سرشمېرنه يوه مهمه تاريخي او ټولنیزه پروسه ده. د يوه هېواد ټولنيزې- اقتصادي او ډيموګرافيکي ځانګړنې له دولت سره مرسته کوي چې پرمختيايي اړتياوې او خدمتونه د هغوی له مخې پلان کړي. ځکه چې ټول پرمختيايي منابع (روغتيا، ښوونه او روزنه، لويې لارې، کانالونه، ...) پر وګړيو باندې د هغوی د تناسب له مخې وېشل کېږي.

زموږ په هېواد کې واقعي احصايه او کره معلومات د نشت برابر دي. د افغانستان د احصايې مرکزي اداره چې دنده يې د احصايې راټولول دي، اول او آخر يې په ۱۹۷۹ ميلادي کال کې د هېواد وګړي وشمېرل. تر هغه راوروسته يې بيا کومه سرشمېرنه نه ده کړې. په عادي حالت کې بايد د يوه هېواد وګړي هر لس کاله وروسته له نوي سره وشمېرل شي. خو له بده مرغه چې د تېرو نژدې درې لسيزو شخړو او جګړو له امله دغه کار ونه شو.

په ۲۰۰۱ کال کې د بن د توافقنامې له مخې ملګريو ملتونو پرېکړه وکړه چې د وګړيو او کورونو په شمېرنه کې به د افغانستان له حکومت سره مرسته کوي.

د ملګریو ملتونو د وګړيو پانګې  (UNFPA)د روان کال د اګسټ پر شلمه نېټه يوې خبري غونډې ته ويلي چې د افغانستان د ولايتونو په کچه يې ټولنيزې- اقتصادي او ډيموګرافيکي ځانګړنې ورغونډې کړې دي. په دغه غونډه کې د افغانستان د احصايې د مرکزي دفتر رييس ښاغلي عبد الرشيد فخري هم د نوموړي دفتر د فعاليتونو په اړه خبريالانو ته ويلي چې د ملګريو ملتونو د وګړيو د پانګې په مالي او تخنيکي مرسته يې په ۲۰۰۲ کال کې د اعدادو او ارقامو راټولول، نقشه کول، او د کورونو په اړه د لازمو معلوماتو راغونډول پيل او په ۲۰۰۵ کال کې يې په ملي کچه دغه پروفايل بشپړ کړی دی. ده ويلي چې د احصايې نيولو دوه يم پړاو به د ۲۰۰۸ کال په جولای کې پيل او په درې اونيو کې به يې بشپړ کړي. ده زياته کړې ده چې دغه کار د دفاع او کورنيو چارو د وزارتونو، د ملي امنيت د لوی رياست، او ځينې نورو مؤسسو په مرسته ترسره کوي.

ښاغلي فخري ويلي چې ځينې نورو مؤسسو لکه د روغتيا وزارت د واکسيناسيون د کمپاين پر مهال او د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د ملي پيوستون د پروګرام د پلي کېدا له لارې ځينې اعداد او ارقام ورکړي دي. خو د احصايې مرکزي دفتر هغه اعداد او ارقام ځکه نه تاييدوي چې د راټولولو ميتود يې د دوی له ميتود سره سمی نه خوري.

د احصايې د مرکزي دفتر په وينا، د هېواد وګړي دا وخت د ۱۹۷۹ کال د سرشمېرنې پر بنسټ، البته، د اټکل له مخې 24,5 مليونو تنو ته رسېدلي دي چې 1,5 مليونه کوچيان هم په کې شامل دي. په دغو ښودل شويو ارقامو کې په پاکستان او ايران کې پراته مهاجر نه دي حساب شوي. د يادونې وړ ده چې په پاکستان او ايران کې ځينې نور افغانان هم اوسېږي چې لا نه دي راجسټر شوي. د احصايې مرکزي دفتر ويلي چې د مهاجرو له پاره د ملګريو ملتونو د عالي کميشنرۍ د شمېر له مخې په پاکستان او ايران کې څلور مليونه مهاجر افغانان ثبت شوي دي. خو زياتوي چې دا کومه احصايه نه- بلکې يو ثبت دی چې دوی يې نه شي تاييدولی.

ښاغلي فخري دا هم ويلي چې د احصايې مرکزي اداره له پاکستان سره پولې ته څېرمه ولايتونو کې ستونزې لري- نه شي کولی چې د د غو ولايتونو په لرې پرتو سيمو کې څه چې حتی د هغوی په مرکزونو کې لا د خلکو احصايه واخلي. خو له دغو جدي ستونزو سره سره بيا هم وايي چې د ۲۰۰۸ کال په جولای کې به په دغو ولايتونو کې د احصايې اخيستلو کار بشپړوي.

مګر د ملګريو ملتونو د وګړيو د پانګې د آسيا او لټ سمندر د چارو رييس ښاغلی سلطان عزيز د ښاغلي فخري د په ګوته کړيو ستونزو په اړه ويلي چې که فرضا د احصايې د مرکزي دفتر لاس له پاکستان سره پولې ته څېرمه ولايتونو ته ونه شي رسېدلی نو دا به د دغه دفتر يوه لويه غلطي وي. ښاغلي عزيز ويلي چې د دغې ستونزې د هواري له پاره بايد ابتکاري، اغېزمنې، او د تطبيق وړ تګلارې غوره کړی شي. ده زياته کړې ده چې د ملګريو ملتونو د وګړيو پانګه غواړي دغه تګلارې پراخې کړي. د ده په وينا، د ملګريو ملتونو بېلابېلې ادارې د بېلابېلو اعدادو او ارقامو په راټولولو لګيا دي. ده ويلي چې د دغو ادارو کار ډېر مهم دی. د ښاغلي عزيز په وينا، د افغانستان د راتلونکې پرمختيا او پراختيا هر ډول تصور بايد پر دوو فکټورونو ولاړ وي چې يو د معلوماتو باوريتوب دی او بل د هغوی تثبيت.

په افغانستان کې د جګړې او سولې په هکله د رپورټ ورکولو انسټيټيوټ (IWPR) د سرشمېرنې د پروفايل د باوريتوب او تثبيت له پاره د سرشمېرنې د بهير په اړه په بېلابېلو ولايتونو کې د سيمې له خلکو څخه پوښتنې کړي دي. هغوی د سرشمېرنې د ډلو د ورتګ په باره کې يا بېخبري ښودلې، يا يې د سرشمېرونکيو ناوړتيا ته ګوته نيولې، او يا يې هم د سرشمېرنې له کاردود څخه سر ټکولی دی. د آی ډبليو پي آر په رپورټ کې راغلي دي چې په ځينو سيمو کې حتی په سلو کې ۲۵ تنه هم نه دي شمېرل شوي. رپورټ د ځايي چارواکيو له قوله دا هم ليکلي دي چې ډلې ډلې خلک ورځي او د سرشمېرنې د بهير په اړه ورسره خپل شکايتونه ثبتوي. لنډه خبره دا ده چې د ننګرهار، خوست، کندهار او نورو ډېرو ولايتونو خلک د شوې سرشمېرنې په باره کې بې باوره دي.

افغانان د احصايې له مرکزي دفتر او د ملګريو ملتونو د وګړيو له پانګې او نورو اړوندو ادارو څخه غواړي چې په افغانستان کې د وګړيو د شمېر په لاره کې شته ستونزو ته لومړی د هواري لارې چارې پيدا کړي او بيا د سرشمېرنې پروسه پلې کړي. هغه ستونزې چې دغه ادارې ورسره په جدي توګه مخامخ دي، دا دي:

1. د امنيت مسأله
 د هېواد په شاوخوا ۱۸ ولايتونو (خوست، پکتيا، پکتيکا، غزني، زابل، هلمند، ارزګان، بادغيس، کندهار، ميدان وردګ، لوګر، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کندز) کې امنيتي وضعيت ښه نه دی. نو په دغسې ناکراره سيمو کې به کره سرشمېرنه څنګه کېږي؟! ضرور به يې وګړي يا له پامه اچول کېږي او يا به کم شمېرل کېږي. ګومان نه کېږي چې د دفاع او کورنيو چارو وزارتونه او د ملي امنيت لوی رياست به په دغو سيمو کې د احصايې له مرکزي دفتر او نورو اړوندو ادارو سره لازمه مرسته وکولی شي.
   
2. د مهاجرو مسأله
 د مهاجرو له پاره د ملګريو ملتونو د عالي کميشنرۍ په وينا، دا وخت ۴ مليونه افغانان په پاکستان او ايران کې د مهاجرو په توګه ژوند کوي. خو د احصايې د مرکزي دفتر رييس ښاغلي فخري د اګسټ پر ۲۰مه نېټه د یوناما خبري غونډې ته ويلي چې هغوی دغه مهاجر نه شي شمېرلی. ځکه چې هغوی د مهاجرو له پاره د ملګريو ملتونو د عالي کميشنرۍ په ورکړیو ارقامو باور نه لري. نو پوښتنه دا ده چې د دغې ربړې د هواري لاره کومه ده؟
 
3. د کوچيانو مسأله
 کوچيان هم زياتره په ناکراره سيمو کې ژوند کوي. له بلې خوا د سرشمېرنې د مرکزي دفتر د رييس په وينا، په افغانستان کې د کوچيانو شمېر يونيم مليون تنه دی. خو په نورو څېړنو، مثلا: د خطر او زيانمننې په ملي ارزونه (National Risk and Vulnerable Assessment) کې چې د کليو او پراختيا وزارت کړې ده، دوی تر درې مليونو پورې ښودل شوي دي.

4. نور ګرځنده وګړي
 په سوونو زره افغانان د کار او مزدورۍ له پاره پاکستان، ايران، هند، عربي هېوادونو او نورو ته تللي دي. له دې امله چې دوی مهاجر نه دي نو راجسټر شوي هم نه دي. د دوی کورنۍ په افغانستان کې دي. خو دوی په موقته توګه له هېواد څخه د باندې اوسېږي. د دوی په اړه يو جلا پلان په کار دی چې نشته. دغه راز، په اروپا، امريکا او اسټراليا کې هم په سوونو زره افغانان ژوند کوي چې زياتره يې هلته منل شوي او اوس دوه ګوني او درې ګوني تابعيتونه لري. د دوی مسأله لا يوه بله ګوښې ربړه ده چې د سرشمېرنې مرکزي اداره به ورته نه پوهېږم څه پلان لري او که نه!
 
5. د سرشمېرنې د رياست ظرفيتي نيمګړتيا
 داسې تشکيلات چې يوه علمي، بې پرې، او کره سرشمېرنه دې وکړي، نه د هېواد په مرکز کې شته او نه هم په ولايتونو کې. د سرشمېرنې د مرکزي دفتر په ولايتي څانګو کې يوازې دوه يا درې تنه کار کوي چې د دغه وړ لويو عملياتو هېڅ تجربه او توان نه لري. پر دې سربېره، د ځينو په وينا، د سر شمېرنې د مرکزي ادارې د مشرتابه ځانګړي سياسي او قومي تمايلات هم د سر شمېرنې پر پايلو ناوړه اغېز کولی شي.

6. له بريده اوښتې لېوالتيا
 په ځينو سيمو کې له سرشمېرنې سره له بريده اوښتې لېوالتيا او په ځينو نورو سيمو کې بيا د هغې په وړاندې بې تفاوتي يوه بله خطرناکه ستونزه ده. په هغو سيمو کې چې لا محلي او سيمه ييز زورواکي او قومي مليشې واکمنې دي، هغوی په لوی لاس خلک تنظيموي چې خپل وګړي زيات وښيي چې په راتلونکي کې زيات حقوق ترلاسه کړي. په تېره ازمېښتي سرشمېرنه کې داسې بېلګې وليدل شوې چې د يوې سيمې خلک بل ځای ته په کتله يي توګه تللي چې ځانونه دوه واري وشمېري؛ مثلا: ويل کېږي چې د ميدان- وردګ ولايت د بهسودو د ولسوالۍ خلک د ځانونو د شمېرنې له پاره د کابل ښار ((قلعه شاده)) ته ورغلي او تر ځان شمېرنې وروسته په بيړه بېرته خپلې ولسوالۍ ته ستانه شوي دي. دغه وړ زياته لېوالتيا په ځينې نورو سيمو کې هم لېدل شوې ده.
 په ټولو هغو ولايتونو کې چې ناکراره دي، خلکو سرشمېرنې ته ډېره کمه لېوالتيا ښودلې ده او په هلمند ولايت کې خو والي حتی د سرشمېرنې کار رسما ځنډولی دی. ځکه خو په دغه ولايت کې ازمېښتي سرشمېرنه ونه شوه.
 له دې سره سره چې ازمېښتي سرشمېرنه د وګړيو د معلومولو له پاره نه، بلکې يوازې د اسنادو، منابعو، او کاردود د برياليتوب او يا ستونزو د معلومولو په خاطر شوې وه. خو دا نتيجې ترې هم راولاړې شوې دي چې په ځينې سيمو کې به وګړي تر خپلې اندازې زيات وشمېرل شي او په ځينې نورو سيمو کې تر خپلې اندازې کم.

7. د بې پرې او خپلواکې څارنې نشتوالی
 سرشمېرنه د تاريخي او ټولنيز اهميت له پلوه يوې بې پرې او خپلواکې څارنيزې پروسې ته ضرورت لري. له دې امله چې له يوې خوا ولس د سرشمېرنې د مرکزي ادارې پر کفايت او بې پرېتوب بې باوره دی، او له بلې خوا د سرشمېرنې پروسه له ګڼو يادو شويو او نورو خطرونو سره مخامخ ده، نو د څارنې داسې يو سيسټم چې ملګري ملتونه يې رامنځ ته او پلی کړي ډېر ضروري دی.

8. پر تخنيکي وسيلو ډډه لګول
 د ملګريو ملتونو د وګړيو د پانګې تخنيکي کاريګر د اعداو او ارقامو د معلومولو او سرشمېرنې په برخه کې پر ځينې تخنيکي وسيلو ډډه لګوي؛ مثلا: دوی د نړيوال وضعيت په معلوموونکي سيسټم (Global Positioning System) او نورو تخنيکي وسيلو د افغانستان د هر کلي او کور نقشه اخيستې ده او که په ۲۰۰۸ کال کې په هېواد کې امنيتي وضعيت ښه نه شي، نو هغوی به کېدی شي چې د هر کور وګړي د همدغو نقشو پر بنسټ د اټکل له مخې وټاکي. د نړيوال معيار له مخې په يوه کور کې په منځنۍ کچه ۶ تنه اوسېږي. خو که د افغانستان او په ځانګړي ډول د هغو ولايتونو ټولنيز ژوند ژواک ته وګورو چې دا اوس په کې ناکراري ده، نو وينو چې په هر کور کې څو څو کورونه دي چې ترونه، وروڼه او ورېرونه ټول په کې ګډ اوسېږي چې د غړيو شمېر يې کېدی شي له ۱۲ څخه تر ۳۵ تنو پورې وي.
 يوه ژوندۍ بېلګه: په ولسي جرګه کې د خلکو يو استازی ... د سرشمېرنې رياست ته ورغلی وو چې په ۲۰۰۴ کال کې د کليو او کورونو د شمېر په اړه ځان ډاډه کړي. هغه ته د هغه د چم ګاونډ د ټولو کورونو لسټ ښودل شوی وو. کله چې هغه په کې خپل کور پيدا کړی وو نو که کتل چې د غړيو شمېر يې ۶ تنه وو. مګر حقيقت دا وو چې هغوی په دغه کور کې پوره ۳۵ تنان اوسېدل.

د هواري لارې چارې
زياتره د نظر خاوندان وايي چې سرشمېرنه دې په ۲۰۰۸ کال کې ونه شي. ځکه چې عملي نه ده او د سمو او کره معلوماتو ترلاسه کول ستونزمن دي. خو اوس چې ملګريو ملتونو او د افغانستان دولت سرشمېرنې ته تياری نيولی او خامخا يې تر سره کول غواړي، نو يادو شويو ستونزو ته دې د هواري معقولې او باوري لارې چارې وګوري. ولس دې د سرشمېرنې پر شفافيت ډاډه کړي. دغه ډاډ هغه مهال ترلاسه کېدلی شي چې په دې برخه کې لاندې ګامونه اوچت شي:
1. د امن د قيام له پاره دې د سرشمېرنې په ورځو کې په يوه نړيوال تضمين ډزبندي وشي. په دې برخه کې د ملګريو ملتونو نقش زيات مهم دی.

2. د مهاجرو د سرشمېرنې له پاره دې د پاکستان او ايران له دولتونو سره يو تړون وشي او د هغوی په اجازه دې مهاجر افغانان هم وشمېرل شي.

3. د کوچيانو دقيقه سرشمېرنه ضرور ده. که امنيټي ستونزه هواره شوه، نو معقول تخنيکي هواری دې هم ورته په پام کې ونيول شي چې څنګه پيدا، تثبيت او راجسټر شي.

4. د ګرځنده وګړيو د شمېر له پاره دې تر سرشمېرنې درې مياشتې له مخه د ولسي پوهاوي يو پياوړی کمپاين وشي او خلک دې وپوهول شي چې خپل، خپلوان او دوستان د سرشمېرنې ورځو ته حاضر کړي. بله لاره يې دا ده چې په پوښتنليک کې دې يوه داسې پوښتنه ورزياته شي چې که د کومې کورنۍ کوم غړی په موقتي توګه له کور او هېواد څخه بهر تللي وي چې راجسټر شي.

5. دولت دې د سرشمېرنې په رياست کې د مسلکي مهارت او وړتيا پر بنسټ البته د آزادې سيالۍ له لارې کسان وګوماري او په مرکزي او ولايتي کچه دې د دغې ادارې ظرفيت لوړ کړي.

6. د وګړيو د زياتې شمېرنې (Over counting) او کمې شمېرنې  (Undercounting)د مخنيوي له پاره دې د بيا کتنې (Double Check) یو دقيق سيسټم جوړ شي چې ملګري ملتونه او نورې بې پرې ادارې يې د سرشمېرنې د وروستۍ څارنې (Post Monitoring) په توګه پلی کړي.

7. د بې پرې او خپلواکې څارنې يو پراخ سيسټم دې فعال کړی شي چې د سرشمېرنې بهير او د دغه بهير باوريتوب او بې پرېتوب وڅاري او خلک ورباندې ډاډه کړي.

8. تخنيکي وسيلې د وګړيو دقيق شمېر نه شي ښودلی. هڅه دې وشي چې د سرشمېرونکيو ډلې کور په کور وګرځي او معلومات راټول کړي. په دې کار کې د واکسيناسيون د کمپاينونو له تجربو څخه ګټه اخيستل کېدی شي.

هيله ده چې د سرشمېرنې مرکزي دفتر او نورې اړوندې ادارې به د مسألې اهميت او حساسيت ته په پام سره د سرشمېرنې په برخه کې بيړه نه کوي.