مرکې او مقالې


د مقاومت مفهوم کاملا مجهول دی!

@ نثار صيب، سلام!* وعليکم السلام. @ څنګه يې؟*  شکر دی؛ خپل حال وايه.  @ حاضر يې يو څو پوښتنې درنه وکړم؟* ولې نه. خو څه ورباندې کوې؟! @ په ((جانان)) کې يې خپروم.*  نو د جانان له پاره خو خلک، د چا خبره، د غوايي غوښه هم خوري! @ که پام دې وي په بهير کې يو ورځ استاد منلي په هنر او ادبياتو کې د اجتماعي تعهد يادونه وکړه که په دغه اجتماعي تعهد لږه رڼا واچوئ؟*  د استاد خبره دې ماته نه ده په ياد. زه ګومان نه کوم چې هغه به په هنر

16.11.2006 arghawan

د لومړي ټولګي له پاره د پښتو درسي کتاب طرحه

د لومړي ټولګي له پاره د پښتو ژبې د درسي کتاب د ليکنې په مخه مې کابو يوه مياشت مطالعه وکړه او مقدماتي مواد مې برابر کړل. په دغه موده کې مې د لومړي ټولګي له پاره تر لسو زيات بېلابېل کتابونه او د هغوی درسي لارښودونه په سړه سينه ولوستل. دغه راز، ځينې تيوريک او معلوماتي مواد مې هم وکتل. دا ځکه چې د موضوع سوابقو ته مراجعه او له مخکېنيو تجربو څخه استفاده د نوي کتاب د طرحې په برابرولو کې ګټوره، بلکې ضروري وه. پر دې سربېره، د پوهنې وزارت د درسي کتابونو د تأليف د مشورتي کميسيون د غونډو پرېکړې او مؤلف ت

12.10.2006 arghawan

د ماشومانو ادبيات، ډولونه، څرنګوالی او ستونزې

د ماشوم ادبيات عمدتاً دوه ډوله دي- يو هغه چې پخپله ماشوم يې ايجادوي او بل هغه چې نور يې د ماشوم له پاره ايجادوي. لومړی- هغه ادبيات چې ماشوم يې پخپله ايجادوي د ماشوم د ادبياتو اصلي او اساسي ډول چې د هغه په پېژندګلوۍ کې له موږ سره مرسته کوي، همدغه دی. دغه ادبيات د يوې عمليې په نتيجه کې چې د باندې غورځول ( بيرون افګني ) یې بولي ايجادېږي. د باندې غورځول يا بيرون افګني هغه وړتيا ده چې ماشوم يې د خپلو تخيلاتو د ودې په نتيجه کې پيدا کوي. ماشوم په دغه وخت کې خپلو محسوساتو او

29.08.2006 arghawan

استاد پژواک د شعر نقد ګنا ګڼلې

خدای بخښلي استاد پژواک د شعر نقد ګنا ګڼلې ده. د استاد د خولې خبره د شعر په اړه مثبت او منفي دواړه وړه اغېز شندي. مثبت يې دا چې نقاد دې شاعر ازاد پرېږدي چې څه يې زړه غواړي، هغه ووايي. ځکه چې شعر د يوه چا د خپل احساسس او عاطفي کيفيت يو ښکلی اظهار دی- نه د نورو؛ نو د نقاد ضرورت نفي شو. او منفي تأثر د استاد د خبرې دا کېدی شي چې شعر له ځايه کومه داسې متاع نه ده چې کره کتنه يې دې وشي؛ نو وخت ورباندې ضايع کول طبعا ګنا ده.د شعر په باره کې د استاد د خبرې مثبت تأثر پر خپل ځای. خو زه يې منفي هغه هم د پ

28.08.2006 arghawan

د خوګياڼي ننداره

که ننګرهار ښکلی وي نو خوګياڼی يې د ښکلا يوه زوروره کرشمه وګڼئ. د علامه رشاد رحمت الله عليه په وينا چينی زاير يا سيلانی، هيوان څانګ، چې کله له کاپيسا څخه د لغمان او (( ادينه پور )) پر لاره (( بنو )) ته تللو، نو (( بزرګې څوکې )) ته  ورغلی- (( سيکاراما )) يې ليدلې او د هغې ذکر يې په خپله سفرنامه کې کړی دی. بزرګه څوکه د سپين غره لوړه څوکه ده او خوګياڼی د همدغه غره په لمن کې دی. چينيی زاير يا سيلانی څه لېونی نه وو چې د سپين غره تر جګې  څوکې پورې يې بلا ډېرې لوړې ژورې لټو

23.08.2006 arghawan

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more