د مډرنيزم، مدنيت او مدني ټولنې مصطلحات موږ ټول کاروو. په عامه توګه يې توپير هم نه کوو. دا درې سره جلا مفاهيم دي. مخکې له دې چې پر مدني ټولنه بحث وکړو، مدنيت او مډرنيزم تعريفوو.

مدنيت (Civilization)
د بشري ټولنې يا فرهنګ يو ډول دی. مدنيت معمولاً داسې يوه ټولنه ګڼل شوې چې د کرنې په چارو بوخته وي او په ښارونو کې اوسېږي. مدنيت په عام ډول او اکيډيميکه توګه د فرهنګ مترادف کارول کېږي. انګرېز بشر پېژندونکي ايډوارډ برنيټ ټيلور وايي چې مدنيت د بشر د ټولنيز ميرات ټولګه ده. ځينې نور يې يو ډول تفکر ګڼي او د ژوند طريقه يې بولي.

د مدنيت عام تعریف دا دی چې ټولنه په ښاري اخلاقو سمبال کړو. دا چې وايي د مدنيتونو جنګ دی، معنا يې دا ده چې د دوو فکرونو جنګ دی. د دې له پاره چې د مدنيتونو د ټکر مخه ونيول شي، نو فکري تحول او انعطاف ته اړتيا ده. جرمني ټولنپوه ناربرت الياس چې په ۱۹۳۹ کې د مدنيت د پروسې تيوري رامنځ ته کړه، نو ورسره جوخت د متمدن کولو اصطلاح هم ايجاد شوه. خو د مسلمانانو له نظره مدنيت له اسلام سره سم پيل شوی. يثرب ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم له هجرت سره سم د هغه ځای نوم «مدينه» شو. په مدينه کې مسلمان، يهود، مجوسی او نور ټول اوسېدل. د ټولنيز ژوند تر ټولو ښه بېلګه «مدينة الرسول» دی. د صحابه وو رضی الله عنهم د ايثار عالي روحيه د هغوی د ظرفيت لوړتيا ښيي. 

په کومه مځکه چې انساني ټولنه (وطن) جوړيږي، لومړی شی چې هغه ورته ضرورت لري، اوبه دي چې آبادي او ژوند ورسره تړلی دی. او چې وېش يې ولري نو بويه چې تمدن لري. او کله چې برېښنا ورته راشي نو بيايې صنعتي ټولنه بولي. خو د ښار جوړېدا لومړنی شرط اوبه دي. الله تبارک و تعالی فرمايي: و جعلنا من المآء کل شی حی.

د فرانسې د اتلسمې پېړۍ په ادبياتو کې د Civilization کلمه د بربريت په وړاندې کارېدله. ځکه چې اروپايي ټولنې بې تمدنه بلل کېدې. خو په جرمني ژبه کې د مدنيت او فرهنګ معنا دا ده چې اغېز يې په یوه معينه جغرافيايي سيمه يا يوه ټولنه محسوس وي- بې له دې چې وګوري چې دغه ټولنه د تخنيک او ټکنالوژۍ په کومه کچه کې دی. خو نن سبا تمدن په نړيوال سياست کې د جغرافيې او فرهنګ تابع نه دی. موږ وينو چې د نړۍ يو شمېر هېوادونه يو ډول تفکر لري.

مډرنيزم (Modernism)
مډرنيزم يا عصريت د فرهنګي خوځښتونو د اصلاحاتو يوه لړۍ ده چې د ۱۹ پېړۍ په پای او د شلمې پېړۍ په سر کې په هنر، ادب، معمارۍ، موسيقۍ او رسامۍ کې رامنځ ته شوې ده. او د لويديځې ټولنې په تحولاتو کې جرړې لري.

مډرنيزم هغه يو فکري تمايل دی چې د چاپېريال د ايجاد، بهبود او رغاوي لپاره د ساينس، ټکنالوژۍ او عملي تجربې او تخصص په مرسته د بشر څواک جوتوي/ راښيي.

مدني ټولنه (Civil Society)
مدني ټولنې د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کې بېلابېل مفهوم لرلی دی. د ارسطو له نظره د مدني ټولنې مراد دا وو چې ټولنه د اړ و دوړ او ګډوډۍ په وړاندې تنظيم شي؛ هيګل د دولت لومړني شکل ته مدني ټولنه ويله؛ او کارل مارکس به ويل چې دا يو طبقاتي کيفيت دی. خو د اسلام له نظره مدني ټولنه هغه ده چې امن، آزادي، او بهبود وي په کې. د ديني عالمانو په باور د مدني ټولنې ارزښتونه په اسلام کې تضمين شوي دي. ځينې عالمان مدني ټولنه د معاصرو قضاياوو يوه برخه ګڼي او وايي چې دا د نادولتي مؤسسو، ټولنو، او ادارو د هلو ځلو په نتيجه کې را منځ ته کېږي؛ سوله او امن په کې ټينګ وي؛ ښوونه او روزنه په کې عامه وي؛ تاو تریخوالی په کې کابو وي؛ او فقر په کې يا بېخي نه وي او يا ډېر کم وي.

ځينې نور وايي چې مدني ټولنه د هغو نظریو او اړیکیو یوه حوزه ده چې د دولت او کورنۍ ترمنځ موقعيت لري او د داسې غيراجباري فعاليتونو استازيتوب کوي چې د ګډو ښېګڼو، هدفونو او ارزښتونو  شاوخوا راڅرخي. د دوی په اند په مدني ټولنه کې رنګارنګ افراد او بنسټونه شامل وي چې د اداري جوړښت، خپلواکۍ او ځواکمنۍ له پلوه يو له بله توپير لري. دوی باور لري چې مدني ټولنه خپل ‌ذات او نقش ته په پام سره د سولې په لاره کې زښت زيات ارزښت لري.

د مدني ټولنې بېلابېل تعبيرونه شوي. خو عام او منلی تعريف يې دا دی چې دا د هغو بنسټونو، مؤسسو او افرادو محيط دی چې د کورنۍ، دولت، او بازار تر منځ د خلکو د ګډو لېوالتياوو او ګټو د ودې او پرمختيا له پاره په داوطلبانه توګه کار کوي. په بله ژبه، مدني ټولنه هغه يوه شفافه او حساب ته تياره ټولنه ده چې قانون، ټولنيز مسؤوليت، او ملي حاکميت پر اساس ولاړه ده او د سياسي ګوندونو په چوکاټ کې په واک کې ونډه غواړي.

لنډه خبره دا ده چې حکومت او سوداګريزه ټولنه دواړه د ولس برخې دي. دوی د ټولنې دننه سياسي قدرت او مارکيټ دواړه  د ولسي ټولنې برخې دي- دغه دواړه برخې بايد له ولس سره مرسته وکړي. لنډه خبره دا ده چې غښتلې ولسواکي، فعاله مدني ټولنه، او ملي برياليتوب ژورې اړيکي سره لري.  

بېلابېلې انګېرنې:
سره له دې چې په هيواد کې د مدني ټولنې په سلګونو مؤسسې کار کوي، خو «د افغان مدني ټولنې د پرمختيا نوښت» چې د مدني ټولنې له ارګانونو سره کار کوي، له ګڼو مؤسسو سره خبرو اترو او ګرديو مېزونو کې دې نتيجې ته رسېدلی چې خلک د مدني ټولنې په اړه بېلابېلې، حتي ضد و نقيض انګېرنې لري. دوی وايي چې مدني ټولنه:
- له صنفي اتحاديو څخه جوړه وي؛
- د ورځني ژوند آسانتياوې لري او په نننۍ ټکنالوژۍ سمباله وي؛
- غيرسياسي، غير انتفاعی، او پر قانون برابره وي؛
- له حکومت څخه د خلکو حقونه غواړي خو پخپله د سياسي قدرت له پاره هلی ځلی نه کوي.
- يوازې په ښارونو او لوستې طبقې پورې منحصره وي؛
- پر ټولنه متمرکزې مؤسسې يې برخه وي او خدماتي کارونه کوي؛
- له دولت او سوداګريز سکټور څخه جوړه وي؛
- د حکومت، خلکو، او بازار ترمنځ اړيکي جوړوي.
- د دولت ضد ده؛
- د دولت حمايت کوي؛
- يو نوی مفهوم دی او د بهرنيانو اجندا ده....

په داسې يوه هېواد کې چې حکومتونه يې په کودتا راځي او په کودتا له منځه ځي، د مدني ټولنې د ژوند تضمين ګران څه چې ناشونی دی. په ټولو دغو کودتايي رژيمونو کې مدني ټولنه ځکه برهمه وه چې حاکم قدرت به په کې له ديکتاتورانو، وسله والو، او نظاميانو سره وو- څه چې به يې خوښه وه، هغه به يې کول، او چا به سوڼ قدرې نه شو کولی.

ځواکمنه مدني ټولنه هغه وي چې د حاکم قدرت د زور زياتي او سرغړونو مخه ونيسي. مثلاً: دولت يوه داسې پروژه پيلوي چې د ژوند چاپېريال ورسره ککړېږي – نرخونه ورسره لوړېږي، نو که د دولت د دغه وړ کارونو مخه په داسې طريقه ونيول شي چې ګواکې د دولت مخالف يو او سرټمبه ګي ورسره کوو، نو نتيجه يې د ټولو په تاوان ده لکه ښيو او کيڼو افراطيانو  چې هم يې ځان برباد کړ او هم يې درست ملت. خو که په داسې طريقه يې مخالفت وشي چې د دولت او ملت دواړو سرنوشت سره شريک دی او دغه پروژه د دواړو په تاوان ده، نو بويه چې ټولنه خپل هدف ته رسېدلې ده.

د مدني ټولنې مفاهيم دې د ټولنې د ظرفيت مطابق وده وکړي او پلې دې کړی شي. افغانستان پر ښارونو سربېره چې ګڼې ټولنې، صنفي اتحاديې، او مؤسسې دې په کې، کلي او بانډې هم لرو چې جوماتونه، حجرې، او دېرې په کې دي او خلک په کې له پخوا نه د خپلو ستونزو او مسألو په باره کې سره راغونډېږې مرکې، جرګې او مشورې کوي او پرېکړې کوي. دا ټول د مدني ټولنې دوديز بنسټونه دي. چې که تقويه کړی شي، نو ګټه به يې زياته شي.

هر څو که موږ په متفاوتو ډلو، ټپلو، بنسټونو او کړيو کې ژوند کوو او متفاوت افکار لرو، خو وطن او برخليک مو سره يو دی- نن سبا حتی د ټولې نړۍ برخليک يو له بل څخه اغېزمن دی. د اوزون د سطحې سوري کېدل يوازې د امريکا يا اروپا اقليم نه ګواښي؛ دا پر ټوله نړۍ اغېز لري. نو د مسؤوليت منلو ته اوږه ورکول د يوه هېواد نه- د ګردې نړۍ ده- ځکه چې دغه درست هېوادونه د يوې نړيوالې ټولنې غړي دي.
 
مدني ټولنه هغه ده چې حکومت يې د ولس له لوري اداره کېږي. کومه ټولنه چې ولس يې پر خپلو پښو ولاړ وي؛ خپله اړتيا پخپله پوره کړی شی، لکه متحد ايالتونه، اروپا، چين، جاپان او نور. ځينې خلک همدې ته مدني ټولنه وايي.

شا و خوا درې سوه کاله پخوا چې افغانانو امپراتوري لرله زياتره دغه هېوادونو محکوم وو. مستقل دولتونه يې نه لرل. خو لاس په کار شول فابريکې او کارخانې يې جوړې کړې سهامي شرکتونه يې جوړ کړل. په مدني ټولنه کې، شاړو آبادول، د بندونو تړل، د ويالو جوړول، فابريکې، سړکونه، او نور پخپله خلک جوړوي. دولت يوانرې قضايي، دفاعي او امنيتي چارې ترسره کوي.

مدني ټولنه د يوې ښېرازې انساني ټولنې تصور دی. او دا تصور له يوه لړ ارزښتونو، جوړښتونو، او مفاهيمو څخه بشپړېږي. دغه مفاهيم  او ارزښتونه او د دوی تأسيسات تر هغه پورې ټولنې ته ناآشنا وي، تر څو د ټولنې پخپله ژبه د ټولنې د پوهې او درک په دايره کې رانه شي. د مدني ټولنې له ارزښتونو، مفاهيمو او تأسيساتو سره د اشنايۍ له پاره بايد د بشپړ معرفت هڅه وشي او دغه مفاهيم دې ټولنې ته ورولېږدول شي. په دې برخه کې مطبوعات او رسنۍ لوی لاس کولی شي.

مدني ټولنه يوازې د لويديځې يا نورې پرمختللې نړۍ شتمني نه ده. هره ټولنه په دې اړه خپل ځانګړی ايډيل او دغه ايډيل ته د ور رسېدو ځانګړې لارې ګودرې لري. دغه لارې ګودرې د دغې ټولنې په دودونو، ارزښتونو، د وګړيو په طرز فکر، او حتی د وګړيو په ژبه کې انعکاس مومي. راځۍ، خپل ټولنيز ارزښتونه د مدني ټولنې له ارزښتونو سره مقايسه کړو. جرګه به  را واخلو چې زموږ په ټولنه کې د مدني ټولنې تر ټولو پاوړې لرغونې اډانه ده. جرګه د ولس استازې وي او د ولس غږ حکومت ته رسوي. په دې حساب جرګه د ولس او حکومت ترمنځ د تړاو او ارتباط زمینه شوه. يعنې دا د حکومت او ولس تر منځ یو پل دی.

ډيموکراسي:
هېره دې نه کړو چې په لويديځ کې مدني ټولنه ډیره وروستۍ ده. خو زموږ جرګه ډېره لرغونې ده. جرګه د مدني ټولنې ډېره ځواکمنه مؤسسه ده. او که مطبوعات او رسنۍ غواړي چې په افغانستان کې مدني ټولنه پياوړې کړي نو د جرګې مؤسسه دې پياوړې کړي.

افغانان پخپله د جرګو مرکو یو ښه منلی نظام لري. په کار دي چې همدغه خپل د جرګو مرکو نظام لا پسې غښتلی او پياوړی کړي.

د ډيموکراسۍ سيسټم او د افغاني جرګو مرکو نظام يو له بله توپير لري. په ډيموکراسۍ کې ټول خلک رأيې ورکوي او په جرګه مرکه يوازې پوه خلک يا د رأيې اهل کسان ګډون کوي او رأيه ورکوي. بناء، د افغاني جرګو مرکو دغه نظام اسلام ته ډېر نژدې دی. جرګه په مطلق ډول ډيموکراسي يا ولسواکي نه ده.

اسلام اهليت غوره ګڼي او ډيموکراسي اکثريت ته ترجيح ورکوي. په دې حساب، د دواړه په روش کې ډېر تفاوت دی. خو ځينې ديني عالمان وايي چې د ډيموکراسۍ مفهوم له اسلام سره تضاد نه لري. د اسلام له نظره د حکومت يو ډول جمهوري دی. په افغانستان کې حکومت دا وخت د ډيموکراسۍ او انتخاباتو له لارې رامنځ ته شوی. خو پرېکړې يې د اسلام د دين مطابق دي.

د مدني ټولنې بنسټونه او ارزښتونه:
د مدني ټولنې د بېلابېلو تعبيرونو او تعريفونو له مخې د هغې مهم بنسټونه او ارزښتونه دا دي:
- فردي آزادي؛
- ګڼ توکميز فرهنګ؛
- د بشري حقونو تأمين؛
- ارتباط او تفاهم؛
- صداقت او رښتينولي؛
- د امانت خوندي ساتل؛
- د ټولنيزعدالت متوازنه پرمختيا؛
- د افرادو د پوهې د کچې لوړتيا، ژور درک، او د مسؤوليت احساس؛
- د منابعو عادلانه وېش....

د اسلام له نظره د مدني ټولنې بنسټونه:
په اسلام کې د فرد او اجتماع درست دار و مدار پر ۳ اساساتو چې د مدني ټولنې عمده ځانګړنې دي، ولاړ دی:
1. غوره اخلاق چې د فرد او ټولنې تهذيب او ښکلا ده.
2. کورنی ژوند/تدبير منزل چې د زوجيت پر اصل ولاړ دی او د کورني ژوند د بقا تر ټولو بريالۍ لار ده.
3. مدني سياست/ښاروالي ژوند چې په معاملاتو، مرستو او حقوقو (حقوق الله او حقوق العباد) ولاړ دی.

حقوق العباد يا بشري حقونه البته په ټوله نړۍ کې يو ډول نه دي. بشري ټولنې يو له بله تفاوت لري. د همدغه تفاوت له امله د بشري حقونو په تعيين کې اختلاف او تفاوت راغلی. بناء، بشري حقونه په ټوله نړۍ کې په يوه مېچ نه دي کچ کول په کار.

د اسلام له نظره مدني ټولنه پر دوو شيانو ولاړه  ده. يو وحی چې قرآن او سنت دی او بل عرف او عادت چې د خلکو کړه وړه يا ولسي کاڼي او نرخونه دي. عرف په اسلام کې ډېر زيات اهميت لري. که يو مفتي د خلکو په عرف او عادت نه پوهېږي، نو د احنافو په نزد جاهل دی. وايي چې په عرف او عادت کې له بدلون راتلو سره فتواګانې هم بدلېږي. تر اسلام له مخه به چې چا څه شخړه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وروړه نو هغوی به ورته وفرمايل چې څه عرف او عادت لري او که نه ؟! مطلب يې ځنې دا وو چې خپل منازعات دې په عرف هوار کړي.

تر اسلام له مخه د قومونو روڼ انديو مدني ټولنه د عقل او منطق پر اساس تعريفوله. خو اسلام د مدني ټولنې اساس بدل کړ. د ديني عالمانو په نزد مدني ټولنه هغه ده چې د امانت خوندي ساتلو او رعايتولو پر اصل ولاړه وي؛ د هر چا حقونه په کې خوندي وي؛ او ټول خلک په کې له منابعو څخه برابره برخه واخلي. د پوهانو په نزد، مدني ټولنه د حاکميت له نوعيت سره ژورې اړيکي لري. څومره چې په يوه نظام کې د خلکو ونډه پياوړې کېږي، هومره ورسره مدني ټولنه ځواکمنېږي.

زموږ په ولسي ادبياتو او فرهنګ د مدني ټولنې جرړې:
که خواري وکړو او خپل ولسي ادب او فرهنګ ورپسې وڅېړو، نو د مدني ټولنې اساسات، ارزښتونه، او ځانګړنې ځنې راايستلی شو. لاندې متلونو ته که ځير شو، درست سره د مدني ټولنې ماهيت راښيي:
- که شپه تياره ده، مڼې په شمار دي. (حساب او کتاب)،
- په زور کلي نه کېږي. (ولسواکي)،
- ژرنده که د پلار ده، هم په وار ده. (د قانون رعايت، د انحصار مخالفت)،
- وروري به کوو حساب ترمنځ. (تفاهم او ارتباط)، او
- پړ مې کړه، مړمې کړه. (محاکمه او د قانون تطبيق)

زموږ ټول ولسي ادب او فرهنګ د مدني ټولنې د ځانګړتياوو مظهر دی. لاندې ټپې ته وګورﺉ د سولې او سلم څومره عالي نمونه ده. د اسلام معرفت هم ځنې کېږي:

مسلماني په چا کې نشته،
مرور ګرځم، څوک مې نه پخلا کوينه.

سوله، سلم، او پخلاينه د افغانانو د فرهنګ غوره ځانګړنه ده. الله تعالی فرمايي: والکاظمين الغيظ، والعافين عن الناس، والله يحب المحسنين.

افلاتون په خپل کتاب «جمهور» کې پوښتنه کوي، وايي چې که د سپينو او تورو آسونو دوې ډلې په خپلو کې سره اړم شي، نو ترمنځ یې معامله څه وړ تنظيم کړو؟ پخپله ځواب وايي چې د آسونو د دواړو ډلو ترمنځ دې د روغې جوړې د برېد یوه کرښه وکاږو. افلاتون د روغې جوړې دغه بريد ته منځنی بريد وايي. او نتيجه ځنې دا اخلي چې سياسي هواری فقط هغه مهال متصور دی چې دغه منځني بريد وساتلی او وڅارلی شي. د افلاتون پاسنی مثال هم په لرغونې سياسي فلسفه کې او هم په معاصره سياسي فلسفه کې د مهمو مفاهيمو د تدوين او تکوين اصلي محور دی.

هيګل وايي چې له معاصر تاریخ سره روغه جوړه هغه مهال کولی شو چې تېر يې وګڼو. نيلسن منډيلا وايي: «تېر پرېږدﺉ چې تېر شي.» او پښتانه متل کوي: «تېر په هېر».

د مشارکت احساس:
د ټولنې او تمدن معنا یووالی دی. يووالی د عدالت او برابرۍ پر اساس رامنځ ته کېږي. او عدالت او برابری د داسې يوه قانون په وسيله ساتل کېږي چې د يوه هېواد پر ټولو اتباعو يو ډول تطبيق شي او هر څوک په کې ځان شريک وګڼي.

په ژوند کې چې له بوبل سره تړاو نه وي، نو یو پر بل حقونه هم نشته. بېګار او اشر ته هغه وخت اړتيا پيدا کېږي چې ګډ ژوند، اړیکي، او تفاهم سره ولرو. ګډې ګټې او ګډ علايق چې نه وي، نو د خلکو يو پر بل باندې زړه نه سوځي. ملتونه هغه وخت ترقي کوي چې سهامي شرکتونه ولري. او چې سهامي شرکتونه ولري، نو په ډېرو بدو حالاتو کې هم هغه نه ضايع کوي.

د مدني ټولنې د مؤسسو په وړاندې شته ستونزې او چيلنجونه:
اقتصادي ضعف، فقر، او بېسوادي، د اوږدو مهاليو اقتصادي او پرمختيايي پلانونو نه لرل، د خلکو په تېره بيا د ښځو حاشيې ته وتل/څنډې ته کېدل او په لرې پرتو سيمو کې اوسېدل، د بيان و آزادۍ او د معلوماتو او مفاهمې د ټکنالوژۍ نشتوالی او محدوديت، د معلوماتو او مفاهمې د ټکنالوژۍ د کاروې او سرچينو محدوديت، د ډاډمن امنيت نشتوالی او د خلکو بې باوري، د عصري او ديني نصاب تر منځ بېلتون او ناهمغږي، د کره او بې لوریو معلوماتو نشتوالی، د مدني ټولنې د مؤسسو له هدفونو او فعاليتونو څخه يې خبري او د مدني ټولنې د مؤسسو ناهمغږي درست سره هغه ستونزې او ننګونې دي چې افغاني مدني ټولنه ورسره لاس و ګرېوان ده.

د مدني ټولنې برخې:
مدني ټولنه په اصل کې د يوه درېم سکټور په ډول مدام شته دی. دغه سکټور د دولت يا تجارتي سکټور برخه نه ده. دا له لاندنېو مؤسسو څخه جوړ دی:
- پر ټولنه متمرکزې مؤسسې،
- مذهبي ډلې،
- سياسي ګوندونه،
- مسلکي ټولنې،
- خپلواکې رسنۍ، او
- نادولتي مؤسسې.

پر ټولنه متمرکزې مؤسسې:
دغه وړ مؤسسې د افغانستان په ټول تاریخ، په تېره بيا، معاصر تاريخ کې په محلي او ملي کچه مهم نقش لوبولی دی. له ۱۷۰۵ څخه تر ۲۰۰۴ پورې شويو ټولو لويو جرګو يو ګډ هدف درلود او هغه دا چې د يوه قانوني دولت له پاره داسې یو بنسټ کېږدي چې خلک په کې له ګډوډې او اړو دوړ څخه ووځي او د یوه متحد دولت دولت د جوړولو په لوري وخوځېږي او په کې ونډه واخلي.

جرګه دا ظرفيت لري چې عصري شي او د چيلنجونو په وړاندې مبارزه وکړي. د کاونټرپارټ د نړيوالې مؤسسې ارزونه چې د مدني ټولنې په اړه یې کړې ده، راښيي چې په دغه سروې کې شاملې د مدني ټولنې په سلو کې ۳۳ مؤسسې اوس هم د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو له پاره له اشر څخه کار اخلي.

مذهبي ډلې:
ديني عالمان، روحانيون، او ستانه خلک د قومونو پر مشرانو او حاکمانو کې له پخوا نه اغېز لري. د صوفيانو او شيخانو دربارونه هم د مدني ډولنې مؤسسې دي. دوی په خپلو دربارونو کې خپلو مريدانو ته د مختلفو مسألو، په تېره بيا، د تهذيب او اخلاقو په باره کې معلومات ورکوي.

د «عروة الوثقی» خپرونه چې سيد جمال الدين افغان تأسيس کړې، د مدني ټولنې يوه مؤثره مؤسسه وه. دغه خپرونه وروسته د شوروي-افغان د معرکې پر مهال له هېواده بهر د ډاکټر عبد الحکيم طبيبي په مديريت د مجلې په بڼه په انګریزي ژبه خپريدله. «ګهيځ» او «پيام حق» چې د خدای بښلي اعليحضرت المتوکل علی الله محمد ظاهر شاه په زمانه کې خپرېدې، همدغه ډول خپرونې وې.

سياسي ګوندونه:
دولت د سياست پر ډګر نېغ په نېغه اغېز لري. که دولتونه ډيموکرات نه وي نو سياسي ګوندونو ته د فعاليت ساحه نه وي برابره. د ولسواکې ټولنې د رامنځ ته کېدا يو ښه مثال د «مشروطيت» غورځنګ وه چې په نتيجه کې يې مطلقه شاهي په  مشروطه شاهۍ بدله شوه. او په دې توګه د سياسي ګوندونو او سازمانونو جوړولو ته لاره هواره شوه. آزاد مطبوعات رامنځ ته شول. په ۱۹۴۷ کې د «ويښ زلميان» په نامه ګوند جوړ شو. وروسته بيا د ډيموکراسۍ په لسيزه (۱۳۴۳– ۱۳۵۲) کې ګڼ ښي، کيڼ او منځلاري ګوندونه جوړ شول. چې شهکاري او ګلکاري يې ټولو د سر په سترګو ولېدې. دا اوس نژدې ۸۰ ګوندونه د عدليې له وزارت سره ثبت شوي دي. هيله  ده چې يو وخت تر درې يا څلورو زيات ګوندونه ونه لرو.

مسلکي ټولنې:
په ۱۹۲۰ کې د «مېرمنو ټولنه» په ۱۹۳۱ کې «انجمن ادبي کابل» جوړ شول. تر هغه راوروسته په کندهار او هرات کې فرهنګي ټولنې جوړې شوې. د وخت په تېرېدا د مدني ټولنې نورې مؤسسې جوړې شوې، لکه د ژورنالستانو، ښوونکيو، ديني عالمانو، ډاکټرانو او هنرمندانو ټولنې او اتحاديې.

دا وخت په هېواد کې د ژورنالستانو څلور لوې اتحادې او نورې وړې ډلې جوړې شوې دي. دغه راز، سلګونو نورې ادبي، فرهنګي، او ټولنيزې مؤسسې ايجاد شوي چې د يوې ولسواکې پرمختللې او پر عدل ولاړې ټولنې د جوړېدا له پاره کار کوي.
 
رسنۍ:
د اميرشيرعلي خان په وخت کې په ۱۸۷۳کې د «شمس النهار» په نامه اخبار له خپراوي راهيسې رسنۍ لګيا دي په کار بوختې دي. او هڅه کوي چې خپلواکې رسنۍ ولري. خو دغه هلې ځلې زياتره وخت په ټپه درېدلي يا تګنې شوي دي. په ۱۹۰۴ کې تر «سراج الاخبار» نومي اخبار وروسته د ماشومانو له پاره «سراج الاطفال» او د ښځو لومړۍ مجله «ارشاد النسوان» تأسيس شول. وروسته بيا په ۱۹۵۰ کې په هرات کې «پيام ملت» او په کندهار کې « طلوع افغان» تأسيس شول. سره له دې چې دا ټولې دولتي خپرونې وې، خو بيا هم يې د دولت پر پاليسيو انتقاد کاوه.

د ډيموکراسۍ تر لسيزې را وروسته بيا د مهاجرت په محيط کې او بيا د طالبانو تر پرځولو راوروسته ګڼې رسنۍ ايجاد شوي دي چې بېلابېلې موضوعګانې او مسألې يې تعقيب کړي دي. دا اوس ګڼې رسنۍ کار کوي. مثلاً پژواک خبري آژانس هره مياشت شاوخوا دېرش څېړنيز رپورټونه برابروي چې د مدني ټولنې مؤسسې ورڅخه د یوې ښې منبع په توګه استفاده کوي. دغه راز، په لسګونو آزادي محلي راډيوګانې د عامه پوهاوي په مخه په زړه پورې خپرونې کوي.

موږ د خبر، اطلاعاتو، اړيکيو د انقلاب په زمانه کې ژوند کوو. رسنۍ کولی شي چې د کره او بې لوري معلوماتو په ورکولو سره د مدني ټولنې په وده او  پرمختيا کې ونډه واخلي. د ټوليزو رسنيو له برکته دنيا ډېره سره نژدې شوې ده. نن سبا که د دنيا په هغه بل سر کې څه پېښه کېږي، موږ ځنې په منډه دلته خبرېږو. البته، د اړيکيو او اطلاعاتو دغه چتکتيا او انقلاب پر ګټو سربېره زيانونه هم لري. نن سبا يو له بله متفاوت خلک بېخي سره نژدي شوي. وېره دا ده چې دغه نړيوال انقلاب ټکر ونه کړي- ونه چوي. وګورﺉ، د سيمې له ځينو هېوادونو سره د متحدو ايالتونو د اړيکيو ترينګتيا او په ځينو هېوادونو کې ناکرارۍ وخت په وخت زموږ پر بازارونو بده اغېزه کوي. د نړۍ په کچه هم د ډالرو پښې د ايرو په وړاندې ښويېدلې دي.

ولس د هغه پر حقونو پوهول د مدني ټولنې مقصد دی. د ښځو حقونه، د ماشومانو حقونه، د بوډاګانو حقونه، د مؤکلانو حقونه، د ولس حقونه او د حکومت په وړاندې د ولس مکلفيتونه درست سره د مدني ټولنې مفاهيم دي چې د رسنيو له پاره پوره پوره اهميت لري. مطبوعات د همدغو مفاهيمو له روښانولو او خپرولو سره ښوونيزه او روزنيزه بڼه پيدا کوي.

نادولتي مؤسسې:
دا زياتره محلي مؤسسې دي چې په داوطلبهً توګه کار کوي. دوی د روغتيا، ښوونې او روزنې، او کرنې په برخه کې کار کوي. ځينې داسې غېر دولتي مؤسسې هم شته چې د سولې، پرمختيا، مدني ټولنې، بشري حقونو، رسنيو، جنډر او مدافعې په برخه کې فعالييت کوي. دغو نادولتي مؤسسو په تېرو درې لسيزو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې په بېلابېلو ساحو کې کار کړی.

د مدني ټولنې د مؤسسو بریاوې:
د مدني ټولنې په اړه له ناسمو انګېرنو سره سره، د مدني ټولنې مؤسسسو د تغيير او تحول له پاره کار کړی، ټولنيز خدمتونه يې کړي او د افغانانو د اړتياوو په طرحه او تشریح کولو کې يې په ملي او نړيواله کچه نقش لوبولی دی. دوی هغه درزونه يې سره کوشېر کړي چې د سياسي، اقتصادي او ټولنيزو اصلاحاتو په برخه کې رامنځ ته شوي دي. دوی د خلکو او حکومت ترمنځ ارتباط ټينګ کړی او د دولت د هڅو حمايت يې کړی دی. دغه راز، په بېلابېلو اړوندو اړخونو کې یې د همکارۍ روحيه هڅولې او پاللې ده.

د مدني ټولنې فعالان په هېواد کې د بحران پر مهال د مدني ټولنې د مؤسسو د نقش په باره کې وايي چې ټولنه يې د دولت جوړونې له لارې د ټولنيزو خدمتونو د برابرولو له پړاو څخه د سياسي فعاليت پړاو ته ورتېره کړې ده.

د مدني ټولنې فعالانو ته سپارښتنې:
- د مدني ټولنې د ودې او پياوړتيا هدف دا دی چې خلک خپل حقونه او مکلفيتونه وپېژني او ستونزې او ننګونې د ارتباط او تفاهم له لارې هوار کړي. مدني ټولنه په افغانستان کې دوديزه ده. خواري به غواړي چې عصري شي.
- له دې سره سره چې مدني ټولنه، ولسواکي او د بيان آزادي د ودې په حال کې دي، خو له ستونونزو، ننګونو او ګواښونو سره هم مخامخ دي. په دې برخه کې د پوهاوي یوه هر اړخيز کمپاين ته اړتيا ده.
- ښځې دې افغاني او اسلامي ارزښتونو ته په پام سره د نارينه وو غوندې په ګردو ټولنیزو چارو کې ونډه واخلي. دغه راز، له ځوان نسل سره دې اړيکې پراخې کړی شي.
- اقتصادي او فرهنګي فقر، قانون ماتول، بېسوادي، د جنګونو عاملان، بېکاري، ځينې ناوړه دودونه او نور د مدني ټولنې په وړاندې لوى خنډونه دي.
- افغانانو ته، د مدني ټولنې مقصد نوی نه دی. افغانان خپله ځانګړې مدني ټولنه لري. د جرګو مرکو نظام، شورا، حجره، جومات او ... د مدني ټولنې بننسټونه دي. دغه بنسټونه يوازې له عصري ايجاباتو سره عيارول غواړي.
- که غواړو چې مدني ټولنه په افغانستان کې وده وکړي او پياوړې شي، نو په کار دي چې تر هر څه له مخه اسلامي ارزښتونه، افغاني فرهنګ، او دوديزه مدني ټولنه و پېژنو او بيا د هغې په رڼا کې د عصري مدني ټولنې د ودې له پاره کار وکړو. دغه کار د ورکشاپونو، سيمينارونو، ګرديو مېزونو، مرکو، غونډو او داسې نور فعاليتونو له لارې کېدلی شي.
- د مدني ټولنې د ودې په بهير کې د رسنيو نقش ډېر مهم دی. د رسنيو له فعالانو څخه دې وغوښتل شي چې د ملي او اسلامي اساساتو او ارزښتونو او د مدني ټولنې د ځانګړنو په رڼا کې د عامه پوهاوي له پاره کار وکړي. د مدني ټولنې د مؤسسو او رسننيو تر منځ اړيکي ساتل او تفاهم په کار دی.
- مدني ټولنه او رسنۍ دې په ګډه د خلکو ستونزې او اړتياوې دولت ته ورسوي او د دولت له هيلو او غوښتنو څخه دې ولس خبر کړي. زموږ سپارښتنه دا ده چې د مدني ټولنې مؤسسې خپل فعاليتونه د افغان مدني ټولنې له اړتيا او غوښتنې سره سم برابر کړي.