د ننګرهار د خوګياڼيو په (( سردارانو بانډه )) کې يو باغ دی چې (( روان باغ )) يا (( باغ روان )) يې بولي. دغه باغ شاوخوا پنځلس جريبه دی.
د دغه باغ ختيځ ته په ژوره کې د (( کړسو )) خوړ، لوېديځ ته يې هديره، شمال ته يې د (( کږې ))او (( بر بيار )) تر منځ پر جګه غزېدلی ډاګ او سويل ته يې د سردارانو بانډه ده چې د (( خرمنې )) د غونډې په شمالي لمن کې آباده ده.
د روان باغ ختيځه ډډه ډېر پخوا- ښايي پېړۍ وړاندې- مخ ښکته ښويېدلې او د کړسو د خوړ له لوېديځې غاړې سره لګېدلې ده چې ونو بوټيو يې د خوړ پر غاړه د غونډۍ پر لمن له پورې کلي ( سورمۍ ) سره متناظر يو ښکلی منظر جوړ کړی دی. د باغ هغه بريد چې دغه برخه ځنې ښويېدلې ده، لکه د پاڼ دنګه غړۍ ولاړ دی. د باغ  ښويېدلې برخه به تخمينا درې څلور جريبه وي. دغه باغ  د همدغې ښويېدا له امله خلک روان بولي.
روان باغ راز، راز زينتي او مېوه يي ونې، بوټي لري؛ لکه: توت، سنځلې، انار، انګور، انځر، لوکاټ، نارنج، غزونه، سروې، جنګې ګل يا ګل جنګې او نور. دغه باغ ته په دوبي کې  د شاوخوا سيمې زلمي ځوانان د سيل صفا له پاره ورځي.
دا باغ د مرحوم نايب الحکومه عبد الرزاق خان آغادی. نايب الحکومه صاحب د هېواد د نوميالي سياستوال ډاکټر عبد الصمد حامد پلار وو. ناويلې دې پاتې نه وي چې ځينې خلک نوموړی باغ د عبد الرزاق خان آغا له نامه سره هم يادوي.