍ تجربه باندې اډانه وي. د شکل له مخې هم په کار دي چې د ماشوم له پاره شعرونه زياتره فوکلوري قالبونو کې وليکل شي او محلي آهنګ او موسيقي دې ولري:
يو، دوه درې
چونګښو پسې مرې
څونګښې درنه ولاړې
ته ور پسې ژاړې.
د پاسني شعر هدف د هغه ماشوم کرارول دي چې د چونګښې د رانيولو هڅه کوي. خو هغه ځنې ټوپونه وهي، تښتيـي. ده ته غصه ورځي؛ ژاړي. مور، پلار، نيا، نيکه يا دايي يې د کرارولو هڅه کوي. «يو، دوه، درې» ورته وايي چې پالي پالي ورشي. او په دا ترڅ کې تر درې پورې شمېر ور زده کوي. ناويلي دې پاتې نه وي چې له عبارتي عدودونو څخه جوړه دغه مسره (يو، دوه، درې) د ماشوم مور، پلار، نيا، نيکه يا دايي ته د چونګښې له ټوپونو سره ښايي ور تداعي شوي وي.
اوس نو که موږ د پاسني شعر د لومړي بيت دوه يمه مسره له لومړۍ هغې سره بې ربطه وبولو، اشتباه کوو. ، زما په فکر، د دغو  دواړو مسرو بې ربطي اشتباه نه، بلکې د ماشوم د بيان يا له هغه سره د خبرو اترو اسلوب دی.
د ماشوم له پاره شعر کې دې د مجردو مفاهيمو او مفکورو پر ځای مختصرو تخيلاتو او تصوراتو باندې تمرکز وشي. د ده له پاره د شعر محتوا دې د هغو شيانو په باره کې وي چې د ده تخيل، تصور او تفکر ورويښ کړي؛ لکه: پيشو، سویه، قلم، کتاب، سترګه، راډيو، ټلويزيون، ....
ماشوم ته د هېواد د مېړانې او مينې د مفاهيمو پر ځای د «کور، کلي، کوڅې» او په دغه کور، کلي او کوڅه کې حتی د دوی د جنګ، تېښتې او خرپ و ترپ مفاهيم ډېر په زړه پورې دي. ماشوم ته داسې مفاهيم ورالقاح کول نه دي په کار چې د هغه د ‌‌‌‌ذوق، ضرورت او صلاحيت سره سمی نه خوري؛ مثلا: 
ای هېواد، ای هېواده
ای زما ګرانه هېواده
ته مې پلار يې، ته مې مور يې
ته زما د مينې کور يې.
د ماشوم له پاره «مور» او («پلار» ژور عاطفي مفاهيم دي. خو ګومان نه کوم چې هغوی دې دا ومني چې «هېواد» يې پلار يا مور دی. دغه راز، «د مينې کور» لوړ مفهوم دی. خو ماشوم ته د درک وړ ځکه نه دی چې مجرد دی. بل عيب يې دا دی چې د يوه اضافي ترکيب په توګه وړاندې شوی دی. فکر کوم چې ماشوم د داسې مفاهيمو د زده کړې په پرتله د خپل کور پر دېواله د څپياکي له نندارې څخه زيات رضايت حاصلولی شي.
د ماشوم له پاره ليکلي شعرونه دې د هغه په فزيکي او ذهني وده کې جوت نقش ولوبوي. او دغه وړ نقش هغه مهال لوبېدلی شي چې دغه شعرونه د ماشوم له فوکلور او لوبو سره تړاو ولري.
دا سمه ده چې د ماشوم له پاره ليکنې دې ماشوم ته مطلوب لوری وټاکي. خو دغه تفکر دې دومره هم فرمايشي او ترينګلی نه شي چې د ماشوم خلاقانه تفکر او ابتکار ته تاوان ورسوي.
د ماشوم له پاره شعرونو کې د هغوی د کچې متلونه، محاورې، دوڼۍ، څرګندونې، فوکلوري باورونه، او ... کارېدلی شي. لاندې د باران په سخت ځول او توفان کې د ښارو او کارغه ترمنځ د تکرار په باره کې د ماشومانو د یوه تمثيلي شعر يوه برخه لولو؛ ګورو چې د غولخور کلمه یې په کې کارولې ده. يقينا چې د «غولخور» کلمه به د لوانو په نزد بې ادبي وي خو که د ماشوم له نظره وکتل شي نو کارول يې د حسي رياليزم يوه جوته نمونه ده. ماشوم دا خبره نه شي درک کولی چې کارغه په ګند کې دانه لټوي؛ هغه تش دا ګوري چې کارغه لګيا دی په ګند کې مښوکه وهي. او همدغه دليل دی چې غولخور يې بللی دی.          
کراغ ګوره،
غولخور ګوره،
مخ په تبۍ تور ګوره،
راځه، راځه، راځه.
ماشومان د پيريانو، ښاپيريانو، ديوانو او نورو ځناروو کيسو او نکلونو ته ځکه هوسېږي چې د بشري ځواک او عادت خلاف کارونه په کې کېږي او له دې امله چې ماشوم لا معين شخصيت نه دی پيدا کړی، نو دې ته لېوال دی چې د افسانوي اتلانو په قالب کې ځان واچوي او د هغوی غوندې حيرانوونکي کارونه وکړي.
ځکه نو د ماشومانو له پاره شعرونو کې په کار دي چې تخييلي او تصويري عناصر جوت شي. خو که د خير البيان او رشيد بيان غوندې وچو کلکو مفکورو باندې ورته په کې ترکيز وشي نو دغه وړ ماشومان بيا په لوينې کې ناچار وي چې د اوداسه لوټې په جېب کې وګرځوي او فلش سيسټم باندې عيارو کموډونو کې استنجا او اودس ورته د سنت خلاف ښکاره شي.
يو همکار مې و، ميا صاحب يادوم. د باړې له پير (سيف الرحمن صاحب) سره يې بيعت کړی و. بل همکار مو و خواجه صاحب؛ هغه حکمتيار صاحب ته ارادت درلود. د دواړو تر منځ يو غلی غوندې سوړ جنګ روان و. بالاخره، دغه سوړ جنګ پر هغه ورځ څرګند شو چې خواجه صاحب له تشنابه د ميا صاحب د استنجا هغه لوټې بهر ته راوکښلې چې هلته ځنې هېرې شوې وې. خواجه صاحب له ډېرې غصې ميا صاحب ته شين اوښتی و. نژدې و چې د دواړو تر منځ سړه شخړه تودې جګړې ته ووځي. خو موږ يې تر منځ شو او شيطانان مو ورته د کاڼيو پر ځای په هماغو لوټو وويشتل.
آغلې پروين پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې چې په داستانونو کې يې زياتره ماشومانو او تنکيو ځوانانو ته پام کوې، دليل يې څه دی؟ وايي چې د ماشوم له ادبياتو سره يې رابطه له مرغانو سره د انسان د رابطې غوندې ده. د ماشومانو او ځوانانو له پاره ليکل ورته وځرې ورکوي او الوت ته يې برابروي؛ خوشالي او اميد ورته پيدا کوي؛ بدي يې له ياده باسي؛ غوره انسان ځنې جوړوي؛ خندوي يې؛ ځوانوي يې. لنډه دا چې ماشوم د هغې له پاره د پاکۍ، معصوميت او مستقبل سمبول دی.
تر پاسنيو خورو ورو معروضاتو وروسته له ښاغليو ليکوالو، شاعرانو، انځورګرانو، طراحانو، ممثلانو او نورو د علم او هنر خاوندانو څخه هېله لرم چې ماشومانو ته له خپلو ليکنو څخه د پروين پژواک غوندې خوند واخلي او له ماشومانو سره د هغې غوندې ژمنه ولري.