د ژباړې ګڼ تعریفونه شوي- نسبتا روښانه تعریف یې دا دی چې د بشر فکر او تجربه ورسره له یوې ژبې څخه بلې ته لېږدول کېږي. په ژبپوهنه کې د ژبې د ماهیت په اړه د دوو متفاوتو تیوریو دا نتیجې چې ژبې ژباړه مني، یا دا چې د ژباړې وړ نه دي، پخپله د ژباړې اهمیت په ګوته کوي.

د ژباړې د اهمیت د زباتولو له پاره همدومره بس دی چې ووایو له لرغوني مصر څخه رانیولې تر اوسه پورې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې کېږي. په درېمه هجري پېړۍ کې عربي ژبې ته د یوناني فیلسوفانو د آثارو له ژباړلو سره هغه فرهنګي زېرمه د منځینو پېړیو له تپو تیارو څخه راایستل او د اسلامي نړۍ او ختیځ له علومو سره یې د دولسمې او دیارلسمې پېړۍ اروپا ته بېرته ورلېږدول او د رینسانس عصر ته لاره هوارول درست سره د ژباړې فیض او برکت دی.
 
ژباړه دوه لوی ډولونه لري- یو یې د یوې ژبې دننه ژباړه ده، او بل یې د دوو ژبو ترمنځ ژباړه- چې متداوله معنا یې همدغه وروستۍ ده.

په یوه ژبه کې دننه ژباړه د ژبو په تاریخي اړخ کې کېږي. یعنې د زړې ژبې متنونه نوې ته اړول کېږي. که غواړو چې ژبه، ادب، او فرهنګ مو وده وکړي، په کار دي چې خپل ادبي او فرهنګي میراثونه نوې ژبې ته راواړوو. موږ د ژباړې دغو دواړو ډولونو ته ضرورت لرو. موږ باید لرغوني ګران متنونه آسانه کړو. که د کاظم خان شیدا پر دیوان د هغه لیکلې د یباچه اوسنۍ ژبې ته را واړو، نو پښتانه شاعران او مینه وال به يې په کې د خیال، فکر، او تصویر په اړه زیاتره هغه مهمې او اساسي خبرې په آسانه ولولي چې ((طلا در مس)) او ((صور خیال در شعر فارسي)) یې پر مټ لیکل شوي دي. او که دیوان یې په دقیقه توګه وڅېړو، نو کېدی شي چې د شعر، ادب، او هنر د پېژندنې زیاتره معیارونه ځنې راوکاږو. پر دې سربېره، موږ باید د نورو ملتونو له تجربو څخه هم پوره پوره ګټه واخلو او له ژبو څخه یې علوم او فنون پښتو ته راواړوو.

خو هېره دې نه کړو چې ژباړه یو ګران فن دی- ډېرې زیاتې ربړې لري. له نورو ژبو، په تېره بیا له فارسي څخه پښتو ته ژباړې د پښتو ژبې قاعده ډېره زیاته زیانمنه کړې ده- که ووایو چې د دغې بې قاعده ګۍ په نتیجه کې په پښتو کې دننه یوه ډېره مصنوعي او له تکلفه ډکه ژبه ایجاد شوې ده، نو مبالغه به نه وي. کومه ستونزه چې په ژباړه کې فوق العاده جوته ده، هغه د ژبو نه تطابق او له دغه نه تطابق څخه راولاړه شوې پدیده، تداخل، دی. یوه ژبه چې د ګرامري او لغوي جوړښت له پلوه له کومې بلې ژبې سره پرتله شي، درې حالتونه ځنې پیدا کېږي چې یوه ته يې تطابق، بل ته نه تطابق، او درېم ته يې تشابه وايي. څوک چې دوه یمه ژبه زده کوي نو له مورنۍ ژبې سره د هغې د تطابق پر مهال ډېره کمه اشتباه کوي. خو د نه تطابق پر مهال یې بیا ډېره زیاته اشتباه ځنې کېږي. علت یې دا دی چې د دوه یمې ژبې زده کوونکی خپله مورنۍ ژبه اساس ګڼي او هر چېرته چې په دوه یمه ژبه کې له ناآشنا خبرې سره مخامخېږي، د مورنۍ ژبې قاعده ورباندې دودوي. دغې ناسمې یا له اشتباه څخه د ډکې ګرامري قاعدې یا بېلګې دودونې ته چې پر بلې قاعدې یا بېلګې باندې یې کوو، تداخل وایي. تداخل معمولاً په دوو ځایونو کې کېږي- یو په ټولو حالتونو کې د دوه یمې ژبې د زده کړې پر وخت، او بل په ماشومتوب کې د مورنۍ ژبې د زده کړې پر مهال.

د لومړۍ یا مبداء ژبې د ګرامري او لغوي قواعدو تر اغېز لاندې چې کومه ژباړه وشي، داسې یو متن ځنې لاس ته راځي چې کلمې یې په دوه یمه یا مقصد ژبه کې دي- خو جملې او د جملو سکښت او رغښت یې په لومړۍ یا مبداء ژبه کې. د مبداء او مقصد ژبو جوړښتونه د ګرامر او لغت په برخه کې سره رابطه لري. همدغه رابطه د دواړو ژبو د ژباړې له پاره د ځانګړیو کتابونو (مقایسي ګرامر، د لغتونو په تېره بیا د فعلونو د ظرفیت فرهنګ، د علمي او فني مصطلحاتو فرهنګ، د علومو او فنونو د بېلابېلو څانګو کتابښودونو) ترتیب او تدوین ته لاره برابروي. دغه کتابونه او کتابښودونه درست سره د ژباړې ضروري منابع او اوزار دي.

د ژباړې په برخه کې د دې او دې ته ورته د نورو ستونزو د هواري له پاره د ژباړې زده کړه، لارښوونه، د سبک او اسلوب ارائه، او د لارښود کتابونو او کتابښودونو ترتیب او تدوین په کاردی.

ژباړن باید د ژباړې پر قواعدو او ضوابطو باندې د پوهېدا له پاره د ژبپوهنې، مقایسي ګرامر، لغتپوهنې، کتابدارۍ، ادبیاتو او فني پوهې په بېلابېلو څانګو کې ژوره مطالعه او مشاهده ولري او په ازمایلیو اسلوبونو او متیودونو سمبال وي. دی باید تخصصي پوهه ولري- یا دې د ژباړې پر مهال وخت په وخت له متخصص څخه مرسته وغواړي.

ژباړن ته په کار دي چې ژبه یې په فني او حرفه يي توګه زده کړې وي. دا سمه خبره ده چې یو ژباړن په یوه وخت کې هم ډاکټر، هم انجنیر، هم نجومي، هم حقوقپوه، هم ژورنالسټ، او هم ادیب یا نور هر څه هر څه کېدی نه شي. خو دا وړتیا دې ضرور ولري چې په بېلابېلو علومو او فنونو کې د عمومي او اساسي معلوماتو په مټ ځان ته لاره پیدا کړي او منابع وپېژني.

ژباړن باید د لومړۍ یا مبداء ژبې د هېواد او ولس په اړه عمومي پوهه ولري. ځکه، په یوه متن کې ښايي ځینې اشارې او کنایې داسې هم راغلې وي چې وضاحت به غواړي. مثلاً: په کابل کې ((د الله اکبر شپه، د کرالې پېښه، پنځلسی، یا برات)) چې یوازې اورېدا یې زموږ حواسو ته ټکان ورکوي. خو د نورې نړۍ د خلکو له پاره ښايي هسې اړونه یا دوڼۍ وي. نو د دغه وړ اشارو او کنایو روښانول د ژباړن دنده ده. پر دې سربېره، دغه ډول عمومي پوهه د ژباړن د پلټنې احساس روزي او د مبداء ژبې د هېواد او ولس په اړه په کې عاطفي علاقه ایجادوي چې دغه وړ علاقه د مبداء ژبې په زده کړه کې لوی لاس لري. 

هر متن د انسانانو تر منځ ارتباط کې ځانګړی نقش لوبوي او له ځانګړي موقعیت سره تړاو لري. که یو متن ته د ارتباطي نقش او اغېز له مخې وګورو، نو وینو چې بېلابېلو عناصرو یې په سکښت او رغښت کې ونډه لرلې ده؛ لکه د لیکوال هدف، د لیکوال سبک، د لوستونکي د سواد کچې او نورو. ژباړن ته په کار دي چې د دغو ټولو عناصرو له مخې د متن برابری او تطابق تر وسه وسه خوندي کړي. د برابري او تطابق رابطه دا ده چې د مبداء متن کیفیت خوندي شي. یعنې د دغه متن محتوا، اسلوب، نقش او اغېز نمود پیدا کړي.

د برابري او تطابق ډولونه څلور کلي چوکاټونه لري: ۱) په محتوا کې برابری، ۲) په سبک او اسلوب کې برابری، ۳) د ژبې په نقش او اغېز کې برابری، او ۴) د کلمو په احساسي او عاطفي پېټي کې برابری.

1) په محتوا کې برابری دا دی چې د متن د موضوع او پیغام په برخه کې ژباړه له اصل سره برابره وي. دا کار هغه مهال کېدی شي چې ژباړن د متن په موضوع او محتوا ښه پوهېدلی وي. [پرنسیپ مساوات قدرت] ته [د واک د انډول آر] ونه وايي.
2) په سبک او اسلوب کې برابری دا دی چې ژباړن د متن بدیعي ښېګڼې، د لیکوال د لیکنې سبک، او د ښکلا پېژندنې ځانګړتیاوې وپېژني.
3) د ژبې په نقش او اغېز کې برابری دا دی چې ژباړه لوستونکي ته د پوهېدا وړ ده او که نه؟! د اصلي متن اغېز په کې شته او که نه؟
4) د کلمو په احساسي او عاطفي پېټي کې برابری دې ته وايي چې د مبداء ژبې د کلمو او ترکیبونو له اساسي معناګانو سره سره د هغوی فرعي معناګانې هم د مقصد ژبې ته ور ولېږدوي. دغه فرعي معناګانې د دغو کلمو احساسي او عاطفي پېټی دی چې د یوې ټاکلي پدیدې په اړه د ویونکي/لیکونکي احساس، عاطفه، انګېرنه او سلوک ځنې څرګندېږي.

ژباړن ګڼې ستونزې لري چې زیاتره یې له هغه ادبي سبک څخه زېږي چې د عامو وګړیو له پاره ایجاد شوی او ګړنۍ ژبه کاروي. خو له ښه مرغه، پښتو شفاهي او لیکنۍ ژبې ډېر توپیر نه سره لري. ځکه خو په کې دغه وړ ستونزې بېخي نشته، یا ډېرې کمې دي. محاوره او لهجه دوې بېلابېلې مقولې دي. محاوره د وینا په توګه په یوې سیمې پورې محدوده نه وي. خو لهجه جغرافیایي چوکاټ لري. د داستاني متن د ژباړې پرمهال، البته، د محاورو په برخه کې هم د ژبو برابري ته پام کېږي. دغه راز، کولی شو چې د اصلي متن د لیکوال لهجه هم تر څه حده وساتو. خو په دی برخه کې برابری ځانګړی غور او فکر غواړي. باید وګورو چې د کوربه ژبې کومه لهجه د مېلمه ژبې له کومې لهجې سره برابری کولی شي. دغه برابری به تر ډېره حده نسبي وي.

ژباړن معمولاً له دوه ډوله متنونو سره سروکار لري. یو تخصصي متنونه او بل ادبي. د تخصصي متنونو د ژباړي پر مهال تر هر څه له مخه د محتوا او موضوع په برخه کې مسؤولیت لري. خو د ادبي متنونو د ژباړې پر مهال بیا د درست متن په باره کې مسؤول دی؛ هم د متن د محتوا په باره کې او هم د متن د سبک او اسلوب. دغه راز، ژباړن به یا له لرغوني متن سره کار کوي او یا له معاصر سره. د جملو ګرامري او جوړښتي پېچلتیاوې او ابهامونه، لرغونې او متروکې کلمې، او د متن تاریخي او فرهنګي زمینې درست سره هغه ستونزې او مسألې دي چې ژباړن ورسره د لرغونیو متنونو د ژباړې پر مهال معمولاً مخامخېږي. اما د معاصرو ادبیاتو په ژباړه کې بیا اصلي ستونزه او مسأله محاوره یي او لهجه یي ژبه ده چې مصطلحات یې ښايي تر اوسه پورې په هېڅ لغت یا فرهنګ کې نه وي ثبت شوي.

د ژباړن تر ټولو لوی اوزار د لغت زېرمه ده. د ده کار هغه مهال آسانه دی چې د مقصد په ژبه کې داسې مترادفې کلمې ولري چې هره یوه یې یوه په یوه سره برابری وکولی شي. د کلمو پراختیا، غنا، او رنګارنګي د ژبو د پرمختګ تر ټولو څرګنده نخښه ده. څومره چې د یوې ژبې د کلمو زېرمه غني وي، هومره یې د بیان ځواک او پخلی باوري دی. کله چې یوه کلمه له څو کلمو سره برابری وخوري، نو ژباړن د مترادفو کلمو له ټوله یوه غوره کوي. ښايي د ((یوه لسیزه له پاسه نیمه پېړۍ وړاندې)) پرځای لنډ ګنډ ووايي/ولیکي چې ((شپېته کاله پخوا)).

ژباړن د مقصد په ژبه کې د کلمو له واقعي کمي سره په دوو ځایونو کې مخامخېږي– یو د نویو پوهنو په برخه کې او بل د تاریخي، ټولنیز، جغرافیايي، او نورو هغو پدیدو په برخه کې چې د مبداء ژبې له هېواد او ولس سره تړلې وي. په داسې وخت کې د مبداء ژبې کلمه یا ترکیب زیاتره د خاص نوم په توګه منلی او دودېږي؛ لکه ((مات)) کلمه چې په دري ژبه کې ځینې ځای منل شوې او دود شوې ده. او د نویو پوهنو په برخه کې البته د لویو ژبو بریاوې، بې له دې چې نومونه ورباندې کېږدي، مني. له دې امله چې ځینې کلمې او ترکیبونه بېخي بین المللي شوي، نو د هرې ژبې کورنۍ متاع بلل کېږي؛ لکه: والیبال، فوټبال، کمپیوټر، او نور- حتی سونامي.

ژبې ځینې داسې کلمې هم لري چې وايي نه شي ژباړل کېدی. دغه وړ کلمې د معناګانو ډېر ویړ ډګر او بېلابېل تاریخي پېټي لري چې د یوې ژبې له ادب او فرهنګ سره یې سخت تاو خوړلی وي؛ لکه په پښتو کې ځوان، باتور، اربکی، او داسې نورې کلمې. دغه وړ کلمې د مقصد په ژبه کې په یوه یوه کلمه نه شي معنا کېدلی. نو ځکه یې د معنا کولو له پاره څو څو کلمې یا معادلې کاروو. پر دې سربېره، کلامي لوبې که په یوه متن کې ټاکونکی نقش ولري، نو ژباړه ډېره سختوي – حتی ناشونې کوي یې.

د ژباړې روش ژباړن اړباسي چې متن د ژباړې پر مهال پر جملو، فقرو، حتی کلمو باندې ووېشي. خو دی باید د متن کلیت ته پام وکړي او پر دې خبره ځان وپوهوي چې متن چالیکلی او چا ته یې لیکلی؟ کله یې لیکلی او د لیکنې انګېزه یې څه وه؟ څنګه یې لیکلی او د څه اغېز په نیت یې لیکلی؟

د ژباړپوهنې څومره نظريې چې اوسه پورې معرفي شوې دي، د ټولو اساس تعادل دی. ګاونډي هېوادونه به پرېږدو، یوازې په هېواد کې دننه په لسګونو ژبې او په هره ژبه کې په لسګونو لهجې لرو. د ټولنیز ژوند ژواک او اړیکیو له کبله دغو ژبو او لهجو یوې پر بلې اغېز لرلی. ژباړن ته په کار دي چې د ژباړې پر مهال دغه وړ اغېزو ته په جدي توګه پام وکړي- د ژبې د سوچه کولو په نامه دې د ژبې بېخ نه باسي.

پر دې سربېره، که په عربي ژبه په عمومي توګه ونه پوهېږو، پښتو، دري، او اردو درېواړو ته د ژباړې پر مهال اشتباه کوو. له پښتو څخه د عربي کلمو له ایستلو سره پښتو خوارېږي نه عربي. د لاس ته راغلیو آثارو له مخې پښتو له عربي څخه حتی د لومړۍ ژباړې (د سالو وږمه) په وسیله له عربي څه چې له اسلام سره ژور تړاو لري- هومره ژور چې زموږ په روح او روان کې یې جرړې کړې دي.

پر دې مقاله باندې د کار کولو پر مهال مې د استاد زیار لیکلی کتاب (لیکلارښود) هم وکوت. د هغه په سر کې په [۴] مخ کې: د [ننګونه] په نامه د [۵۰] کلمو یو متن دی چې د نور کتاب په پرتله آسانه دی. دغه متن مې یوه ملګري ته چې د پښتو ښه شاعر او لیکوال دی، ولوست او ځنې ومې غوښتل چې مطلب یې راته ووايي. هغه یې د دوه واري لوستو وویل. ما ځنې معذرت وغوښت. دغه راز، نوموړی متن مې ځینو نورو پښتنو لیکوالو او شاعرانو ته چې د بېلابېلو پښتني سیمو او ټبرونو استازی وو، هم ولوست. ویل یې چې که پخپله یې ولولي نو په مطلب به یې ورسېږي.

د پاسنۍ بېلګه ييزې سروې له مخې ویلی شو چې که یوه ژبه په آسانه او روانه توګه د پوهېدا وړ نه وي نو بویه چې ډېره پخوا وفات شوې ده.

د نړۍ ژوندۍ ژبې تر درې زرو پورې اټکل شوې دي. خو د بېلابېلو لرلېدونو له مخې لس ژبې یې تر نورو مهمې دي. زیاتره علمي او تخنیکي متنونه په همدغو ژبو خپرېږي او په دغو ژبو کې خپرېدونکیو علومو او فنونو ته لاسرسی د نړی شاوخوا دوه سوو ملتونو ته یوازې د ژباړې له لارې ممکن دی. لږ تر لږه د یوې لویې او نړیوالې ژباړې زده کړه د وړو ژبو په وده او پرمختیا کې اساسي نقش لري. د وړو ژبو ادبي پنځونې یوازې د ژباړې په مټ نړیوالو ادبیاتو ته لاره پیدا کولی شي.

موږ باید یوازې د نړۍ له لویو ژبو څخه خپلې ژبې ته علوم او فنون راونه ژباړو. بلکې له وړو ژبو څخه هم ګټور آثار خپلې ژبې ته راواړوو. دغه راز، موږ باید خپل په تول تللي او پاخه آثار هم د نړۍ لویو ژبو ته ور واړوو. په نړیوالو ادبیاتو کې زموږ د ونډې جوتولو یوازېنۍ لاره همدغه ده.

د طبیعي علومو، ټکنالوژۍ او صنعت په برخه کې خو به د نورو ملتونو له بریاوو څخه ګټه واخلو او د هغوی د لیکوالو او پوهانو آثار به راوژباړو. خو د هغو علومو او فنونو په باره کې، چې زموږ ملي او اسلامي هویت رغوي او د بشري علومو او فنونو برخه ده، تالیف او تحقیق ته اړتیا ده. څومره چې د طبیعي علومو، ټکنالوژۍ او صنعت په برخه کې لویو لویو کارپوهانو ته اړیو، تر دې زیات په بشري علومو او فنونو، په تېره بیا په هنر او ادبیاتو کې هم متخصصو کسانو ته ضرورت لرو. ځکه چې د علومو او فنونو دغه دواړه حوزې د تألیف او څېړنې ځانګړی نقد او روش لري.

د ماشومانو له پاره د لیکلی شویو آثارو یو لوی ژباړن، شقایق قندهاری، چې له انګریزي ژبې څخه یې ډېر کتابونه د تنکیو ایراني ځوانانو له پاره فارسي کړی دي، وايي چې د ژباړې له پاره د کتاب ښه انتخاب د یوې ښې ژباړې مقدمه ده. نوموړی سپارښتنه کوي چې ژباړن دې خپل ملي فرهنګ او عرفي مسائلو ته په پام سره د ژباړې له پاره کتاب انتخاب کړي. دغه راز، یو بل ایرانی ژباړن کاوه میر عباسي وايي چې هغه د ژباړې له پاره یو کتاب لومړی انتخابوي؛ بیا یې پخپله ژبه کې اهمیت، نقش او اغېز ته ګوري چې څومره دی. نوموړی کوښښ کوي چې لوستونکیو ته نوې نوې څېرې وروپېژني. دی وايي، داسې هم شوي چې یو کتاب یې خوښ شوی، خو چې بل چا ژباړلی نو ده یې بیا د ژباړې هڅه نه ده کړې.

موږ هم له نورو ژبو څخه پښتو ته د مفاهیمو او مفکورو په لېږدولو کې ځینې ځای بد بد تېروتي یو. خو ستونزه دا نه ده چې موږ ګنې د پردیو مفاهیمو او افکارو د درک لازمه پوهه نه لرو. زموږ ربړه دا ده چې ورباندې د پوهېدا کوښښ یې نه کوو. د دغې بې پروايۍ لامل د علمي اطلاعاتو ناسم درک نه – بلکې د ځان کم ګڼلو هغه یو احساس دی چې زموږ د روح په ژورو کې یې نفوذ کړی دی. که فارسيوان وویل/ولیکل چې ((کشور ایران))، نو موږ به خامخا وایو/لیکو چې ((د ایران هېواد)). دې ته بیا نه ګورو چې ولی دغه ایران پخپله پر هغه هېواد دلالت نه کوي؟!

لنډه خبره دا ده چې ژباړه د افکارو او مفاهیمو د تفسیر او تعبیر داسې یو څو اړخیز بهیر دی چې په مبداء ژبه کې د یوه متن پر ځای په مقصد ژبه کې د هغه برابر متن راکوي. خو شرط یې دا دی چې ژباړن د متن د کلمو په معنا، محتوا، او سبک او اسلوب وپوهېږي. د متن د کلمو په معنا، محتوا او سبک او اسلوب هغه وخت پوهېدلی شو چې په لغت، د لغت په ډولونو، نحوې، بیان، او علمي څانګو کې د معنا په څوګونیتوب وپوهېږو. د ژباړ پوهنې یو استاد وايي چې ژباړن باید د شکسپیر د متن د ژباړې پر مهال شکسپیر وي او د پوشکین د متن د ژباړې پر مهال پوشکین!!

ناويلې دې پاتې نه وي چې که یوه ژباړه هر څومره کره وي، بیا هم نسبي ده. د ژباړې او د هغې د اصل ترمنځ کومه مطلقه رابطه نشته. یو متن په څو ډوله ترجمه کېدی شي. او هر څومره ژباړې چې یې وشي، یوه له بلې به متفاوته وي. حتی که یو ژباړن هم یو متن دوه وارې وژباړي، نو یو شان به نه وي.