دا يوه ګرده غونډۍ ده. له لرې چې يې ګورئ، د غنمو د رشې غوندې ښکاري. چاپېره يې آبادې مځکې دي. دا غونډۍ د بر بهار لويديځ ته له کړسو، چې يوه خوړ دی، پورې غاړه په کالوخېلو کې ده. کالوخېل د لر يا کوز بهار اړوند يو کلی دی چې دا هم لر او بر لري.

د پاچا غونډۍ سهېل ته د برو کالوخېلو او شمال ته د لرو يا کوزو کالوخېلو کلی دی. د غونډۍ ختيځ او لوېديځ ته آبادې مځکې دي.

د پاچا غونډۍ پر لمن ګرچاپېره يوه طبيعي پټه ګرځېدلې ده. داسې ښکاري لکه چې څپر ورباندې تېر شوی وي. اوس هم چې کروند ګر کله د غنمو رشه تياروي، نو چاپېره يې پر خېټه باندې په رشپېل د ډول په مخه پټې کاږي او ځانګړی ډيزاين ورکوي.

د پاچا غونډۍ د ګردوالي او چاپېره ځنې د ګرځېدلې پټې له کبله يې په اړه د خلکو باور دا دی چې دا د لرغونې زمانې د يوه پاچا د غنمو رشه وه. وايي چې د هغه د بخيلۍ او بد نېتۍ له کبله په غونډۍ بدله شوې ده.

د دې غونډۍ په اړه دا هم ويل کېږي چې کيدی شي ورلاندې خزانه وي!