((... تر هغه چې حکومت محدود وي، انسان آزاد نه دی. یو روښانه علت او معلول شته چې د فزيک د قانون غوندې منظم او د وړاندوينې وړ دی: څومره چې حکومت پراخېږي، هومره ورسره آزادي محدودېږي.)) رونالډ ريګن
د ډيموکراسۍ او آزادۍ کلمې موږ ټولو اورېدلي دي چې زياتره وخت، په تېره بيا پر عراق باندې زموږ د يرغل پر مهال کارولې کېږي. سره له دې چې دغه کلمې په نننيو سياسي مباحثو کې يوه د بلې پر ځای يا په يوه معنا کارولې کېږي، خو رښتينې معناګانې يې ډېر توپير سره لري.
د ((بې معنا کلمو)) په اړه جورج آروېل ليکلي دي چې په سياسي ډګر کې بې اندازې تکرارېږي. د آروېل له تشريح کړيو کلمو لکه ((آزادۍ))، ((ډيموکراسۍ))، او ((عدالت)) څخه له ډېره وخته ناوړه ګټه اخيستل کېږي. تر دې چې اصلي معناګانې يې ايسته ارتول شوې دي. د آروېل په نظر سياسي مفاهيم ((په هوښيارۍ سره معمولا په ناسمه توګه کارول کېږي)). سياستوال او روڼاندي کولی شي چې واقعيت د کلمو تر شا له دقيقو معناګانو پرته مبهم کړي او خلک په اتومات ډول د اړوندو ټاکليو کلمو له مثبتو يا منفي انګېرنو سره وتړي. په بله ژبه، کېدی شي چې د بې معنا ژبې تر شا خواشينوونکي حقيقتونه عمدا پټ کړی شي. د دې له پاره چې باور يې راشي چې ډيموکراسي يقينا ښه ده، نو امريکايان ناچاره دي چې د ((ډيموکراسۍ)) کلمه د ((آزادۍ)) د مترادفې هغې په توګه ومني.
خبره دا ده چې ډيموکراسي آزادي نه ده. ډيموکراسي اصلا د ډېرکيو پالنه ده چې له واقعي آزادۍ سره اساسا توافق نه لري. زموږ ملي مؤسسان په وضاحت سره پوهېږي چې يوازې له اساسي قانون سره سم د جمهوريت غوښتونکيو سيسټم نه، بلکې په فډرالسټي ورځپاڼو او ځينو نورو ځايونو کې د هغوی ليکنې هم پر دې خبره ګواهي ورکوي. جيمز ميډيسن خبرداری ورکړ چې په يوه ډيموکراټيک حکومت کې ((هېڅ شی نشته چې د کمزورې ډلې يا ضرري کسانو د قربانۍ انګېزه تثبيت کړي.)) جمهوريت د دې له پاره دی چې له وړاندې نه شته حقونه تضمين او خوندي کړي. خو جان اډمز له دې خبرې سره اختلاف وکړ چې ډيموکراسي د هېواد اتباعو ته فقط هغه حقونه ورکوي چې د لغو کېدو وړ دي او د خلکو په غوښتنو پورې اړه لري. تر اوسه پورې څومره امريکايان له دې نه خبر دي چې د ((ډيموکراسۍ)) کلمه نه زموږ په خورا مهمو اساسي سندونو- اساسي قانون کې شته او نه هم د خپلواکۍ په اعلاميه کې؟
د متحدو ايالتونو له مداخلې او د دغه هېواد له لاسپوڅيو کانديدانو پرته په عراق کې د رښتينيو ډيموکراټيکو ټاکنو په نتيجه کې به تقريبا شيعه روحانيت يقينا حاکم شي. په عراق کې د شيعه ډېرکيو حاکميت به د کردي لږکيو او سني عربو په بشپړه سياسي، اقتصادي، او ټولنيزه ماتې ښه دلالت وکړي. دغه وړ يوه بريا به ډيموکراټيکه وي، خو آيا آزاده به وي؟ آيا کردان او سنيان به ځانونه آزاد وګڼي؟ اداره په عراق کې د ډيموکراسۍ په اړه خبرې کوي، خو آيا دې ته چمتو ده چې په ډيموکراټيکه توګه يوه داسې منتخب عراقي حکومت ته غاړه کېږدي چې که د متحدو ايالتونو له لوري د اشغال په وړاندې يې کړه وړه هر څنګه چې وي، باک يې ونه ګڼي؟ ډېره ګرانه خبره ده! د آزادۍ او ډيموکراسۍ په اړه زموږ په ټولو خبرو کې رښتيانۍ خبره دا ده چې موږ هېڅ فکر نه کوو چې عراقيان به په راتلونکي کې آزاد وي، که څنګه؟! د دوی هېواد چې بهرنيو پوځونو نيولی وي نو دوی به يقينا چې آزاد نه وي. رښتينې تحليل دا نه دی چې عراق يو لويديځ پلوی ډيموکراټيک حکومت مني، بلکې عادي عراقيان خپل شخصي، مذهبي، ټولنيز، او سوداګريز ژوند د حکومت له لاسوهنې پرته کولی شي.
د آزادۍ ساده تعبير دا دی چې حکومت مستبد نه وي. زموږ ملي مؤسسان په دې خبره وپوهېدل او د نړۍ په تاريخ کې يې تر ټولو کم د جبر او اکراه حکومت رامنځ ته کړ. د دې له پاره چې ملي دفاع او يو څه نور شيان برابر کړي نو اساسي قانون يو ډېر محدود، غير مرکزي حکومت جوړ کړ. آيالتونو، چې مراد ځنې وفاقي حکومت نه دی، د جنايي ځواک او درغلۍ په وړاندې د افرادو خونديتوب پر غاړه واخيست. د دې له پاره چې د خپلو اتباعو حقونه، آزادۍ، او شتمنۍ خوندي کړي نو د لومړي ځل له پاره په کراره کراره يو حکومت جوړ شو. د هر حکومت تر استبداد ور ها خوا چې د کومو حقونو خوندي کول ضروري دي، هغه د حقونو د مصوبې او په دقيقه توګه د پېژندل شويو ځواکونو د اصولو او پاليسۍ له مخې تحريم شوي وو. دا خبره د ملي مؤسسانو هغه باور څرګندوي چې ډيموکراټيک حکومت د سلطنت غوندې ډيکټاټور کېدی شي.
ډېر کم امريکايان پوهېږي چې د حکومت ټول کار اساسا جبر او اکراه وي. که بل څه نه وي، نو بيا باج او خراج غواړي. که باج او خراج په خلاص مټ ورکړی شوی وي، نو دا بيا دوی باج او خراج نه ، بلکې مالي مرستې او ډالۍ ګڼي. که وغواړو چې د آزادۍ کلمه په رښتينې توګه وکاروو، نو د رښتينې معنا له پاره يې بايد صداقت ولرو. آزادي د حکومت له جبر او اکراه پرته ژوند کوي. کله چې يو سياستوال د دغې يا هغې ډلې له پاره د آزادۍ په اړه خبرې کوي، نو وګورۍ چې دی د حکومت د څومره کارونو دفاع کوي.
کيڼ اړخي سياستوال آزادي (Freedom) د نجات (Liberation) معادله ګڼي. د مډرنو ليبرالانو له نظره نارينه هغه مهال آزاد دي چې د اقتصاد او مصؤونيت قوانين وځنډېږي. د مځکو خاوندان مسترد شوي، ډاکټران هېڅ حساب کتاب نه ورکوي، او د خوړو د موادو هټۍ په عامه کچه را برسېره کېږي. خو فيلسوفه اين رينډ (Ayn Rand) او ځينې نور چې تر دې له مخه تېر شوي، استدلال کوي چې دغه وړ ((آزادي)) د ځينو له پاره يوازې هغه مهال شونې ده چې حکومت د نورو آزادۍ سلب کړي. په بله ژبه، حکومت د هغو کسانو د ژوند او شتمنۍ مدعي دی چې تر استبداد لاندې او له ((آزادۍ)) سره د ناجوړه خلکو له پاره کورونه، خواړه، او نور شيان برابروي. کوم ((ليبراليزم)) چې يو ځل د مدني، سياسی، او اقتصادي آزاديو ژمنه وکړه، هغه د ځواکمن مستبد حکومت مترادف دی.
هغه سياسي حقونه چې آزادي د ملي عظمت معادل ګڼي پوځي ځواک زېږوي. کيڼ اړخي د مډرنو محافظه کارانو غوندې د يوه بشپړ ځواکمن مرکزي حکومت ننګه کوي.- خو د پوځيتوب، همکارۍ، او د هغې ښېګڼې له پاره چې پر ايمان اډانه شوې وي. د ګولډ واټر (Goldwater) د پروسږنيو کيڼ اړخيو محافظه کارانو پر خلاف، ننني جمهوريت غوښتونکي غواړي چې د حکومت لګښت ډېر، د پوليسو لوازم زيات، او پوځيتوب ته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې وده ورکړي. د محافظه کارانو تر منځ وروستي نازک پيوندونه او د يوه نسبتا واړه حکومت ننګه سخته ده. هغه ((محافظه کاري)) چې دود ته د درناوي او پر فعال حکومت د بې باورۍ په توګه يو ځل ومنل شوه، نو د لوی حکومت په خيالي ځانښودنې باندې بدلېږي.
آرويل په سياست کې د بې معنا کلمو د کارولو په اړه مسلما په حقه وو. که غوښتي مو وي چې آزد پاتې شو، نو په کار دي چې له ابهام څخه ډډه وکړو او هغو کلمو ته چې سياستوال يې زموږ د جارباسلو له پاره کاروي، مشخصې معناګانې ورکړو. موږ بايد د دې خبرې دفاع وکړو چې په امريکا کې جمهوريت دی- نه ډيموکراسي. او بايد په ياد مو وي چې اساسي قانون پر داسې يوه حکومت محدوديتونه ولګوي چې اکثريت ورباندې تسلط نه شي موندلی. موږ ته په کار دي چې د دولت د چارو د توضيح له پاره د ((آزادۍ)) د کلمې د هر ډول کارولو په وړاندې کلک ودرېږو. موږ بايد د ((ليبرال)) او ((محافظه کار)) د دواړو مبهمو کلمو له پاره د يوې کره اصطلاح د پلويتوب په مخه د هغوی دغه اوسني پوچ تشريحات رد کړو.
د مځکې د مخ هر يو سياستوال د آزادۍ د ملاتړ ادعا کوي. خو د دوی ستونزه دا ده چې ډېر لږ يې د دغې کلمې په ساده او آسانه معنی پوهېږي.